دخپریدو نیټه : 2011-12-20 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
ابدالي واکمنان د تاريخ په پلوشو کې (٦)
نعيم زى
په تيرپسې ...
د پاني پت تاريخي جگړه:
د پاني پت د لويې دشتې په يو بل سرکې دوو دښمنو لورو کلک سنگرونه د يو بل په وړاندې نيولي ول او د جگړې لپاره يې په تياري نيولو لاس پورې کړى ؤ. دواړه لوري تر درې څلورو مياشتو پورې په دې پراخه دشته کې پراته ول او کله کله به يو وړه جگړه وشوه د احمد شاه فوځيانو پوره تمرين وکړ. د پاني پت جگړه د هند په تاريخ کې تر هغه وخته پورې په دومره زيات شمير فوځيان او د جنگ وسايل په کومه بله جگړه کې برخه نه وه اخستې، د پاني پت په جگړه کې د احمد شاه بابا مقابل لورى دښمن له دريو لکونه (٣٠٠٠٠٠) زيات پلي او سورو فوځيانو گډون کړى وو. ددښمن قوت په لاندې ډول و: ١- له درو زرو نه زيات فوځيانو يې چقمقي ټوپک درلودل. ٢- شل ضربه غټ لوى توپونه د يو زرپرسونل سره. ٣- دوه سوه ضربه کوچني توپونه ٤ -يولک اويا زره سوارکار فوځ. ٥- دوه نيم لکه (٢٥٠٠٠٠) غوايان ٦- په زرگونو شمير اوښان او په زرگونو شمير آسانو گډون کړى ؤ له دينه سربيره گرځنده بازار يې هم درلود چې هر ډول خوراکي او حربي مواد او سامان پکښې موندل کيدل او هم د مستريانو او انجينرانولوا هم ترشا ورپسې حرکت کاو. البته د ساز او موسيقي يې هم پوره بندوبست کړى ؤ خو د احمد شاه بابا يوازې شپيته زره پلي او سوار کار فوځ او يوه وړه توپخانه درلوده چې ددښمن فوځ او اکمالات يې شپږ برابره ؤو په دغه جگړه کې ددښمن له لورې مشهور قوماندانان لاندې کسان ول: ١-سيداشيوبهاو د ټول لشکر مشر د دريم پيشوا ورور ٢ ملهاراو٣- هولگر٤- ياجي ٥- سنديا ٦-شمشيراو. ٧- ددکن د مسلمانانو قوماندان ابراهيم گاردى
جنگ د پاني پت په لويه دشته کې به د ١١٧٠ لمريز کال د جوزا په مياشت کې پيل شو. لومړى مرهټيانو پرمختگ وکړ او د احمد شاه بابا د ښي اړخ فوځيانو هم په ډيره زړه ورتيا او پوره سرښندنه ددښمن صفونه يو په بل پسې ماتول او دا جگړه يې د مسلمانانو لپاره مرگ او ژوندباله دوى پوهيدل چې که په دغه جگړه کې ماتې وخورو، ددايم اوتل لپاره به بدنام يو اوبويه هم له هند څخه ژوندى لاړ نه شي ټول به د مرهټيانو له تيغ څخه تيريږي خو کيڼ لورى ددښمن سخت له مقاومت سره مخ ؤ ځکه په دې لورې کې ((ويسواس راو)) د مرهټيانو د پيشوا زوى قومانده په لاس کې وه او هغه قومانده ورکوله. د نوموړي په څلويښت زره فوځ او يو زر پنځه سوه (١٥٠٠) جنگي فيلانو حمله راوړه. د نجيب الدوله لس زره فوځ او د عطامحمد پنځه زره پوځ د جمناسيند آخوا ايسار شول گرچه د شجاع الدوله لس زره فوځ يې هم مرستې ته راورسيدو خو بيايې هم مقاومت رانه وړاى شو. احمد شاه بابا له يوې لوړې صحنه څارله په بيړه يې دولس زره زره پوش سوار کار فوځ مرستې ته وروليږو او امر يې ورته وکړ چې يو يوزر کسان به يو په بل پسې بريد کوي د احمد شاه بابا دا امر عملي شو په دښمن يې سخت بريد وکړ پداسې حال کې چې ددښمن توپچي ځواک پرله پسې د توپخانې سکروټى ورولى. د احمد شاه بابا ځواک د زمريو په څير ددښمن په صفونو ورگد شول او د زمريو په څير يې ددښمن صفوته وڅيرل. د مرهټيانو د پيشوازوى ((ويسواس راو)) او د فوځ غټ مشران په جگړه کې ووژل شول. د مرهټيانو د پيشوا د زوى ((ويسواس راو)) قتل د مرهټيانو په لشکر سخته ويره گډه کړه او د جنگ له ميدان نه په تيښته شول په دغه وخت کې د احمد شاه بابا توپخانې ددښمن جنگي فيلان تراور لاندې ونيول. فيلانو تور واخست او په منډو شول د مرهټيانو د لشکر په لور يې مخ شو او زيات شمير مرهټيان يې تر پښو لاندې اووژل. د مرهټيانو (مرټيانو) لوى لوى سرداران چې د جنگ لوى لوى قوماندانان ول په دې جگړه کې ووژل شول هولگر، شميشيرراو، ماجي او سنديا چې د څلورو ځواکونو لوى لوى قوماندانان ول په شاوځغليدل او د مرهټيانو لشکر بې قوماندې پاتې شو. پښتنو د دوئ لشکر تر څلويښت ميله پورې تعقيب او ځغلول په دغه جگړه کې دښمن ته درانه تلفات ورسيدل. په زرگونو فوځيان يې مړه، ٢٣ زره کسان يې ژوندي ونيول شول ٥٠٠ فيلان په زرگونو شمير اوښان او آسان (آسونه) دوه لکه (٢٠٠٠٠٠) غوايان له يوزرڅخه زيات چقمقي ټوپک، تورې ډالونه، غشي او لاټۍ د جنگ په ميدان کې ورنه پاتې او د احمد شاه بابا فوځيانو ته غنيمت لاسته ورغلل، خو بامقابل د احمد شاه بابا فوځيانو ته ډير کم زيان واوښت، دا لويه تاريخي جگړه (د پاني پت جگړه) د احمد شاه باپا په بري تمامه شوه. احمد شاه بابا هغه مسلمانان کوم چې يې په دغه جگړه کې د مسلمانانو په خلاف د کفارو سره لاس يو کړى ؤ او د کفارو په صف کې ولاړول د بنگال د مسلمانانو د قوماندان ابراهيم گاردي په شمول ټول پانسۍ (اعدام) کړل. مرهټيان، هندوان، راجپوتان او سکهان يې ټول آزاد کړل. احمد شاه بابا ډيلي ته ننوت ټول مسلمان نوابانو، هندو راجاگانو، راجپوتانو، جټانو او سکهانو سرونه تسليمۍ ته ټيټ کړل احمد شاه بابا په ډيلي کې زيات پاتې نشو د هندوستان واگى يې د عالمگير ثاني زوى (عالى گوهر ته)) وسپارلې احمد شاه بابا په دې کار کې سهوه شو ځکه عالي گوهر يو بې صلاحيته او بې کفايته سړى ؤ نوموړى دا وخت په بنگا کې ؤ او پرځاى يې د نوموړي زوى مرزاجوان بخت نائب السلطنه مقرر کړ او سپه سالار يې نجيب الدوله پښتون ته وسپارله. احمد شاه بابا د قندهار په لوري حرکت وکړ. کله چې پنجاب ته ورسيدو د پنجاب حکومت يې زرين خان مومند ته وسپارو او بيا د پيښور کابل له لارې قندهار ته ورسيدو. د قندهار ښار چې د نادر افشار له خوا وران ويجاړ شوى ؤ، احمد شاه بابا يې له سره نوې نخشه (نقشه) واچوله او په ودانولو يې لاس پورې کړ خپل زوى تيمورشاه يې د هرات والي وټاکلو کال ١١٧٠ لمريز هجري احمد شاه بابا دوه ځله په ١١٤١ او ١١٤٢ لمريز هجري کال کله چې د پنجاب سکهانو د احمد شاه بابا په خلاف د جيسا سنگ په مشرۍ پاڅون وکړ په پنجاب يرغل وروړ، او دواړه ځله يې د سکهانو قوت مات کړ. څرنگه چې د پنجاب هوا د احمد شاه بابا لپاره ښه نه وه او هم يې په مخ دانه راپورته شوه نو له دې امله د ملتان، ديره اسمعيل خان او گومل غزني له لارې په ١١٤٢ لمريز کال قندهار ته راغى دا وخت د قزاقستان مسلمانانو د منچويى چينايانو د ظلم او تيري نه د هند دمسلمانانو په څير احمد شاه بابا ته شکايت ليک راوليږلو او د مرستې غوښتنه يې ورنه وکړه. احمد شاه بابا په لومړي ځل دهغه نږدې محلى نه يو لشکر وروليږو، خو هغوئى مقابله ونه کړاى شوې په دوهم ځل يې پښتنو څخه يو پياوړى لشکر تيار کړ او د شمال په لور يې حرکت وکړ کله چې قزاقستان ته ورسيدو په چينايې منچويانو يې بريد وکړ. زيات شمير يې مردار او پاتې کسان په تيشته د قزاقستان له ختيزى سيمې پښې سپکې کړې او خپل هېواد ته لاړل قزاقى مسلمانان د چينائى منچويانو له ظلم او تيري نه خلاص شول قزاقيانو د احمد شاه بابا ددغه خدمت په وياړ او احترام د انحضرت محمد مصطفى صلى الله عليه وسلم مبارکه خرقه د سوغات په توگه احمد شاه بابا ته ورکړه او احمد شاه بابا په همدغه کال (١١٤٢ ل، هـ) د قندهار په لور حرکت راوکړ د لارې په اوږدو کې د هرې سيمې خلک د ښه راغلاست او مبارکي لپاره راوتل او احمد شاه بابا هم مبارکه خرقه د تبرک په ډول خلکو ته ورښکاروله او خلکو به ډبره خوښي ورته کوله. احمد شاه بابا، کابل غزني له لارې قندهار ته راغى او مبارکه خرقه يې د جامع جوما ت د ښې اړخ سره يوه ښکلي ودانۍ پرې جوړه کړه او د مخ قبلې لورته ديوال په يوه المارۍ کې يې په صندوق کې کېښودله چې تر نن ورځې پورې هره ورځ په زرگونه خلک يې زيارت ته ورځي، هلته دوه رکعته د شکرانې لمونځ اداکوي او احمد شاه بابا ته ددغه غوره خدمت د خير دعا کوي.
نور بيا...