ليکوال : پوهنوال رسول باوري - هالنډ ژباړونکي :نجيب احمدزی - بلجيم
د (( افغانستان په شلمه پيړۍ کي )) کتاب د چاپ او خپريدو خبر مي د بي . بي . سي . را ډيو له لاري تر لاسه کړ . هيله مي دا وه چي نوموړۍ کتاب ولولم . زما ليوالتيا هغه وخت لازياته شوه چي د دې کتاب په اړه مي د نوموړي را ډيو څخه په پراخه کچه تبصرې او تبليغات واوريدل . نيکمرغه يم چي د ا هيله مي هغه وخت پوره شوه چي زما يوه دوست دپلوم انجينر فاروق ايوبي نوموړۍ کتاب د افغانستان څخه د ډالۍ په توګه را ته وسپارۍ .سره له دې چي نوموړي کتاب مي د سر يال په ډول په پر له پسې توګه د بي . بي . سي . را ډيو څخه اوريدلی و . خو د ليکلي سند په توګه زما سره نه وو ، له همدې امله مي نشوای کولای چي خپله رايه او نظر څرګند کړم . اوس چي نوموړی پروګرام د کتاب په بڼه چاپ او خپور شوېدی ، زما لپاره شونې شول چي د نوموړي کتاب او د پروګرامونو د هغي لړۍ په اړه خپله رايه څرګنده کړم .
تر هر څه وړاندي د اوسني چاپ شوي اثر او په بي . بي . سي . را ډيو کي د (( افغانستان په شلمه پيړۍ کي )) د پروګرامونو جوړونکواو د کتاب ليکوال ته مبارکي وايم . زه د هغي پخې خبري پوره پلوي يم چي وايې : هيڅ يو کتاب نه شته چي د يوځل لوستلو وړ نه وي . خو (( افغانستان په شلمه پيړۍ کي)) کتاب هم د اوريدلو وړتيا درلوده او هم په يو دوه ځله لوستلو ارزي، هغه څه چي زما لپاره ډيره په زړه پوري ده هغه د دې کتاب منځپانګه له يوې خوا او د هغو قلموالو فرهنګيانو تبصرې او او اندونه له بلي خوا چي د بي . بي . سي . را ډيو له خوا د دې اثر په تړاو خپاره شول .
د کتاب سر ليک (( افغانستان په شله پيړۍ کي )) په څرګنده ديو ه تاريخي اثر نوم بريښي او د يو شمير شنونکو له خوا هم داسي وپيژندل شو چي ګني دا د تاريخ يو کتاب دی . او ځينو لا نور هم څو ګامه وړاندي لاړل چي (( افغاتستان په شلمه پيړۍ کي)) کتاب يې د هيواد د شلمي پيړۍ هر اړ خيزه تاريخ ونوماوه . زه د تاريخ د يوه زده کونکي په توګه د يوې لنډي سريزي وروسته په دوو پارګرافونو کي خپله رايه او اند د (( افغانستان په شلمه پيړۍ کي )) کتاب په اړه وړاندي کوم . لومړۍ دا چي دا کتاب زما له نظره د علومو په کومه ډله يا ټولګۍ کي دی ؟ او دويم دا چي په اثر کي د شاملو پيښو په تړاو پرخوا والۍ يا تمايل څنګه او په څه ډول څرګند شويدی ؟
انساني پوهي د خپلو ارونو او متودونو په مرسته هسکي څوکي لاندي کړي او ناسپړلي غوټي يې پرانيستي دي او د ذهنونو د لا روښنايې په نيت پر مختلونکي يون ته پابښت ورکوي . د پوهو دا پيچيلۍ او د لوړو ژور ډک بهير د هغوۍ رښتنۍ نکل او داستان دۍ .کله علمي څانګي داسي د ماتي سره مخ شويدي چي لارويانو ته يې د سر زيان اوښتۍ او کله يې هم داسي برۍ په برخه شويدۍ چي لارويان يې په سترو ډاليو نمانځل شويدي . خو د دې لاري رښتينوالۍ دادۍ چي د پوهي لارويان هم د ماتي او هم د بريو پر مهال تلپاتي او همېشني شويدي .
د انسان ذهني هوښ و پښتونوته د ځواب ويلو سره يوځای وده کړيده ، او نورو اړخويې د دې ودې څنګيز ه شونتيا برابره کړيده، چي د هري علمي څانګي ځانګړۍ تاريخ د دې ټکي سپيناوۍ کوي . په هر پيمانه چي د هوښ ځير تيا ژوره شويده ورسره يوځاې بنسټيزو پوښتونو نوې بڼه خپله کړيده ، او د هغو پو ښتنوپه وړاندي بيا ځوابونه هم په هم هاغه پيمانه هر اړ خيزه شويدي ، چي پايله يې د ستونزو د حل لپاره د اړيني تيورۍ منځ ته راتلل دي . انسان د خپل پيدايښت له پيله بيا تر اوسه په همدي ډول پايښت کړېدۍ . د پيښي منخ ته راتلل انسان پوښتونو ته هڅولۍ او انساني هوښ د هغو د حل تلاښ کړيدۍ . او اوس هم همداسي ده ، خو په يوه توپيراو هغه دا چي پخوانيو انسانانو به د ټوليزو پوښتونو حل ته هر اړ خيزه ځوابونه برا برول ، خو اوس د علومو ټولګيواو د ځانګړو څانګو پيدايښت ته په پام سره هره پوهنيزه څانګه په خپلو ټاکلو بريدونو کي د څرګندو پوښتنو لپاره وړ ځوابونه وړاندي کوي .
د پوهنو تر منځ ويش د انسان د هوښيارۍ او دځان ، چاپير يال او طبيعت په اړه د هغه د پوهې د پراختيا پايله ده ؛ هره علمي څانګه د خپلو اړوندو مسلو په تړاو څيړنه کوي او د هڅو پايله يې د ټول بشريت او په ځانګړي توګه د هغي څانګي د ګټي وړ ګرځي . زماني بهير د هغو څانګو دپايښت ضمانت کوي چي د هغو څانګو په منځ کي کارنده ارونه د علمي متودونو او قوانينو پر بنسټ ولاړ وي . په دې ډول هره پوهنيزه څانګه د خپل ځان لپاره ځانګړي علمي ارونه لري چي د هغو ارونو په پلي کولو سره خپل په وړاندي پرتې ستونزي ليري کوي او د داسي پريکړو د لوڅولو لپاره وړ چاپير يال برابروي چي په پوره باور به د منلو وړ او علمي وي .
د علومو تر منخ د بريد کرښه د هغو پوهنيزو څانګو د موخو په رڼا کي پيژندلای شو . هر علمي څانګه د خپلو موخو دسپيناوي او تر لاسه کولو لپاره مخ په وړاندي درومي . هغه چي کله ناکله د علمي څانګو په منځي بريدونو کي د تېري ( تداخل ) په څير ښکاري ، خو په رښتني توګه تېرۍ او تداخل نه بلکي د هغو علمي څانګو تر منځ د اړيکو شتون دۍ چي د خپلو موخو د تر لاسه کولو په نيت يوه علمي څانګه د بلي سره مرسته کوي . ښايې يو مورخ د يوه ستونزمن کال د پيښو د څيړلو په نيت خپلي موخي ته د رسيدلو لپاره د ژورناليستيکي ارونو څخه ګټه واخلي . کيدای شي او هم د منلو ده چي د رښتينو مالو ماتو د تر لاسه کولو لپاره دا چاره تر سره کړي ، خو د دې ارونو څخه ګټه اخيستنه د دې مانانه لري چي ګني نوموړۍمورخ د ژورناليزم پر ارونو بشپړ برلاسۍ دۍ ، او يا د هغه د زيار پايله د ټولوژور نالستيکي ارونو سره سم او يوه هر اړ خيزه ژورناليستکي توښه ده . او يا د دې برعکس ، يو کس به هم دا ونه مني چي د ١٣٥٥ لمريز کال د انيس ورځپاڼي کلکسيون ، دهم هاغه کال اوږد تاريخ دۍ . سره له دي چي د هم هاغه کال زياتي پيښي به هلته ثبت او کښل شوي وي ، خو دا چي د تاريخي څيړنو علمي ارونه په هغه کي نه دي کارول شوي ، له همدې امله نه شو کولای چي هغه کلکسيون تاريخ وګڼو . هغه کلکسيون د تاريخ لپاره زيرمي او لاسوندونه لري ، خو تاريخ نه دۍ . د دې ټکي په يادولو سره چي هغه کلکسيون تاريخي دۍ ، خو پخپله تاريخ نه دۍ . او دا بيلګه د نورو علمي څانګو تر منځ په اړيکو کي هم د پلي کيدو وړ ده .
يادشويو ټکو ته په پام سره ويلای شو چي د ( افغانستان په شلمه پيړۍ کي) تر سر ليک لاندي ليکل شوۍ کتاب تاريخ نه دی ، بلکي په افغانستان کي د شلمي پيړۍ د پيښو پر بنسټ مالوماتي او خبري کتاب دی چي د ژورناليستيکي ارونو پر بنسټ ليکل شويدی . د تاريخي کتابونوپه ډله کي د نوموړي اثر نه منل په دې مانا نه دي چي ګني د دې کتاب مالوماتي او خبري ارزښت له پامه غورځول کيږي ، بلکي د يوه ژوناليستکي اثر په توګه د دې کتاب پيژندل به په خپل وار د هغو کسانو سره مرسته وکړي چي نوموړۍ اثر د تاريخ د يوه کتاب په توګه لولي او يا يې د ګټي اخستني په نيت کاروي . زما باور دادی چې د تاريخ او ژورناليزم د څانګو لارويانو لپاره به هغه څه چي وويل شوه، د دې اثر د ځای ځايګي ټاکلو لپاره لا زياتو دلايلو ته اړتيا نه وي .
او د رغبت ( تمايلات ) په هکله :
هغو کسانو چي د بي . بي . سي . هغه پر له پسې لړۍ چي د (( افغانستان په شلمه پيړۍ کي )) تر نوم لاندي خپريدلې ، اوريدلی وي او يا يې د هغو پروګرامونو پر بنسټ اوسنۍ خپور شوی کتاب لوستی وي ، ښايي دوه ډوله تمايلات به ورته د پوهيدو وړ ګرځيدلي او موندلي وي ، چي له پيله بيا تر پايه يې د تم کيدو پرته پاللي دي . لومړۍ : قومي او ژبني تمايل چي د ملي اند څخه بيل او جرړي يې د پان ايرانيزم څخه اوبيږي .
دوهم : دپخواني شوروي د يرغل پر مهال د سياسي ډلو څخه د يوې ښکېلي مخکښي او په سويتيزم پوري تړلي ډلي او د هغوی د لارښود سره يې رغبت ( تمايلات ) څرګند دي .
زما په اند په دې اثر کي د پراخواوالي، معنی فی البطن شاعري نه ده بلکي د ټولو ژورناليستيکي مهارتونو د کارولو سره سره ، که د هغو پر له پسې پروګرامونو پر مهال و او که اوس د دې جوړ شوي او خپورشوي اثر په بڼه دي، هغه تمايلات له ورايه څرګند دي، چي لوستونکي د دې اثر وډلو او تنظيم ته په پام سره ، په رښتني توګه هغه څه موندلای شي چي ورته ګوته و نيول شوه .
په پای کي د ويلو وړ ګڼم چي د دې کتاب خپريدل د هغې ليکي د پلويانو لپاره ښه زيری دی ، خو دهغو لپاره چي د قلم او څيړنو سره يې تړاو شته هم د پاملر ني وړ دی ، هغوی به له يوې خوا هغو پيښو ته پام وکړي چي په دې اثر کي بل رنګ اوپه بل نيت ښودل شويدي او له بله پلوه به هغو پټو موخو ته به هم پام وکړي چي د دې اثر د جوړيدو ، نشريدو او خپريدو تر شا شته .
يادونه : د تاريخي اوټولنيزو ليکونو ژباړه دومره ستونزمنه نه ده لکه چي د علمي ، تحقيقي او مسلکي ليکنو ژباړه . ما تر خپله وسه زيار ايستلۍ دۍ چي د داستاد باوري دا هر اړخيزه علمي ليکنه وژباړم . هيله ده تاسو درانه لوستونکي يې ومنۍ .
په پښتني ادب او درنښت
نجيب احمدزی