دخپریدو نیټه : 2005-12-13 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
ايا ژبه او کلتورد خواخوږۍ په پيغامونو پرمختګ کوي؟
سنځرخېل
(سنځرخېل) ٢٢ ليندۍ ١٣٨٤ لمريز کال
ته به وايي چي په هيواد کي هغه ځيني ټولني چي غړي يې تر انټرنټه پوري لاس رسی لري او همدا ډول د بهرمېشتو ټولنو مشران او استازي ټول د يوې کورنۍ غړي دي ، يو دبل وروڼه دي ، او يو د بل سره په کلتوري چارو کي په رښتيا هم بې سارې خواخوږي لري . کله چي دلته په افغانستان کي دننه او يا بهر کي کله کوم ليکوال مړ سي ، نو يو وېش و واخ به جوړ سي ، اسمان به مځکي ته او مځکه به اسمان ته بوزي ، سرونه به له دېواله دېواله ووهي ، او بس هره خوا په هره انټرنټ پاڼه کي به همدا پرله پسې د خواخوږۍ او او غمشريکۍ پيغامونه وي چي لار به نه کېږي . دا کار لومړی څو دګوتو په شمېر ټولنود ښه نيت له مخه پيل کړ ، خو وروسته داسي عام سو چي د ډېرو کلتوري ټولنو فعاليت بس يوازي د غمشريکۍ او يا مبارکيو تر پيغامونو پوري رالنډ سو او په دې ډول يې ځانونه او د ټولنو نومونه په خپرونو کي د خلکو تر غوږونو پوري ورساوه .
تيار انټرنټ ، تياري ويبپاڼي او په پېخر پښتو خپروني ، نه يوازي دا چي داهر څه تيار او په خدمت کي دي ، بلکي مفت هم دي . دانټرنټ پاڼو چلوونکي هم بس دې کار ته خورا تيار دي چي کله به ورته تيار ليکل شوی پيغام راسي او. . . . ته به وايي چي دا خلک هم نور هيڅ کار او روزګار نه لري ، د مړي به سا تر غاړي نه وي وتلې ، دوی به لسګونه پيغامونو ته وخت لا ځايونه په نښه کړي وي .
خوا مه بده وی ، زه نه وايم چي دا بد کار دی ، که همدغه څو تنه ليکوال ، ژورناليستان او پر افغاني کلتور مينان دا کار ونه کړي نو به يې څوک کوي ؟ بيا خو به هغه نامراده ليکوال چي عمر به يې دې ولس ته په خدمت تېرشوی وي پسله مرګه هم څوک ونه پېژني !
خو ؛ ديوې کلتوري ټولني ، علمي مرکز ، مطبوعاتي مرکز ، او دې ته ورته ډېرو نورو سازمانونو مانا دا هم نه ده چي بس کښېنه ، دې ته وايه مبارک دي سه ، او هغه به تاته وايي مبارک دي سه .
نو به هغه کيسه سي چي ( ته ماته وايه حاجي صاحب او زه به تاته وايم ملا صاحب ) .
د بېنوا انټرنټ سايټ د پام وړ سرليکونو په ستون کي د پښتو ژبي په اړه د يوه خورا مهم تاريخي او ملي کمپياين په اړه مالومات او پښتو ژبي څو خواخوږو ليکني کړي دي . که دا د کوم مړي په اړه وای نو به دي اوس ليدلي وای چي په لسګونو نه بلکي په سلګونو پيغامونه به ورته ليکل سوي وای ، خو دا چي دا موضوع لږ دقت او پاملرني ته اړتيا لري او د يوه ملي احساس او مسوليت پر اساس کېږي چي په څو علمي جملو کي د هغو ماشومانو ستونزي بيان شي کوم چي هم دافغانستان په پلازمېنه کابل کي ورسره لاس او ګرېوان دي او هم د هغوی د ټبر مشروع حق دی . نو ټولو فرهنګي ، کلتوري علمي او مطبوعاتي ټولنو غوږ کوڼ اچولی دی ځکه ښايي دوی به فکر کوي چي په دې کار کي يې نه دومره نوم کېدای سي او نه څوک شاباسی ورته وايي ، بلکي که کله کابل کي داطلاعاتو او کلتور وزير په خبر سي چي دې سړي هم د خپل ملي حق ږغ پورته کړی و ، نو کېدای سي کوم غوږ پېچ هم ورکړه سي .
زه ستاسو د يوه ورور ، يوه افغان او يوه پښتون په توګه په هيواد کي دننه او په ځانګړې توګه بهر مېشتو ټولنمشرانو څخه په ډېر درنښت هيله کومه چي د خپلو ټولنو پر تګلارو ، کړنلارو، او موخو ژور فکر وکړي . هغه چي مړه دي په دعا يې بسنه وکړي ، د هغو چي اثار پاته دي د چاپ او خپراوي لاري چاري يې وسنجوي او خپل ولس ته يې وړاندي کړي او هغه چي ژوندي دي د هغوی د حقوقو د ترلاسه کولو په لاره کي خپله او دخپلو ټولنو شتمني او انرژي وکاروي ، نه د خواخوږيو په کلېشه يي او تکرارو پيغامونو .
همدا ډول د يادوني وړ ده چي اوس نه افغانستان هغه افغانستان دی چي د څو تنو په توره وساتلای سي او نه هم ژبه هغه ژبه ده چي د څو شاعرانو په شعرونو او يا څو ټولنو د خواخوږيو په پيغامونو پرمختګ وکړي .