مؤلف:دوكتور عبدالرحمن رافت باشا
ژباړه:محمد ګلاب بشار
۱. بـــرخه
داصحابو رضی الله تعالی عنهما د صفاتو او فضایلو په باب قرآني آيت ( محمد رسول الله والذين معه اشداء على الكفار رحماء بينهم ترهم ركعاً سجداً يبتغون فضلاً من الله و رضواناً سيماهم فى وجوههم من اثر السجود ذالك مثلهم فى التوراة و مثلهم فى الانجيل كزرع اخرج شطأه فأزره فاستغلظ فاستوى على سوقه يعجب الزراع ليغيظ بهم الكفار وعد الله الذين امنوا و عملوا الصلحت منهم مغفرة و اجراً عظيماً).
الفتح-29
ژباړه:
محمد(صل الله عليه وآله وسلم)د الله رسول دی او هغه کسان چې د ده سره دي سخت دي پر کافرانو باندې،او زړه سوانده دي په خپلو منځو کښ،وینې به ته دوۍ په رکوع او سجده کښ ، غواړي دوۍ فضل له الله څخه او رضا،نښې د دوۍ په مخونو د دوۍ کښ وي د سجدې له اثره، دغه (تیر اوصاف،شان) مثال د دوۍ دی په تورات کښ او مثال د دوۍ دی په انجیل کښ ، لکه هغه کښت چې راوباسي څانګې خپلې ، بیا ملا ټینګه کړي، بیا پریړه شي (دغه څانګه) بیا ودریږي(دغه کښت) پر بیخونو خپلو باندې، په داسې حال کښ چې تعجب ورولي بزګرانو ته چې قهر ورولي په دې سره کافرانو ته ، وعده کړې ده الله د هغو کسانو سره چې ایمان ېې راوړی دی او كړي ېې دي ښه (عملونه) له دوی څخه – د مغفرت او اجر ډیر لوی (چې د جنت ورکړه او د هغه رضا ده).
د اصحابو رضی الله عنهما په باب نبوي حدیث( خیر امتي قرني ، ثم الذین یلونهم ، ثم الذین یلونهم ).رواه البخاري و مسلم عن عمران بن حصین رضی الله عنه
ژباړه:
زما د امت خورا غوره زما د خپلې پیړۍ ملګري دي ، بیا ورپسې راتلونکي کسان دي بیا د هغوی پسې راتلونکي کسان دي.
( لا یصلح آخر هذه الامة الا بما صلح به اولها ) (امام مالک رحمة الله )
درنو لوستونکو:
د نړۍ ټول مسلمانان که د نن ورځې دي او که د سبا ورځې دي دوی ټول د پخوانیو مسلمانانو تر څنګه د محمدي صل الله علیه وسلم امت د سلسلې د لمړنیو کسانو هدایت او اصلاح د عظیم الشان قرآن او نبوي سنت په مشعلونو سره شوې دي او د هغوی ژوند او عملونه بلکې د هغوی د وجود او ژوند ټول اړخونه په همدغو دوه ؤ اسلامي اصولو بنا وو او هغوی په همدغه سبب او وسیلې د الله تعالی حقیقي او مقرب بنده ګان د ټولنې صالح او ګټور بنیادي عناصر، او د دنیا او آخرت د مادي او معنوي عزتونو او ښیګڼو خاوندان ګرځیدلي وو.
همدا راز د محمدي صل الله علیه وسلم امت د وروستیو کسانو هدایت او اصلاح یوازې او یوازې په همدغو دوه ؤ اصولو سره کیدای شي او همدغه دوه اصوله د بشري افرادو او ټولنو د مادي او معنوي ښیګڼو او د دنیوي او اخروي کامیابیو او عزتونو تضمینونکي دي.
د اسلامي مدرسې د لمړنیو مسلمانانو عقیده او ایمان د حقیقت په مبداء بناء وو.او د هغو د حقیقت عقیده او ایمان په عملي توګه د هغو د شخصیت او وجود په ټولو اړخونو او د هغو د ژوندانه په ټولو ساحو کښ تجلی کوله.د هغو د عقیدې او عمل تر منځه پوره مطابقت موجود وو.او د هغوی ظاهر او باطن د اسلام په جامو اصولو او هدایاتو،اخلاقي کمالیه ؤ ارزښتنو ښکلي او صفا وو.او د هغوۍ د صفایۍ او ښه توب اسلامي جوهر د سقراط او افلاطون د فلسفې او حکمت د نظریاتو او ویناؤ د ارسطو د اخلاقیاتو او د هغه عصر او زمان د چین،هند ، فارس،د مصر د اسکندیې، یونان او د نړۍد نورو فلسفي او اخلاقي مکتبونو او مرکزونو په شان د اصلاحي ضعف او نقصان ،محدودیت او نیمګړتیا سره مخامخ نه وو بلکې هغوی د حقیقي او عملي ایمان او د اسلامي ثابت او جامع مکتب خاوندان او د نورو د هدایت او سعادت د پاره د حقیقت په اسمان او فضا کښ ځلانده ستوري او نه پټیدونکي حقایق او مشعلونه وو او د هغوی د ایمان او عمل په منځ کښ پوره مطابقت او ملازمت موجود وویعنې د هغوی ایمان:
عملي ایمان وو په افعالو سره مخکې له خبرو څخه.
عملي ایمان وو په زړونو سره مخکې له صورتونو څخه .
عملي ایمان وو په ارواحو سره مخکې له مالونو څخه .
عملي ایمان وو په ځانونو سره مخکې له اهل او اولاد څخه.
عملي ایمان وو په هر ډول نعمت او هستۍ سره .
عملي ایمان وو په هر ډول جهاد او قربانۍ سره.
بلکې عملي ایمان وو د قرآن او سنت په پوره تطبیق او متابعت سره او عملي ایمان وو د هر ډول ګناه او بدۍ په پریښودولو سره .
لمړنیو مسلمانانو اسلام د عقیدې ،عمل،دعوت او جهاد په ساحو کښ ښه پیژندلی وو. او دغه حقیقت ېې پر خپلو افکارو ،اخلاقو،خبرواو ژوند حاکم ګرځولی وو.او هغوی مخکې له دې چې د قرآن ښودنه نورو ته وکړي،په قرآن ېې ښه ځانونه پوهولي وو او د هغه پر هدایاتو او احکاموېې پوره عمل کړی دې.
بل دغه مخکیني مسلمانان پردې ښه پوهیدل چې د حق او واقعي ایمان میوه رښتینی محبت دی او د دغه محبت لپاره هم حقوق شته او هم واجبات شته البته د محبت حق دا دی چې د محبوب متابعت وشي او د احکامو او هدایاتو په اساس ېې ژوند بناء شي او پر هغو باندې عمل وشي،او د محبت له واجباتو څخه دا دي چې د محبوب د رضا او خوښۍ د حصول په لاره کښ هر ډول سختۍ او تکلیفونه وزغمل شي او هر ډول ایثار او قربانۍ ته غاړه کیښودله شي.په دغه اساس پخوانیو مسلمانانو د ریښتیني محبت اساسات او مقتضیات په ښه توګه پیژندلي وو او د خپل ژوندانه ټولې چارې ېې د حق او واجب په اساس او معیار سره ګرځولي وو.
همدغه د اسلام د مدرسې لمړني رښتیني مسلمانان دي چې دوی د الله تعالی او د هغه د رسول صل الله علیه و آله وسلم سره ډیر محبت او ښې دوستۍ په اساس او دا چې الهي پیغمبر د حق او هدایت لوی مشعل،د سعادت او د عزت د لارو او عواملو ښه لارښود دی له هر تکلیف او مصیبت،خطر او ضرر څخه په امن وي.په خپلو ځانونو سره ېې د دغو ټولو مخه نیوله او دهغه د پاره به د نجات او سلامتیا ډال او سنګر ګرځیدل.
دا حضرت ابو بکر الصدیق رضې الله تعالی عنه دی چې کوم وخت الهي پیغمبر صل الله علیه و آله وسلم سره د هجرت په لاره کښ ملګرتیا کوي او دواړه د غار ثور په لور روان دي نو په لاره کښ کله د الهي پیغمبر ترمخه،کله ترشا ېې،کله ښۍ خوا ته ېې ،او کله کیڼ خوا ته ېې شي او څه وخت چې الهي پیغمبر ورڅخه د دغه کار د سبب پوښتنه کوي نو ورته داسې وایي.
(یا رسول الله!اذکر الرصد فاکون امامک، و اذکر الطلب فاکون خلفک، ومرة عن یمینک، و مرة عن شمالک لا آمن علیک.)
اې د الله رسوله ص ! ستا په باب د دښمن ترصد (پټ ځاې کښ د دښمن کیناستل)راپه یادشي نو ستا تر مخه کیږم،اوچې درپسې د دښمن لټه راپه یاد شي،نو ستا تر شا کیـــږم،او کله ستا له ښۍ خوا ، او کله ستا له کیڼې خوا کیږم ځکه ستا په باب (د دښمن له ویرې) اطمینان نه لرم.
نو الهي پیغمبر صل الله علیه و آله وسلم ورته وفرمایل:
(یا ابا بکر! لو کان شیء احببت ان یکون بک دوني)؟
اې ابو بکره! که چیرې څه وي نو ایا ستا خوښیږي چې تا ته ورسیږي او زه بچ اوسم
ابو بکر رضی الله عنه وویل:(نعم،والذي بعثک بالحق.)
هو،پر هغه ذات قسم چې ته ېې په حقه سره رالیږلی ېې.
بلکه همدغه د اسلام ستر شخصیت ده چې د الله جل جلاله او د هغه د رسول صل الله علیه و آله وسلم د رضا او د اسلام او مسلمانانو د خیر او مصلحت د پاره خپل ځان ،خپل اهل او اولاد او خپله ټوله شتمني او هستي وقفه کړې ده او په حقه لاره کښ د ایثار او قربانۍ د ستر عنوان او لقب ګرځیدلی دی.
بل د الهي پیغمبر (صل الله علیه وسلم) په باب د ملګرتیا دایثار او پیرزوینې ډیر مثالونه شته او مونږ په دغه باب د یوه بل مثال چې حضرت خبیب او حضرت زید (رضی الله تعالی عنهما) دي چې ورڅخه داسې یادونه کوو.
ابن هشام د یوم الرجیع (د رجیع ورځ)(رجیع د حجاز په ځمکه کښ د هذیل د قبیلې اوبه دي) داسې یادونه کوي ابن اسحاق ویلي دي:
د (عضل )او (القاره)د خلکو یوه ډله حضرت پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته راغله او ورڅخه ېې د دین او قرآن د تعلیم په غرض د څو تنو اصحابو د لیږلو غوښتنه وکړه،هماغه وو چې الهی پیغمبر صل الله علیه و آله وسلم د خپلو اصحابو شپږ تنه :مرثد بن ابي المرثدالغنوي،عاصم بن ثابت بن ابي الافلح،خبیب بن عدي،زید بن دثنه بن معاذ،خالد بن البکیر اللثي او عبدالله بن طارق د هغو سره ولیږل او د دغو شپږو امیر ېې مرثد بن ابي المرثد الغنوي وټاکه کله چې دوی الرجیع ته ورسیدل نو قوم دوې سره خیانت وکړ او د هذیل څخه ېې مرسته وغوښته او د هذیل خلکو له دوی څخه تورې واخستلې او په دغه وخت دوی خلکو ته وویل :
والله ما نريد قتلكم ولكنا نريد أن نصيبكم شيأ من اهل مكة و لكم عهدالله و ميثاقه ان لانقاتلكم.
په الله سوګند ،مونږ ستاسې وژل نه غواړو بلکه مونږ دا غواړو چې تاسې ته د مکې له خلکو څخه څه برخه در په برخه کړو او تاسې ته د الله عهد او میثاق شته چې مونږ به تاسې نه وژنو.
مګر قوم د دوی خبره ونه منله نو هماغه شو چې قوم دوی سره وجنګیدل او له مسلمانانو څخه یواځې عاصم بن ثابت رضی الله عنه د قوم سره وجګیده او د څبلو دوؤ ملګرو (خالد او مرثد)رضی الله عنهما سره په شهادت ورسید او بیا کله چې قوم په ظهران کښ وو نو په دغه وخت عبدالله بن طارق رضی الله عنه خپل لاسونه له رسۍ څخه خلاص کړل او توره ېې په لاس ونیوله نو قوم په تیږو سره په شهادت ورسوه او له شپږو تنو ملګرو څخه پاتې دوه تنه (خبیب او زید )رضی الله عنهما ېې مکې ته بوتلل او دواړه ېې په مکه کښ د مرېي په توګه خرڅ کړل،هماغه وو چې صفوان بن امیه زید رضی الله عنه په بیه واخست څو هغه د خپل پلار په بدل کښ په شهادت ورسوي.
ابن اسحق وایي:
صفوان زید بن دثنه رضی الله عنه د خپل مريي سره چې نسطاس نومیده د التنعیم سیمې ته ولیږه څو هلته ېې له حرم څخه د باندې په شهادت ورسوي په دغه وخت د قریشو خلک چې ابو سفیان هم کښ وو د زید رضی الله عنه تماشې ته راغونډ شول نو ابو سفیان له وژلو څخه مخکې زید ته داسې وویل:
انشدک الله یا زیدا!اتحب ان محمد ص عندنا الان فی مکانک نضرب عنقه و انک فی اهلک ؟
اې زیده ! تاته په الله سره څوګند درکوم چې ایا ته په دې خوښ ېې چې محمد ص زمونږ په نزد ستا په ځاې وای او مونږ د هغه ........او ته پخپلې کورنۍ کښ وای ؟
زید رضی الله عنه وفرمایل:
والله ما احب أن محمداًص الأن فی مکانه الذی هو فیه تصیبه شوکة تؤذیه و انی جالس فی اهلی.
په الله سوګند زه دا نه خوښوم چې محمد صل الله علیه و آله وسلم اوس د ده په ځاې کښ وي او ورته د ازغي ضرر ورسیږي او زه په خپل کور کښ ناست اوسم.
ابو سفیان چې له زید رضی الله عنه څخه د قوي ایمان پوره ثبات او لوی ایثار خبره واوریدله نو ویی ویل:
ما رأیت من الناس احداً ایحب احداً کحب اصحاب محمد، محمداً(صل الله علیه وسلم)
ما له خلکو څخه داسې څوک ونه لید ه چې هغه یو تن دوست وګڼي څنګه چې د محمد ملګري ،محمد دوست ګڼي(صل الله علیه و آله وسلم)بیا هماغه وو چې زید رضی الله عنه د نسطاس له لاسه په شهادت ورسید او د الله تعالی په لاره کښ د شهادت د لوړ مقام او ډیر اجر او ثواب خاوند وګرځید.
(انا لله و انا الیه راجعون) رضی الله عنه و ارضاه و اسکنه جنت الفردوس الاعلی.
نور بیا.......