ژباړه : رحمت آریا
جنوري ۱۸ ، ۲۰۱۲
لېکوال : بروس ریچارډسن
ډېره لږ پېښېږي چې څوک دې د جگړې په حال کې د یوه راښکیل ملت د پښېو د پایلو له منځه یو رېښتنی او منطقي پایلنېوَی را واېستلای شي. مگر داسې پېښې هم شته چې ډیري وختونه د کرکجنو په بله وینا د دروهو او دسیسو د تـﺋـیوریو پر بنسټ وده مومي. په افغانستان کې هم د نړۍ د نورو ملتونو په شان د پېښو یو بې انډوله تأریخ یا پرله پسې بهیر شته. کله چې د پېښو د کره کتنې هڅه او ورپسې ېې سپړنه کېږي نو ویل کېږي چې یادې شوې پېښې ترغه په ترغه ، یا په تته لړه « غبار» په بله وینا د « جگړې په لړه» کې پوښل شوې دي. د افغانستان په اړوند د « جگړې د لړې » لنډېز او اډوانه په لاندیني لنډَکي انځور کې رانغاړل کېدای شي :
پر جوهر باندې د سبمولېزم برلاسی : احمد شاه مسعود ته د پراخ بنسټو ټولنېزو اړیکو د جوړې شوې ډلگۍ پر غړېتوب باندې نور ستوري هم ورو ورو ورزیاتېږي، ددې ډلې په غړېتوب کې د سي آی اې او ام. آی. شپږ پرسونل، د هالېووډ سناریو لېکونکي، د امریکا د کانگرس یو شمېر پخواني غړي او د لوېدېزې نړۍ د خپرونو او د چاپي رسنیو د چا خبره ځلانده شخصیتونه ورگډېږي. له هغې ورځې چې حامد کرزي د افغانستان د هېواد مشرۍ اعزازي لقب تر لاسه کړی، د ټولو شته وو حقایقو بر خلاف او د سیاسي مصلحتونو، دوکو او غلط استازیتوب پر بنسټ ېې د احمد شاه مسعود نوم د هېواد په پرتمین بیرغ کې د اتل په نامه راتاو کړی دی. هغه مالوماتي ټوټکې چې د لمانځنو په رسمي ویناوو کې ورکول کېږي د تپل شویو معایرو، ابتذال، شک، خړپړتوب او په ډېریو وختونو کې د اړوپیچ « تناقــُض» پر بنسټ ویل کېږي او دا لړۍ همداسې دوام مومي. هېواد مشر حامد کرزي د ۲۰۰۴ ز کال د سپتمبر په نهمې نېټې د مسعود د پالیالو او د ویرژلو لاررویانو یوې راټولې شوې ډلې ته چې د هغه د وژل کېدا د دریم تلین د ویر لپاره راټول شوي ول وویل : « د مسعود د یاد تر ټولو ښه لمانځنه دا ده چې پر تللې لار دې د هغه د پلونو پر خاپونو گام کښېښودل شي.» دا د حامد کرزي لومړنۍ بېلگه نه ده چې مسعود ته د شخصیت د ورکړنگ په لمانځنې کې پرې ساندې وهي. مسعود هغه بولندوی وو چې له میرڅمن سره په یوې بړستن کې بېده کېده، مگر همدا حامد کرزي وو چې تر لارښونې لاندې ېې مسعود ته د « افغان پرگنو» د « اتل» لقب ورکړل شو. په یوې بلې پېښې کې چې کرزی د پنځشیر په سر ِ چاه کې د مسعود د هډونو زیارت ته تللی وو د ژورنالیستانو او د مسعود ویرژړلو ته په یوې لنډپارې او له ټگۍ ډکې لنډالواکې وینا کې وویل : دا سړی ما ته د ورور په شان وو، موږ د گډې موخې لپاره جگړه کوله.» حامد کرزي ته د وینا په ټاکل شوي ځای کې د روس د دفاعي چارو وزیر ایوانوف ته هم ځای ورکړل شوی وو چې مسعود ېې د « روس د وگړو د رېښتوني ملگري» په نامه وستایه. د روسانو د لوړو شخصیتونو شتون او د هغوی وینا په خپله د پام وړ او یو څرگندویه ټکی دی چې نه باید ورته د یوې ساده او نا ببرې پېښې په توگه وکتل شي ، دا ټکی د تأریخي څېړنو لپاره د زښت اهمیت وړ دی.
کومې لوخړنې او سیورنې تورې خوځندې انگېزې دي چې د کرزي د هېواد مشرۍ حالت دغسې ښکاره کچې ته راټیټوي، او دې ته ېې اړ باسي چې په ډنډورو پړسیدلو او ځانگټو پنځشیري توښه رسوونکو سره لاس یو کاندي؟ که ېې د وراشې «بحث» ډډې په راڼه ډول راوسپړو نو د سیاسي مصلحت دغه پړسېدلی عصبي اختلال د پام او کره کتنې وړ دی چې جرړه ېې د ترانس – افغان- پایپ لاین په خبرو اترو کې خړوبیږي ترڅو فهیم، قانوني، د مسعود وروڼو او ډاکټر عبدالله ته د ونډې له ټاکلو وروسته د امریکا تر مشرۍ لاندې یوه بیخبنايي ځواک ته لاره هواره شي؛ دوی د احمد شاه مسعود پخواني لاررویان دي او غوره انگېرل شوې چې په افغانستان کې د چارو واگې ورته په لاس ورکړل شي. د واشنگټن تر ټینگ څار او واک لاندې د کرزي د خپلواکۍ نه شته والی کرزي ته دا اجازه نه ورکوي چې مسعود دې وغندي. که کرزی د واشنگټن د څرگندو ستراتیژیکو او اقتصادي گټو له کړۍ دباندې په بله وینا د افغانستان پر راتلونکي باندې د واشنگټن له څار او خوښۍ بهر، د خپلې واکمنۍ د غځولو لپاره د گام اوچتولو شېبه تر لاسه کړي شک نه شته چې کرزی به فهیم، قانوني، ډاکټر عبدالله، دوستم او د مسعود وروڼه د نېوکو تر کلکو متروکو لاندې ونېسي او وبه وايي چې دوی د هېواد د لوړو څوکېو د نیولو لپاره غوره کسان نه دي او له همداسې یوې شېبې څخه به هرو مرو گټه پورته کوي. په وژنو روږدي او وژنو ته چمتو ماشه په لاس « پنځشیري مافیا » ته په کتنې، دغه ډله به هېڅکله داسې گام ونه زغمي او شک نه شته چې پر وړاندې ېې ودرېږي او په دې توگه د کرزي د واکمنۍ د پایښت کچه به تر ډراماتیک برېده راټېټه کړي.
د مسعود د جنایتکارو کړو وړو لمنه دومره لنډه نه ده، په دغو جنایاتو کې فساد، جنگي جرایم او هېواد ته د خیانت او غدر جنایات راشمیرلای شو. نوموړي کسان هم له ایډیالوژیکي اړخه ژمن دي او هم په جرم کې د لاس لرونکو شریکانو په توگه پيژندل کېږي؛ نړۍ وال قانون، نړۍ وال کنوانسیون ، نورو قوانینو او مدني اخلاقو، په خپلوتعاریفو کې داسې کړه وړه د خیاتیگرو د مرستیالانو په نامه تفسیر کړي دي. سره له دې چې یاد شوي کسان د نړۍ والې جنايي محکمې د قانون پر بنسټ د عدلي تعقیب وړ دي بیا هم دا ځانگړی شونیوالی شته چې ښايي زلمي خلیلزاد، چې پر افغانستان باندې د امریکا د تیري او نیواک په لړ کې ېې بې خرته مرسته کړې او د افغانانو په اصطلاحاتو کې د « B-52 د وزیر» په نامه یادېږي، مخکې له مخکې کرزي ته دا اخطار ورکړی وي چې د شمالي ټلوالې پایڅوړ به نه غندي ځکه دوی له خپلو ټولو پخوانیو کړوړو سره سره اوس امریکا ته پالیال او د هغې د ټلوالې غړي دي.
د نللېکې د خبرو اترو تابیاوې... بــَـډې او د جگړې گواښ : د ترانس – افغان- پایپ لاین TAP سناریو هم څو مخېزه او هم پېچلې ده. د امریکا متحده ایالاتو ډېره هڅه کړې چې د تورکمنستان تر خاورو لاندې د « تریلیونونو فیټ مکعبو» پراته« طبیعي گاز» په پلټنې او کېندنې کې او یا د کسپين تر کاسې راتاو د اټکل پر بنسټ د سلو تریلیونو بیرلو تیلو په زیرمو کې چې د گټې اخېستنې لپاره چمتو دي د روسېې، چین او ایران د گډون مخه ډب کاندي. د همدغه دلیل پر بنسټ ده چې کرزی نه شي کولای شمالي ټلواله وغندي او یا ېې فعالین له پوځي حالته، ملکي حالت ته د عادي ژوند بڼې لپاره راوگرځوي، که داسې وشي نو ورپسې د ځواکجگړې د اور د بلېدلو گواښ شونی دی، داسې یو اور به د نللېکې د غځېدنې وړاندېز شوې لارې په خپلو لمبو کې ډوبي او هېواد به د کورنیو جگړو په لومو کې راښکیل کړي چې نه یوازې د نللېکې د شتون خبره بلکه د TAP پر نللېکې باندې د پانگې اچونې څرنگوالی او کیفیت به هم وگواښي.
څرگنده ده چې داسې یو حالت د انرژۍ په روحي گروم اخته امریکې ته د منلو وړ نه دی او دا هم روښانه ده چې د نللېکې د راکړو ورکړو له پایلو څخه، سترو گټو او سخاوتونو ته، سترگې په لارې شمالي ټلواله به هېڅکله له خپلو نقشو یا وسلو څخه لاس پر سر نه شي. په ۱۹۹۶ ز کال کې کله چې د امریکا، د یونوکال د امریکايي شرکت او طالبانو تر منځ د وړاندېز شوې نللېکې پر سر خبرې اترې او وراشې روانې وې، مسعود په زغرده گواښ وکړ چې که شمالي ټلوالې ته د نللېکې په راکړو ورکړو کې ونډه ور نه کړل شي نو هر ډول نللېکه به له سبوتاژ سره مخامخ کړي. په همدغه وخت کې د ارجنتاین د برایدس د تیلو کمپنۍ هم د نللېکې د جوړېدا د داوطلبۍ په سیالۍ کې گډون درلود؛ د برایدس د کمپنۍ دوه مخيزه چلند وروسته په ډاگه شو چې له دواړو خوا وو یعنی مسعود او طالبانو سره ېې د مېنې مزي غځولي ول؛ برایدس ، مسعود ته یو میلیون ډالر د بډې په توگه ورکړي ول چې د داوطلبۍ په لړۍ کې د یونوکال ناکامېدل ورته ډاډمن کړي. د برایدس کمپنۍ مسعود ته دنده سپارلې وه چې که د یونوکال کمپنۍ دا داوطلبي وگټي نو د یونوکال له پلوه د نللېکې د جوړېدنې د چارو له پیلېدلو سره سم دې د نللېکې په چارو کې سبوتاژ رامنځته کړي. په بل اړخ کې برایدس له طالبانو سره ژمنه کړې وه چې د نللېکې د ټول واټڼ په دواړو خوا وو کې دېره افغانانو ته به طبیعي گاز په وړیا توگه ورکوي. دا وړاندېز طالبانو ته زړه راښکونی وو. دغه مالومات د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د غیر محرم شویو تلگراف شویو لاسوندونو په ډله کې راځي چې د ۱۹۹۶ ز کال د اپریل په ۲۲ نېټه اې. رافاﺋـیل A, Raphael لېکلي او د امریکا د ملي امنیت په آرشیف کې ېې په آسانه تر لاسه کولای شـﺊ. ددغو مالوماتو لنډېز کولای شـﺊ په لاندېنۍ سرچېنې کې تر لاسه کړﺉ [ لمنلېک [1]]. که په پام کې نېول شوي نللېکه د سبوتاژ له گواښ سره مخامخ شوې وای او د سبوتاژ د پایلو له کبله ټلوالې ځان راغونډ او سمبال کړای وای نو په داسې یوه حالت کې امریکې ته یوازېنۍ لاره چې پاتې کېدله دا وه چې د ټلوالې پر وړاندې جگړې کې ښکیل ښکیله شي، دا د حل هغه یوازینۍ لاره کېدله چې دفاع ېې له سیاسي اړخه څه چې ان له ستراتیژیکي اړخه ناشونې برېښېدله. که روسیه چین او ایران هماغسې چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ېې وکړل وغواړي په افغانستان کې د شخړو او لانجو د ودې او یا په دې هېلې چې په افغانستان کې د ورانیو د کچې د پراختیا له لارې د تورکمنستان په دښتو کې د امریکا د گاز پلټنې او کېدنې د هڅو پروړاندې د امریکا گټې له خنډ او یا بشپړې ناکامۍ سره مخامخ کړي نو د امریکا وسلوال پوځ به ددغو دښتو په ورڅېرو گاونډیو سیمو کې خپل د چټک غبرگون پراته ځواکونه چمتو کاندي او یا به د همداسې یوه احتمال لپاره د توازن طرح رامنځته کړي. وروسته په ۲۰۰۱ ز کال کې کرار کرار ډاگېزه کېدله چې د نللېکې د خبرو اترو د پایلو ډډې د ارجنتاین نوې شتمن شوې ، د برایدس کمپنۍ لور ته درندېدلې، په همداسې مهال کې د طالبانو پټ مأمور سید رحمت الله هاشمي په واشنگټن وو او همدلته د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې میرمن کریستینا روکا [2] وگواښه چې : که یونوکال د نللېکې د غځېدا په داوطلبۍ کې راڅرگند نه شو او یونوکال ته یاده شوې نللېکه ورنه کړل شوه نو « پر افغانستان به د بمبونو وَریا» [3] پیل کړي. اخځ وگورﺉ [ لمنلېک[4] ]
له جهاد وروسته جوړجاړي : روسي جنرال الکساندر اې لیاخوفسکي[5] په کلک زهر خند او افشا کوونکو ټکیو وايي : « احمد شاه مسعود له هماغو لومړیو څخه د افغانستان د ټوټه ټوټه کېدنې په لاره کې هڅه کوله. هغه غوښتل د شوروي اتحاد د سوسیالستي جمهوریتونو د تاجیکستان د جمهوریت تاجیکان دې له افغان تاجیکانو سره د « ستر تاجیکستان» تر نامه لاندې یو ځای شي.» ډاکټر محمد حسن شرق هم د ځانگړې تاجیک تړانگې په اړوند د مسعود خوبونه د راډیو پیام په یوې ځانگړې مرکې رابربنډ کړل ، نوموړی وايي چې دا خبره دده او د گرباچف تر منځ په ۱۹۸۵ ز کال کې کله چې د نجیب الله تر مشرۍ لاندې د رژیم سروزیر وو تر وراشې « بحث» لاندې ونېول شوه. ددغه تړون سپړنه یا شرحه د حسن شرق د کتاب [6] په ۲۵۶ پاڼه کې چې په ۱۹۹۱ ز کال کې خپور شوی تر لاسه کولای شـﺊ. په دې اړوند نورې سرچېنې هم شته چې د څو نومونه لاندې په لمنلېک [7] کې ورکړل شوې دي. په دې اړوند د نورو سرچېنو او اخځونو لپاره وگورﺉ : د شوروي د پخوانی سروزیر او د کي جي بي افسر ایفگیني پریماکوف کتاب [8] ؛ په دغه کتاب کې پریماکوف ددغو او نورو جوړجاړیو په اړوند خبرې کوي چې دده ، احمد شاه مسعود او د کرملین تر منځ تر سره شوې دي، پریماکوف په خپلو یادښتونو کې له دا ډول پتره کولو او نویو افشاگریو څخه پرده پورته کوي.
په دې وروستیو کې د شوروي رابربنډ شوي لاسوندونه چې اوس غیرمحرم بلل کېږي مگر پخوا محرم ول او پر مخونو ېې « ډیر محرم» لېکل شوي په ډاگه کوي چې احمد شاه مسعود د روسیې له سروزیر او د روس د څارگرې ټولنې له پخواني مشر سره په کابل کې لېدنه کتنه کړې ده. پریماکوف د خپل ژوند لېک په یادښتلېک کې چې په دې وروستیو کې خپور شوی په تکرار وايي : « په کابل کې له مسعود سره ددغې لېدنې موخه دا وه چې په تاجیکستان کې په جگړه کې د راښکیل رحمانوف د واک د دوام او مرستې لپاره د مسعود د ملاتړ غوښتنه وکړم »، رحمانوف په هغه وخت کې د مخالف وسلوال مشر سید عبدالله نوري او د هغه د مقاومت له جنگیالیو سره لاس او گریوان وو او واکمني د ړنگیدا له گواښ سره مخامخ وه. مسعود ومنله چې سید عبدالله نوري ته به په افغانستان کې سیاسي پناه ورنه کړل شي او د رحمانوف د هېواد مشرۍ د دوام په لاره کې به له خپلو اغېزو او پوځي مړوَندونو څخه کار واخلي. دغه مالومات د AP news له سرچېنې سره اړخ لگوي چې د ۱۹۹۴ ز کال په وروستیو کې ېې یو گزارش خپور او په هغه کې ېې ویلي ول چې د افغانستان په شمال کې د تاجیک د پولې په اوږدو کې د روسېې د ۲۰۱ موتوریزه غنډ MRR مرستې ته افغان « د مسعود» جنگیالېو راودانگل او دېرش تنه یاغیان ېې چې گومان کیده د نیشه يي توکو قاچاقچیان ول ، ووژل. دا هم د یادولو وړ ده چې د ۱۹۹۴ ز کال په وروستیو کې کله چې تاجیک مخالف مشر سید عبدالله نوري او د هغه څو تنه ملگري په داسې شېبې کې تر برید لاندې راغلل چې د افغانستان شمال ته د سیاسي پناه په لټه کې راوښتل او د سیاسي پناه له اخیستنې څخه ېې انکار وشو. وگورﺉ [ لمنلېک[9] ]
مسعود ته افغانستان یو لیلام شوی او د پلورنگ وړ هېواد وو. د همدغه واقعیت خټه او تومنه « ماهیت» د شوروي د پخواني مشر میخاﺋـیل گرباچف په خبرو کې نغښتی دی چې د ۲۰۰۴ ز کال د فبرورۍ د مېاشتې په شپاړسمه نېټه ېې د بي بي سي د پښتو څانگې له خپرونې سره د یوې مرکې په لړ کې یاد کړی دی. گرباچف وویل : « مسعود زموږ لپاره کار وکړ... هغه د سالنگ په پرانیستي پاتې کېدلو کې زموږ مرسته وکړه.... مسعود هېڅ چا ته اجازه نه ورکوله چې له هغه ځایه دې پر موږ برید وشي. »
ډیري څارونکي وايي چې د سیاسي موخو او یا د پېسو په بدل کې د یوه هېواد پلورنه هغه څه دي چې نه یوازې له سایکولوژیکي اړخه د فکر او گومان وړ نه ده بلکه له اخلاقي اړخه د منلو وړ نه ده. دا خیانت چې له بهره / د بهرنیو اغیزو له خوا راپارول کېږي ډېري وختونه د سیاسي / اتنیکي / ژبنیو او مذهبي ویشاک او همدا شان د اقتصادي تنبو د تورتم په لړ کې ځان ورک کوي.... په بله وینا دا هغه حالت دی چې ډیریو تأریخپوهانو د « جگړې د لړو (غبار)» په نامه نومولی دی. افغانستان چې د خپل شتون او د هویت د ساتلو لپاره هلې ځلې کوي ورته تر ټولو اړینه خبره دا ده چې خپل تیر تأریخ هیر نه کړي ؛ ولس ته باید تیر تأریخ یو لارښودېزه سرلېک وي ، ولس -استازي کسان چې د هېواد د لوړو څوکیو لپاره ځانونه کاندیدوي .... او یا غواړي د واکمنۍ واگې په لاس کې واخلي باید د تأریخي تجربو د روڼا تر سیوري لاندې د غوره کسانو په توگه د ولس له پلوه وټاکل شي. پای
------------------------------------
[1] Ghost Wars, by Steve Coll, p. 329, 2004
[2] Christina Rocca
[3] carpet bombing of Afghanistan
[4] Afghanistan, a Search for Truth, by Bruce G. Richardson,2008,p.187, and Forbidden Truth, US-Taliban Secret Oil Diplomacy and the Failed Hunt for Osama bin Laden, by Brisard and Dasquie’, 2002, pp. 44-45
[5] Alexandre A. Liakhovskii
[6] The Barefooted Coarse Cotton Weavers; or Memoirs of Dr. Muhammad Hassan Sharq, 1931-1991
[7] A - Paul Judge Quinn, titled, Soviets to Embrace Afghan Foe, 19 October 1988,
B- Afghanistan, Ending the Reign of Soviet Terror, by Bruce G. Richardson ,pp. 56, 66, 1996-1998
C - Plamya Afgana, by A.A. Liakhovskii, 1999, pp. 485-486, Translated by Gary Goldberg, Cold War in History Project, CWIP, Washington, DC
[8] The Years of Life in the politics, pp. 178-186, 1999
[9] Afghanistan, a Search for Truth, by Bruce G. Richardson, p.29, 2008