مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-12-16   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په کابل کې بايد دپښتوژبې پوهنتون جوړشي

پوهنوال ډاکتر نظرمحمد سلطانزئ

 

 څرنګه چې په کابل کې دپښتنوشمير  پنځوس پر سلونه هم زيات دی اودالړۍ نوره هم دوام لري  نو دافغانستان داساسي قانون اوهم  دنړيوال دېموکراتيکو هېوادودلوړې زده کړې دپريـنسـيــپونو اونورمونوسره سم په کابل کې بايد دپښتوژبې يوپوهنتون ددولت لخوا سمدلاسه جوړشي.

نوموړې کړنلاره به د يوې خوا دهيوادد ژبود مساوي حقوقوپه اړوند په افغانستان کې دديموکراتيک غور ځنګ  په پلې کولوکې  ټولې نړې ته ددولت دکار يو غوره ثبوت وښيي او دبلې خواد ټولو هغو پښتنو کورنيو لپاره چې په باندنيو هيوادو کې د مهاجرپه توګه ژوندکوي او دهغوې اولادونه  په لوړوتحصيلاتو بوخت  دي او غواړي چې خپل وطن ته بيرته راستون شي يوبې سارې غټ فرهنګي خدمت وګڼل شي.

 

ديادولو وړ خبره دا هم ده چې پخپله د کابل پوهنتون ددومره زياتو زده کوونکو لپاره ځاې هم نه لري کوم چې  ځانونه ورته کانديد کوي.  داځکه چې د کابل پوهنتون پخپله ډير پخوا جوړشوې دی يا نې هغه وخت چې دکابل ښار نفوس دنن ورځې په پرتله ډير کم وه .   نوله دې کبله په کابل کې  ديوه پښتوژبې پوهنتون جوړول به ديوې خوا دکابل پوهنتون ستونزې  کمې کړي او دبلې خوا به دهيواد په د ننه کې هغه کورنۍ چې په کابل کې او سيدل غواړي دهغوې داولادودبريالۍ  ښوونې اوروزنې په اړوند ډيرې اسانتياوې رامنځ ته کړي.    

 

په درناوي

 

دهستې فزيک پوه او دطبي فزيک متخصص

دکابل پوهنتون دطبيعي علوموپوهنځۍ پخوانۍ استاد او داتوم انرژي مشر

پوهنوال ډاکتر نظرمحمد سلطانزئ

(جرمني)

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery