مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-03-06   مخپرونکئ : 055 - دبېنوا لیکوال - استرلیا

پښتني قبيلې وپيژنئ ! ١١٠ برخه ( ګوربز)

دکتور لطيف ياد

 

که چيرې دګور بزو دقبيلې دنسب شجره په غور سره وګورو نو جوته به شي چې ګور بز دکر لا ڼيو پښتنو په ټو لنيز ګروپ پورې اړه لري او دوزيرو دقبيلې يو ښاخ شميرل کيږي ٠ دشجرو پر بنسټ دوزيرو دقبيلې لوی نيکه وزير دسليمان زوی دوه زامن در لودل چې يو يې لالی او بل يې خدری نو ميدل ٠ خدری چې دوزير مشر زوی و ددريو زامنو خاوند و چې تر ټولو کشری زوی يې مبار ک نو ميد چې ګوربز دمبارک زوی و او د ګوربز اولاده دهغه دنامه له کبله په ګوربزو سره مشهوره شوه٠(١)
 که څه هم ګو ربز دو زيرو دقبيلې يو ښاخ دی، خو او س ددې لپاره چې دوزيرو د قبيلې نه جلا استو ګنه لري او په دودونو او رواجونو کې يې هم سره لږ شا نتې تو پيرونه شته نو ځکه ددوی يادونه په جلا ډول سره کوو٠
 محمد حيات خان په خپل اثر حيات افغاني کې دګوربزو په اړوند داسې ليکلي دي:
" په پيل کې ګوربز د مسعودو( مسيدو) وزيرو سره يو ځای دهغوی دغره په شمالي بر خه کې ميشته ول،لکه چې دشکتو په دره او دبابړو په غره کې تر او سه پورې هم ځينې پخواني سپين ږيري وزير دګوربزو دقبيلې داوبو دويالو او دهغوی دکورو نو نښې نښانې ښيي٠اوس تر دوه سوو کلونو(*) زياته موده تيره شوې ده چې ګوربز له دغې سيمې نه وتلي دي او له هغه ځا يه ددوی دتللو وجه داسې ښو دلې شوې ده چې دګبر په غره کې لو مړی دبيټنيو پښتنو دورګاړي ښاخ استو ګنه در لودله چې ورو سته بيا ګور بزو پر دوی ير غل وکړ او دګبر غر يې ترې ونيوه،تر هغه وروسته دبيټنيو دقبيلې دکجين ښاخ پر ګوربزو بريد وکړ او ددواړو تر مينځ تر سختو خو نړيو جګړو وروسته د ګوربزو قبيلې ما تې وخوړله او دګبرغر بيا د بيټنيو لاس ته ورغی او ددې لپاره چې ګوربز په دغو جګړو کې کمزوري شوي ول ،نو له دې کبله دوزيرو دسيمې په لو يديزو او شمالي څنډو کې،دخوست دسيمې دجنوب ختيز او ددوړو دسيمې په شمال لويديزو غر نيو سيمو کې ميشته شول چې ددوی په دغې غرنۍ سيمه کې د ژمي په دوو ميا شتو کې واورې اوري(٢)٠"
 ګوربز په اوسني وخت کې دافغا نستان دخوست ولايت د ګوربزو په ولسوالۍ کې استو ګنه لري چې نو موړې ولسوالي دتڼيو اومندوزيو دو لسواليو سر ه ګډه پوله لري٠ بايد وويل شي چې ګوربز په ختيزه او لويديزه بر خه کې دپښتونخوا سره هم ګډه پو له لري٠
 که څه هم ګوربز بيو زله او غر يب خلک دي، خو ميړني، جنګيالي او په پښتني ننګ او غيرت کې تکړه خلک دي٠ ددوی فزيکي جوړښت،بڼې، څيرې او رنګونه دو زيرو دقبيلې دخلکو په څير دي ٠که څه هم ګوربز دوزيرو دقبيلې سره په ګټه او تاوان کې شريک نه دي ،خو هغوی خپل وروڼه ګڼي٠ګوربزو په پخوا وختونو کې دوزيرو دقبيلې پر نر خونو او څلو باندې عمل کاوه، خو اوس نو موړي نر خو نه او څلي ددوی له خوا نه عملي کيږي(٣)٠
 حيات افغاني افغاني له نن ١٤٧ کلونه وړاندې دګوربزو دقبيلې دوسله والو ميړونو شمير ١٠٠٠ تنه او ددې قبيلې مجموعي شمېر يې ١١٠٠٠ تنه ښودلی دی،خو په ٢٠٠٦ زيږ ديز کال کې دګوربزو دقبيلې مجمو عي شمير ٢٣٢٠٠ تنه ښودل شوي دي٠
 دګوربزو دقبيلې ښاخونه:
د ګوربزو قبيله د زودين (ضياؤ الدين) او نصر الدين په نامه په دوو تپو(طا يفو) ويشلې شوې ده چې بيا دغه دوې تپې په لاندنيو ښاخونو ويشل کيږي٠
 دنصر الدين ښا خونه دادي : سرګلي،شير خيل، ماني خيل،کدي خيل، کاوي خيل اوګلک خيل.
دزودين( ضياؤالدين) ښا خونه په دې ډول دي: نيزي خيل،نواب خيل،بيباخيل، ژونوال،ګنډي خيل، خري خيل،لنډي خيل،بورپه خيل،بيکي خيل،پريت خيل،جپکه ګنډه،پيري ګنډه،بيړي ګنډه٠
 دګوربزو مشهور کلي:
انډيرلی،بګي خيل،ملايانو کلی، دپښانو کلی، شهيد کلی اونور٠٠٠
خوراک يې:
دګوربزو دقبيلې خلک زياتره په خو ړلو کې دجوارو،غنمو،ږدنو،کورتو، شيدو، مستو، کو چو او پيروي نه ګټه اخلي، خو خلک يې زياتره دجوارو نه پخ شوې ډوډۍ خو ښوي٠
 ميوي يې:
د ګوربزو دقبيلې په سيمه کې مټک(چار مغز)،مڼې، مندتې( زردالو)، انګور ،الوچې،توتان، ګو رګورې،پورګي او مو ماڼې ډيرې پيدا کيږي چې له دغو ميوو نه يې ځينې په تازه او ځينې يې په وچ ډول خوړل کيږي٠
 دګوربزوجامې:
د ګوربزو دقبيلې د نارينه ووخلکو پو ښاک د وزيرو او دخو ست دخلکو دجا مو په څير دي٠ دښځو کميسونه يې د١٠ متره نه نيولې تر ٢٠ مترو پورې ګڼ وي٠ همداراز ښځې يې سره، سپين او تور ټيکري هم په سروي٠ همداراز ددوی مير منې دمزرو څپلۍ هم په پښو کوي٠
 لاسي صنعت:
دګور بزو دقبيلې خلک دمزرو نه ښکلې او ښا يسته ټو کرۍ ګانې( شکرونه)، پړي، څپلۍ، تر نګړ، دکټ بوڼ او دخرو کتې جوړوي(٤)٠
 
-----------------------------------------------------------------------------
١- لطيف ياد، پښتني قبيلې،٢٢٤ مخ،د پيښور چاپ ٠
(*)محمد حيات خان خپل تاريخ حيات افغاني په ١٨٦٥ زيږ ديز کال ليکلی دی چې په دې حساب سږ کال چې ٢٠٠١٢ زيږ ديز کال دی او سنۍ سيمې ته دګوربزو دقبيلې له راتګ نه تقر يباشا او خوا ٣٥٠کلونه تير يږي٠
 ٢- حيات افغاني، ٤٢٧ مخ، دپيښور چاپ٠
٣-معلومات مختصر درباره اقوام وقبايل ولايات سر حدي کشور،٦٩ مخ، دکابل چاپ٠
٤-دافغا نستان دعلو مو اکيډيمۍ د ژبو او اد بياتو د مر کز دعلمي غړي ښاغلي سر محقق مير احمد ګوربز له خوا دګوربزو دقبيلې په اړوند هغه معلومات چې زما په واک کې يې راکړل٠

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery