مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-03-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

هغوی چې ترهگري تعریفوي - دلیکوال ریچارډسن لیکنه

بروس ریچارډسن

ژباړه : رحمت آریا
فبروري ۱۷ ، ۲۰۱۲
لېکوال : بروس ریچارډسن
 
هغوی چې د غټو بلاگانو د ښکار په لټه کې دي پام دې کوي چې په خپله د ښکار په لړ کې په غټو بلاگانو بدل نه شي... ناپيژندل شوی لېکوال
 
نړۍ والو بندېزونو یرغلگرې جگړې بندې کړي خو ددومره نړۍ والو خبرتیاوو شتون بیا هم ونه شوکولای د بوش پر ادارې ظاهرا ً کومه محتاطه اغېزه وشېندي. د ۲۰۰۱ ز کال د اکتوبر په مېاشت کې د امریکا د  وسلوال ځواک سمندري ځواکونو د « ترهگرۍ پر وړاندې د جگړې» او د ۹/۱۱ د ځوابیه غچ د بیرغ  په پورته کولو پر افغانستان برید وکړ.  د بوش او اوباما ادارو دواړو پر افغانستان د « نړۍ والې ترهگرۍ د چورلېځ یا قطب» غلط تور و لگاوه او تر اوسه پورې ېې لگوي. هېڅ شک او دلیل نه شته  او دا په زباد رسیدلی حقیقت دی چې د ۹/۱۱ په پېښو کې افغانستان هېڅ ډول ونډه نه ده لوبولې، دا یوازې او یوازې جمهوري غوښتونکې باښې دي چې په وچ زور پر افغانستان ددغه تور د لگولو غاښ چېچی کوي. هېڅ افغان د ۲۰۰۱ ز کال د سپتمبر په یولسمې نېټې پر نړۍ وال سوداگریز مرکز باندې د مرگونې برخلیک جوړوونکو بریدونو په تابیا، پلي کولو، سمبالښت او پلانولو کې نه برخه اخېستې او نه ېې په کې ونډه لوبولې ده. په بله خوا کې له همدغه حقیقت سره جوخت او د هغه په برابرۍ، طالبانو د بوش ادارې ته څو څو ځله د اسامه بن لادن د استوگنې او د هغه د سپارلو د امتیاز وړاندېز وکړ مگر دا وړاندېزونه په هر گام کې یو په بل پسې له خنډونو سره مخامخ شول. دغه له خندا ډکې ادعاوې په خپله د شته وو لاسوندونو په روڼا کې ، پر افغانستان باندې د هېواد مشر تر ویل شوې توجیه لاندې سره پرېړه کرښه راکاږي؛ هېواد مشر د یوه مغرور پانگوال د وضعیت په راخپلولو او د یوه باټو کاوبای په جامه کې په راڅرگندېدلو د هېواد ملي گټو ته په نه پام کولو په لوی لاس  په عصبیت او غیر قانوني توگې د سولې پر وړاندې جرم ته لاس واچاوه. دغو خبرو ته په پاملرنې اوس پوښتنه رامنځته کېږي چې کومه هستي یا بنسټ دی چې د سیاستوالو او د ټولنېزو رسنیو د مدرنو ورځنېو مرکو او خبرو اترو په لړ کې « ترهگري» تعریفوي؟    
 
تأریخ د اوولسمې پیړۍ هغې شېبې په یاد لري چې فرانسه د انقلاب د څپو په اله گولې کې راښکېل او ورسره جوخت د « ترهگرۍ » اصطلاح وزېږېدله، دا اصطلاح د کیڼ لاسو ژاکوبیانو پر وړاندې د یوې سیاسي ادبي وسلې په توگه په دې ډول کارَول کېږي چې ژاکوبیان په کې بېباکه او د جابر او ځپونکي دولت په توگې ښودل کېږي، هغه ژاکوبي دولت چې د تعذیب، زندان، جنسي تیری او د گیوتین له لارې د ډله ېېزو وژنو بنسټ ږدي او په دې توگې د خپلې خونړۍ واکمنۍ په لړ کې د خپلو مخالفینو کړه وړه ورشنډوي. ترهگري کومه نوې نښرغانده نه ده، سره له دې چې د ریکارډ شوي تأریخ له پيله تر نن پورې ترهگري په همدې نامه یاده شوې مگر ډیره گرانه به وي چې ترهگرۍ ته دې یو ځانگړی منل شوی تعریف وموندل شي. ترهگري هم د یوه تکتیک او هم د یوې ستراتیژۍ په توگه په بیلا بیلا بڼو یاده شوې، چا جرم بللې او چا سپېڅلې دنده؛ چا هم د زورزیاتي او د نه بخښلو کرغېړنې کړنې پر وړاندې د یوه مؤجه غبرگون په نامه یاده کړې ده.
 
د امریکا متحده ایالات ترهگري داسې تعریفوي : « ترهگري د غیر قانوني زورزیاتي یا د گواښ د رامنځته کولو هغې پلان شوې کارَونې ته ویل کېږي چې د ویرې د خپرلو لامل وگرځي؛ د ترهگر په هوډ کې سیاسي - مذهبي یا ایډیالوژیکي موخې پرتې دي چې په تل کې ېې ددولت یا د ټولنو کنترول یا ویرول نغښتی وي .» ملگري ملتونه ترهگري داسې تعریفوي : « ترهگري د متکرره تاوتریخوالي د رامنځته کولو لپاره د لمسول شوي دباو یو میتود دی چې د « نیمه پټو» یوگړو کسانو، ډلو او یا د یوه دولت د سیاستوالو له خوا د خپلو ځانگړو موخو د ترلاسه کولو لپاره، یا د جرم او یا د سیاسي لاملونو له کبله په کار اچول کېږي.» سترې برېتانېې په ۱۹۷۴ ز کال کې ترهگري داسې تعریف کړې ده : « ترهگري د سیاسي موخو د ترلاسه کولو لپاره د زورزیاتي کارولو ته ویل کېږي، په دغه زورزیاتي کې  د زورزیاتي هر هغه ډول راځي چې ټولنه او یا د ټولنې هر بل سکتور ته ویره او گواښ رامنځته کړي.» په حقیقي نړۍ کې د ترهگرۍ درې اړخونه شته : ترهگر، بلهاریان او د ټولنې وگړي.  پياوړي ملتونه چې په غیر مؤجهو او پټو کړوړو کې ښکېل دي او  یوازې ېې دولتي ترهگري بللای شو، د خپلو اړوند رسنیو د بنسټونو له لارې چې د هغوی د مالوماتو د وزارتونو په توگې کار کوي د پېښو شرحو ته په خپلې خوښې بڼه ورکوي، حال دا چې د یرغل او نېواک پر وړاندې مخالف قانوني مقاومت د ترهگرۍ په منل شویو قانوني او ادبي اصطلاحاتو کې په خپلې خوښې تحریفا ً تعریفوي او په دې ډول ېې په ټولنې باندې د منلو لپاره ورتپي.
 
د ترهگرۍ د سکالو په تړاو ناسمې انگېرنې بې شماره دي. که یو وخت په دې اړوند د امریکايي بنسټونو د غړو، ټولنو او مشرانو تر منځ د نظرپوښتنې یوه لړۍ تر لاس لاندې ونېول شي نو په ډاډ ویلای شو چې د نظر پوښتنو پایلې به موږ ته هغه سیاسي او ایډیالوژیک غبرگون راوښيي چې ټول لېد لوري د مصلحتي میډیا، انجیلي مسیحیت او د دولت د انگیرنو او تعاریفو تر اغېزو لاندې راغلې لېد لوري دي. ددې په پام کې نېولو سره د ډیریو یوگړو کسانو ادراک به دا وي چې « ترهگري» د اسلام یوه ځانگړتیا ده.  د نظر پوښتنو راټولې شوې پاېلې به دا هم وښيي چې د ډیریو امریکایانو په باور هرچېرې حاضر د موټر بمبونو چاودنې د لیونیو مسلمانانو یو نوښت « اختراع» دی. ددې تر څنگ زموږ دغه فرضي نظر پوښتنه به له دې لایتناهي انگیرنې سره هم همغږې وي چې په نړۍ کې د ډیریو ترهگرو بریدونو جرړه د مسلمانو اورپکو کار دی. خو د همداسې یوې فرضي نظر پوښتنې ستونزه دا  ده چې په راټولو شویو مالوماتو کې ویل شوې ادعاوې بنسټ نه لري... او په ساده ژبه ېې که ووایو حقیقت نه لري.   
 
لومړني پیژندل شوي ترهگر مسلمانان نه بلکه یهودان ول. د نړۍ لومړني ترهگر د تأریخ پر بنسټ د یهودانو دوې انقلابي وسلوالې ډلې وې چې زیلوتان [1] او سیکیري [2] نومېدې. دواړه ډلې دې ته ژمنې وي چې د جودیه [3] سیمه د رومیانو له ولکې څخه آزاده کړي، دغو ډلو د زور زیاتي په کارولو داسې ټولنېزه بلوا را وپاروله چې تأریخپوهانو ۶۶ ز کال د یهودانو د جگړې په نامه یاد کړ، دواړو ډلو له څلورم مخزېږدېز کاله نېولې تر اویاییم زیږدېز کال پورې په جودیه کې بې شمېر ټولنېز ترورونه او د تاوتریخوالي نور ډولونه رامنځته کړل.  د آزادۍ لپاره د دواړو ډلو پر مبارزې باندې د اسراﺋـیلو په مسادا [4] کې د پای ټکی کښېښودل شو. 
 
د بوش او اوباما د ادارو او د  ناتو د سیاسي مصلحتونو د ادعاگانو برعکس د وسلو د چارو د غورو شویو مخکښو او یا د ترهگرۍ پر وړاندې د جگړې د کارپوهانو په اند د موټر بمبونو پراخه کارَونه په لومړي سر کې د آیرلند جمهوري غوښتونکي لښکر [5] رامنځته کړه، دا د کاتولیکو عیسویانو هغه بېلتونپاله ډله ده چې له اتو سوو کالو را په دېخوا د پروتستانتې برېتانېې پر وړاندې جنگېږي. د ۱۹۹۰ ز لسېزې په اوږدو کې د ترهگرۍ لمنه په څو نورو هېوادونو کې خپره شوه. دا نوې څپه د ۱۹۹۰ ز کال د جولای په مېاشت هغه مهال راوپارېدله چې د ایلام تامیل د خپلواکۍ پړانگانو د سیریلانکا د سیاسي مشرانو، پوځي بنسټونو او د مدني ټولنې د فعالینو پر وړاندې د مرگونو گوزارونو او برېدونو لړۍ تر لاس لاندې ونېوله. د خپلواکۍ پړانگان په څرگنده د دین پر ضد دي او په داسې یوه هېواد کې چې د هندوییزم پالنه په کې کېږي له یوې سکیولارې پاړکې یا مخېنې څخه راپورته او د هرې بلې ډلې پر تله ېې په نړۍ کې د تاوتریخوالي د لمسولو او د زور زیاتي ریکارد مات کړی دی.
 
د « ترهگر» اصطلاح نن په زښتې ډېرې بې احتیاطۍ کارَول کېږي. نن ترهگر هغه چا ته ویل کېږي چې د چاودېدونکو توکو د جامو یا واسکټونو په اغوستنگ ځان له منځه بیايي، یا هغه څوک چې په سرتیرو او د نیواکگرو او برېدگرو پر گټو باندې برېدونه کوي « ترهگر» بلل کېږي، مگر هغوی چې په کلیو او بانډو باندې په سلگونو زره ټنه د لوړې کچې چاودېدونکي توکې وَرَوي هغه ترهگري نه بلکه د یوې نجېبې موخې په لاره کې ېې بمبارد بولي ، هغوی دغسې له شرارته ډک چلند ته د « ترهگرۍ پر وړاندې» د « جگړې» نوم ورکوي، دغه چلند نه یوازې له بربریته ډک یو چلند دی بلکه په پرېکنده ډول یو غیر انساني چلند هم دی. کله چې په زغره والو جامو سمبال بهرني ځواکونه د ماښام له تیارې سره سم د سباوون تر څرکه پورې د خلکو پر شخصي کورونو ور ا َوړي او د خپلو توپکو خولې او د څراغونو روڼاوې د کوروالاوو ټټرونو ته نېسي، ویریدلو کورڅښتنو باندې د سپکو سپورو په ویلو چېغې وهي او داسې چلند کوي چې ته به واېې  له کوم بل بهرني ستوري څخه یرغلگر راغلي دي، آیا دا په خپله هغه څه نه دي چې ترهگر ېې هم کوي؟  دغه چلند ته په کتلو زه خو وایم چې دا کټ مټ هماغه څه دي چې ترهگر ېې هم کوي!  
 
سږ کال د فبرورۍ د مېاشتې په اتمې د چهارشنبې په ورځ د ناټو یوې الوتکې د کاپیسا ولایت پر یوه کلي برېد وکړ او اته تنه ماشومان ېې ووژل. دا برېد،  ناتو ته د فرانسوي سرتیرو له پلوه د مشکوکو مالوماتو د ورکړې له کبله تر سره شو. فرانسویانو ته دا مالومات د یوه خبرورکوونکي له پلوه ورکړل شوی ول او ویل شوي ول چې د گیبي له کلي دباندې یو شمېر پسه پېوونکو ماشومانو پر« کلي باندې برید ته چمتووالی نېولی دی». په خواشېنۍ باید ووایم چې د  دا ډول بې باورو مالوماتو د ورکړې کچه زښته لوړه ده او دا یوازېنۍ پېښه نه ده. د بېلگې په توگه د شمالي ټلوالې غړي اکثرا ً امریکايي او د ناتو پرسونل ته جعلي او تحریف شوي مالومات وړاندې کوي او د مالوماتو له ورکړې څخه د یوې وسیلې په توگه کار اخلي تر څو له دې لارې خپل سیاسي غلیمان وټکوي. 
 
کله چې شپانه ماشومان د وژونکو الوتکو او د یا پېسو په لټه کې د سولندو جنایتکارو خبررسوونکو له ویرې په امن کې نه وي او ژوند ېې د ړندو بمباردونو او د الوتکو د ډزو ترگواښ لاندې وي، آیا دا ترهگري نه ده؟ د ۲۰۰۵ ز کال د اکتوبر په مېاشت کې فرانک ووتریچ[6] د عنبر [7] د ولایت د حدیثې[8] په ښار کې د سمندري ځواکونو د یوې وژونکې ډلگۍ مشري کوله چې ۲۴ تنه ېې ووژل، ټول ملکي وگړي ول او په څرگنده ښکارېدله چې دا وژنه یوه غچ اخېستونکې وژنه وه. د وژل شویو کسانو خپلوان او د هغوی د کورنېو ژوندي پاتې شوې کسان هرومرو دا ډول وژنه یوه « ترهگري» بولي. په افغان پرگنو کې د ملکي وگړو د وژل کېدا کچه نوره د بې حسۍ له کچې وتلې ده ، دا یوه غیر انساني کړنه ده، هغه څه چې د اوباما اداره ېې د « موازي وراني» په نامه یادوي، شمیره ېې فوق العاده لوړه ده چې لسگونو زرو ته خېږي. ډیري کسان د یو مخو هوايي بریدونو او د بې پېلوټو ډرون الوتکو  بلهاریان دي. یو شمېر ېې په بمبارد کې د راگیرېدلو له کبله وژل شوي دي په ځانگړې توگه ماشومان چې د نیواکگري جگړې د اړتیاوو او لومړیتوبونو له کبله له خپلو پناه ځایونو او استوگنځېو څخه بې ځایه او کډوال شوي دي.
 
ملکي وگړي د بمبونو د وریا، د توپ وېشتونکو چورلکو یا پر کورونو باندې د پردیو سرتیرو د ختلو بلهاریان دي چې د ماښام له تورتم سره سم د سباوون تر څرکه پورې د هغوی پر کورونو باندې ورخېږي ، په دې توگې هغوې د غیر قانوني یرغلگرې جگړې د پاېلې له کبله ترهول او بیرول کېږي. دا د یرغلگرې جگړې هغه ځانتني تعریف دی چې ددې وېنې بهونې د معماریو لپاره ېې ځانگړې تعریفې بڼه راخپله کړې ده؛ په نړۍ والې کچې د ترهگرۍ دا ډول تعریف نه یوازې ذهن کرختونکی دی بلکه د ملگرو ملتونو د کډوالو لپاره د کمشنرۍ یو ان ایچ سي آری په څیر د بشريت په چوپړکې پر نورو ټولنو او نړۍ وال قانون باندې ملنډې وهل دي.
غوره شوې اخځونه [ بیبلیاگرافي]
 
War by Other Means: an Insider’s Account of the War on Terror, by Richard Posner, 2006.
How A Good Versus Evil Mentality, Destroyed the Bush Presidency, by Glenn Greenwald, 2007.
The Future of Justice: In the Age of Terror, by Benjamin Wittes, 2008.
Takeover: Return of the Imperial Presidency and the Subversion of American Democracy, by Charlie Savage, 2007.
The War on Terror: And the Rule of Law, by Richard M. Pious, 2006.
The Trial of Donald Rumsfeld; A Prosecution by Book, Michael Ratner, 2008.
Afghanistan: Political Frailty and External Interference, by Dr. Nabi Misdaq, 2006.
American Raj, Liberation or Domination, Resolving the Conflict Between the West and the Muslim World, by Eric S. Margolis, 2008.
Afghanistan, A Search for Truth, by Bruce G. Richardson, 2009.
 
پای

-----------------------------------------------------------------------
[1] Zealots
[2] Sicarii
[3] Judea
[4] Masada
[5] the Irish Republican Army (IRA)
[6] Frank Wuterich
[7] Anbar
[8] Haditha


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery