مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-12-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

داستادسياف لنډي خوتودي خبري!! (دطلوع پرهنداره )

 نويد لمر _كابل
 نطاق: د اوسني پارلمان ستونزى به ستاسو له نظره څه وى او پارلمان به له كومو ستونزو سره مخ شي؟
 استاد سياف: زما په عقيده كومي ستونزي چې ولس ورسره لاس او گريوان دى همدا ستونزى به د پارلمان ستونزى هم وى. خوزه په دى باوريم چې دولس نماينده گان به پخپل ټول توان ددغو ستونزو د له منځه وړلو لپاره كوښښونه وكړى.
 نطاق: دا سمه ده چې د مجاهدينو مشرانو جهاد كړى خو اوس خلك وايى مجاهدين خپل جهاد په ولس خرڅول غواړى او په بدل كى بى د لويوڅو كيو او په واكمني كى د لويو مقامونو غوښتونكى دى؟
 استاد سياف: الحمدالله مجاهدينو په حقه جهاد كړى او دا جهاد بى د خداى په لاره او د اعلى كلمته الله په لاره كى كړى. موږ هيڅكله هم دا كوښښ نه دى كړى او نه به يى وكړو چى دواكمنى او څوكۍ لپاره كارو كړو او خپله لاره پريږدو موږ دولس خادمان يو او د ولس په خدمت كى به يو.
 نطاق: لكه څنگه چى تاسوته مالومه ده د نوروگوندونو لكه خلق او پرچم نماينده گان هم پارلمان ته راغلى دى او دلته داسى ښكارى چې اكثرو د تنظيمونو مشرانو د پارلمان مشرتابه ته ځانونه ټاكلى دى چې له دوى نه به ضرور كوم يو مشرتابه ته كامياب شى. نوتايوفكر نه كوي چي بيابه د دغو نورو گوندونو د نماينده گانو سره اختلافات را ولاړ نشى؟
 استاد سياف: دا تصور به ډير بى ځايه وى كه چيرته كوم جهادى مشر د پارلمان څوكۍ ته وټاكل شى نو د نورو سره به گوندى توب او د اختلاف لاره خپله كړى. ټول زموږ وروڼه دى. او موږ ټول به دوروڼو په څير د ملت په دغه كور كى ژوندو كړو او د وطن او ولس په دردونو به بحثونه او مشورى كوو.
 او بل دا چى موږ به هڅه وكړو ترڅو داسى پرهيزگار شخص د پارلمان مشرتوب ته وټاكل شي تر څو ټولو ته د منلو وړوى.
 نطاق: كه چيرته پارلمان او كابينه كوم سازش ته ورسيږى او داسى هڅه وشي چې ځينى د پارلمان غړى كابينى ته لوړشى آيا تاسى فكر نه كوى چى د داسى غړو په موجوديت كى چې له پخوا نه په جنگى جرمونو متهم دى
 په دولتى اداره كى به د جنگى مجرمينو پله لادرنه شى او په دوهمو او دريمو واحدونوكى به هم ددغوكسانو خپل نفر وټاكل شى او د نشى موادو مافيا به نوره هم پراخوالى ومومى؟
 استاد سياف: تاسى مطمين اوسي هيڅ سازش ته به څوك موقع ورنه كړى او بل دا چى موږ په هره وسيله چى كيږى د پارلمان له لورى به د نشى موادو او مافيا پرضد پياوړى گامونه اوچت كړو او داسى قوانين به رامنځته كړو چى ددغو موادو د استعمال او قاچاق مخه ونيول شى.
 نطاق: ستاسو په نظر د اوسنى دولت له كارونو نه راضى ياست.؟
 استاد سياف: دولت پخپل دومره موده كى ځينى مهم كارونه هم كړى، خو يوه خبره چى ټول ولس ترى ناراضه دى او يو روښانه حقيقت دى هغه ادارى فساد دى. د دولت په اداره كى ادارى فساد خپل اوج ته رسيدلى دى او اصلاح كول غواړى او كه اصلاح نشى نو بالاخره دغه فساد به د نشى توكيو د مافيا سره هم لويه مرسته وكړى او د هغى د پيشرفت لپاره به لازياته لاره او اره كړى.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery