دلوی څښتن (ج) په نامه
(پښتو ويل ، پښتو ليکل او پښتو چلول)
دکابل پوهنتون دطبيعي علومو پوهنځی پخوانی استاد ، داټومي انرژۍ مسئول مشر ،دهستې فزيک پوه اودطبي فزيک متخصص:
پوهنوال ډاکترنظرمحمد سلطانزی (ځدراڼ) جرمني
پښتو ويل ، پښتو ليکل او پښتو چلول دلوې اوملي شخصيت غازي وزيرصاحب محمد ګل مومند هغه علمي خبرې دي چې تر نن ورځ پورې پښتنو ته ديوې فرهنګي درس اولارښود په څيرپاتې شوې دي. نوموړې ولسي اوعلمي شخصيت د پښتنو اودپښټوژبې غميزې په هکله ډيرې هلې ځلې وکړې (١ ).
خو مخکې له دې چې دپښتنو او دپښتو ژبې دغميزې په هکله څه وليکم نوضرورګڼم چې په دې اړوند دپښتوژبې دلرغونوڅيړنو او پيښليک په هکله دژبپوهانوعلمي کارونولنډه يادونه وکړم ( ٢ ).
ريګويدا، په څلوروواړو ويدونوکې هغه لومړنۍ کتاب دئ چې داريائيانو دژوند سره تړاولري او په دې کتاب کې چې دليکلو نيټه يې نژدې يونيم زر کاله دميلاد نه مخکې ښودل شوې ده ، دپښتون نوم ، پښت، پکهت د ګډ دود په تو پير سره ليدل کيږي او نور ويدونه لکه يجرويد، سام ويد، او اتهر ويد له هغه وروسته ليکل شوي دي چې په هغو کې دپښتنو دسيمو نومونه لکه بلي کا يابلخ تکرارشويدي.
وروسته له هغه چې اوستائي ژبه راځي چې ستر زراتوشتر( زردشت) ورباندې خپل سپيڅلئ کتاب ( اوستا ) وليکلو چې په ايران کې د ساسانيانودواکمنۍ هم مهاله ګڼل کيږي او په وروستيو پيړيو کې چې په( اوستا ) له غرضه ډکې شرحې او تفسيرونه وکښل شول نو هغه يې د زند او پازند په نومونو باندې ونومول. دپام وړ خبره داده چې داوستا ژبه دپښتو ژبې خور پيژندل شوې اوګڼ شمير وييي (لغتونه) په دواړو ژبو کې شريک موندل شويدي. همدغه سبب وه چې د ستر زردشت دکورنۍ نوم سپيتامن يا سپينتمان و چې هم سپين او هم تمان يا تومنه پښتو کلمې دي. د اوستا دليکل کيدلو نيټه يوزرکاله دميلاد نه دمخه ښودل شوې ده ( ٨ ).
دبلې خوا په هند کې د سنسکرت ژبې په جوړښت اوددې ژبې لپاره ديو بشپړ مېتود او ګرامرپه منځ ته راوړلو او کښلوکې داباسين او اټک دغاړې او سيدونکۍ پاڼي نې نې يو بنسټيز رول لرلی دی او دغه پوهاند هم په پښتنو کې حساب شوی دی او ژبپوهانوپه سنسکرت ژبه کې هم دپښتو ګډ لغا تونه موندلي دي اوداټول دپښتون قام او پښتو ژبې دزرګونو کالوژوند او برم ثبوتونه ګڼل کيږي.
د استاد حبيبي په وينا دغوريانو او سوريانواو په راوروسته کې د هوتکيانو په دربار کې پښتوويل کيدله. استاد کهزاد ثابته کړې ده چې دستر زردشت په مهال چې کله اوستا وليکل شونو په بلخ کې دپښتون ګرشاسپ یا غرشاه غرغښت واکمني وه او زر دشت دهمده دمرستې په اساس اوستا خپور کړداځکه چې نوموړۍ دزردشت نژدې ملګرئ او دوست وه. ويل کيږي چې غرشاه غرغښت لومړنۍ سړۍ وه چې زردشتي دين يې ومنلو.
نن ورځ دپاس يادشوواثارو برسيره د نوروباوري ا ومستندوتاريخي اثارو اوکتابونو له مطالعې او په دې هکله له يو لړ علمي او تاريخي څيړنو( ٢) او بحثونو څخه په روښانه توګه داحقيقت جوت څرګنديږي چې پښتوژبه دپخوانيو آريايانودژبې چې (اريک) نوميده او څوزره کاله مخ کې له ميلاد څخه موجوده وه دنوموړې ژبې هسته اوياپه بل عبارت مورګڼل کيږي. ځکه دآر کلمه اصلا پښتو او داصيل ، نجيب ، کروندګر اوبر سيره پردې ځينې نورې معناوې او مفاهيم هم افاده کوي چې(آريانا) یې ځای دئ . لکه چې يو شاعر د آر کلمې په هکله داسې وايي: شيخ متۍ چې خليلي وه ــــــ دئ له آره لوی ولی وه. یعنې له اهله لوی ولی وه.( په دې هکله دسانسکرت اوستازرند او پازند مطالب د يادونې او پاملرنې وړ دي). خو له بده مرغه چې ددې تاريخي ، اصيلې اولر غونې ژبې دپرمختګ، پيژندنې، سمسورتيا او پراختيا لپاره لکه چې لازمه ده او يا ورته اړتيا شته دتاريخ په اوږدو کې دمختلفو حکمتونو، قدرتونواو شخصيتونو له لوري ورته کار او خدمت نه دئ شوئ او حتی په خپله پښتنو هم ددې پر ځای چې ددې ژبې د علمي کيدو او پر مخ تګ لپاره کاروکړي نو دخپلې لر غونې ژبې پر ځاې يې د پردو ژبو دتعميم او تقوی لپاره چټک ګامونه اخيستي دي او ډير کتابونه او علمي اثار يې په نورو ژبوليکلي او خپله مورنئ ژبه يې هيره کړې ده او يا يې ورته پاملرنه نه ده کړې. نو له دې کبله که څه هم په پښتوکې زيات علمي، تاريخي او نامتو پوهان او نابغان مو جودوه اودي خو هغوی دپښتوژبې لپاره څرنګه چې ښايي کار نه دى کړئ نو له دې کبله په پښتو ژبه کې سره له هغې هم لکه چې لازمه ده زيات مختلف او ډول ډول کتابونه او اثار نه ليدل کيږي او دا تاريخي ، لرغونې او جامع ژبه دنړئ د بيرته پاتوهيوادو ژبو په ډله کې راځي.
خو کله چې ما خپلې لوړې زده کړې تريو څه حده پورې سرته ورسولې نو دې مهمې نيمګړتيا او نقصان ته ځير شوم او له ځان سره مې وويل ددې لپاره چې يوه ژبه ترقي او پر مختګ وکړي بايد تر وسه وسه زيار وه ايستل شي چې هغه ژبه علمي او ډول ډول کتا بونه پر هغه ژبه وليکل شي تر څو دعلم او پوهې مينان ورته اړتيا پيدا کړي چې له دې کتابونو او اثارو څخه يې ګټه واخلي.
نوموړې موخې ته درسيدو په هيله زمالومړنۍ هلې ځلې او دطبيعي علومو په څانګه کې د کتابونوليکل هغه وخت پيل شول کله چې زه په ١٩٨٠ميلادي کال کې د کابل په پوهنتون کې داستاد په صفت مقرر شوم او دافغان ولس دمطلق اکثريت په ژبه يعنې پښتوژبه مې لکچرونه پيل کړل. په دې اړوند لازم ګڼم چې په سترګو ليدلاې او پر ما تير شوى حال د تاريخ پاڼو ته وسپارم چې زه څرنګه په کلتوري لحاظ په خپل وطن کې لکه يوبهرنى او پردئ پوه يوازې پاتې شوم. کله چې ماپه نوموړي کال کې په پښتو ژبه لکچرونه پیل کړل نو دزده کوونکو مظاهرې زما په مقابل کې راپورته شوې چې دفاشست په شعار ورکولوسره بدرګه کيدلې او زما په ضد هر اړخيز دومره زيات سياسي او فرهنګي فعاليتونه روان شول چې حتې زما ژوند هم د خطر سره مخامخ شو. ما پخپله دغه ټول تورونه او ستونځې پر ځان قبولې کړې دا ځکه چې زه داسلام او اولس په حقه لار روان وم. داسلام په لار ځکه روان وم چې لوىڅښتن تعالى (ج) ديوه قوم ژبې ته غټ اهميت ورکړئ دئ.
. دبيلګي په ډول د ژبې په اړوند په قران شريف کې راغلي دي چې الله تعالې فرمايي: (٣) (سور ت لا ا براهيم ٤ ايات شريف) :
وما ارسلنا مِن رَسُولٍ اِلابِلِسان ِقومِهِ لِيُبيِنَ لهًَم فيُضِلُ اللهُ
ژباړه :- او نه دی ليږلی موږ هيڅ رسول مګرخو په ژبه دقوم دده چې بيان کړي دوې ته امر او نهې دالله ).
لوى څښتن تعالى (ج) په بل ځا ى کې ژبه او شونډې په مهمو نعمتو نو کې ياد کړې دي. نو زما په فکر سره چې څوک د لوىڅښتن تعالى (ج) امر پلئ کوي نو دا هم د جهاد يو شکل دئ چې د پښتون قوم طبيعي حق پر ځاې کړي او پښتوژبې ته هر اړخيزخدمت وکړي.
دياد شوو دليلونو په رڼا کې او دټولو ستونځو او اخطارونوبر سيره مې په پښتو ژبه لکچرونو ته دوام ورکړ. تر څو چې په دې شخړه کې دلوړو او مسلکي تحصيلاتو له خوا يو کمسيون وټاکل شو چې لاندنئ پريکړه يې وکړه. ( ډاکتر سلطانزي حق لري چې خپل لکچرونه د ١٩٦٤ ميلادي کال د اساسي قانون سره سم په پښتو ژبه ورکړي. په دې شرط چې يوژباړونکئ مرستيال دپښتو لکچرونه په دري یا فارسي ژبه زده کوونکوته واړوي). د١٩٨٠ څخه تر ١٩٨٦ ميلادي کاله پورې زما لکچرونه په پښتو ژبه مخ په وړاندې ولاړاو زه هم په دې ډول دبهرنيو استادانو په بهير کې ورګډشوم چې ژباړونکي ورته مقرر وو. په داسې حال کې چې دواک فو نډيشن 1)) دشميرنې په اساس دافغانستان لږ څه دری شپيته په سلو کې خلک په خټه پښتانه دي خوپه خواښينۍ سره بايد ووايم چې دغه مطلق ډیرکیو هم په دې زور وه نه رسيده او يا یې نه غو ښتل چې زما څخه دفاع و کړي. خو بيا هم زه په نوموړې موده کې دطبيعي علومو په څانګه کې ددوه پښتوکتابونو په ليکلو بريالئ شوم. په دې اړوند بايد چې ديوه بل ملګري او د کابل پوهنتون د بيالوژي ديپارتمنت نامتو استاد پياوړئ پوهاند ډاکتر ميرازئ نه ستړې کيدونکې هلې ځلې اوخدمتونه چې د پښتو ژبې په پوهنيز کيدلو کې يې د ګڼوعلمي اثارو په خپرولو سره کړې دي د يادولووړ ګڼم. پوهاند ميرازئ هغه لومړئ پوهنيزملي او علمي شخصيت دئ چې لږ څه دديرښوکالو را پدې خواد کابل په پوهنتون کې په پښتو ژبه لکچرونه ورکوي. دنوموړئ فرهنګي ، علمي او ملي شخصيت په مقابل کې هم ډيرې دسيسې ، اخطارونه اوناوړه پلانونه شوې او هم اوس روان دي.
که څه هم ما خپلې لومړنئ زده کړې درحمان بابا او خوشحال خان خټک په ليسوکې تر سره کړې دي خودځوانئ په همغه موده کې دنوموړو نامتوعلمي، ادبي او ديني ملي پښتنو ښخصيتونودشعرونو، لار ښوونواو نورو اړخونو په هکله مې دومره ډيرژورفکر نه ووکړئ خوکله چې په ١٩٦٢ ميلادي کې شهيد سردارمحمد داود صدراعظم په منظورۍ دڅونوروملګرو سره يوځای ديوه تحصيلي بورس په اخيستلو بريالۍ شوم اوبيا د جرمني هیواد ته راغلم او بیا له هغه وروسته مې دهستې فزيک اوهم د درمل پوهنې په تړاو زده کړه او پوهه تر لاسه کړه نوبيا راته څر ګنده شوه چې دپوهانوليکل شوي اثرونه په تيره بیا د طبيعي علومواو د موډرن تکنالوژي په اړوند اوبرخه کې ديوه هيواد دپرمختګ، هوسايي او نيکمرغي لپاره څومره ارزښت لري.
دا هم بايد زياته کړم چې دهريوه کتاب ليکنه او په تيره بيا دعلمي،تاريخي او فرهنګي اثرونو او کتابونو ليکل راتلونکي نسل ته پر يښودل خورا اهميت لري ځکه که چيرې دنړئ ډير پوهان لکه داسلام دين او نورو آديانو پوهان ، ساينس پوهان ، ادب پوهان او نوروعلوموپوهان اوس ژوندي هم نه دي خو موږ کولاې شو چې دهغوې دليکل شوو اثرونوله لارې هر وخت چې وغواړو تماس او اړيکې ونيسواو دهغوې پوهې څخه ګټه واخلو.
دوهمه برخه