مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-03-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

جگړه چل او دوکه ده - دبروس ریچارډسن لیکنه

بروس ریچارډسن

ژباړه : رحمت آریا
مارچ ۸. ۲۰۰۱
لیکوال : بروس ریچارډسن
 
جگړه چل او دوکه غواړي : د بیلگې په توگه د حسن تعبیر په جامو کې پوښل شوي د خپلواکۍ د ټینگښت یا د ولسواکۍ  د دودولو او ودې مصطلحات ځکه د پنتاگون د پروپاگند په معبد کې جوړ شوي چې له مخې ېې نړۍ والې امریکايي چلوټې او دوکې تعریف او د سپیڅلې جگړې نوم او د هغې توجیه په ناخبرو پرگنو باندې وپلورل شي.     
 
په افغانستان کې د امریکې د نن ورځې مأموریت، د القاعدې د رسوبي پایڅوړو له منځه وړل ویل شوی دی.
 
دامأموریت هم د امریکا په تأریخ کې د نورو مأموریتونو په شان د دولت د ویندویانو له خوا د پرتمینو او سپیڅلو اصطلاحاتو په اډانه کې تعریف شوی دی. د « عراق د خپلواکۍ مأموریت » هغه ښکلی خیالي نوم وو چې د ۲۰۰۳ ز کال په لومړیو کې پر عراق باندې ورانکاره پوځي یرغل ته ځانگړی او د امریکې تر مشرۍ لاندې د « خوښمنو د ټلوالې[1] » له پلوه تر سره شو. دغه یرغل چې د ملگرو ملتونو د عمومي سکرتر کوفي عنان په وینا « غیر قانوني» وو [ وگورئ : The Guardian, 9/16/04]، د اټکل له مخې د څه د باندې یو میلیون انسانانو ژوند ېې واخیست. په ۱۹۸۳ ز کال کې امریکې د گرینادا پر وړوکي ټاپو باندې برید وکړ، وروسته ېې پر پانامې ور ودانگل ؛ دواړه بریدونه  د « قانونا ً منل شویو عملیاتو [2]» تر نامه لاندې تر سره او په ترڅ کې ېې په زرهاوو انسانانو خپل ژوند له لاسه وکړ چې ډیري ېې ملکي وگړي ول.    
 
د نړۍ والې ترهگرۍ پر وړاندې د ناپاېې جگړې لومړنی لوی گام د ۲۰۰۱ ز کال د اکتوبر په میاشت کې واخیستل شو. د لسیزو جگړو په اوږدو کې نړیدلی افغانستان، وران ویجاړ اقتصاد ېې او د هډ‌ ماتوونکې بیوزلۍ پر تبۍ باندې کړول شوې پرگنې ېې د نړۍ والې ترهگرۍ پر وړاندې د امریکې د جگړې د لومړنې موخې بلهاریان شول. د ۲۰۰۱ ز کال د اکتوبر د میاشې په ۷ نیټې ول چې امریکايي او بریتانوي الوتکو پر افغانستان یرغل ور ووړ. په لومړي سر کې بمب غورځوونکې الوتکې او کروز توغندي او ورپسې خوشه يي او [Daisy Cutters] بمبونه وکارَول شول. امریکايي الوتکو د نوامبر په پيل کې د افغانستان پر ډیریو برخو باندې د [ بمبونو وَریا [3] ] وکړه. د نوامبر په یولسمې نیټې ځمکنی برید پيل شو. د بمبارد په لومړي پړاو کې د وژل شویو ملکي وگړو شمیره له ۵۰۰۰ تر ۱۱۰۰۰ پورې اټکل شوې ده. د بمبارد له پيله درې اونۍ وروسته امریکايي الوتکو د ۳۰۰۰۰ فوټو په لوړوالي د خوراکي توکو یو میلیون کڅوړې چې د امریکا بیرغ ورباندې لگول شوی وو د هوا له لارې ځمکې ته راوغورځولې. [ په افغانستان کې د لوږې پر وړاندې د اقدام [4] ] د بنسټ استازي [ تامــَـس گانټ[5] ] یادې شوې کڅوړې د خلکو د راخپلولو « بازار موندني [6]» لپاره د یوه گام په نامه یادوي. تامس وايي « دغو کڅوړو ژیړ روښانه رنگ درلود .... » خو دغه کڅوړې په رنگ کې کټ مټ هغو ناچاودلو وژونکو او خطرناکو بمبي ډبلیو ته ورته وې چې د ځمکې پر مخ هر لور ته خواره واره پراته ول، دا هغه خونړي، نیمه په ځمکه کې ډوب او پټ – مرگوني خوشه يي بمبونو ول چې ا مریکې په هماغه ړومبني هوايي برید کې وشیندل. د نا چاودلو پټو خوشه يي بمبونو د ډبلیو او د خوراکي کڅوړو د رنگ یووالی د هغو بې شمیرو افغان ماشومانو د مرگي لامل شو چې د لوږې له ویرې يي د ژوندي پاټې کيدلو په ورځنۍ هڅه کې ژیړې کڅوړې راټولولي.  د بشري حقونو د څار بنسټ وايي « افغانان پوهیږي چې د خپلواکۍ د ټینگښت د عملیاتو لامل د بشري اندیښنو لپاره نه وو.» د ۲۰۰۲ ز کال د اکتوبر د میاشتې پر لسمې ژورنالیست نارمن سولومن [7] په [Media Beat] کې ولیکل : « د خپلواکۍ د ټینگښت مستهلکه اصطلاح د امریکې په ټولنیزو رسنیو کې په پرتم ولمانځل شوه خو پنتاگون د خپلو ملنډو په دې بې پيغوره آزاد بازار کې په خلاص لاس وکولای شول هر کله چې زړه ېې وغواړي هر چیرې بمبارد وکړي.» جگړه چل او دوکه غواړي. پام مو اوسه چې زه دلته د پوځي ستراتیژۍ پيچلتیا ته نغوته نه کوم چې تل دوکې او چلوټې په کې بنسټیزه ونډه لوبوي.  
 
امریکې ، د هیواد مشرانو کلنتن او جیورج ډبلیو بوش تر مشریو لاندې، د بیرحمو بمباریو، یرغلونو او وژونکو اقتصادي بندیزونو په گډولې سره د عراق او افغانستان پر اوږو باندې د جگړو پیټي وربار کړل. ولې؟ دا ددې لپاره چې د عراق تیلو ته په آسانه لاسرسی ومومي ، د ترانس – افغان – پایپلاین په ناندریو کې د خپلې خوښې دریځ ترلاسه کړي، په منځني ختیز کې دایمي او برلاسی پوځي حضور راخپل او په انرژۍ بډايې د منځنۍ آسیا او د کسپین د کاسې د درشل واگې په لاس کې ولري. دا ډول په ځان غره، ورانکاره او وژونکي امپریالیزم یوازې هغه مهال تر سره کیدای شي چې دولت ور سره د چل او دوکو په بیرحمه  په ځیر جوړ شوي کمپاین کې گډون کړی وي. په ۱۹۹۱ ز کال کې د عراق پر وړاندې د خلیج د لومړۍ جگړې پيل د [ بیدیا د توپان د عملیاتو[8]] ترمستعار نامه لاندې د چل او دوکو د هغو توپاني څپو په ترڅ کې تر سره شو چې سپینې ماڼۍ د نیوکو او د څرگندو دلایلو د شنډولو لپاره راپارولې وې.
 
پر افغانستان باندې د امریکې د ۲۰۰۱ ز کال له یرغل ډیر وړاندې لویې رسنۍ د بې نفسه هیلو په چاپيریال کې له یو بل سره د ځانگټو وړاند ویینو په سیالۍ کې ښکیلې وي او دې ته ېې نغوته کوله چې د خپلواکۍ د ټینگښت عملیات به څه وي. د جگړې په لړ کې رسنۍ په ځانگړې توگه تلویزوني خبري رسنۍ په خپلې ورځنۍ ډرامې کې د امریکې تر مشرۍ لاندې د آیساف د ټلوالې د تخنیکي او معنوي برلاسۍ په ستاینې بوختې وې. د جگړې د ډگر د گزارشونو د موسیقۍ ترنگ د « بیروحو خبرې کوونکو ککرو» په موزون موزیکال سر ښورولو سره بشپړیده ، ډیرۍ دغه ککرې کورناستي پوځي افسران ول چې د نقشو، نغوتگرو [9] او د پرمختللو گرافیکي انځورونو په کارولو ېې په پيرزوینو او خوښۍ د پوځي کتارونو، ډلگیو او د توپچي ځواک خوځښت نندارچیانو ته وړاندې کاوه او ویل به ېې چې « څنگه موږ د گډ وډ مقاومت» د پاتې شونو لمنه پاکوو خو پر هغو ملکي وگړو د راغلي کړاو پر اړخونو ېې سترگې پټولې چې یوازې د خپل ژوند د پایښت لپاره ېې په نومیدۍ هلې ځلې کولې.
 
Deception Inc چې په همدغه نامه د جگړې د خرڅلاو لپاره دلالي کوي د جگړې د نامه د غوره کولو لپاره د لارښوونکو ټکیو په ترڅ کې وايي: د دفاعي چارو وزارت دې د هغو نومونو له غوراوي څخه ډډه وکړي چې د ټاکلې موخې د ترلاسه کولو د خنډ معنوي لامل گرځي، نوموړی بنسټ په ډاگه وايي چې د جگړې نوم نه باید داسې نوم وي چې ورڅخه د جنگپالنې مانا واخیستل شي ځکه داسې نومونه د امریکا له دودیزو او یا د بهرنۍ پالیسۍ له ایډیالونو سره همغږي نه لري. له دې کبله دا بې خوځښته پرتمین شعارونه یوازې ددې لپاره ول چې د غیرقانوني او درندې جگړې پر مخ څادر وغوړل شي. آیا د افغان پرگنو په منځ کې به داسې څوک وي چې د خپلواکۍ د ټینگښت [10] کرغیړن نامه ته دې د کړاو د ټینگښت د عملیاتو [11] له نامه پرته کوم بل نوم ولري؟
 
همدا نن په افغانستان کې د ماشومانو په منځ کې لوږه او د یخوهلو ناروغي [12] د ساري نارغۍ تر کچې لوړه شوې ده. له خوراکي توکو او طبي مرستو بې برخې بې کوره کورنۍ هرې خواته د کډوالو په پنډغالو کې سترې وترې پرتې دي او په هر راز توکو سمبال د امریکايي پوځي اډو له ډډو څخه په روښانه ښکاري. د هیواد اقتصاد نړیدلی دی ، بهرنۍ مرسته تش په نامه یوازې د خیال تر کچې شتون لري، په هیواد کې د هوايي بمبارد له کبله ډیري کلي له خارو سره برابر شوي؛ سرتیري د شپي له پلوه په پاتي شویو کلیوالي کورونو ور ا َوړي او استوگن کلیوال ترهوي، د منع شویو وسلو د کارَونې له کبله زهري چاپيریال د نویو زیږیدلو ماشومانو ژوند گواښي، د حامد کرزي د حکومت د ساتنې لپاره د شوروي پخواني همکاران یوازیني کسان دي چي د امریکې تر مشرۍ لاندې قطعاتو غوره کړي او د سخاوتونو غټې مَړۍ ورته څڅول کیږي، د شمالي ټلوالې له پلوه ترهگر بلل شوي بندیان یا ژوندي ورک شوي او یا بهرنیو زندانونو ته لیږل شوي او هلته هم له مرگونې شکنجې او ډیري وختونه له مرگ سره مخامخ شوي دي، باندني تکنو کراتان کټ مټ د شوروي د کسکد او چامیلیون د عملیاتو په شان د هیوا د تجزيي د پلانونو طرحې وړاندې کوي، د بې پیلوټو ډرون الوتکو په ړندې کارَونې او ناپايې بمبارۍ کې د ملکي وگړو د وژنې کچه د الجبري تصاعد کچې ته ختلې ده. د سپيڅلي قرآن د کتاب سپکاوی وشو، سرتیري د شهیدانو پر اجسادو بــَـولې کوي، بهرني سرتیري ډله ډله په داسې حال کې پر کلیوالي سیمو ور ا َوړي چې د افغانانو تأریخ، فرهنگ او دودونو، او یا د هیواد راتلونکي ته د هغوی د هیلو په اړه یا لږ مالومات لري، یا ېې هیڅ نه لري او یا ورته هیڅ لیوالتیا نه لري، همدا شان بهرنیو سرتیرو د خپلو کړو وړو په ترڅ کې په زباد رسولي چې هغوی دغو ټکیو ته له اره پاملرنه نه لري. 
 
ددې تر څنگ واشنگټن دغه بیرحمۍ او کرغیړن کړه وړه په دې هیلې د خپلواکۍ د ټینگښت د عملیاتو په نامه یادوي چې گڼې نړۍ په بیسده خوب بیده کړي؛ هغه کړه وړه چې یوازې د جنگي جنایاتو نوم ورباندې ایښودل کیدای شي ؛ دوی خپل ځانونه د هغو ترهگرو په لټې کې د سپیڅلي موخې جنگیالي بولي چې په افغانستان کې له اره شتون نه لري؛ په دې لړ کې یوازینی شی چې افغان پرگنو ته د ټینگښت په نامه پاتې کیږي ورانی، لوږه، ساړه، د هغوی د بې شمیرو هیوادوالو وژنه، بهرنی حضور او په کورنیو چارو کې ېې داسې لاسوهنه ده چې د هغوی د ژوند له دود او دستور سره نه همغږي لري او  نه څوک ورته په خپلې خانتمايي کومه پاملرنه لري. پای  

 
لمن لیکونه :
[1] coalition of the willing
[2] ‘Operation Just Cause’
[3] carpet bombing
[4] Action against Hunger in Afghanistan
[5] Thomas Gonnet
[6] act of marketing
[7] Norman Solomon
[8] Operation Desert Storm
[9] pointers
[10] Operation Enduring Freedom
[11] Operation Enduring Misery
[12] hypothermia

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery