مؤلف:دوكتور عبدالرحمن رافت باشا
ژباړه:محمد ګلاب بشار
لــیــږونکی: جواد
۷. بـــرخه
ابو طلحة الانصاري رضی الله تعالی عنه زید بن سهل ما عرفنا مهراً اکرم من مهر طلحة لأم سلیم (نساء المدینة منورة) مونږ ام سلیم ته د ابو طلحة له مهر څخه ښه مهر نه دی پیژندلی په تحقیق سره د هغې مهر اسلام وو(د مدینې منورې ښځې)
کوم وخت چې ام سلیم رضی الله تعالی عنها (رمیصا بنت ملحان) چې کنیه ېې ام سلیم ده د خپل میړه (مالک ) په مړینې سره کونډه شوه نو ابو طلحة رضی الله عنه (زید بن سهل النجاري)خوښي کوله څو د هغه ښځه شي او د هغه دغه هیله سر ته ورسیږي نو دا د تعجب خبره نه ده ځکه ام سلیم یوه پاک لمنه ،نیک خلقه ،ډیره عقلمنه او د کاملو صفتنو لرونکې ښځه وه او مخکې له دې چې نور کسان د هغې نکاح کولو ته ړومبي شي نو ابوطلحه له هغې سره د نکاح کولو اراده وکړه او ابو طلحه په دې پوهیده چې ام سلیم به پر هغې باندې بل چا ته ترجیح ورنکړي ځکه هغه د بشپړ سړیتوب ،د خلکو په نظر کې د ښه مقام او د ډیرې شتمنۍ خاوند وو او بیا هغه سربیره پر دغه ټولو د بنو النجار د قبیلې ښه آس سوریدونکی او د یثرب له شمارل شویو غشو ویشتونکو څخه وو.
ابو طلحة د ام سلیم کور ته روان شو او کوم وخت چې په لاره کې وو نو دا به ورپه یاد شو چې ام سلیم د مکې مکرمې د داعي حضرت مصعب بن عمیر رضی الله عنه خبرې اوریدلې او د هغه په وسیله ېې پر محمد صلی الله علیه و آله وسلم باندې ایمان راوړی او د هغه د دین متابعت ېې کړی دی مګر هغه ډیر ځنډ ونکړ چې په زړه کې ېې داسې هم وویل :په دې کې به څه وي؟
ایا میړه ېې چې مړ شوی د خپلو پلرونو پر دین نه وو ؟
او هغه د محمد صلی الله علیه و آله وسلم او د هغه له دعوت څخه مخ ګرځونکي نه وو؟
ابو طلحة د ام سلیم کور ته ورسید او له هغې څخه ېې کور ته د ننوتلو اجازه وغوښتله،هغې ورته د ننوتلو اجازه ورکړه او پر دغه وخت د هغې زوی حضرت انس رضی الله عنه هم حاضر وو نو د نکاح په غرض ېې هغې ته خپل ځان یاد کړ.
هغې وویل:
ان مثلک یا ابا طلحة لا یرد و لکني لن اتزوجک و انت رجل کافر.
بیشکه ستا په شان سړي ته اې ابو طلحة منفي ځواب نه ورکول کیږي مګر دومره ده چې زه به تا سره هیڅکله نکاح ونکړمه چې ته یو کافر سړی واوسې.
ابو طلحة ګمان وکړ چې ام سلیم ورته بهانې جوړوي او هغې پر ده باندې بل سړي ته چې ورڅخه د مال او نفر له حیثه زیات دی ترجیح ور کړې ده ،نو هغې ته ېې وویل:
والله ما هذاالذي یمنعک مني یا ام سلیم. په الله سوګند دا داسې شی نه دی چې تا له ما څخه منع کړي اې ام سلیم!.
هغې وویل: وما الذي یمنعني اذن؟ او هغه څه شی دی چې زما مانع کیږي ؟
هغه وویل: الاصفر والابیض........والذهب والفضة زیړ ا و سپین......... او سره زر او سپین زر
هغې وویل:الذهب والفضة؟ایا سره زر او سپین زر؟
هغه وویل: نعم یعنې بلې سره زر او سپین زر.
هغې وویل: بل انی اشهدک یا ابا طلحة و اشهد الله و رسوله انک ان اسلمت رضیت بک زوجاً من غیر ذهب و فضة و جعلت اسلامک مهراً لي.
بلکې زه تا شاهد ګرځوم اې ابو طلحة! او الله او د هغه رسول شاهد ګرځوم که ته مسلمان شې نو زه بې له سروزرو او سپینو زرو پر تا باندې د میړه پر توګه خوښه یمه او ستا مسلمانیدل به خپل مهر وګرځوم.
د دې خبرې په اوریدو سره د ابو طلحة ذهن خپل بت چې له قیمتي لرګي څخه ېې جوړ کړی وو او هغه ېې خاص د خپل ځان د پاره ګرځولی وو واوښت مګر ام سلیم د دې د پاره چې موقع له لاسه ونه وځي نو د خپلې وینا سره ېې دغه وینا ملګرې کړه او داسې ېې وویل: الست تعلم یا ابا طلحة ان الهک الذي تعبده من دون الله قد نبت من الارض؟! ایا نه پوهیږې اې ابو طلحة ! چې بیشکه ستا معبود چې ته پرته له الله د هغه عبادت کوې هغه له ځمکې څخه زرغون شوی دی؟
هغه وویل هو همداسې ده.
هغې وویل: افلا تشعر بالخجل و انت تعبد جذع شجرة جعلت بعضه لک الهاً بینما جعل غیرک بعضه الاخر و قوداً له یصطلي بناره او یخبز علیه عجینه.....انک ان اسلمت ، یا ابا طلحة! رضیت لک زوجاً ،ولا ارید منک صداقاً غیر الاسلام.
ایا ته د خجالت احساس نه کوې چې تا د ونې د ډډ یوه برخه خپل معبود ګرځولی دی په داسې حال کې چې نورو د هغه بله برخه خپل خس ګرځولي او د هغه په اور سره ځانونه تودوي ،او یا ورباندې خپله ډوډۍ پخوي ،بیشکه که ته اسلام ومنې اې ابو طلحة ،نو تا به خپل میړه وګڼم او زه له تا څخه بې له اسلامه بل څه نه غواړم.
هغه وویل: ومن لی با لاسلام؟ او څوک به وي چې ما ته اسلام وښېي؟
هغې وویل : انا لک به. (زه به هغه تا ته وښیم)
هغه وویل: وکیف؟ (او څنګه)؟
هغې وویل: تنطق بکلمة الحق ،فتشهد ان لا اله الا الله ، و ان محمداً صلی الله علیه وآله وسلم رسول الله ثم تمضی الی بیتک فتحطم صنمک ثم ترمي به . ته به د حق کلمه ووايې ،شهادت به ورکې چې الله جل جلاله یوازینی معبود او محمد صلی الله علیه وآله وسلم د الله عزوجل رسول دی. بیا به ته کور ته ځې او خپل بت به مات کړې بیا به هغه وغورځوې .
د ابو طلحة پر مخ باندې د خوښۍ نښې ولیدلې شوې او ويې ویل: اشهد ان لا اله الا الله ،و اشهد ان محمد اً صلی الله علیه وآله وسلم رسول الله.
بیا ېې د ام سلیم سره نکاح وکړه . بیا مسلمانانو د هغه په باب داسې وویل : ما سمعنا بمهر قط کان اکرم من مهر ام سلیم ،فقد جعلت صداقها الاسلام. هیڅکله مو د ام سلیم له مهر څخه بل ښه مهر نه دی اوریدلی، په تحقیق سره هغې خپل مهر اسلام ګرځولی دی .
ابو طلحة له همدې ورځې څخه د اسلام د بیرغ لاندې راغی او خپل ټول ممتاز او بې ساري طاقتونه ېې د اسلام د خدمت لپاره وګرځول.
هغه د اویاؤ تنو یو تن دی چې رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم سره ېې د بیعة العقبة بیعت کړی دی او دهغه سره ېې ښځه ام سلیم هم وه.
هغه د دولسو نقیبانو څخه یو تن دی چې رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم په هماغه شپه د یثرب پر مسلمانانو باندې امیر مقرر کړي دي.
( نقباء د نقیب جمع ده او د ډلې رئیس او مشر ته ویل شوي دي)
بیا هغه د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم سره په ټولو غزواتو کې ګډون کړی دی او په هغو کې ېې خپله میړانه او اخلاص ښودلی دی مګر د هغه لویه ورځ د احد ورځ ده چې رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم سره وو او دا دی په دغه ورځ د هغه د دریځ یادونه:
د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم سره د ابو طلحة رضی الله عنه ډیره مینه پیدا شوه او د هغه مینه د زړه په ژورو کې ځاې ونیوه او د وینو په شان په رګونو کې ېې جریان پیدا کړ تر دې چې د هغه صلی الله علیه وآله وسلم په کتلو نه مړیده او د هغه د خوږو خبرو په اوریدلو ېې بستیا نه ښودله او چې به دهغه صلی الله علیه وآله وسلم سره په مجلس کې شو نو هغه ته به مخامخ په ګونډو شو او هغه صلی الله علیه وآله وسلم ته به ېې داسې وویل:
(نفسي لنفسک الفداء،ووجهي لوجهک الوقاء) زما نفس (ځان)دې ستا له نفس څخه ځار شي،او زما مخ دې ستا د مخ دپاره وقایه (ډال) شي.
کله چې مسلمانان د احد په ورځ د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم له شا و خوا څخه یوه خوا او بله خوا تیت او پرک شول نو مشرکانو الهي پیغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ته لار وموندله او د هغه صلی الله علیه وآله وسلم رباعي غاښ(هغه غاښ دي چې د ثنایاؤ او انیابو تر منځه دي) يې مات ،تندی مبارک او شونډې مبارکې ېې ټپي او پر مبارک مخ ېې وینې وبهولې تر دې چې درواغجنواوازونه پورته کړل او وېې ویل چې محمد صلی الله علیه وآله وسلم ووژل شو نو د دې خبرې په اوریدلو سره په مسلمانانو کې کمزورتیا پیدا شوه او د دښمنانو له لاسه مخ په تېښته شول .
په دغه وخت د سول الله صلی الله علیه وآله وسلم په شا وخوا کې لږ محدود کسان پاتې شول چې یو له هغو څخه ابو طلحة رضی الله تعالی عنه وو.
ابو طلحة رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم سره لکه ټینګ او کلک غر ودرید او الهي پیغمبر صلی الله علیه وآله وسلم د هغه ځان د ډال په شان وګرځاوه.
ابو طلحة خپله لینده ټینګه کړه او په هغې کې ېې خپل غشی چې خطا کوونکی نه وو کیښودل او له الهي پیغمبر صلی الله علیه وآله وسلم څخه ېې د دفاع په غرض د مشرکانو د لښکر په لوري یو بل پسې وویشتل او الهي پیغمبر صلی الله علیه وآله وسلم د هغه تر شا خپل ځان پورته پورته کاوه او د هغه د غشو ځایونو ته ېې کتل او هغه به الهي پیغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ته داسې ویل: بابی انت و امی،لا تشرف علیهم فیصیبوک،ان نحری دون نحرک، و صدری دون صدرک ، و جعلت فداک.
له تا دې زما مور او پلار ځار شي ،هغوی ته ځان پورته پورته مه کوه چې تا ته څه ورسوي،بیشکه زه پخپلې غاړې ستا غاړه ، او په خپلې سینې ستا سینه ساتم،او زه دې له تا څخه قربان کړل شم.
که د جنګ په میدان کې له مسلمانانو څخه کوم تن د تېښتې لاره نیوله او د هغه سره به د غشو توبره ډکه وه نو الهي پیغمبر صلی الله علیه وآله وسلم به هغه ته غږ کاوه او هغه ته به ېې داسې ویل:
انثر سهامک بین یدی ابی طلحة و لا تمض بها هاربا. خپل غشي د ابو طلحة تر مخه وغورځوه ، او د ځان سره ېې په تېښته مه وړه! ابو طلحة رضی الله عنه تر هغه پورې له رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم څخه دفاع کوله تر دې چې په غشو ویشتلو سره درې لیندۍ ېې ماتې کړې او څومره چې د الله جل جلاله اراده وه له دښمنانو څخه ېې ووژل ،بیا جنګ ودرید او الله تعالی خپل پیغمبر صلی الله علیه وآله وسلم پخپل عنایت سره د دښمنانو له شر څخه وساته.
څنګه چې ابو طلحة رضی الله عنه د جنګ په شیبو کې پخپل ځان سره سخا کوونکی وو همداراز د مالي لګښت په ځایونو کې ېې له ډیر مالي سخاوت څخه کار اخست.
د دې واقعیت یو مثال دا دی چې د خرماؤ او انګورو باغ ېې درلود او په یثرب کې د هغه له باغ څخه بل باغ چې ډیرې ونې ،خوراښې میوې او خوږې اوبه ولري موجود نه وو.
کوم وخت چې ابو طلحة د باغ د ونو تر سیورې لاندې لمونځ کاوه ګوري چې یو مرغه چې شین رنګ، سره مښوکه او سرې پښې لري له یو ښاخ څخه بل ښاخ ته الوتنه کوي او خواږه خواږه اوازونه پورته کوي نو دغه منظر د هغه ډیر خوښ شو او د هغه فکر ېې په حرکت راوست ، بیا ډیر ځنډ ونشو چې سوچ ېې ځان ته شو او پر دې نه پوهیده چې څو رکعته لمونځ ېې کړی دی ، ایا دوه رکعته یا درې رکعته بلکې نه پوهیده بیا څنګه چې له لمانځه څخه خلاص شو نو رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم ته ورغی او د خپل ځان شکایت ېې چې باغ او د هغه ګڼ سیوري او د مرغه خوږ اواز د هغه فکر د لمانځه په باب ګډوډ کړی وو الهي پیغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ته وکړ او بیا ېې وویل: اشهد یا رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم اني جعلت هذا البستان صدقة لله تعالی......
ته شاهد اوسه اې د الله رسوله صلی الله علیه وآله وسلم چې بیشکه ما دغه باغ د الله تعالی د پاره صدقه کړ نو په هغه کې څنګه چې د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وآله وسلم خوښه ده تصرف وکړه . ابو طلحة مجاهد او روژتي ژو ند وکړ او همدا راز مجاهد او روژتي شهید شو.
ویل شوي دي چې هغه د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم له وفات څخه وروسته دیرش کاله بې د اختر له ورځو چې روژه په دغه ورځو کې مکروه ده روژه نیولې ده او ژوند ېې دومره اوږد شو چې ډیر زوړ ( شیخ فانی) وګرځید مګر زړښت د هغه د پرله پسې جهاد او ځمکه کې د کلمة الله د اعلاء او د الله ل جلاله د دین د نصرت په منظور د هغه مخه ونه نیوله
د دغه واقعیت یو مثال د حضرت عثمان بن عفان رضی الله عنه د خلافت په دوره کې د مسلمانانو سمندري غزا ده چې ابو طلحة رضی الله عنه د دغې غزا د پاره ځان سمبالوي او زامن ورته داسې وايي:
یرحمک الله یا ابانا لقد صرت شیخاً کبیراً و قد غزوت مع رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم و ابی بکر و عمر فهلا رکنت الی الراحة و تترکنا نغزو عنک. پر تا دې الله جل جلاله ورحمیږي اې پلاره ! ته ډیر سپین ږیری شوی ېې او تا د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم ،ابوبکر او عمر رضی الله عنهم سره غزا کړې ده نو ایا ته راحت ته میلان نه لرې او مونږ به پریږدې چې ستا په عوض غزا وکړو؟
نو ابو طلحة رضی الله عنه خپلو زامنو ته داسې ځواب ورکوي او وايي: (ان الله عزوجل یقول:انفرو خفافاً و ثقالاً) التوبة بیشکه الله عزوجل فرمايي: ووځئ (غزا ته) سپک او درانه . یعنې تاسې چې په هر حال کې اوسئ جهاد وکړئ. نو د ا دی مونږ ټول سپین ګیري او زلمیان د الله جل جلاله په لار ې ووتلو او دا په داسې حال کې چې زمونږ د پاره ېې عمر ټاکلی نه وو .
نو هماغه وو چې سپین ږیری پلار هم غزا ته ووت.
بیا کوم وخت چې سپین ږیری ابو طلحة رضی الله عنه د کشتۍ پر سر د مسلمانانو د لښکر سره د سمندر په منځ کې وو نو په ناروغۍ اخته شو او له دنیوي ژوند څخه ېې سترګې پټې کړې . انا لله و انا الیه ر اجعون
مسلمانانو د هغه د ښخولو په غرض د یوې جزیرې په لټه کې شول او هغو جزیرة ونه موندله مګر له اوو (۷) ورځو څخه وروسته او ابو طلحة رضی الله د هغو په منځکې نغښتی پروت وو او د هغه په تن کې څه تغیر نه وو راغلی بلکې داسې وو چې ګوندې اوده دی. او هغه د سمندر په منځکې .........
له اهل او وطن څخه لرې .........
له خپلوانو او خپل کور څخه لرې........
دفن کړ شو او هغه ته له خلکو د هغه لرې والی،په داسې حال کې چې الله عزوجل ته قرب ولري ، څه ضرر رسولی شی؟ بلکه هیڅکله نه.
روح دې ښاد او منزلت دې نور هم لوړ وي.
د ابو طلحة رضی الله عنه په باب د زیاتو معلوماتو د پاره دغه کتابونه ووینه!
۱.الاصابة ۵۴۴/۱
۲.اسد الغابة –الترجمة ۱۸۴۳
۳.الاستیعاب ۵۴۹/۱ بهامیش الاصابة
۴.الطبقات الکبری ۵۰۴/۳
۵.صفوة الصفوة ۱۹۰/۱
۶.تهذیب التهذیب ۴۱۴/۳
۷.تاریخ الطبري ۱۹۲/۴-۱۸۱-۱۲۴/۳-۶۱۹/۲
۸.تهذیب ابن عساکر ۴/۶
۹.السیرة لابن هشام انظر الفهارس
۱۰.حیاة الصحابة انظر الفهارس فی رابع
نور بیا