مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-04-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د نړۍ والې محکمې پیچلې غوټه... ، بروس ریچارډسن

بروس ریچرډسن

ژباړه : رحمت آریا
مارچ ۳۱، ۲۰۱۲ ز کال

د جنگي جنایاتو د محکمې لپاره له عدلي تعقیب او بندیز څخه د ځان [ زبر ځواک] وقایه
لیکوال : بروس ریچارډسن
د جنگي جنایاتو د تورونو د سپیناوي، د بشریت پر وړاندې د جرایمو، جنوساید او د سولې پر وړاندې د جنایاتو د محکمولو لپاره د نړۍ والې محکمې جوړونه د ملگرو ملتونو د منشور د اووم څپرکي پر بنسټ د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا په منظورۍ پورې د یوه پلي کوونکي گام په توگه تړلي ده. روسیې [ د شوروي اتحاد پخوانیو سوسیالیستي جمهوریتونو] په افغانستان کې د [ ۱۹۷۹ – ۱۹۸۹ زو کلونو] د جگړې پر مهال او له [۱۹۸۹ ز کال نیولې تر نن پورې] نړۍ قانون د بې شمیرو لاسوندنو په شته والي کې په ډاگه مات کړی دی، له نړۍ وال قانونه د روسیې سرغړونه دومره څرگنده ده چې له اره د پوښتنې او وراشې وړ نه ده.

د نړۍ والې محکمې د جوړیدلو لپاره د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا پنځه واړه غړي باید راﺌـیه ورکړي، خو که د عدل د پلي کیدو خبره په ریښتوني توگه راپورته شي دا په دې مانا ده چې د ملگرو ملتونو د امنیت د شوری د ویتو د ځواک لرونکو زبرځواکونو له منځه دوه زبرځواکه چې په افغانستان کې ښکیل دي یعنی د امریکا متحده ایالات او روسیه [ د شوروي اتحاد د سوسیالیستي جمهوریتونو ځایناستې ] دې باید د ځان پر ضد پلټنې ته لاره هواره کړي.

دا چا ته د حیرانتیا ځای نه دی چې ولې په جگړه کې ښکیل زبرځواکونه د نړۍ والې محکمې له جوړیدلو څخه ډډه کوي، ځکه هغه دولتونه چې جگړه راپاروي خپلو موخو ته د رسیدو لپاره د اجیرو ملیشو او جنگیالیو له لارې ژب – قومي نښتو او شخړو ته په لمن وهلو د جنگي جنایاتو او د بشریت پر وړاندې د جنایاتو عملیاتي مأموریتونه هڅوي او په دې توگه د جنگي جنایاتو پر وړاندې د نړۍ والې محکمې له جوړیدلو او پلټونکو سره له همکارۍ او د گټورو خبرو له گډونه ډډه کوي.

په همدې اړوند د روسیې د ولسي جرگې [ دوما] د ۱۹۹۶ ز کال هغې پریکړې ته گوته نیولی شو چې داسې حکم کوي : هغه روسي سرتیري چې افغانستان ته له تگ وروسته د پوځي عملیاتو په لړ کې د نړۍ وال قانون د بیلابیلو احکامو په ماتولو کې ښکیل بلل شوي ددغې پریکړي له پلي کیدو ورسته به تر مؤاخذې لاندې ونه نیول شي. د همدغه حکم د تجربي سیاست اړخ ته په کتنې همدومره ویل بس دي چې په جنگي جنایاتو تورن ځواکونه به هیڅکله د ځان پر وړاندې داسې گام اوچت نه کړي چې په پای کې په خپله تر محاکمې او مؤاخذې لاندې ونیول شي. د نړۍ ددوو زبر ځواکونو په منځ کې روسیه لا تر اوسه یو زبر ځواک دی او په دې تورنه ده چې د نړۍ والې محکمې د جوړیدلو او د جنگي جنایاتو پر وړاندې د عدل د پلي کولو په لارې کې یې په چل او دوکو خنډونه رامنځته کړي دي. په دې وروستیو کې د اوباما ادارې گواښلي چې یو ځل بیا به د ملگرو ملتونو د ویتو له ځواکه په کار اخیستنې د جنگي جنایاتو پر وړاندې د جنايي محکمې د جوړیدلو په لاره کې خنډ شي، او د روسیې د چل او دوکې په څیر يې یوه قانوني لایحه لاسلیک کړي چې له مخې یې د جیورج ډبلیو بوش د ادارې غړو ته قانوني وقایه ورپه برخه کوي تر څو د افغانستان او عراق په جگړو کې د ترسره شویو جنگي جنایاتو په پیڅه کې نه له پلټنو سره مخامخ شي او نه ورباندې تور ولگول شي.

د افغانستان د پيښو په اړوند دا ټکی د پاملرنی وړ دی : کله چې یرغلگرو [ روسيې او امریکا] [ په دغه هیواد کې] کوم جنایت کړی نو یا یې له خپلو جنایاتو انکار کړی او یا یې هڅه کړې چې تر سره شوي جنایت ته د کومې ناڅاپي پیښې نوم ورکړي چې یا یې د غندلو په لړ کې بې اهمیته بللی او یا یې ویلي چې تر سره شوی جنایت د دوی د تگلارې په سرلیک کې د منلو وړ نه دی او پړه یې له جگړې د ستړیو سرتیرو او یا د هغو کسانو پر غاړه اچولې چې د کومې پیښې له کبله د روحي گډوډۍ [1] له رنځه کړیږي او یا یې ورته [ د نابخښونکې پارونې] په بدل کې د معقول دفاعي ځواب نوم ورکړی دی. دا هغه متل ته ورته ده چې د ارباب تقوی د رعیت سزا ده، د ارباب دغې تقوی والې پلمې ته په کتنې ارباب په څرگنده مني چې په تر سره شوي جنایت کې پړه کسان په حقیقت کې په داسې کړو وړو کې ښکیل دي چې په څرگنده نړۍ وال قانون ماتوي. دا هغه رژیمونه دي چې پر خپلې پوزې د مچ په نه پریښودلو خپله نیمگړتیا او عیب نه مني، له دې چې په پرمختللو وسلو سمبال ځواک ، پیاوړی اقتصاد او نړۍ وال نوم او برم لري نو پر له پسې هڅه کوي چې له هر ډول ملي او نړۍ وال عدلي قضاوت او اوږد مهال معافیت څخه په گټه اخیستنې څوک دې دا وسه ونه لري چې دې دوی تر عدلي تعقیب لاندې راولي. سره له دې چې رسنیو د جنایاتو له مخې څادر لیرې کړی خو له دې سره سره اوسنی تأریخ ښيي چې په افغانستان، منځني ختیځ، چچنیا او د افریقا د لويې وچې په بیلابیلو برخو کې جنوساید او ډلوژنه تر سره کیږي.

روسانو د افغانستان د خاورې له نیولو او د اداري چاور د نیغ کنترول له تر لاسه کولو وروسته له ۱۹۷۸ ز کال نیولې بیا د لاسپوڅي رژیم تر ړنگیدو ۱۹۹۲ ز کال پورې دا هیواد تر کلک بمبارد لاندې ونیو، د هغوی د عملیاتو مخبیلگې [ هوايي بریدونه] په ډاگه کوي چې له وگړو څخه د غوره شویو سیمو د تشولو سیستماتیکه هڅه په قومي بنسټ شوې ، په دې مانا چې د پښتون میشتو سیمو د تشولو هڅه یې کړې ده، دا سیمه د هیواد له سویله نیولې تر ختیځه غځیدلې ده ؛ دلته یې په سلگونو زره میشت وگړي وژلي او ژوندي پاتي شوي یې کډوالۍ ته اړ کړي دي. سره له دې چې د افغانستان هر گوټ ته تر یوې کچې تاوانونه اوښتي مگر پرتله ییزې کتنې څرگندوي چې د غیر پښتون میشتو سیمو په پرتله له پښتون میشتو سیمو سره په ډیر ژور بدلون چلند شوی دی. هغه غیر پښتون میشتې سیمې چې روسانو تر یوې کچې له وگړو تشې کړې نو په هماغو سیمو کې یې خپل ځواک متمرکز او د خپلو وسلو او توغندیو لپاره یې زیرمتونونه جوړ کړي دي، د روسانو بنسټیزه ستراتیژي دا وه چې پښتون میشتې سیمې د پښتنو له شتون څخه تشې کړې او پر بنسټ یې د افغانستان قومي نقشې ته په دې موخې بدلون ورکړي چې د منځنۍ آسیا له جمهوریتونو سره د افغانستان د خاروې یا د خاورې د یو شمیر برخو د احتمالي نښلولو له لارې په شوروي سیستم کې دننه خپلې مهمې ستراتیژیکې ځمکنۍ بشپړتیا ته لاره هواره کړي.

" د پښتون میشتو سیمو د تشولو لپاره بې شمیر او بیلابیل تکتیکونه وکارَول شول : بې شمیره کلي په کنډوالو بدل او له خاورو سره یو شول، چورلکو د تیښتې په حال کې ژوندي پاتې شوي وگړي د هوا له لارې قصابي کول. د درمند ټولو له مهال سره سم به درمندونو ته اور واچول شو، تاکستانونه او بڼونه له جرړو پریک شول، د څارویو پادې او پسونو ووژل شول، د اوبو رسولو سیستیمونه ونړول شول، دا ځکه چې روسانو هیله نه درلوده چې کلیوال دې بیا خپلو نړول شویو مینو ته بیرته راستانه شي." وگورئ : لمنلیک[2]

روسانو د وحشتناکې وینې بهونې او له وگړو څخه د سیمو له تشونې وروسته ،د یرغل پر وړاندې د پښتنو د افسانوي مقاومت له ویرې د کسکد د عملیاتو تر مستعار لاندې یوه زښته پټه ستراتیژي تر لاس لاندې ونیوله، ددې ستراتیژۍ د پلي کولو لپاره ېې د تاجیک وزبک لږکیو له منځه گډ انده خواخوږي ملگري چې نن د شمالي ټلوالې په نامه یادیږې راټول او د اجیرو ملیشو په توگې یې وگومارل. وگورئ [ لمنلیک[3]] د هیواد په شمال کې له وگړو څخه د سیمو د تشولو په لاره کې د احمد شاه مسعود وسلوال باڼدونه د شورویانو هلو ځلو او ملاتړ ته د خلکو د شتمنیو د لوټولو له لارې د اجیرو ملیشو په توگه وهڅول شول، د هیواد د شمال پرگنې د مرگوني گواښونو په کړس اړ شوې چې خپلې شتمنۍ او ځمکې پریږدي او وتښتي. دا په ډاگه او پراخه توگه څرگنده ده چې د هیواد د شمالي لږکیو مشرتابه له ډیرو وختونو راپه دې خوا هیله څرگنده کړې چې په افغانستان کې میشت تاجیکان دې د شوروي اتحاد له هغه جمهوریت سره یو ځای شي چې له دوی سره گډه اتنیکي جرړه لري چې په دې توگه به یوه وخت د [ لوی تاجیکستان] د رامنځته کولو د بنسټ ډبره کښیښودل شي. وگورئ : لمنلیک [4]

لیکوال مایک مارتین [5] د خپل د ۱۹۸۴ ز کال کتاب په ۱۹۸ پاڼه کې چې [ د یاغیانو په یوه پياوړي مورچل کې] نومیږي داسې لیکي : [ له روسانو سره د هغه [ مسعود] د اوربند نیټه نه ده فسخ شوې. د هغه جمعیتي جنگیالي پنجشیر ته څیرمو کلیو ته لیږل کیږي او هڅول کیږي چې د حزب اسلامي په ولکه کې کلي ونیسي. حقیقت دا دی چې روسان مسعود ته لوژیستیکي اکمالات وررسوي تر څو حزب اسلامي چې روسان یې خپل نه پخلا کیدونکی میرڅمن بولي په شا کړي. داسې نښې نښانې لیدل شوي چې روسان غواړي د افغانستان د شمال ختیزو سیمو کنترول د مسعود د شمال شوری ته وسپاري. رابرسیره گزارشونه دې ته نغوته کوي چې روسانو د همداسې یوې راکړې ورکړې لپاره مسعود ته د وسلو د رسولو وړاندیز هم کړی دی. وگورئ : لمنلیک[6]

پښتنو د کسکد د عملیاتو په پایله کې چې په لوی لاس د [ اتنیکي چاڼ] لپاره غوره شوي ول لویه بلهارنه [ قرباني] و زغمله ، په ټولیز ډول د هیواد ۳۱ په سلو کې ووژل شول. د [ اتنیکي چاڼ] د الزامونو تر څنگ له نړۍ وال قانونه نورې بې شمیرې سرغړونې هم شته چې د پلټونکو څیړنو ته سترگې په لارې دي ؛ دا لاسوندونه به یوه ورځ د جنگي جنایاتو پر وړاندې محکمې ته چې خلک يې جوړیدو ته له اوږدو مودو را په دې خوا سترگې په لارې دي وړاندې شي. د شوروي د نیواک او یرغل په پایله کې له دوه وو میلیونونو ډیرو افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، دا شمیره په خپله په ډاگه کوي چې د نړۍ وال قانون له احکامو څخه تر کومې ظالمانه کچې سرغړونې شوې دي؛ ښايي د افغانستان پیښه د تأریخ هغه بربنډترینه قضیه وي چې خپل مخ د شملې پيړۍ په لړ کې راڅرگندوي.

د ترهگرۍ پر وړاندې جگړه :

د نړۍ والو قانونپوهانو مخ په ودې شمیره دې پایلې ته رسیدلې چې امریکا یوه [ یرغلگره جگړه] پيل او تر اوسه دې جگړې ته دوام ورکوي؛ د نړۍ وال قانون تر سیوري لاندې دا هغه ستر جنایت دی چې د افغان پرگنو پر وړاندې په لوی لاس د جوړو شویو څارگرو مالوماتو پر بنسټ پلی شوی دی؛ دلته ده چې په دې جگړې کې د ظاهرا ً ځاني دفاع د څیرې اړخونه چورلټ شنډیږي. خو یو ځل بیا گورو چې موږ د عدل په دالان کې له داسې پیاوړي دولت سره مخامخ یو چې د ویتو ځواک یې په لاس کې او په خپله به د قضاوت پر څوکۍ ډډه ووهي. امریکایانو د شوروي یرغلگرو په شان د پښتنو د افسانوي پوځي زړورتیا او اسطوروي مقاومت له ویرې د پښتنو پر وړاندې جگړه پيل او د شورویانو په شان یې هغه لږکي استخدام کړل چې هم د څارگر او لوژیستیکي کانال او هم د اجیرو ملیشو په توگه ددوی په چوپړ کې دي.

د نیو همپشایر د پوهنتون [7] پوهاند مارک هراډ [8]د ملکي وگړو د وژل کیدا په اړوند د هغو لومړنیو تلفاتو پر بنسټ مالومات راټول کړي چې د امریکا د وسلوال ځواک له بې شمیرو هوايي بریدونو سره د تړنگ وړ دي. د ۲۰۰۱ ز کال د اکتوبر له میاشتې راوروسته په هوايي بمبارد کې د وژل شویو کسانو لومړنۍ شمیرنې ښيي چې له ۱۰۰۰۰۰ ډیر کسان وژل شوي دي. ډیري کسان په منع شویو وسلو وژل شوي لکه سپین فاسفورس، خوشه یې بمبونه، تضعیف شوي یورانیم او د تیل – هوا – چادویدنکې وسله. د [ یرغلگرې جگړې ] پر تورونو سربیره د منع شویو وسلو کارونه هم له نړۍ وال قانونه بربنډه سرغړونه ده او شک نه شته چې د نړۍ والې محکمې له ظهور سره سم به په افغانستان کې د امریکا د جگړې پر وړاندې د قضیې پیټی نور هم دروند کړي.

د ملگرو ملتونو سازمان، د خپل مندیت برخلاف چې دنده یې د شخړو هواری او ورسره جوخت د بشریت له پیژندل شویو بنسټیزو حقونو څخه دفاع ده، د خپل قانون روح یې د پارلماني لړۍ په شان ډړې وړې کړې او په هغو مانورو ډډه لگوي چې روسیې او د امریکې متحدو ایالاتو ته د ویتو ځواک تدوینوي او په دې توگه د امنیت د شوری غړو ته دا وړتیا ور په برخه کوي چې له نړۍ قانون څخه د معافیت په لرلو سرغړونه وکړي. د یوې پیښې په غندنه کې د ویتو ځواک لرونکي دا غړي د ډیپلوماتیک تدبر او احتیاط په موخه د [ اندیښنې] یا [ ژورې اندیښنې] د مصطلحاتو په شان رالنډ شوي اصطلاحات په خپله دولتي بهرنۍ کچه کې کاروي، دا د سیاسي اییکۍ د مخ هغه غوره شوي اصطلاحات دي چې پرگنیزې اندیښنې ورباندې سَړې کوي، حال دا چې د نورو مسایلو ترڅنگ کړیدلو ته د جنگي غراماتو د ورکړې د مخامخ خبرو په اړوند، اوسنی حالت د غړو هیوادونو په گټه ساتي [د اوسنۍ څیړنې په موخه کې افغانستان رانغاړل کیږي]، او یا د نړۍ وال مارکیټ له ونډې پر له پسې گټه او د ونډو ټینگښت، په [ مخ په وَدې یا وروسته پاتې هیوادونو کې] د طبیعي سرچینو زبیښل، او له پرونه تر دې دمه د [ سیاسي اغیزو] د سپیڅلې [کړۍ] تداوم چې د تصنعي سرحدي نښو په ایښودلو ورته رسمي بڼه ورکړ شوې، په بله وینا هغه پولې چې همدغو ځواکمنو غړو جوړې کړې دي.

بلهاریان او ژوندي پاتي شوي ددې حق لري چې پوه شي دا ټکه چا او ولې ورباندې راوغورځوله، هغوی د عدل او د غرامات او د تاوان د سکیندې حق لري. عدل باید د ملي عدل له لارې پلی شي ، که ملي محاکم د بې پرې او خپلواک عدل د ورکړې ژمنه نه شي کولای او یا له فزیکي اړخه د کار کولو وړتیا نه لري نو د عدلي پریکړې د مزي سر دې د نړۍ والې محکمې په واک کې ورکړل شي. په دغه حالت کې د معافیت په لرلو یرغلگر به نور ونه شي کولای چې سرغړونه وکړي؛ داسې حالت به رامنځته شي چې د باالفعله مقصرینو په زړونو کې به د غچ ویره خپره وي او ځان به له شوکو او لوټنې څخه هرو مرو لیرې وساتي.

ملي قانون جوړوونکي هستۍ او د عدل دربارونه [ لکه په روسیې کې دوما او په امریکې کې کانگرس] یا خو ددې وړتیا نه لري چې د نړۍ په گوټ گوټ کې د بشریت پر وړاندې د فوق العاده بې شمیرو تر سره شویو یا تر سره کیدونکو جنایاتو پر وړاندې گام اوچت کړي او یا دا چې دغې سکالو ته کومه لیوالتیا نه لري. تر اوسه د [ راونډا او بوسنیا] لنډ مهالې محکمې د محدودې قضاﺌـي واکمنۍ په لرلو جوړې شوې دي خو له دې وروسته د دایمي نړۍ والې محکمې جوړیدو ته ژوره اړتیا لیدل کیږي. که نړۍ واله محکمه جوړه شي نو د آیډیالیستانو د لاسگټه او مکافات به دا وي چې که د ډیموکراسۍ په ودې او قضاﺌـي پرمختگ کې د هغوی ټول خوبونو او هیلو ته د ریښتیا کیدلو جامې نه ور په تن کیږي لږ تر لږه یو شمیر خو به یې په بریالۍ توگې ریښتیا شي. د ۱۹۹۸ ز کال د جولای په میاشت کې د ملگرو ملتونو د یوه متمم مگر د ملگرو ملتونوله ممانعتونو او پریکړو خپلواک د نړۍ والې محکمې د قانون منظوري ښيي چې د هیوادونو او وگړو مخ په وَدې شمیره اوس په دې یقیني شوي چې که نن وي یا سبا نور دې د سیاسي مصلحتونو ځای نړۍ والې عدل ته پریښودل شي؛ که له دغه کتاب څخه د عمل په ډگر کې څه نه تر لاسه کیږي لږ تر لږه د یوه سپيڅلي کتاب په توگې د نړۍ د مشرانو د باطني ضمیر په ویښیدا کې ونډه لوبولای شي. تر اوسه د روسیې په گډون ۱۱۹ هیوادونو د کنوانسیون په پای کې چې پر کال ۲۰۰۰ ز کې د اعتبار وړ گرځیدلی، لاسیک کړی خو د امریکې د متحده ایالاتو پلاویو په قانون کې د دوه کلیدي ټیکو په اعتراض کې ځان په ناڅرگنده توگه د کنوانسیون له غړیتوبه لیرې نیولی دی : لومری د پلټنو لپاره د څارنوال واک او ځواک او دویم د هغو هیوادونو د اتباعو د جنایاتو په اړوند د محکمې د قضاﺌـي حوزې واک چې د کنوانسیون په غړیتوب کې یې لاسلیک نه دی کړی. امریکا د نورامبرگ، توکیو، پخوانۍ یوگوسلاویا او د راونډا د محاکمو په جوړیدو او د محاکمو د احکامو په پلي کولو کې پریکنده ونډه لوبولې وه، خو امریکايي رسمي چارواکو له راﺌـيې وروسته د یادې پریکړې په بشپړ تناقض او جنگي جنایتکارانو او د جنوساید عاملینو ته د سزا له ورکړې څخه له خپل پخواني ملاتړه په یوه بدگوماني خوځښت کې ژمنه وکړه چې د نورو هیوادونو له پلوه د قانون د تصوبیدلو او د محکمې د احتمالي عملیو پر وړاندې به په فعال مخالفت کې ودریږي. له دې کبله اوس په دې معقولې وراشې ډډه لگولای شو چې د امریکې دغه بې ځایه دریځ په خپله دې ته نغوته کوي چې امریکا د خپلو پازوالیو په اړوند په اندیښنه کې ده ځکه که په پورتني کنوانسیون کې گډون وکړي نو د عراق او افغانستان پر وړاندې د قانون له اډانې وتلو یرغلونو په اړوند به له قضاﺌـي دعاویو سره مخامخ شي.

که د امریکې متحده ایالات د جنگي جنایاتو پر وړاندې د نړۍ والې محکمې د تفکر او تصور د عملي کیدو په شنډولو کې بریالۍ شي، شک نه شته چې د طیف په تور اړخ کې به موږ د بشري حقونو د مدعيانو د هغو ونډه والو له لاسه د بشریت پر وړاندې د بشر د غیر انساني چلند شاهد واوسو چې په خپلې پازوالۍ کې پاتې راغلي او د بشري حقونو او د افغانستان په شان د پیښو په اړوند د حقونو د بیرته تر لاسه کولو هڅې یې شنډې او د هغو پر وړاندې دریدلي دي. له دې چې په ریکارډ شوي تأریخ کې خونړۍ پيړۍ د پای په درشل کې ده، د بې پرې عدل بیړنی توب او د جگړې پرمهال د بشري کړاو پیژندنه له موږ ، د نړۍ وال گډ کور کوربانو، څخه غوښتنه کوي چې د نړۍ والې جناﺌـي محکمې د قضايي حوزې له رامنځته کیدلو او د هغې د پلي کیدلو له تفکر او تصور څخه ننگه او ملاتړ وکړو. پای

[1] Post traumatic disorder (PTSD)
[2] The Widening Circle of Genocide, I. Charny, 1994
[3] Destruction of a Nation, Michael Barry, 1984
[4] Afghanistan and Soviet Global Interests, Elie Krakowski, 1987
[5] Mike Martin
[6] Martin, p.229
[7] The University of New Hampshire (UNH)
[8] Professor Marc Herod

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery