ژباړه : رحمت آریا
۲۰۱۲، مارچ ۱۸
په نیویورک کې لویې فدرالي قضا ﺌـي ډلې د بوش له ادارې او شمالي ټلوالې سره په اړیکه د وسلو روسي قاچاقچي پر وړاندې د جرم اعلان وکړ
لیکوال : بروس ریچارډسن
د وسلو د قاچاق روسی قاچاقچي ویکتر بوټ [1] چې د وسلو او نیشه يي توکو د قاچاق د کړیو د کارپوهانو په منځ کې د [ یکړ لیوه [2] ] او د وسلو د څارني او کنترول په نړۍ وال فرهنگ کې د [ مرگ د سوداگر[3] ] په نامه پيژندل کیږي په دې وروستیو کې له تایلنده امریکې ته استرداد او پر وړاندې به يي په نړۍ کې پر ترهگرو ډلو باندې د وسلو د پلورلو دوسیه وڅیړل شي. مسکو د ویکتر بوټ پر وړاندې د جرم دغه اعلان [ کفکازیق [4]] بللی او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته ېې د قانوني احتجاجلیک په لیږلو غوښتي چې ویکتر بوټ دې روسيي ته ور مسترد کړي. وگورئ [ پایلیک ۲،۵ ]
ویکتر بوټ د جیورج ډبلیو بوش د هیواد مشرۍ له پخوانې ادارې سره د پوښتنې وړ لوړ اریکي درلودل او د برسیره شویو گزارشونو له مخې له مرستیال هیواد مشر ډیک چیني سره په ډیرې نیږدې اړیکه کې وو؛ همدا شان ویل شوي چې د افغان مقاومت د جهاد پر مهال او هم د جهاد په را وروسته مهال کې د ویکتر بوټ او شمالي ټلوالې اړیکو زښته وده کړې وه. ویکتر بوټ د وژل شوي بولندوی احمد شاه مسعود ډیر نیږدې ملگری وو چې ډیري وختونه به دواړه ملگري یو ځای د ناپیدا مارکوپولو غرڅو په ښکار پسې ووتل. وگورئ [ پایلیک ۷]
که په یوې پرانیستې او برالا محکمې کې هر کله ددغو اړیکو له مخې پرده لیرې شوه نو د امریکې د حکومت پر تندي باندې به د شرم تودې خوَلې راماتې او د امریکې او رسوا ویکتر بوټ تر منځ به د پټو قراردادونو، مرستو او سازښتونو له مخې تور څادر هم لیرې شي. وگورئ [ پایلیک ۱ ]
ویکتر بوټ څوک دی؟ په ۱۹۶۷ ز کال کې په دوشنبې کې زیږیدلي ویکتر بوټ د مسکو د بهرنیو ژبو په پوځي انستیتیوت کې زده کړې بشپړې او بیا ېې د روسيي په پوځي پوهنتون کې زده کړې کړي دي؛ ویکتر بوټ په ۱۹۸۵ ز کال کې اتلس کلن وو چې د لومړي ځل لپاره يي د جنرال وي آي. وارنینکوف [5] له شاگرد، وژل شوي مسعود ، سره لیدنه وکړه. ویکتر بوټ هغه سړی وو چې کي جي بي ورباندې د راتلونکي لپاره پانگه واچوله او هغه يي وروزه، د راتلونکي لپاره روزل کیدونکی ویکتربوټ په ځوانې ځوانۍ کې له زده کړو فارغ شو؛ د کي جي بي د زده کړو له انستیتوته فارغ ځوان ویکتر بوټ ته د ژوند او ژواک په حساس پړاو کې د جگړنۍ رتبه ورکړل شوه. د ویکتر بوټ د ډیرو نیږدو او شخصي ملگرو [ مشتریانو] په منځ کې دا کسان ول : احمد شاه مسعود، برهان الدین رباني، قانوني، عبدالله عبدالله، خلیلي، فهیم، دوستم، جنرال عطا، جنرال داؤود داؤود، انجنیر صالح او نور افریقايي ملگري ېې، موبوتو، سویمبي او د سرالیون جانس تیلر وو؛ دا د ویکتر بوټ د مشتریانو د نوملړ یوه وړه بیلگه ده چې نوملړ په همدغو نومونو پای ته نه رسیږي، د ویکتر بوټ یاد مشتریان ټول د وسلو او د ځواک د نیولو په ناروغۍ روږدي کسان ول. ویکتر بوټ په دې وروستیو کې په ډیر ویاړ او د تورو او باټو په وهلو ادعا وکړه چې د نړۍ له رسوا اوبدنام ترین بولندوی ، د مرکچي په وینا [ ځلاند] مسعود سره يي ډیر نیږدې اړیکي لرل. همدا شان ویل کیږي چې د طالبانو پر وړاندې د جگړو پر مهال له رباني سره يې لوی لوی قراردادونه لاسلیک کړي دي. مرکچي ته د مرکې پر مهال یو شمیر رسیدونه وښودل شول، د رسیدونو په منځ کې یو رسید وو چې پر تندي باندې يي د عربي متحده اماراتو په شارجې کې د [ سان اییر جنرال تریډینگ[6] ] نښه لگول شوې وه، دا د ویکتر بوټ د سترو کمپنیو په منځ کې یوه کمپنۍ وه. په رسیدونو کې ددغو پوځي توکو نومونه له ورایه څرگند ول : دوې [MI8T] وسلوالې چورلکې ، څلور توغندي ویشتونکي، د چورلکو لپاره درې [FAB 250] اتومات بمب ویشتونکي، اضافي پرزه جات او مهمات، ټوله بیه دوه بیلیونه ډالره . وگورئ : [ پایلیک ۱، ۵، ۶ ]
د ۱۹۹۵ ز کال د اگست په میاشت کې د ویکتر بوټ په وسلو او مهماتو بار یوه جیټ الوتکه په کندهار کې را کوزیدلو ته اړ کړل شوه. بوټ له همدغې شیبې په گټې اخیستنې د راتلونکو راکړو ورکړو لپاره له طالبانو سره اړیکي ټینگ کړل. په هغه مهال چې ویکتر بوټ د کي جي بي له پلوه په رسمي سفر او مأموریت بوخت وو، د احمدشاه مسعود او شوروي وسلوال ځواک ترمنځ ېې د اکمالاتو د رسولو او د اړیکو د ټینگښت دنده پر مخ بوتله. ویکتر بوټ مني چې مسعود ته روسيي پریمانې وسلې برابرولې او لیږلې. خو ددې تر څنگ بوټ دا هم مني چې د نجیب الله او طالبانو دواړو رژیمونو لپاره يي الوتکې کرایه کړې وې. کله چې مرکچي پر ویکتر بوټ باندې دباو راووړ او د نورو توضیحاتو غوښتنه ېې ورڅخه وکړه چې د افغان – شوروي د جگړې پر مهال مسعود ته په وسلو رسولو کې د روسیې ددولت د ونډې سپړنه دې وکړي، او یا دې د روسیې د ستراتیژستانو په استازیتوب د هغه سیاست په تړاو مالومات وړاندې کړي چې د تیلو د پایپلاین یا [TAP] په لاره کې يي د امریکا د هڅو د شنډلو لپاره اجیرې یا مخالفې ملیشې په وسلو سمبالولې، ویکتر بوټ په ځواب کې وویل [ زما مشتریان حکومتونه دي او په دې اړوند مې خوله تړم ]. دا بوټ وو چې مسعود ته ېې د ناصح او مرشد په توگه د مرستې لاس وغځاوه ؛ مسعود د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۵ زو کلونو په لړ کې د همدې مرستې له کبله د روسیې له وسلوتونونو څخه د آریانا افغان هوايي شرکت د کرښې په ملکي الوتکو کې سوماليې ته وسلې قاچاق کړې. له بوت سره د اوږد مهالو اړیکو په پیڅه کې مسعود ته د شوروي اتحاد د سوسیالیستي جمهوریتونو د ترانسپورت، بانک، د [ جعلي] لاسوندونو د جوړولو او د کارپوهانو د آسانتیاوو د برابرونگ پټ او بشپړ عملي - کارنده سیستم په میراث ورسیدئ، دا هغه چارې دي چې د هغو پيچلو جناﺌـي کسانو له خوا سمبال او څارل کیږي چې د کارولو په څرنگوالي يي پوهیږي او په هغو هیوادونو کې ېې د لسیزو لسیزو لپاره د اړیکو ذخیروي زاړه چینلونه جوړ کړي چې ملگرو ملتونو ورباندې بندیز لگولی دی. گزارشونه وايي چې مسعود، بوټ ته د وسلو د محمولو د بيي په بدل کې زرغون زمرد ورکول او د بوټ افریقايي مشتريانو – سرچینو ته ېې د وسلو د لیږد په بدل کې خام او ناپریک شوي الماس تر لاسه کول. وگورئ : [ پایلیک ۱، ۶، ۷ ]
د ترانس افغان پایپلاین د لانجمنو خبرو اترو په لړ کې د برایدس ارجنتایني کمپنۍ احمد شاه مسعود د یو میلیون ډالرو په بدل کې د یوه قراردادي په توگه په دې موخې استخدام کړ چې په هیواد کې د جگړې تنور تود وساتي، په دې کې د برایدس د کمپنۍ موخه دا وه چې خپل سیال یونوکال شرکت ته د امنیتي ستونزو په را کټولو دومره ناممکنه شرایط رامنځته کړي تر څو له طالبانو سره د پایپلاین تړون په دې هیلې په بریالیتوب لاسلیک نه شي چې یونوکال ومني چې هیواد د یوې ناپايې جگړې پر لور پر مخ درومي او نه غواړي په داسې یوه بې ثباته هیواد کې خپله پانگه واچوي. ددې خبرې لپاره بیا هم هماغه ویکتر بوټ وو چې مسعود ته ېې وسلې او مهمات ورسول. وگورئ [ پایلیک ۳، ۶ ]
د بوټ د دولتي مشتریانو په منځ کې چې زښته ډیرې پوښتنې يي رامنځته کړي ، د جیورج ډبلیو بوش اداره ده. په دې اړوند یو شته حقیقت دا دی چې بوټ د امریکې هوايي ځواک، د وسلوال ځواک د انجنیري څانگې او KBR ته چې د هالیبرتن د کارپوریشن یوه بشپړونکې څانگه ده د بار وړلو خدمات چمتو کړي دي. بوټ له امریکې سره د قرار دادي تړون پر بنسټ عراق ته ۱۴۲ الوتنې تر سره کړي دي. ویل کیږي چې د بوش له ادارې سره د بوټ د اړیکو بنسټیز ټکی د هالیبرتن د شرکت لوی مشر او مرستیال هیواد مشر ډیک چني وو. [ وگورئ پایلیک ۱ ]
په دې وروستیو کې د امریکي د ټلوالي پر ملگري افغان هوايي ځواک باندې تور لگول شوی چې د وسلو او د نیشه يي توکو په قاچاق کې لاس لري، دا تور په خپله د امریکې د ملگرې شمالي ټلوالې په اړوند بږرکې پوښتنې او اندیښنې رامنځته کوي چې څرنگه ېې د هیواد د هوايي ځواک پښه د وسلو او نیشه يي توکو په ناقانونه قاچاق کې راښکیل کړې ده ؛ څرگنده ده چې د ویکتر بوټ د فعالیتونو، له امریکې او شمالي ټلوالې سره د هغه د اړیکو په اړوند باید ژورې پلټنې او څیړنې تر سره شي. اوس په دې کې شک دی چې د ویکتر بوټ جناﺌـي دوتنه به پرانیستل یا وتړل شي. شک نشته چې د امریکې د حکومت د قراردادونو په تړاو به زښتې بوږنوونکي پوښتنې راپورته او وبه ویل شي چې ولې يي په ممنوعه قاچاقو کې د نړۍ له داسې بدنامترین قاچاقچي سره قراردادونه تر سره کړي دي. پټو شرموونکو او ورانوونکو اړیکو ته په کتنې چې ښايي شاهدان عدلي محکمې ته خپل شواهد وړاندې کړي او هم له امریکي سره د پټې ملگرتیا د پيڅې له کبله پر عدلي تحفظ باندې د بوت زړه تړنې په کتنې شک دی چې ویکتر بوټ دې د امریکا له بنده روغ رمټ راووځي.
داسې بریښي چې په دې اړوند د امریکې دوه دولتي څانگي له یو بل سره ښکر په ښکر دي : د عدليې وزارت غواړي چې ویکتر بوټ تر عدلي پوښتنو گړویږنو لاندې ونیسي خو له بلې خوا پنتاگون په دې هڅه کې دی چې له ویکتر بوټ څخه په ننگې هلې ځلې کوي خپل پټ کړه وړه د امریکايي پرگنو او کانگرس له سترگو څخه پټ وساتي. د ویکتر بوټ د قراردادي ژمنو او د امریکې له دولت سره د هغه د سازښت او جوړښت په اړوند لاسوندونه به رسنیو ته راووځي او د پرگنو تر غوږونو به ورسیږي او دوتنه به ېې په یوه پرانیستې نیاوتون کې وڅیړل شي. د پيلنیزې محکمي گزارشونه دې ته نغوته کوي چې ویکتر بوټ به په خپل وروستني دفاعي دریځ کې د امریکې په استازیتوب د [ ترهگرۍ پر وړاندې جگړې ] کې په خپلو پټو فعالیتونو باندې په زړه ښه کولو ډډه ولگوي.
تأریخ په یاد لري چې څارگرو ادارو د خپلو اجنداوو د پلي کولو په لاره کې تل په زښتو کرکجنو څیرو باندې ډډه لگولې ده. د ویکتر بوټ په شان د وسلو قاچاقچیان ددولتي ایجنسیو له مخکنۍ خبرتیا او همکارۍ پرته هیڅکله فعالیت نه شي کولای، دا هغه ایجنسۍ دي چې اکثره وختونه د قانون له کړۍ دباندې او د کانگرس له څارگرو سترگو لیرې خپل کړه وړه پر مخ بیايي ؛ دا ایجنسۍ چې د نیشه يي توکو ، د وسلو د غیر قانوني لیږد او د گرانبیو ډبرو د قاچاقچیانو اوږد، ناولی او کرغیړن ریکارد لري د خپلوسیاسي پایلو د خوندي ساتلو او جگړو ته د مالي لارو چارو د برابرولو لپاره له همدغو لارو مرسته کوي. وگورئ [ پایلیک ۶] پای
پایلیکونه
Notes:
(1) Afghanistan, a Search for Truth, Bruce G. Richardson, 2008, pp. 26-266.
(2) www.rt.com
(3) Ghost Wars, Steve Coll, 2004, p.329
(4) www.victorbout.com/-19k-
(5) http://en.wikipedia.org/wiki/viktorbout-126k-
(6)http://www.pbs.org/frontlineworld/stories/sierraleone/bout.html-51k-
(7) Merchant of Death, David Farrah and Steven Braun, 2007, pp. 15, 46, 126
-------------------------------------------------------------------
1] Viktor Bout
[2] The Lone wolf’
[3] ‘Merchant of Death’
[4] Kafkaesque : فرانځ کفکه د جرمني د شلمې پيړۍ له سترو لیکوالانو څخه وو چې د جرمني د منځنۍ پاړکې په یوې یهودې کورنۍ کې زیږیدلی دی. د کفکازیق اصطلاح د فرانځ کفکه د ناولو په داستاني څیرو پورې اړه نیسي چې بې احساسه، گډوډ او ډیري وختونه د گواښجنې پيچلتیا په داستاني څیرو کې راڅرگندیږي. داسې څیرې د بشپړ شیطاني ځواک په لرلو د بې حسۍ او بې پروايۍ په ځانگړې نړۍ کې ژوند او ژواک لري. [ژ]
[5] General V.I.Varrenikov
[6] San Air General Trading, based in Sharjah, UAE