دخپریدو نیټه : 2012-05-08 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
اصحاب کرام وپېژنۍ(۳)برخه (خديجة الکبری ) :
علامه معین الدین ابوالفضل
اصحاب کرام وپېژنۍ(۳)برخه (خديجة الکبری تراسلام له مخه) :
ليکوال : علامه محمدمعین الدین ابوالفضل ، أفغاني کان الله له ودامت برکاته .
محترمووروڼو ! پدې برخه کښي دحضرت خدیجې ( رضی الله عنها) د هغو حالاتو یوه برخه درته ذکر کوم چي تر اسلام له مخه ؤ چي په لاندې شرحه دي :
ــــــــــــــــ د تولد (زوکړي) نيټه :
پنځلس کاله تر عامُ الفيل له مخه د حضرت خديجة الکبری (رضي الله تعالی عنها) تولد وسو ، يا په بل تعبير تر نبوي هجرت (۶۸) اته شپيته کاله له مخه ددې مبارکي تولد سوئ دئ ، پدغه وخت کښي عيسوي سنه پنځه سوه شپږپنځوس (۵۵۶) وه . [طبقات ابن سعد ج ۸ ص ۸، ۱۰/ الاصابة ج۸ ص ۶۰/ استيعاب ج۲ ص ۳۷۸/جنت کي بشارت پانے والے خواتين ] .
پوه سه ! چي «عامُ الفيل» و هغه کال ته ويل کيږي چي په هغه کښي د «أصحابُ الفيل» واقعه پيښه سوېده ، چي أبرَهه (د حبشيانو يو حکمران) خپل فوج او عسکر پر فيلانو سپاره د کعبې شريفي د نړولو دپاره و کعبې شريفي ته وروليږل ، چي بيا د مکې مکرمې په يوه شېله «وادي مُحَسر» کښي له الــــهي انتقام سره مخامخ سول ، او الله پاک د توتکيو (یا د توتکۍ ډوله مرغانو) په توسط ټول برباد کړل ، او د «الم ترکيفَ» سورت هم د همدې واقعې په ارتباط نازل سوئ دئ .
ــــــــــــــــــــــــ نوم او لقب :
پوه سه ! چي أصلي او مورنئ نوم ددې مبارکي «خديجه» دئ ، او اسمِ کُنيه يې «أمِّ هِند» دئ ، او لقبي نوم يې «طاهره» دئ ، د «طاهرة» لفظ د واحد مؤنث اسمِ فاعِل صيغه ده ، معني يې ده : پاکه ، پاکيزه .
کله چي حضرت بي بي خديجه (رضي الله تعالی عنها) غټه سوه نو د ډيرو ښو او پاکيزه أخلاقو او أفعالو ښځه ورڅخه جوړه سوه ، سره له دې چي ددې ماحَول اوهغه معاشره چي دا پکښي راغټيدله او بيا غټه سوه د بد أخلاقيو او بدفعليو ،او د ناوړه او ناښايسته أعمالو ښکار سوې معاشره وه ، خو له دې سره سره حضرت خديجې خپل ظاهر او باطن په ښو أخلاقو او سالمو أعمالو سره مُزين ګرځولئ ؤ ، ددې عفت او پاکدامني ، او ددې اجتناب له رزيلوأخلاقو څخه ددې په ټوله طايفه او قوم کښي ومنل سو ، چي پدې اړه د هغه وخت د خلګو په نزد خديجې دوهمه ښځه خپل نظير او مثل نه درلودئ ، نو پدې سبب ددې د قوم د خلګو لخوا ودېته د طاهرې مبارک او عظيم لقب ورکړ سو .
(«لقب» و هغه نامه ته ويل کيږي کوم چي د يوه انسان پر مدح ، ثنآء او صفت ، او يا دده پر ذم باندي دلالت کوي) . [سيرة أمهاتِ المؤمنين ص۱۲۳ /الاصابة ج۴ ص ۲۸۱/الاستيعاب ج ۴ ص ۲۷۹بر حاشيه ء الاصابة ] .
ــــــــــــــــــــــــــــــ د خديجة الکبری د تزَوج او نکاح تفصيل :
پوه سه ! چي ترحضرت محمدصلی الله علیه وسلم له مخه دخدیجې رضی الله عنهاله دوونوروسړوسره نکاح سوئې ده د حضرت خديجې (رضي الله تعالی عنها) پلار هم پخپله قبيله کښي د أعلی او ډير لوړ حيثيت مالک ؤ ، کله چي ده د خپلي لور خديجې ظاهري او باطني کمالات او ښايسته صفتونه ولیدل نو يې وغوښتل چي ودېته په هوښيارۍ ، نيک أخلاقۍ حُسن او جمال کښي وَرته يو څوک پيدا کړي ، او ددې نکاح له هغه سره وکړي ، نو له فکر او سوچ وهلو وروسته يې دا مناسبه و ګڼله چي و «ورقه بن نوفل» ته دا په نکاح ورکړي (کوم چي د دې دپلار «خُوَيلد» د أکا ځوۍ ؤ) ؛ ځکه چي هغه تورات او انجيل دواړه ايزده کړي وه ، او د عيسائيت دين يې قبول کړئ ؤ ، د رُشد ، صلاح ، پوهي او علم خاوند ؤ ، خو بيا د ځينو وجوهاتو او عواملو په وجه دغه کار سرته ونه رسيدئ .
اخير ددې مبارکي اوله نکاح له «عقيق بن عايد» سره وسوه ، او له عقيق بن عائد څخه يې يو اولاد پيدا سو چي «هند» نوميدئ .
دوهمه نکاح يې له «أبوهاله مالک بن نباش» سره وسوه ، او له ده څخه يې دوه اولاده پيدا سوه ، يو د هند او بل د هَاله په نامه .
ځينو مؤرخينو بيا ددې عکس خبره کړېده ، چي اوله نکاح يې له «أبوهاله» او دوهمه يې له «عتيق» سره سوېده ، او ځينو بيا ويلي دي چي د اول خاوند نوم يې «عقيق بن عائذ» ؤ .
بهر حال د حضرت خديجې د دوهمي نکاح په زمانه کښي په عربو کښي مشهور جنګ (چي د حربُ الفجار په نامه سره ياديږي) منځ ته راغلئ ، او پدغه جنګ کښي ددې مبارکي پلار هم شرکت درلودئ ، او پدغه جنګ کښي ووژل سو ، دا جنګ له عامُ الفيل څخه شل کاله وروسته پيښ سوئ دئ ، لکه څرنګه چي بي بي خديجه (رضي الله عنها) د خپل پلار د ژوند له نعمت څخه محرومه سوه ، دارنګه ددې دغه اخيري خاوند هم له مرګ سره مخامخ سو ، نو پدې سبب دا مبارکه ودېته مجبوره سوه چي د خپل ژوند چاري پخپله سنبال کړي ، او يو نوئ ترتيب ورته وسنجوي .
ــــــــــــــــــــــ د حضرت خديجې (رضي الله تعالی عنها) تجارتي کاروبار :
څرنګه چي د خپل پلار او ميړه په حيات کښي د حضرت خدېجې د کور د معاش ذريعه تجارت ؤ ، خو د پلار او د ميړه له مرګ څخه وروسته د تجارت د کاروبار د سرته رسولو دپاره کوم څوک ورپاته نسو ، نو و خپل تجارتي کاروبار ته يې پدې طريقه سره دوام ورکړ چي و خپلو ځينو قريبانو ته بې يوه اندازه معاوضه او مزدوري ورکوله ، او خپل تجارتي مال بې ددوۍ پلاس استوئ .
يو وخت چي کله حضرت خديجې ددې اراده وکړه چي خپل تجارتي مال وليږي نو پدې وخت کښي د حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) أکا أبوطالب وده مبارک ته وويل چي ته وخديجې ته ورسه ، هغه وشام ته د تجارت مال ليږي نو اميد دئ چي خپل تجارتي مال وتاته هم څه ناڅه په لاس درکړي ، نو ته به و شام ته ورسره ولاړ سې ، زه مُفلس يم او پيسې مي نسته چي پخپلو پيسو وتاته د تجارت سامان دربرابر کړم !!!
حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) پدغه وخت کښي په راست بازي ، حُسنِ معاملت ، صدق ، ديانت او پاکيزه أخلاقي سره تر حد وتلئ شهرت درلودئ ، او د مکې د خلګو له طرفه د أمين لقب ورکړ سوئ ؤ ، خديجه (رضي الله تعالی عنها) چي د أبوطالب پدغه وينا خبره سوه (کومه چي هغه و حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته وکړه او مخکي ذکر سوه) نو فورًا يې ونبي (صلی الله عليه وسلم) ته خپل پيغام وروليږئ چي ته ځما تجارتي مال و شام ته يوسه ، کومه معاوضه او بدله چي ونورو ته ورکوم تاته به د هغه دوچنده معاوضه درکړم ، حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) له خديجې سره دا خبره ومنله او د خديجې د تجارت مال يې واخستئ (پداسي حال کښي چي د خديجې يو مريي د ميسره په نامه هم ورسره ؤ) او بُصری ته ولاړئ ، کوم چي د شام له ښارو څخه د يو ښار نوم دئ .
د سفر په جريان کښي د خديجې مريي (ميسره) له جنابِ نبي کريم (صلی الله عليه وسلم) څخه داسي خوارقُ العادَته شيان وليدل چي په عامو انسانانو کښي يې وجود نه درلودئ ، په همدغه سفر کښي دا واقعه هم منځته راغله چي د شام په علاقه کښي نبي (صلی الله عليه وسلم) تر يوې درختي لاندي کښينستئ او هلته يو رَاهِب (عابد) هستوګنه کوله ، دغه راهب له ميسَره څخه پوښتنه وکړه چي دغه سړئ کوم چي تر دغي درختي لاندي کښينستئ څوک دئ ؟ ميسره ورته وويل چي دا د مکې شريفي له باشندګانو څخه دئ او د قريش له قبيلې سره مربوط دئ ! راهِب ورته وويل چي تر دغه درخته لاندي له نبي څخه ماسوا بل څوک د کښينستلو توان او قدرت نسي درلودلائ ، او پدغه سړي کښي د آخرُ الزمان نبي هغه علامې او نښانې راته څرګنديږي کومي چي په أسماني کتابو کښي دده بيان سويدي .
کله چي د اسلام پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) له شام څخه راواپس سو او و مکې مکرمې ته راداخليدئ دا وخت د غرمې او سختي ګرمۍ وخت ؤ ، نو يوې پرشتې دده مبارک پر سر باندي سايه وکړه ، حضرت خديجې سره له يو شمير نورو ښځو له ليري څخه دغه ډيره عجيبه او حيرت أنګيزه واقعه پخپلو سترګو وليدله ، او ټولي ښځي په زيات تعجب کښي ولويدلې ، د حضرت خديجې چي کوم حسن اعتقاد دده مبارک په اړه ؤ هغه ددې واقعې په ليدلو سره دوچنده وګرځيدئ ، پدغه سفر کښي چي کومه ګټه د اسلام پيغمبر و خديجې ته راوړه نو هغه د تجارت تر پخوانيو نوبتو دوچنده ګټه او فايده وه ، او خديجې و ده مبارک ته هم د هغو خلګو د معاوضې په پرتله چي پخوا به خديجې ورکوله دوچنده معاوضه ورکړه . [طبقاتِ ابن سعد ج۱ ص ۸۱ /سيرت أمهات ص ۱۲۶/سيرُ الصحابيات ص ۲۰] . بایدووایم چي تردغه مهاله پوري لاحضرت محمدصلی الله علیه وسلم په نبوت سره نه وومشرف سوئ .
والسلام نوربیا ....