مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-05-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پښتني قبيلې وپيژنئ ! ١١٣ برخه ( لو دي يا لوديان)

ډاکټر لطيف ياد

لو ديان په اصل کې متوزي پښتانه دي ٠ د پښتنو دتاريخي ر واياتو او دودېزو شجرو پر بنسټ دلوديانو دقبيلې لوی نيکه ابراهيم نوميدچې نو موړی په لودي سره مشهور شو٠ نوموړی دشاه حسين غوري او دبيټ نيکه دلور بي بي متو زوی دی ٠ بي بي متو دوه زامن درلودل چې يو يې غلجی ا وبل يې ابراهيم و چې بيا يې په لودي سره شهرت و موند٠ دا چې ابراهيم ولې په لودي مشهور شو يو روا يت شته او هغه دا چې کله چې بيټ نيکه عليه الر حمه د خپل کلي نه دخپلې استو ګنې غر نۍ سيمې ته ستو ن شو نو خپلې مير منې ته يې وويل چې بسم الله کړه او دپخواني نغري نه اور راو با سه ا و ډوډۍ پخه کړه او ماته يې راوړه چې پخپلو لمسيانو يې وويشم چې راته څر ګنده شي چې زما په لمسيانو کې کوم يو ډېر بختور دی؟ کله چې د بيټ نيکه مير منې هغه ډوډۍ پخه کړه نو دبي بي متو کو چني زوی ابراهيم هغه ډوډۍ واخيسته او په منډه يې خپل نيکه بيټ نيکه ته وړوړه او په مخ کې يې ورته کيښودله٠ بيټ نيکه ډېر خو شاله شو او ورته يې وويل چې ابراهيم لوی دی ،همدارازبيټ نيکه ابراهيم ته دوعا هم وکړه چې له هغې ورځې نه ابر اهيم په لودي سره مشهورشو چې اولاده يې دلودي او يا هم دلو ديا نو په نامه سره يا ديږي (١)٠
 دلوديانو دقبيلې ښا خونه :
دلوديا په ښا خونو کې سياڼي، نيازي ، دوتاڼي،لواڼي ،پړانګي، سوري او مروت مشهوردي چې بيا هر ښاخ په نورو ډېرو څانګو يشل شوی دی٠
 لوديان نه يوازې دافغا نستان دغزني ولايت په شلګر، اندړو،قره باغ او دزابل په کلات او کند هار کې استو ګنه لري(٢)، بلکې په پښتو نخوا ، دپاکستان دپنجاب په لاهور اوهمداراز په کراچۍ او دهندوستان د اتهراراديش او بيهار په ايا لتونو کې هم استو ګنه لري٠
 زموږد ګران هيواد افغا نستان پياوړی اوستر مورخ ارواښادعلامه عبد الحی حبيبي دپښتو اد بياتو دتاريخ په لو مړي او دويم ټو ک کې په ختيز افغا نستان او ملتان کې د لودي پښتنو د ځينو واکمنانو يادونه کوي او ليکي :" لو ديان هم دپښتنويوه مشهوره کورنۍ ده چې دواکمنۍ او مشرتابه مرکز و او له ٣٠٠ هجري نه وروسته په ختيزه پښتو نخواکې ددې کورنۍ دواکمنانو نو مو نه اورېدل کيږي چې دلوديانو دغه کورنۍ نه شيخ حميدلودي پر لغمان،ننګرهار ، پيښور او تر ملتانه واکمني درلودله او ترده وروسته نصر لودي چې دهغه زوی و پا چا شو او ملتان يې دسلطنت مر کزو٠ کله چې غزنوي محمود پر ملتا ن بر يد وکړ نو دشيخ حميد لودي لمسی داود لودي دهمدې کورنۍ نه په ملتان کې واکمن و٠ غزنوي محمود داود ونيوه ، غزني ته يې راووست او دغورک په کلا کې يې بندي کړ چې بيا هما غلته مړ شو٠ (٣)"
 همداراز له دغې کورنۍ نه شيخ رضي لودي دشيخ حميد لودي وراره او نصر لودي دپښتو ژبې ښه شاعران ول چې پټې خزانې د هغوی احوال او دشعرونو بيلګې راوړي دي٠ په همدې تو ګه علي سرور لودي ٩٦٠زيږدېز په شااوخواکې اوسېده او دلودي دقبيلې دشا هو خيلو دڅانګې پورې يې اړه درلودله دهندوستان دسترو اديبانو او عا رفانو نه ګڼل کيږي چې په ملتان کې ا وسيده٠ دلوديا نو دلو يو مو رخينو نه يو هم داخبار اللودي دکتاب ليکوال احمدلودي دسعيد لودي زوی دی چې د٦٨٦ زيږديز کال په شا اووکې يې ژوند کاوه چې دملتان دلودي واکمنانو احوال يې ليکلی دی٠
 له بلې خوا پښتنو لوديا نو په هندوستان کې يوه لو يه واکمني درلودله چې له ١٤٥١ زيږديز نه تر ١٥٢٦ کلونو پورې يې پا چاهي کړې ده چې په هند کې ددغې کورنۍ دواکمنۍ بنسټ ايښودونکی سلطان بهلول لودي ١٤٥١-١٤٨٩ زيږديزدی چې تر هغه ووسته سلطا ن سکندر لودي ١٤٨٩-١٥١٧ زيږديز او تر هغه وروسته بيا سلطان ابر اهيم لودي١٥١٧-١٥٢٦ زيږدېزه پورې واکمنان ول٠

 همداراز په هند کې دلوديانو ددورې ځينې هغه مهم شخصيتونه چې په لودي قبيلې پورې اړه لري دادي:
 ابراهيم خان لودي،تاج خان لودي،خانخانان لودي،دريا خان لودي،دولت خان لودي،مبارک خان لودي ،سعيد خان لودي،سيد خان لودي،قطب خان لودي، محمد خان لو دي، دسلطان سکندر لودي زوی محمو دخان لودي ،همايون لودي،ملک کالالودي، باربکشاه لودي،مبارکشاه لودي،عالم خان لودي،نظام خان لودي، جمال خان لودي،يعقوب خان لودي، فتح خان لودي،موسی خان لودي،جلال خان لودي ، حسين خان لودي، اسما عيل خان لودي ،خانجهان لودي اواعظم همايون لودي(٤)٠

د لودي پښتنو د ووستي واکمن سلطان ابراهيم لودي مزارد هند په پا ني پت کې

 لنډه داچې لودي پښتانه نه يوازې په افغا نستان او پښتونخوا کې مشهوره قبيله ده ،بلکې په هندوستان کې هم دوی يوه پياوړې پښتني واکمني در لودله ٠
 --------------------------------------------------
١- حيات افغاني،٢٧٥ مخ ، دپيښور چاپ٠
٢- پښتانه دتاريخ په رڼا کې،١٣٤٧-١٣٤٨ مخونه٠
٣-دپښتو ادبياتو تاريخ ،لومړی او دوهم ټوک،٤٥٧-٤٥٨ مخونه،دپيښور چاپ٠
٤-تاريخ شاهي، داحمد يادګار تاليف،دفهرست الرجال برخه،د١٣٣٩ زيږديز کال چاپ،کلکته٠

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery