مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-05-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

تبلیغیان او اصلاحيان داسلام په جامه کي دغرب معامله ګر

ابراهیم عبدالمنعم
بسم الله الرحمن الرحیم،
الله تعالی فرمایي؛ یریدون لیطفئووا نور الله بأفواههم والله متم نوره ولو کره الکافرون
 یا أیهاالذین آمنوا هل ادلکم علی تجارة تنجیکم من عذاب الیم، تؤمنون بالله ورسوله وتجاهدون في سبیل الله بأموالکم وأنفسکم ذلکم خیرلکم ان کنتم تعلمون. یغفرلکم ذنوبکم ویدخلکم جنات تجري من تحتها الانهار و مساکن طیبة فی جنات عدن ذلك الفوز العظیم. وأخری تحبونها نصرُ من الله وفتحُ قریب و بشرالمؤمنین. [الصف، ۸-۱۳]
 
ژباړه: دوی( کفار) غواړي چې د خپلو خولو په پوکلو سره د الله تعالی نور (دین) خاموشه کړي، مګر الله تعالی خپل نور (دین) کامل او بشپړوي (په مخلصو مجاهدینو او اهل حق علماء) هر څومره چې د کفارو ښه نه ایسي*
 اې هغو خلکو چې ایمان مو راوړی دی ایا تاسو ته یو داسې تجارت ونه ښییم چې تاسو له دردناك عذاب څخه ژغوري، (هغه تجارت څه دی..؟؟) هغه دادی چې تاسو په الله او د هغه په رسول ایمان راوړئ او د الله تعالی په لاره کښې په ځآنونو خپلو او مالونو خپلو جهاد وکړۍ، دا تاسو ته بهتره او غوره ده که چیرې تاسو پوهیږۍ. او که چیرې داسې مو وکړل (د الله په لاره کښې مو په ځانونو او مالونو جهاد وکړ) نو الله تعالی به ستاسو ګناهونه معاف کړي، او تاسو به داسې باغونو ته ننباسي چې لاندې به یې ویالې بهیږي، او په پاکو او نفیسو ځایونو په همیشنیو باغونو کښې اسکان (ځای) ورکوی، او بل نعمت چې تاسو یې خوښوۍ هغه تاسو ته درکوي، او هغه د الله عزوجل له لوري یاري او نیږدې فتح ده، او زیری ورکړه مؤمنانو ته.
 
- من الذین فرّقو دینهم و کانو شیعاً کل حزب بما لدیهم فرحون،
او له خلکو ځینې داسې دي چې خپل دین یې تیت او پرک کړ او په ډلو ټپلو سره وویشل شول، او (عجبه خو یې لا داده) چې هره ډله هغه څه چې له ځانه سره لري پرې خوښ او خوشاله دي.
 
تبلیغیان، اخوانیان (البته مراد مې اوسني اخوانیان دي) اواصلاحیان ( دوی هم ځآن له اخوانیانو قرضاویانو څخه مشتق بولي) دا هغه تش په نامه اسلامي ډلې دي چې مسلمانان په اوس وخت کې له جهاد کولو څخه منع کوي او ورته وایی چی دا د قتال وخت ندی او اوس باید یوازی او یوازی قلمی او فرهنګی جهاد وکړو او یوازې باید بسترې په شا جومات په جومات، کوڅه په کوڅه وګرځو او خلک جومات ته دعوت کړو چې یوازې لمونځونه وکړي.که چیری قلمي جهاد او د بسترو په شا کول یوازی په داسی حالاتو کی فرض وای نو بیا ولې رسول صلی الله علیه وسلم د مکی قریش په مکتوبونو او تفهیم القران دورو باندې نه پوهول او نه یې ورته ویل چی راځئ تاسو یو ځل په دې درې ورځنۍ تفهیم القران دوره کې کښینۍ نو تاسو ته به زموږ حقانیت معلوم شي؟ یا لکه د تبلیغیانو به یې ویل ورته کنه چې یوه سه روزه او یوه چله ولګوۍ نو تاسو ته به معلومه شي چې اسلام څومره خوږ د مینې او محبت څخه ډک دین دی؟
 خو نه ! رسول صلی الله علیه وسلم پوهیده چې دې خلکو ته یوازې او یوازې توره په کار ده اوبس، او هماغه وو چې خپل مبارک ژوند یې په دښتو او بیابانانو کښې د الله تعالی د دښمنانو د نابودولو او د هغوی د غلامانو د ورکولو پسې تیر کړ.
 دا دین د مصلحت دین ندی او نه دا دین د چا لپاره استثناء کیدای شي او نه هم له حالاتو سره لکه د صلیبیي پاپآنو دین تغیر کوي، دا دین ولاړ او مستقیم دین دی او په یوه وخت کښې یې یو حکم وي او تر اخره پلي کیږي.
 
جمعیت اصلاح نن د اسلام دعوت له غرب سره په معاملو باندې کوي، له غربیانو سره معامله کوي چې ته ما ته څه مه وایه او زه تاته ،زه به خپل کار کوم او ته خپل! پر دین باندې چې کله هم چا معامله کړې ده نو الله تعالی د هغه په سر معامله کړې ده او هغه یې ټولې نړۍ ته رسوا او شرمنده کړی دی. او دوی چې نن د غرب له لوډسپیکر څخه د اسلام دعوت او تبلیغ کوي او نارې وهي چې أدع الی سبیل ربك بالحکمة والموعظة الحسنة، د الله تعالی د رسول صلی الله علیه وسلم د هغه امر به څه ځواب ووایی چې وایي د عدو الصائل په مقابل کښې ټول امت راپورته شئ.
 
نه یوه ورځ د کوم تبلیغي سر مات شو، نه یې لاس مات شو، نه یې پښه ماته شوه او نه هم کوم اصلاحی بندي شو او زنداني شو، په هغه دولت او حکومت کې چې ټول ساز او برګ یې له کفارو سره دی او د هغوی له امر څخه بغیر څوک یوه وړه خبره هم نشي کولای دوی لګیا دي بسترې پر شا وطن پر وطن ګرځي دعوت کوي، او اصلاحیان یې ګرځي د تفهیم القران دورې کوي، قرضاوي لګیا دی د چیچن مجاهدین په ترک د سلاح مجبوروي او شپه او ورځ یې خوله ورته خلاصه کړې وي چې وسله پر ځمکه کیږدۍ او رمضان قادیروف سره یو ځآی شۍ، هغو ته تسلیم شۍ او له هغو سره په ګډه حکومت وکړۍ، حال دا چې رمضان او پلار یې د چیچن د مسلمان اولس په هډوکو د مستۍ او نڅا هډې جوړي کړي دي، د اولس وینې زبیښي او صلیبي مسکو ته یې ډالۍ کوي، د اولس په رګ کې یې وینه وچه کړه خو نه یې روس موړ کړ او نه یې د عزت کومه ورځ ولیدله.
 
آخر یو څوک له چا سره څنګه یو ځای شي چې لاسونه یې دده د کورنۍ په وینو سره وي او پر کورنۍ برسیره د ټول امت په وینو یې لاسونه سره وي، او یا له هغه سره په داسې حالت کښې کښیني چې هغه دې برلاسی وي او پر ده باندې خپل ټول ناروا شرطونه ومني. دا دین د معاملې دین ندی او نه ددې لپآره دی چې د قدرت د ترلاسه کولو لپاره له هر صلیبي او یهودي دښمن سره کښینې او معامله ورسره وکړې، د سیاسي لوبې د ګټلو لپاره دیموکراسي په رسمیت وپیژنې او لبیك ورته ووایې لکه اخوان المسلمون چې اول ډیموکراسي نه منله خو اوس یې ورته لبیک وویل او په شرکي انتخاباتو او ډیموکراسۍ عقیده لري.
 
رسول صلی الله علیه وسلم د خپل دین د بریا لپاره هر راز وسله کارولې ده، له حلیم سره یې حلیمانه چلند کړی، او له منافق او مشرک سره چې د اسلام په لاره کې خنډ واقع کیدلو له هغه سره یې د تورې له زوره کار اخستی دی، بل نظام او قانون یې له اسلام سره شریک کړی ندی او نه یې بل څوک د الله تعالی پر دغه لوی نظآم کې شریک ګرځولی دی.
 
کله چې د حنین له جنګ څخه وروسته چې د ثقیف او هوازن له قبیلو سره ترسره شو چې هغه د عربو تر ټولو لویې قبیلې وې او زورورې وې اوهغوی شرمیدونکې ماته وخوړه نو په جزیرة کښې نور قبایل چې د اسلام له زوره خبر شول نو هغوی هم چاره ونه لیده او کرار کرار مدینة الرسول ته یې مخه کړه او له رسول علیه الصلاة والسلام سره یې بیعت وکړ او مسلمانان شول. د ثقیف قبیله چې سرکښه او سرسخته قبیله وه هغوی که څه هم د رسول علیه الصلاة والسلام له لوري محاصره شول خو دا چې د الله له لوري نه وه منظوره نو فتحه نشوه. خو په آخر کې چې ټول جزیرة العرب مسلمان شو او مسلمانانو پر شام باندې هم حمله وکړه او شاوخوا سیمې ټولې د مسلمانانو د لاس لاندې شوې نو هغوی هم دا وپتییله چې بله چاره نلرو مګر دا چې ورشو او رسول علیه الصلاة والسلام سره بیعت وکړو دوی راغلل مدینې ته، او په مسجد نبوي کې یې واړول، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې وویل چې موږ ستا دین منو خو موږ ته به پکې د زنا اجازه راکوې ځکه چې موږ کاروباري خلک یو او موږ هر چیرې ځو نو بغیر له زنا څخه موږ چاره نلرو؟ خو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورسره ونه منل، بیا یې وویل چې ښه موږ ته شراب معاف کړه ځکه چې موږ بغیر له شرابو ګوزاره نشو کولای، خو دا یې هم ورسره ونه منل، بیا یې ورته وویل چې ښه نو موږ ته زکات معاف کړه ځکه موږ زکات نشو ورکولای؟؟ خو رسول الله صلی الله علیه وسلم دا هم ورسره ونه منل او ورته یې وویل چې د الله تعالی په دین کې هیڅ کمی او نقص نشي راتلی که یې منۍ همدا دین دی او ټول به منۍ، پر دې کې اشرافو او نجیبو خلکو ته کوم امتیاز نشته بلکه ټول برابر او یو شان دي او یو شان معامله به ورسره کیږي...
 
نو که چیرې یې منلای چې پر دین کښې دې بل دین وای، او د الهي قانون پر ځای دې بل قانون وای او د الهي قانون د برلاسي کیدو لپاره او د مسلمانانو د تعداد د زیاتوالي لپاره دې له کفارو سره معامله وکړي نو همالته له ثقیف سره به یې دا خبره منلې وای چې یاره ځه نو دا زنا، شراب او زکات دې تاسو ته معاف وي او د جزیرة العرب او باقي نړۍ نورو مسلمانانو ته دې نه وي او هغو باندې دې عملي کیږي! خو نه ! دا نظآم یو حکیمانه، عاقلانه، او پر عمل ولاړ یو نظام دی چې د بشر له فطرت او طبعیت سره برابر دی او بشر چې څنګه غواړي هغسې ورسره چلن کوي، خو نن غربي ډیموکراتان د واقعي مؤمنانو په جامه او رنګ کښې پر یوه او بله بهانه، او پر ډیر پوچ دلیل چې د کوچني ماشوم به هم ورته خندا راځي، د اسلام احکام له غربي نظآم سره توجیه کوي او وایي چې دادی دیموکراسي خو په اسلام کښې شته! دادی موسیقي حلاله ده، دا رقص بسمل دی دا حلال دی، دا موسیقي سافټ موسیقي ده دا حلاله ده، دا چې ته په غرب کښې اوسې نو پردیو ښځو ته لاس ورکوه هیڅ خبره نشته، دا چې ته د تره د زوی د بنګلې په څیر بنګله جوړول غواړې نو له بانک څخه قرضه واخله او بیا فیصدي ورکوه، دا چې په خرمستۍ راځې او غواړې چې تفریح او نشاط وکړې نو ۵٪ فیصده شراب وهه هیڅ خبره نشته، او حجاب خو دا ندی چې ښځه باید ټوله پټه شي، خیر دی که د ښځې مخ لوڅ وي، د ښځې مخ، لاس، او پښې حجاب ندی او داسې نورې غیر معقولانه او غیر اسلامي خبرې چې له اسلام او ایمان سره هیڅ اړخ نه لګوي دوی یې په خورا توندۍ او غړغړو د راډیو ګانو او مجلو له لارې دې مظلوم او بې خبره امت ته بغوي، او لا ورته وایي چې دیموکراسي خو داسې نده چې له اسلام سره منافي ده، نعوذ بالله! خو دا کمبختانان چیرې خبر دي چې اسلام څه ته وایي او دیموکراسي څه ته وايي؟
 حتی ځینې کم عقلان خو یې لا نه پوهیږي چې غرب پر دوی څومره ریشخند او ملنډې وهي او دوی پر ځان خبر ندي او په ډیر درز سره د خپل منافقت ډول ډنګوي.
 
بالله علیکم ای له قتال څخه منکرو ډلو! قرضاوي؛ طارق جمیل؛ اصلاح والو؛ آیا تاسې ددې مظلوم امت دا سپکاوی، دا بې عزتي او بې حرمتي نه وینئ؟ دا څنګه توجیه کوئ؟؟ ولې ځانته د فرار لاره لټوئ او ددغه غریب دین پاکه او سپینه لمنه لاپسې توروۍ؟ ولې له جهاد څخه باید منکر شۍ؟ که ځآن ته بیا د تيښتې لاره برابروئ او وایاست چې موږ خو جهاد کوو نو دا درته وایم چې ولې له قتال څخه منکر یاست، او ولې مجاهدین د غرب په تعبیر او تفسیر سره تاسو هم تروریستان بولئ؟؟
 
والله بالله؛ ددې مظلومو خویندو او میندو عزتونه چې هره ورځ پایمالیږي! دا د نازولي رسول صلی الله علیه وسلم نازولی دین چې هره ورځ ریشخندیږي، دا د الله تعالی کلام چې په تشنابونو کښې لویږي او په ګولیو سوری سوری کیږي، آیا دا ټول شنیع اعمال هیڅ ستاسو ضمیر نه ویښوي! آیا دا ستاسو په دې مړه ضمیر باندې هیڅ اغیزه نه کوي؟؟ آیا د معصومو خویندو او میندو چیغې او کوکارې پر تاسو انسانانو باندې هیڅ تاثیر نه کوي.؟؟ والله بالله، د خور د عزت د ګټلو لپاره او په هغې باندې د غیرت کولو په لاره کښې نه د آی ایس آی لاس شته او نه د سي آی اې او نه د بل چا ..!! ستا اجر او ثواب پر الله دی هغه ستا خالق دی او هغه ستا لارښود او رهبر دی، آی ایس آی هیڅ ستا نشي کولای، سي آی اې هیڅ ستا نشي کولای...! آیا تاسو به د الله تعالی ځواب همداسې ورکوئ چې موږ ځکه قتال نه کاوه چې هغه کښې د آی ایس آی لاس وو؟؟ آیا تاسو به رسول صلی الله علیه وسلم ته همدا وایاست چې ستا قران او ستا ناموس مې ځکه نه ګټلو چې زه یې بګرام او ګوانتانامو ته بوولم؟؟
 
والله ستاسو پر حال افسوس دی چې د اسلام دین د خپل وجود له رګونو څخه آخري قطرې وینې تویوي او تاسو ورته په رډو رډو ګورئ حال دا چې تاسو سره ښه پریمانه وینه ده !! والله ستاسو پر حال افسوس دی چې ستاسو د پیغمبر ناموس په بګرام، أبي غریب، ګوانتانامو او نورو زندانونو کښې پروت دی او تاسو خاندئ او رحلې کوئ!! والله ستاسو پر حال افسوس دی چې د پیغمبر عزت په امریکایي زندانونو کښې لوټیږي خو تاسې ورته په رډو رډو ګورۍ!
 
که چیرې رښیتني مؤمنان یاست، که چیرې له الله تعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په رښتیا هم مینه کوۍ، که چیرې په رښتیا سره ددې امت غم درسره وي او ددې مظلومو ورونو، خویندو او میندو ژړا او چیغې پر تاسو څه اثر لري نو راپورته شۍ او له کفر سره خپله مقاطعه اعلان او د نفیر عام چیغه پورته کړۍ... خو زه پوهیږم چې تاسو دا کار نه کوۍ ځکه چې ستاسو وجود نور بوی کړی دی او تاسو د هغه مړي په څیر یاست چې په کومه کوڅه او چوک کې پروت وي خو له بدبویۍ څخه څوک نږدې نشي ورتلای...!
 
الله مولانا ولا مولی لکم!
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery