مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-05-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

بیولوژیکي وسلې ـ دبروس ریچارډسن لیکنه

بروس ریچارډسن

ژباړه : رحمت آریا
مارچ . ۷. ۲۰۱۲ 

لیکوال : بروس رچارډسن
 
د افغانستان په جگړې کې د زبر ځواکونو له پلوه د منع شویو وسلو کارَونگ هغه لانجمنه سکالو ده چې له ډېرې مودې را په دېخوا د بشري حقونو د فعالینو او د نړۍ والو چارو د قانون پوهانو تر پر له پسې پاملرنې لاندې راغلې ده. په گڼ میشتو سیمو کې د ډل وژنې وسلو کارول د نړۍ وال کنوانسیون تر سیوري لاندې غیر قانوني منل شوي دي. را ټول شوي لاسوندونه په ډاگه کوي چې امریکا او روسيې دواړو د منع شویو وسلو په کارَولو له نړۍ وال قانون او کنوانسیون څخه په پرله پسې ډول سرغړونې کړې دي. د جگړې له ډگره رسیدلي گزارشونه مني چې د آیساف ځواکونو هره ورځ د ډل وژنې بې شميرې وسلې په ورځنۍ ټوگه کارولي او په پایله کې ېې د ملکي وگړو له شماره وتلي کورونه وران او بې شمیره ملکي وگړي وژل شوي دي.  دلته یوازې د یو شمیر منع شویو وسلو نومونه د بیلگې په توگه را اخلو چې آیساف ېې په ورځـنۍ توگه کاروي خو دا وسلې یوازې په همدغو نومونو نه رالنډیږي : لکه تضعیف شوي یورانیم[1] ، دیسي کټـــَـر [2] ترمو بــِـریک [3] او خوشه يي بمبونه او د پرسونل ضد ماینونو نا څرگنده کارَونه . افغان پرگنې د منع شویو وسلو کارَونې او پر خپلو کورونو باندې د بهرنیو ځواکونو شپنيو چاپو ته د یوې غیر انساني کړنې او په نړۍ وال قانون باندې د ملنډو وهلو په سترگه گوري. د امریکا تر مشرۍ لاندې د خپلواکۍ د ټینگښت تر خندني نامه لاندې د آیساف د ځواکونو بولنې، د سمندري ځواک د وروستي ماډل د ډل وژونې د ټکنالوژۍ په کارولو هیره کړې چې طالبان نه هوايي او نه سمندري ځواک لري؛ طالبان له پوځي اړخه د مقاومت هغه بې شکله هستي پيژندل کيږي چې خورې ورې ډلې ېې له یو بل سره په سست ډول اوبدل شوي او له داوطلبو جنگیالیو جوړه هغه ډله ده چي د آیساف حضور ته  د بهرني نیواکگر ځواک په سترگه گوري.             
 
د سرغړونو لنډ تأریخ :  ۱۹۷۹ – ۱۹۸۹ : ددې لسیزې په اوږدو کې ورکړل شوي گزارشونه ټینگار کوي چې شوروي اتحاد کیمیاوي او بیولوژیکي وسلې کارَولي دي. د جگړو ډگر ته نیږدې ژورنالیستان د مقاومت د سرچينو پر بنسټ گزارش ورکوي چې شورویانو منع شوې وسلې کارولي دي، سره له دې چې دغو ژورنالیستانو د خپلو پلټنو په لړ کې د شورویانو د کیمیاوي وسلې د اغـیزمنې ، پاتې کـیدونکې او د کافي اندازې د کارَونې بشپړ انځور وړاندې کړی مگر بیا هم امریکې او نورو لوېـدېـځو هیـوادونو د نه تصدیقیدونکو شواهدو د کمښت له کبله پرې یا سترگې پټې کړي او یا ېې اړوند گزارشونه کم ارزښته بللي دي. د ۱۹۷۹ ز کال د اپریل په میاشت کې شوروي چورلکو په هرات کې د را پورته شوي پاڅون د ټکولو لپاره پر پاڅونوالو زهرجن او درد پارَوونکي[4] توغندي وورَول. شورویانو د ۱۹۸۰ ز کال له پيل وروسته په افغانستان کې د هر ډول کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو په گډون نور دوه نسله وسلې کارَولي چې یوه ډله ېې د شوروي د وسلو جوړولو په صنعت کې د وژونکو ایجنټانو « عاملینو» په نامه او بله ېې مخکې د « لوړو عصبي عاملینو [5]» په نامه یادېـدله چې دواړه ډلې وروسته د شوروي د کیمیاوي وسلو د ملا ستنې شوې. دغه گزارش د افغانستان د ډیموکراتیک جمهوریت د وسلوال ځواک د راکټ د ۹۹ لیوا افسر برید جنرال وتي[6] [ وطیع] د مقاومت ځواکونو ته له اوښتلو وروسته تصدیق او غورچاڼ ېې په دغې سرچینې کې موندلای شـﺊ  [ لمنلـیک[7] ]
 
د شوروي اتحاد د کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو د کارَولو د پيل ریکارډ له تأریخي اړخه د منځنۍ آسیا په سـیمو کې د قفقاز د مسلمانانو پر وړاندې د شوروي د خونړي کمپاین په لړ کې گزارش شوی دی :
 
د ۱۹۲۰ ز لسیزې په پای کې د قفقازي پاڅون د ځپلو لپاره په زهرجنو کیمیاوي توکو سمبال د توپ گولۍ ددې لپاره وکارَول شوې چې د مقاومت جنگیالي او په غرنیو کلیو کې میشت ملکي وگړي له منځه یووړل شي. شوروي الوتکو د ۱۹۳۰ ز لسیزې په اوږدو کې په منځنۍ آسیا کې پر بسمچي قومي مشرانو د [ یپرایت[8]] په نامه د شرشمو « فاسفورس» گاز وشیند. وگورئ [لمنلیک [9]]  
 
شوروي له نړۍ وال قانونه په سرغړونې منع شوې وسلې وکارَولې خو په دې اړوند د لوېدېځې نړۍ د دولتونو چوپه خوله پاتې کیدنه چې شوروي ېې باید ننگولای وای، د اندېښنې وړ ده. مگر، کله چې صدام حسین د ۱۹۸۸ ز کال د مارچ په میاشت کې د « هلاجبې[10] » د کردي ښارگوټي پر زندان باندې د غازو برېد کوي او د اټکل له مخې پینځه زره ملکي وگړي په کې ووژل کيږي نو نړۍ واله ټولنه راپاریږي، دا برېد غندي او لومړنی غبرگون ېې پر عراق باندې د بندیزونو د لگولو غوښتنه ده. اوس دا انگیرنه وړنده ښکاري چې د عدالت او اندیښنې په ویش کې د یو ډول دوه مخۍ اټکلنه وکړو، په دې مانا چې د غښتلیو هیوادونو لپاره یو ډول عدالت او د بې وزلو هیوادونو لپاره بل ډول عدالت شتون لري. 
 
د ۱۹۹۱ ز کال د اپریل په میاشت کې په خوست کې د نجیب د پریکندې جگړې له ماتې وروسته زه لیکوال او افغان ژورنالیست سید نورالحق حسیني دواړه په متون بابا کې د شوروي په ا کمالاتۍ فرقې کې په گرځيدنې او پلټنې بوخت وو ؛ موږ دلته د اټومي ـ بیولوژیکي ـ کیمیاوي [NBC] وسلو پر ضد ساتندوی یا دفاعي وسایل وموندل. دغه وسایل د افغانستان د ډیموکراتیک جمهوریت او د شوروي د کیمیاوي وسلو د پرسونل ول چې د منع شویو کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو د کارَولو پر مهال ېې د ځان د خوندي ساتلو په موخه کارَول. کله چې ما له خوسته گزارش برابراوه، له ډاکټر عظیم سره مې یوه ځانگړې مرکه تر سره کړه [ چې د کیمیاوي بیولوژیکي وسلو د نښو او د هغوی د کارونگ د میتودلوژئ په اړوند ېې مالومات وړاندې کړل] دغه کار پوه او روزل شوي داکټر د یوه عیني شاهد په توگه تصدیق کړه چې شوروي په افغانستان کې  منع شوې وسلې کارَولي دي. وگورئ : [لمنلیک[11] ] ما دغه مالومات هیواد ته له راستنیدا وروسته له مرستندویو انځورونو سره په گډه د شوروي د [MSP-18] د چاڼ – غوټي په نامه د امریکا د متحده ایالاتو د استازو د کور [ د ولسي جرگې] د آسیا - پاسیفیک کمیټې همدا شان [ په اروپا کې د امنیت او همکارۍ کمیسیون [12]] ته وړاندې کړل.  سره دې چې ما دا مالومات له انځورونو سره په گډه د [ شوروي د MSP-18 د چاڼ غوټې] تر نامه لاندې په لاسوند شوي ډول وړاندې کړل مگر بیا هم د یادې شوې کمیټې یوه رسمي چارواکي په ځواب کې راته وویل چې : تاسو د لگول شويو تورونو د زباد لپاره دومره پیاوړي لاسوندونه نه لرئ ، وړاندې شوي مالومات زموږ له کميټې سره دومره مرسته نه شي کولای. وگورئ [ لمنلیک [13] ]
په دې وروستیو کې د بایو هیزرد [14] په نامه یو کتاب خپور شوی دی. ددغه کتاب لیکوال د بیولوژیکي وسلو جوړولو او ډیزاینولو یو شوروي ساینسپوه دی. کتاب تصدیقوي چي شوروي په افغانستان کې غیرقانوي وسله کارولې ده. وگورئ [ لمنلیک [15]] 
 
لیکوال  : کن الیبک[16] :  د شملې پيړۍ په پای کې ول چې د بشپړې جگړې توهمي ویرې خپل ځای اتنیکي، نشنلیستي او د مذهبي شخړو او ناندریو وَدې ته پريښود. د تجربو پر بنسټ بیولوژیکي وسلې په دا ډول شخړو کې مهمه ونډه لوبوي او په ډیریو وختونو کې د ددویزو رسمي ځواکونو د نااغیزمنتیا او یا د هغوي د کمځواکۍ ځای ډکوي. په ۱۹۸۹ ز کال کې له افغانستانه د شوروي د ځواکونو له وتلو څو میاشتې مخکې ما ته د نولسم ریاست یوه لوړ پوړي افسر وویل چې شوروي اتحاد د مجاهدینو پر وړاندې د اوږدې جگړې په لړ کې بیولوژیکي وسله کارَولې ده. هغه وویل شوروي د ۱۹۸۲ او ۱۹۸۴ز کلونو تر منځ  لږ تر لږه یوه ځل د [ رغام [17] ] یا د [ سودا مونس مالي[18] ] د مایکرو بیولوژیکي وسلې برید کړی او وروسته د همدې کورنۍ نور ډولونه هم کارَول شوي دي. نوموړی وايي دغه برید د الیوشین ۲۸ الوتکې[19] له لارې تر سره شو، یاده شوې الوتکه د سویلي روسیي د یوه پوځي هوايي ډگر الوتکه وه. کله چې ما پورتني مالومات خپلې یوې مالوماتي غونډې ته وړاندې کړل و مې لیدل چې د سي آی اې یوې رسمي چارواکې په خپل ځای کې ټکان وخوړ. نوموړې راته وویل : « موږ گزارشونو په لاس کې لرو چې د افغانستان د جگړې په لړ کې د افغان گوریلايي جنگیالیو په منځ کې یوه ساري ناروغي خپره شوې وه خو هیڅ چا په دې اړوند مشرح مالومات نه ول وړاندې کړي.» 
 
په دې اړوند زما ډاډیینه هغه مهال نوره هم پياوړې شوه چې د ۱۹۹۸ ز کال د اپریل په میاشت کې مې د [‘Top Secret’] مقاله ولوستله؛ دغې مقالې ویل چې شوروي وسلوال ځواک د ۱۹۸۰ ز لسیزې په اوږدو کې د [سویدرلووسک[20]] په یوه پوځي بنسټ کې د افغانستان لپاره د [anti-machinery] بیولوژیکي وسله جوړه کړې وه. تر هغه مهاله چې زه د [Biopreparit] د ریاست د مرستیال په توگه نه وم ټاکل شوی، د هیڅ یوې داسې پروژې په اړوند مې مالومات نه درلودل چې دا ډول بیولوژیکي ایجنټ دې جوړ کړي وي مگر د ۱۹۷۰ ز لسیزي په لړ کې د یوې بکتیریا د خوړونکي ځانگړتیا د څیړنې په ترڅ کې روښانه شوه چې یاده شوې ځانگړتیا د هغو باکتریاوو له کورنۍ څخه راځي چې [ سود ا منس مالي] نومیږي.  
 
دغې بکتیریا ته اوس د رغام یا گلندر ساینسي نوم ورکړل شوی مگر پخوا زما د پلټنو په مهال د سودامنس مالي په نامه پيژندل کیدله.
 
پتـــَــجن pathogen کیدای شي انسان وژونکي وي مگر موږ ېې د جگړې د ډگر تر ټولو غوره وسله بولو. دا وسله کیدای شي له یوې الوتکې څخه د میرڅمن پر کرښو باندې وشیندل شي؛ دا وسله کولای شي د گوریلایي ځواکونو یوه بشپړه فرقه چې په غرنیو سیمو کې پټه او دودیز روزل شوي سرتیري ورته نه شي رسیدلای له منځه یوسي او یا ېې له کاره وغورځوي، دا وسله کټ مټ د افغانستان د ځمکني جوړښت لپاره وړنده ښکاري او هلته زموږ سرتیري له همداسې گوریلايي جنگیالیو سره مخامخ دي.
 
لیکوال کن الیبک د تومسک د طبي انستیتیوت له یوه پوځي پوهنځي فارغ او همدلته ېې د ساري نارغیو او ایپدیمولوژۍ په څانگه کې تخصص اخیستی دی. نوموړی په مایکرو بیولوژۍ کې د وبايي او تولارمي [21] بیولوژیکي وسلو د جوړونې په پلټـنیـزې څانگې کې یوه دکتورا لري او بله دکتورا يي د بایو تکنالوژۍ د ساینس ده چې په دې اړوند تخصص ېې په صنعتي کچه د انترکس د جوړولو د تکنالوژۍ پرمختگ او جوړول دي. نوموړی په ۱۹۷۳ ز کال کې د بایوپرت [22] له ایجنسۍ سره یو ځای شو او له ۱۹۸۸ تر ۱۹۹۲ ز کال پورې ددې ایجنسۍ لومړی مرستیال وو. هغه د امریکا د متحده ایالاتو ځواک ته د بیولوژیکي وسلو په تړاو لکچرونه هم ورکړي دي.  له هغه مهاله چې دی امریکې ته را کډه شوی تر اوسه د بایو دیفنس په څانگه کې ښکیل دی.
 
د لیکوال د شرحې پر بنسټ د پتجن د وسلې د کارولو میتود کټ مټ هماغه میتود دی چې شرحه ېې ماته په ۱۹۹۱ ز کال کې ډاکټر عظیم په خوست کې د خپلې مرکې په ترڅ کې راکړه. وگورئ : [ لمنلیک [23]]
 
د خپلواکۍ د ټینگښیت په څیر د سیاسي مصلحتونو له شعار جوړولو په تیریدنې ، ډیري کسان به دا را سره ومني چې د افغان پرگنو لپاره د « خپلواکۍ د ټینگښت» په نامه څه شی له اره شتون نه لري؛ هغوی که په سپینه نه وايي خو په محتاط او ژور توگه پوهیږي چې د امریکې د څارگرې ادارې رسمي چارواکي د لیکوال د افشاگرو لکچرونو او مالوماتو په اوریدلو ولې په خپل ځای کې « ټکان خوري» چې شورویانو په افغانستان کې پتجن کارَولي دي، دا خبره هغه مهال لا په زړه پورې کیږي چې ډیرو ژورنالیستانو په څو څو ځله د امریکا د آسیا پسیفیک د چارو کمیټې، د امریکې ولسي جرگې یا گانگرس ته زما د شخصي گزارش په گډون دولت ته خبر ورکړی وو چې دغه ډول وسله په افغانستان کې کارَول شوې ده.  په افغانستان کې د منع شویو وسلو د کارَونې د گزارشونو او شواهدو په رابرسیره کیدلو په زباد رسیږي چې د روسيي او امریکي دولتونو دواړو د « هاگ ، ژنیوا او نورو» کنوانسیونونو په شان له بې شمیرو تړونونو او کنوانسیونونو او ورته تأریخي لړیو څخه په پر له پسې ډول سرغړونه کړې ده. پای. 

 ------------------------------------------------------------
[1] depleted uranium (DU)
[2] daisy cutters,
[3]  thermo-baric : ترموبریک بمبونه د تیلو – هوا د بمبونو په نامه هم پيژندل کيږي. دا بمبونه د نورو بمبونو په پرتله له مهالیز اړخه د چاودنې اوږده او لویه څپه رامنځته کوي چې په لړ کې ېې د فزیکي ورانۍ او انساني وژنې کچه زښته لوړیږي. [ ژ]   
non-lethal agents  [4] : دا هغه وسلې دي چې ژر انسان نه وژني. د نړۍ په یو شمیر هـیـوادونو کې پولیس او وسلوال ځواکونه دا وسلې د خلکو د تیتولو او یا پوځي بنسټونو ته د نـیـږدې کـیـدو د مخنـینوۍ په موخه کارَوي [ژ] 
[5] super nerve agents
[6]    Watay  کـیدای شي دا نوم واسع وي یا هغه ته ورته کوم نوم [ژ]
[7] Chemical Warfare, E.M. Spiers, 1986, pp. 105-112
[8]  ypyrite
[9] Soviet Military Archives
[10] Halabja
[11] Soldier of Fortune Magazine, ‘Khost Busters’, Bruce G. Richardson, 1991, p.63
[12] Commission on Security and Cooperation in Europe (CSCE)
[13] Afghanistan, a Search for Truth, Bruce G. Richardson, 2009, pp. 195-198
[14] Biohazard,
[15]  Biohazard, Ken Alibeck, 1999, pp. 268-269
[16] Ken Alibeck
[17] Glanders : ما دغه وييکي ته پښتو مانا ونه موندله، په عربي کې ېې رغام بولي نو همدې امله مې همدا مانا ورته غوره وبلله. دا وسله د سر څرخۍ او غدې او د غدوي ترشحاتو په نامه هم یاده شوې او یو ډول ساري ناروغي لیږدوي چې په بنسټیز ډول لومړی آسونو او خرو ته لیږدول کیږي او له هغوی وروسته انسانانو ته سرایت کوي چې کیدای شي نورو څارویو لکه سپيو او وزگوړو ته هم سراتی وکړي. په انسانانو کې نښې : د سږو پړسیدل، او د تنفسي سیستم په پورتنۍ برخې کې د مخاطي غشاوو ټپي کیدنه. [ژ]
[18]  Pseudomonas mallei : دا هم د پورتني وسلې یو ډول مایکرو بیالوژیکي ایجنټ دی چې په خاوره او تجزیه کیدونکو توکو کې موندل کیږي؛ ډیري دا ډول اینجنټان بوټو یا نباتاتو او یو شمیر ېې انساني بدن ته لاره مومي. [ژ] 
[19] ILyushin-28
[20] Sverdlovsk
[21]  Tularemia : تولارمي کولای شو په پښتو کې د سوی [ خرگوش] د تبې په مانا ومنو [ژ ]
[22]  Biopreparit : دا د شوروي اتحاد د سوسیالیستي جمهوریتونو  د بیولوژیکي وسلو جوړولو یوه ایجنسي وه چې له ۱۹۷۰ ز کال وروسته ېې په کار پيل وکړ. دا ایجنسي د بیلابیلو پټو لابراتوارونو یوه ځالگۍ وه چې ټولو وژونکې بیولوژیکي وسلې جوړولې. [ژ ]       
[23] Afghanistan, a Search for Truth, Bruce G. Richardson, 2009, p.198

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery