لېکوال: پرویز هوډبای دقاعد اعظم پوهنتون استاز
ژباړن: حضرت خان منګل
اوڅنګه به یوملت شي
پاکستان په ۱۹۴۷ کال کې دخپلواک هېواد په توګه رامنځ ته شو ، مګر تراوسه یو ملت نه دی . پاکستان دداسې خاورې نام دی چې لا تراوسه یی هغه معیارونه نه دي پوره کړي چې دملت کېدلو لپاره اړین دي: یوه غښتلی ټولیز هویت ،ملي روحیه ، دګډ تاریخ اوټولیزو موخو لرل . دناسمې ولسواکۍ اودشتمنیو غیرعادلانه ویش او ناسم حقوقي سیستم هغه څه دي چې دپاکستان دملت کېدلو پروړاندې خنډ ګرځېدلي.
په داسې حال کې چې زیاتره پنجابیان ځان لومړۍ پاکستانی بولي بیا پنجابی ، مګر سندیان اوبلوچان بیا داسې نه دي. بلوجستان کې ښوونځي دپاکستان دبیرغ دځړولو او ملی سرود غږولو مخالفت کوي. په عین حال کې سندیان پنجابیان داوبو پرغلا تورنوي، اومتحده قومي ګوند په کراچی کې په سخته توګه توکمیز سیاست پرمخ بیایی، او په اپرېل کې دشمال لودیځې پولې پښتانو دخپلې سیمې نوم په خیبرپښتونخوا واړوه (که څه هم نوراوسېدونکي ورسره مخالف وو) . د دندې ترلاسه کولو لپاره تر پوهې، مذهب او کاست ته زیات پاملرنه کېږي او دټول هېواد په پوهنتونونوکې زده کوونکي دیو بل پرضد په شخړو کې سره بوخت دي.
دملي روحیی د نه شتون بل لامل دادی چې پاکستان په دیني هویت رامنځ ته شوی هېواد دی. دهندو ډیرکي هېواد هندوستان څخه رابېل شوی پاکستان دهغو خلکو ټولګه ده چې اسلام ته اوښتي، او ځان عرب بولي او اوخپله نسبي شجره پرعربو ګډوي او وایی چې عربي نسب او عربي ژبه زموږ ویاړ دی.
دپاکستان جوړوونکی محمد علی جناح هم دمسلمانانو او هندوانو دبېلتون غږپورته کړ، اودخپلو پرځنګ اساس یی داوو چې دغه دوه اولسونه په یو هېواد کې په سوله ایزه توګه ژوند نشي کولای. مګر جناح دولی الله سره چې ږیرور دینی عالم وو توپیر درلود . لودیځ ډوله کالي به یی اغوستل ، دملکې چلند یی درلود ، سېکولر(بې دینه) فکر خاوند وو او دښې ډوډۍ او شرابو ستاینه به یی کوله . جناح هېڅکله هم دخپلو دیني ملګرو داغیز په اړه کوم فکر نه کاوه . په زړه پورې خوداوه چې دځینې دينې ځان ساتو (conservative) ډلو له لوري دمخالفت سره هم مخ شو، لکه مولینا مودودي دجمعیت اسلامي چې ویل یی اسلام په ملي پولو پورې نه دی تړلی .
مګر جناح اودهغه مسلم لیګ تل ټینګار کاوه چې مسلمانان ځان ته یو ملت دی او کېدای شي دهندو ډېرکیو له خواه دښکېلا ک څخه وروسته له منځه ولاړشي.
په دې توګه پاکستان په اصل کې دهندوستان سره دمخالفت په ډول رامنځ ته شو. دبېلتون څخه یوه لسیزه وروسته چې ډېرۍ خلک یی قرباني شول دپاکستان مفکوره( The idea of Pakistan ) په سخته توګه دیوې پوښتنې په توګه پاتې شوه. کله چې جناح په ۱۹۴۸ کال کې ومړ نو دغه موضوع نوره هم پېچلې شوه ځکه له هغه څخه کوم کتاب یا کومې لېکنې پاتې نه شوې ، یوازې څوویناوې ترې راپاتې شوې چې هغه هم یو ډول نظر نه څرګندوي ځېنې یی سېکولر او لېبرال غږ لري او ځېنې یی بیا اسلامي ارزښتونه څرګندوي ، چې نه حل کېدونکی تناقض لري.
دجناح څخه وروسته د ۱۹۴۸ دمارچ ۱۲ ناسته دپاکستان دمسلمان هېواد څخه په اسلامي هېواد اوښتنې لپاره لومړۍ ګام وو. ناسته په دې غونډلې پیل شوه چې پرځمکه دخدای ارادې تمثیلول حاکمیت دی. ورپسې یو بل امتیاز چې ددولت له خواه په پام کې ونېول شوچې ( دلږکیو لپاره دوړ قانون رامنځ ته شي چې وکولای شي په آزادانه توګه خپله عقیده ښکاره او خپل دیني کړه وړه ترسره کړي او خپل کولتور ته پرمختګ ورکړي. دې مسلې په پاکستان کې دلږکیو مفکوره رامنځ ته کړه او دبرابروالي حق یی تر پوښتنې لاندې راوست چې دپرمختللې ډیموکراسۍ بنسټ جوړوي.
دغه دیني هویت ډېر زر په دردونکي تناقض بدل شو. لودیځ پاکستان غوښتل چې پر ختیځ پاکستان واکمني وکړي او ورڅخه دبهرني ښکېلاک ګر قدرت په توګه کرکه رامنځ ته شوه .
دجناح ددوو ملتونو تیوري هغه مهال خپل اهمیت له لاسه ورکړ کله چې په ۱۹۷۱ کال کې ختیځ پاکستان خپلواکي تر لاسه کړه او پاکستاني پوځ ماتې وخوړه. دبنګالي مسلمانانو مینه دبنګلدیش سره او دلسیزو وروسته دهغوی ویاړ پر خپله خاوره دپاکستان بنسټیزفکر له ستر ګواښ سره مخ کړ. دوړاندوینو پرخلاف پاکستان لا تراوسه دهېواد په توګه پاتې شو او دغښتلي پوځ پرمټ یی دبلوچانو او سندیانو بېلتون غوښتونکي غورځنګونه دړې وړې کړل.
د۱۹۷۱ څخه وروسته دیوڅه مهال لپاره ملي ايډیالوژي دهېرې کندې ته غورځار شوه . دپاکستان دوخت لومړي وزیر ذلفقارعلي بوټو هڅه وکړه چې پاکستانی هویت دختیځ پاکستان دلاسه ورکولو دغچ اخېستلو پر اساس راژوندی کړي. هغه دهند سره دزرکلنې جګړې ژمنه وکړه ، او په ۱۹۷۲ کال کې داټومي بم دجوړولو هڅې هم پیل شوې . که څه هم دغه کار دیومهال لپاره اغیزناک تمام شوخو د ۱۹۷۷کال کودتاه دغه هڅې دناکامۍ سره مخ کړې.
دضیا طرح:
کله چې جنرال ضیاالحق دقدرت واګې ترلاسه کړې دپاکستان دبیا جوړولو اودیو واحد هویت ټاکلو هڅې یی هم پیل کړې. ده دناپیلیون پناپارت په څېرغوښتل چې له ملي دولت څخه یو ملت رامنځ ته کړي. ایریک هابسوام چې یو پېژندل شوی مارکسیست تاریخپوه دی وایی چې دفرانسې دولت دفرانسې ملت جوړ کړنه دفرانسې ملت دفرانسې دولت . په همدې توګه ضیا غوښتل چې ددولتي قدرت پرمټ ملت، ددیني اصولو پراساس جوړکړي نه دسېکولریستي اصولو پراساس. اوپاکستان یی اسلامي هېواد ونوما وه نه دمسلمانانو هېواد او اسلامي قوانین به ترټولو لوړ قدرت وي . ضیا پوهېده چې پدې کار سره به دپاکستان راتلونکی نسلونه له لېبرالېستي او سېکولرېستي ارزښتونو پاک وي.
پدې توګه دغه طرحه د دولت لوري دپروژې په ډول دیوې لسېزې لپاره تعقیب شوه . ډیموکراسي غیر اسلامي اعلان شوه او کولتور دهندو ْککړتیا ْ څخه پاک شو.اردو له هندي کلماتو ترممکنه بریده پاکه شوه ،دلباس یا کالیو قوانین جوړشول ،دپوهنتونونو استازان له دیني پلوه په سخته توګه تر څار لاندې وو، اودین دژوند په ټولو عامه او خصوصي څانګو کې پلي شو. دضیا ستراتېژۍ لپاره پوهنه اساسي وسیله وه، هغه په ۱۹۸۱کال کې دپوهنې څانګې چارواکوته امر وکړ چې دپاکستان تاریخ بیا له سره ولیکي. اودښونځیو لپاره نوی نصاب باید دهېواد پرتېر تاریخ ویاړ،اوسمهال ته لېوالتیا او دهېواد پر ثبات او پایښت ټینګ باور رامنځ ته کړي. جناح اودپاکستان جوړولو غورځنګ څېرې باید سپېڅلي دیني بنیادګر وپېژندل شي که دوی ږیرې پرېښودلې او که نه ، اوددوی ژوند باید له عامو خلک پټ وساتل شي. ترڅو درامنځ کېدونکي ابهام څخه مخنیوی وشي.
دپوهنتونونو دکمېسیون په هکله دولسمشر له خواه فرمان صادرشو چې وروسته له دې به دټول پاکستان دزده کړې کتابونه بایدڅرګند کړي چې :
دپاکستان اساس توکم ، ژبه او جغرافیوي موقعیت نه بلکې ټولېز دیني ارزښتونه جوړوي. ترڅو زده کوونکي دپاکستان ایډیالوژي زده اودشعارونوسره یی دخلکو مینه زیاته کړي. ترڅو زده کوونکي دپاکستان وروستۍ موخې لپاره رهبري کړل شي- دیوبشپړاسلامي شوي هېواد رامنځ ته کول.
دڅوکلنو په جریان کې پاکستاني زدوه کوونکي دپاکستان دایډیالوژۍ په اړه له نوې فکر سره وروزل شول چې : پاکستان کا مطلب کیا؟ لااله الاالله ! ( پاکستان څه مانا لري؟ غیرله الله څخه لایق دعبادت نشته ) که څه هم دمطرح شوې پوښتنې په وړاندې دغه کو م سم ځواب نه دی ، دضیا ستراتېژۍ ډېر زر ښې پایلې وښودې.
لږ ترلږه یوې لسیزې ته اړتیا وه چې پاکستان دډېرکي منځلارې مسلمانو هېواد څخه په یوداسې هېواد بدل شي چې اتباع یی وغواړي چې اسلام یی دژوند په ټولو برخو کې مهم رول ولوبوي. ددین اغیز اوس په ښکاره توګه څرګند دی. ان چې دشرعیت غوښتونکي طالبان اوس په سوات او ځېنې نورو ځایونو کې ښونځۍ الوزوي.
دنړۍ د عامه اذهانو پرلیکې، ټولپوښتنې جوته کړې چې ۵۴ سلنه پاکستاني شرعیت غواړي، ۲۵ سلنه یی یو معتدل اسلام پلویان دي. دبریتانیی قونسلګرۍ له خواه په ۲۰۰۹ کال کې په لار اچول شوې ټولپوښتنې بیا په ډاګه کړې ۷۵ سلنه ځوانان لومړۍ ځان مسلمان بولي بیا پاکستانی یوازې ۱۴٪ سلنه پاکستانیان لومړۍ ځان دپاکستان تبع بولي.
دهېواد ځوان پاړکی بیکارۍ ، اقتصادي انفلاسیون ،فساد او شخړو اندېښمن کړی دي. په داسې ستونزمن حالت کې دا دحیرانتیا خبره نه ده چې ډېری خلک دین خپله تکیه ګاه بولي. ځینې لکه زید حامد دپاکستان یو نوی خلک غولوونکی بیا وایی چې دشخړو دډول تغییر دپاکستان لپاره دحل لاره ده ، حامد دکالجونو زده کوونکي هڅوي چې هغه ته په ایدتوریمونو کې غوږ ونیسي ، دی وایی چې په افغانستان کې یی دروسي یرغل پروړاندې جهاد کې ونډه اخېستې او له ټلویزیونونو له لوري یی په مېلیونونو خلک ګوري او دپاکستان دحکومتي فساد په اړه خبرې کوي. دی وایی چې اسلامي نظام هغه هم طالباني ډول نظام به ډېر زر دپاکستان داوسنۍ فاسدې محکمې چې بریتانیی جوړه کړې ځای ونیسي.
لکه هټلر چې دجرمني په اړه ناسم فکر درلود چې (جرمني به ټوله نړۍ نیسي) حامد هم دپاکستان په پوځ غږ وکړ چې دهند سره جګړه پیل کړي او کشمیر،فلسطین ، چیچنیا او افغانستان آزاد کړي. یوه ورځ هغه ویل چې دپاکستان بیرغ به انشاالله دهند دسرې کلا څخه رپېږي. زده کوونکو په وحشیانه توګه ورته چک چکې کولې .
لا تر اوسه غیر اسلامي هېواد؟
سره له دې چې دضیا دیني طرحه بریالی نه شوه ، اودغه دیني حرکت دپاکستان لپاره یو نوی هویت رامنځ ته نه شو کړای او پاکستان یوشرعي دولت نه شو جوړ. ولې؟ توکم پالنه یی کېدای شي دځواب یوه برخه جوړه کړي.دغه دیولوی هویت درامنځ ته کولو پروړاندې پراخ مقاومت دی چې په تاریخي توګه دهغو خلکو له خواه رامنځ ته شوی چې غواړي خپل بېلابېلوالی له نورو څخه وساتي چې هغه دوی په کالیو، خواړو، فولکلوراو د ګډ تاریخ په توګه څرګندوي. دپاکستان بېلابېل خلک په یو ملي کولتور بدلولو پروړاندې دا فکر دیو مخالف ځواک په توګه عمل کړی.
توکم پالنه کېدای شي چې له منځه ولاړه شي، کولای شوچې دیوالي په ځواک یی له منځه یو سوچې یوالی دټولو توکمونو لپاره اقتصادي زیرمو او موکو ته دپراخ لاس رسي له لوري رامنځ ته کېدای شي. مګر ددې کار لپاره چې اغیزناک وي، داړینه ده چې حکومت یو اغیزناکه حکومتداري اوروڼتیا رامنځ ته کړي چې ټولو توکمونو لپاره یو شانته وي.
دپاکستان مخور واکمن وړ کسان نه دي، هغوی له زورورو زمیندارانو او فیوډالانو څخه رېښه اخلي ، پوځي واکدارانو او اقتصادي مخورو د بېلتون څخه وروسته له یو بل سره لاس ورکړ چې واک په لاس کې واخلي مګر دوي په ښکاره توګه د ځان په غم کې ول نه دملت له دې امله یی خپل مشروعیت له لاسه ورکړ.
دغه اسلامي دولت خیال یو څه هیلې رامنځ ته کړې نور یی هېڅ څه ونه کړل . دیو سیاسي او پوځي جوړښت موضوع له وخته تېره موضوع وه او دښکاره بېلتون لامل شو. ضیا څخه وروسته نسل باور لري چې ټولې ستونزې به هله هوارې کړل شي چې هېواد مو بنسټیز اسلام ته مخه کړي، ددولت سره ددغه نظر یوځای کول یو څه ګډوډی رامنځ ته کړه ، داچې فکر کېږي چې رېښتونی اسلام کولای شي چې ټولې ستونزې هوارې کړي او له شخړو پاک هېواد لامل وګرځي خو په واقعیت کې دقران او حدیث تفسیر په بېلابېل ډول کېږي او بنسټیز اسلام کېدای شي چې په هرډول تعریف شي. چې دغه حالت دشخړې او مخالفتونه نور هم زیات کړي او هره ډله فکر کوي چې دوی یوازې دخدای رضا ښه پېژني. په ۱۹۸۰ کې دسنیانو اوشعیه ګانو ترمنځ مرګوني جګړې پیل شوې. او ان هغه څوک چې خیالي اسلامي دولت جوړولو فکر کوي هم دپاکستاني طالبانو له لوري ویرول کېږي څوک چې غواړي دخپل ډول اسلامي شریعت دکلاشینکوف او ځانمرګو بریدونو په واسطه پرخلکو وروتپي.
اساسي پوښتنه لا تراوسه بې ځوابه پاتې: له اسلام څخه کوم تعبیر او تفسیر رېښتونی اسلام دی؟ داهل سنت والجماعت له څلورو( حنفي،شافعي،مالکي،حنبلي) مذهبنونو څخه کوم ډول شریعت باید ومنل شي؟ آیا ټول یا زیاتره پاکستانیان به نه ټاکل شوی امیر المومنین یا خلیفه ومني؟ اودشعیه ګانو سره به څه کېږي؟ دیموکراسي په هر دیني دولت کې له منځه ځي ځکه په یو دیني دولت کې هر څه باید دخدای دوحی پر اساس پر مخ ولاړشي. دبېلګې په توګه ابوالالمودودي په خپل کتاب اسلام قانون او اساسي قانون کې ویلي چې ، داساسي قانون جوړوونکي باید ، دټاکنو داسې سیستم په پام کې ونیسي چې دداسې کسانو دټاکلو لامل شي چې پرې باور کېږي او پرهېزګاره وي او داسې لارې چارې رامنځ ته کړي چې دهغو خلکو دسېسې او پلانونه شنډ کړي چې غواړي دباور فضا له منځه یوسي او بلاخره دهغوی څخه دخلکو کرکه رامنځ ته شي او دخلکو له لورې تقبیح کړل شي سره له دې چې په ټاکنو کې بریالي هم وي.
په دې جمله کې (بې پولې دولت ) هر مسلمان په هرځای کې کولای شي چې تبع وي. دغه ترټولو ښه حکومتداري ده ، نه یوازې ددې لپاره چې مشر یی پرهېزګار وي بلکې هغه څوک چې رایه کاروي هغه هم پرهېزګار وي.
په حقیقت کې دین دپاکستان بنسټ نه شي کېدای ، که څه هم پاکستان درامنځ ته کېدلو لامل دین وو. له بېلتون څخه نیمه پیړۍ وروسته پرویز مشرف دمدرنېټي لپاره غږ پورته کړ. هغه پوهېده چې دیني پاکستان نشي کولای چې پرمخ ولاړ شي که څه هم دغه فکر دده دنورو مسوولیتونو سره په ټکر کې هم وو چې دی دپاکستان د پوځ مشر هم وو. دضیا له وخت څخه پوځ دپاکستان دایډیالوژیکي پولو ساتنې لپاره ډېر مغرور شوی . اوپه ۱۹۸۰ کې په شعوري توګه راډیکالیزم رامنځ ته شو تر څو په افغانستان او کشمیر کې ترې دوسېلې په توګه کار واخلي.
که څه هم دمشرف ځای ناستي جنرال پرویز کیاني هم زیار ویوست چې پوځ مخکني حالت څخه لرې وساتي، داجوته نه ده چې دی او یا نور مشر افسران څومره کنټرول لري. او اسلام پال هڅه کوي چې دلېوال افسرانو په مټ دضیا دوخت ملایی ټلواله رامنځ ته کړي.
سره له دې چې داسمه ده چې دیني ګوندونه لپاره لا ډېر وخت دی چې دپام وړ رایی خپلې کړي، بې دینه نظام دپا کستان دخلکو لپاره هېڅکله دعادل ، وړ یا دیکتاتور نظام په توګه نه دی منل شوي. اسلام دپاکستان داساس په توګه منل شوی او هر بل وړاندیز دهېواد لپاره دخلکو غبرګون رامنځ ته کوي. او له بل لوري پاکستان څخه دیو شرعي دولت جوړل به دغه هېواد په کورنیو جګړو کې ښکېل کړي. ولې؟ ځکه شریعت دپاکستان ټولو ستونزو فساد، غیر مساوات او نیمګړي حکومتدارۍ لپاره دحل لار بلل کېږي، دې اصلي ډول به هغه مهال رامنځ ته شي چې درېښتوني پلي کېدلو هڅې یی تر سره شي.
یو څه وخت مخکې دخلکو پروړاندې یوه ډارونکې او نه کنټرولېدونکې ځواک رامنځ ته شو، لکه په صوات کې چې پاکستاني وهابی- دیوبندي- سلفي طالبانو ښځینه دکور څخه باندې پرېښودلو ، زدکړې او دندې ترسره کول څخه منع کړې. نارینه باید ږیرې پرېږدي، دپطلون پرځای کالي واغوندي او هېڅکله لمونځ قضا نه کړي ، دمرتدینو وژل، په متروکه وهل او دبدن غړو غوڅول دطالبانو دجزا قانون اساسي برخه جوړوله . له نیکمرغه هغه خلک چې داسې ډول شریعت غواړي یوازې لس سلنه خلک دي ، خو بیا هم په میلیونو نو مانا لري.
پاکستان باید پاتې شي
په عامه اصطلاح کې دولت ، حکومت اویا خاورې ته ویل کېږي ، او په نړیوالو قوانینو کې دولت دنورو دولتونو له خوا دهغه دحاکمیت پیژندل چې وکولای شي نړیوال تړونونوکې شامل شي. سربېره پر دې یو حکومت ته هم اړتیا لري چې کورنۍ چارې یی پر مخ بوځي. اودسیاسي علومو معیاري تعریف د ملي دولت داسې دی: دولت یوې منظمې سیاسي ټولنې ته وایی چې ټاکلې پولې ولري او کورنۍ او بهرنی حاکمیت ولري ، او قدرت یی ټول په خپل انحصار کې وي. ماکس وبر چې یو سیاسي اقتصاد پوه دی وایی چې دولت هغه انساني ټولنې ته ویل کېږي چې په یوټاکلي خاوره کې دفزیکي قوې د کارونو ادعا کوي.
پورتني تعریف پر اساس پاکستان یو ملي دولت دی او باید دیو دولت په توګه پاتې شي. او په حقیقت کې باید همداسې وي ، ځکه ددې اتمي دولت له منځه تللو زیان به ډېر سخت وي چې جبران شي. پاکستان کولای شي چې یو ملت جوړ شي، او کولای شي چې سره یوشي. که څه هم دین دپاکستان راتلونکي اساسي واقعیت جوړولای شي ، خوباید ددین پرځای نورې رېښې رامنځ ته شي چې دپاکستان راتلونکی جوړ کړي.
په دې طریقې سره به : دپېړیو په تېرېدلو سره باران ډبریز غرونه ويلي او ښېرازه خاروه به رامنځ ته کړي. همدارنګه ملت هغه مهال جوړېږي چې خلک په یوځای کې داوږدمهال لپاره ژوند وکړي، څومره اوږد مهال پکار دی؟ دپاکستان په مورد کې وخت ډېر کم دی ، دلته بېلابېل خلک دي مګر ټول په اردو پوهېږي، دوی ټول یو ډول تلویزیوني خپرونې ګوري، ورته راډیو ګانو اوري،ټول له ناوړه اوناسمې بیروکراسۍ ځوریږي ، ټول یو ډول ناسم تعلیمي نصاب څخه ګټه اخلي. پاکستانۍ کولتور به رامنځ ته کېږي مګر لا تر اوسه ډاډینه نشته ، دواړه پخوانۍ شوروي او یو ګوسلاویا دڅو لسېزو وروسته له منځه ولاړ. کچېرې پاکستان غواړي چې پاتې شي او ملت کېدلو لپاره کړنلاره رامنځ ته کړي ، باید ټولې ستونزې وپیژني او دسمون په لټه کې یی شي.
وړ کړنلاره به څه وي؟
لومړۍ پاکستان سولې ته اړتیا لري.دا په دې مانا ده چې خپله ټول پام دکورنیو جګړو پای ته رسولو ته واړوي.د هند سره ۶۰ کلنې جګړې موږ ته هېڅ هم په لاس رانه کړه یوازې نظامي پاکستانۍ دولت یی رامنځ ته کړ. دکشمیر مسلې هېواد په وینوکې ډوب او هېواد یی بهرنیو مرستو ته اړ کړ. دپوځ رول باید یوازې دخلکو ساتل او دهغوی داساسي او ملکي ازادیو تامینولو پورې محدود شي. په داسې یو حالت کې چې یاغیان دپرمختګ مخه نیسي، ښونځي الوزوي او ډاکټران وژني ، په داسې یو حالت کې پاکستان باید خبروته کیني، مګر داسې نه چې تسلیم شي. اوسنۍ حالت داسې برېښي چې راتلونکې به خبرې ، جنګ ، خبرې ،جنګ وي...
دوهم پاکستان اقتصادي عدالت ته اړتیا لري. دا باید داسې نه وي لګه سوالګرته چې خیرات ورکوې. بلکې دکار زمینه برابره کړي او دښه او سختوکارونو په مقابل کې امتیاز رامنځ ته کړي. عاید باید داسې نه وي چې ډېر زیات او یا ډېر کم وي. موږ نه شو کولای چې کم او زیات اندازه کړو ، مګر اخلاقا کورنۍ حالت څخه مالومېږي چې ځینې شیان ډېر زیات ځورونکي دي چې کله مالدار پاکستانی درخصتۍ لپاره دوبۍ ته ځی اومیندې ځان وژنه کوي له دې امله چې خپل اولاد ته خواړه نه شي موندلی. دټولګټې حکومت رامنځ ته کول په پاکستان کې لرې خبره ده ، هندوستان دخپلواکۍ سره یوځای فیوډالي سیستم له منځه یو وړمګر په پاکستان کې حالت په هغه پخواني حالت کې دی او د دولتي چارواکو له خواه ساتل کېږي. ځمکني اصلاحات چې دایوب خان او ذلفقار علی بوتو له خواه اعلان شول یوازې یو نظر وو . په وروسته کلنوکې چې کله دپوځ رول په ملي سیاست کې زیات شو ، پوځ په خپله په زمیندار او پانګه وال پاړکي واوښت.
دریم،پاکستان باید دښکېلاک دوخت حکومتداري رامنځ ته کړي. بېلابېل تاریخي خلک غواړي چې په خپله خوښه یوځای واوسېږي. قوي مرکزي دولت په اسلام آباد کې نه شي کولای چې دداسې دبېلابېلو خلک څخه جوړ هېواد ښه رهبري کړي ،زیات ولایتونه باید رامنځ ته شي ،کوچني اداري څانګې باید جوړې شي.
دهند په څېر پاکستان هم باید داسې فدرالي سیستم رامنځ ته کړي چې ولایتي او ځایی حکومتونه دپام وړ اقتصادي او ټولنیز قدرت ولري. چې دهېواد دفاع او بهرنۍ پالیسي دمرکز سره وي، په ځانګړې توګه دپاکستان ستونزه دبلوچستان سره باید هواره کړل شی مګر سیاسي حل لار ورته وکتل شي نه نظامي زور له مخې . دهند ملامتول هېڅ ګته نه لري – بلوچ پر حقه دي .
څلورم ، پاکستان ټولنیز تړون او اقتصادي عدالت ته اړتیا لري، دولت باید ټول اتباع مساوي وګڼي چې په خپله خوښه اساسي ټولنیزمسوولتیونه ترسره کړی. مګر پاکستان اوس ان چې اساسي ساتنې چې په اساسي قانون کې ویل شوي دی هم له منځه وړي. بې وزله خلکو ته خپل حقونه نه رسېږي لکه دهغو امن او اوبو اوښارونو ته دهغوی لاس رسی ، مګر شتمن اړ اېستل کېږی چې هغه وپېري ، بې وزله او شتمن داسې احساس نه کوي چې ټولنیزمسوولتیونه ترسره کړي.
پنځم دهېواد تعلیمي نصاب غښتلي بیاکتنې ته اړتیا لري. زیاتې پیسې دښوونځیو پر ودانیو ، کتابونو، ښوونکو په تنخوا ګانو لګېږي. مګر دا کافي نه دي، ښوونځي ماشومان داسې روزي چې بې له فکر کولو حکومت ومني، که مخکنیو حل لارو ته وکتل شی چې زده کوونکوته ورزده کېدل چې ددین ، کولتوراو ژبې په اړه سخته دریځه وي. ددې پرځای باید ماشومان ، آزاد فکره ، نوښتګر ، منطقي ، ټولنې ته مسوول وروزل شي او بېلابېلوالی قدر وکړي.