مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-12-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د اسامه بن لادن برخلیک د توري پردې شاته !

د اسامه بن لادن برخلیک د توري پردې شاته !
ميرويس جلالزی 
 له روان 2005 میلادي کال راهیسي تر دې مهاله د القاعده  شبکی د مشر اسامه بن لادن هیڅ پیغام ندی خپور شوی؟
 د نوموړي د ژوند ، کنټرول، او حتی د مرگ په هکله شکونه مخ پر ډیرېدو دي .
 او دا پوښتنه تر اوسه هم پاتې ده چه اسامه بن لادن چه لویدیځ او امریکایې د مرگ او ژوند په لټه کښي ده تر اوسه چیرته پټ شوی دی ؟
 د نوموړي چپ خوله پاته کیدل د امریکا په دفاع وزارت او نړیوال تجارتي مرکز باندي په کال 1380 لمريز کښي د بریدو نه وروسته یوه اوږد مهاله سکوت دی چه د نوموړي د ژوند او مرگ په اړه اندېښنې لا زیاتوي .
 وروسته له هغه چه په کال 1383 کښي د اسامه له خواه د یو ږغيز ټیپ په خپریدو ابومعصب الزرقاوي په عراق کښي د القاعده د مشر په توگه وټاکل شو نو بیا تر اوسه د القاعده د تروریستي شبکې د مشر ږغ ندی اوریدل شوی .
 له دې ټیپ نه مخکي په یو بل ټیپ کښي اسامه په خپلو پلویانو ږغ کړی وو چه په عربي هیوادو کښي په نفتي تاسیساتو بریدونه تر سره کړي ا و سعودي عربستان ته یې هم گوت څنډنه کړې وه چه د خلکو له خواه به له یو ستر پاڅون سره مخ شي .
 وروسته له دې دوو ټیپی پیغامو بیا تر اوسه د بن لادن ږغ ندی تر غوږ شوی او نوموړی په یو سکوت کښي ډوب او نده روښانه چه ایا م.....که ....ژ او چیرته دی؟
 پدې موده کي چه اسامه بن لادن نه بریښي نو د هغه لمړی مرستیال ایمن الظواهري چه د دې شبکې په مغزو مشهور دی کله نا کله ځینی ویډویي او ږغيز پیغامونه خپروي او کله ناکله هم لیدل کیږي چه په ویډویي فيته کښي یې تر څنگ ټوپک ولاړ او په خپلو جنگیالو د مقاومت ږغونه کوي .
 ظواهري په هغه فیته کښي چه د سپتمبر په میاشت کښي خپره شوې
 وویل چه اسامه بن لادن تر اوسه ژوندی دی او د لویدیځ په وړاندي د جگړو اصلی قومنده د ده په لاس کښي ده ..............!
 ظواهري پدې فیته کښي دا هم ویلی وو چه القاعده تر اوسه هم د خدای په فضل د لویديځ والي په وړاندي د جهاد اصلي مرکز ده او بن لادن هم د دې مرکز په سر کښي قرار لري .
 له بل لوري په وار وار ویل شوي چه بن لادن یا خو په پاکستان یا هم په افغانستان او یا هم د دواړو هیوادو تر منځ په گډو قبایلي سیمو کښي پټ دی ..!
 خو د پاکستان اولسمشر پرویز مشرف په خپل وروستي وار ویلي وو چه نه پوهیږي چه اسامه ژوندی او یا خو هم مړ دی! او دا یې هم ویلې وو چه نغواړي د اسامه د ژوند او مرگ په اړه شک څرگند کړي .
 له بل لوري په افغانستان کښي د امریکایي قواوو لوی قومندان کرل اکنبیړي بیا ټینگار کوي چه د القاعده  شبکې مشر تر اوسه ژوندی او روغ رمټ دی او امریکایي ځواکونه تر اوسه هم د هغه د نیوني په لټه کښي دي .
 خو پورترگاس د امریکا د استخباراتي ادارې مدیر د امریکا له ( ای بي سي) تلویزیوني شبکې سره په مرکه کښي ویلي ووچه د بن لادن پډن ځای پیژندل شوی دی او امریکا اوس د هر وار په پرتله د هغه په اړه ډیر معلومات لري .
 د اسامه بن لادن د برخلیک په اړه وروسته له هغه شکونه ډیریږي چه اسلامي خبري انټرنټ پاڼي له بن لادن نه هرکلی کوي او د هغه په ستاینه ورځي تېروي .
 په دی ورستیو ورځو کښي په یوې خبري انترنټ پاڼه کښي راغلي وو چه اسامه بن لادن ځکه له یو کال راهیسي چپ پاته دی چه امریکایان ونکړای شي د هغه درک او پټن ځای په نښه کړي .
 په یوه بله عربي خبري انترنټ پاڼه کښي بیا راغلي وو چ اسامه بن لادن د افغانستان او پاکستان تر منځ په پرتو غرنیو سیمو کښي پټ شوی دی................؟
 په پاکستان کښي د مډیا واچ سخت دریځي ورځپاڼي مدیر مسول یعقوب چه له اسلام اباد نه یې ورځپانه خپروني کوي فرانسه خبري آژانس ته یې ویلي چه په اطمینان ویلای شي چه اسامه روغ دی .
 نوموړي ویلي بن لادن ځکه پټ دی چه نغواړی امریکایی استخباراتی اداره (سی ، ای ، اې ) یې ونیسي او دا هم د نوموړي یو پیاوړی تکتیک گڼل کیدای شي .
 خو افغان چارواکي بیا وایې چه اسامه بن لادن په دې سربیره چه په افغانستان کښي نشته نو کیدای شي چه په پاکستان کښي پټ وي ځکه په افغانستان کښي د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیل زاد څه موده وړاندي ویلي وو چه اسامه بن لادن د پاکستان په خاوره کښي پټ شوی خو پاکستاني چارواکي دا خبري بې بنسټه ګڼي .
 یو بل میلادي کال هم تیر شو خو تر ا وسه هم نده روښانه شوې چه ایا بن لادن چیرته دی ؟
 ایا امریکا نشي کولای د بن لادن پټن ځای ومومي؟
 ایا بن لادن تر امریکا او لویدیځوالو قوي دی؟
 د دې پوښتنو ځواب به وخت ونیسي او دا به وخت وټاکي چه بن لادن چیرته دی او څه وخت یې د نیوني موده پوره کیږي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery