په ويلو او ليکلو کي همرنگي يا نيژدې والی
څلرمه برخه
د گردۍ هې ( ه) او همزې (ء) مسأله
زموږ پخوانو شاعرانو، ليکوالو او پوهانو په خپلو ارزښتناکو اثارو کي د پښتو زورکي(ǝ) د ټرانسکريپشن دپاره کله کله د عربي ژبي د فتحې ( َ- ) له نخښي څخه کار اخيستئ دئ؛ او کله کله يې بيا د پاړسي ليکدود په پيروۍ له غيرملفوظي يا گيردۍ/ گردۍ هې ( ه) څخه استفاده کړې ده؛ مثلاً ځينو ونه او درخته د « ونَ » او « درختَ » په بڼه ليکلې ده؛ او ځينو نورو بيا زموږ له اوسني ليکدود سره سم د « ونه » او « درخته » په ډول . د برو پښتنو معاصرو ژبپوهانو، ليکوالو او څېړونکو هم د دې مقصد دپاره گيردۍ « ه » کار کړې ده . په افغاني ژبپوهانو، څېړونکو او ليکوالو کي، ځيني د دې ږغ د ټرانسکريپشن دپاره د گيردۍ هې ( ه ) پر ځای له همزې ( ء) څخه کار اخلي . د کښته پښتنو ليکوال، شاعران او څېړونکي بياپه ځينو ټکو لکه : که، له، مه، په، ته، زړه، ښه او داسي نورو کي د « ه » پر سر يوه همزه هم کاږي لکه : کۀ، لۀ، مۀ، پۀ، تۀ، زړۀ، ښۀ او داسي نور؛ حال دا چي د ځينو نورو ټکو دپاره بیا يوازي گيردۍ « ه » استعماليي لکه : ننداره، نظاره، کناره، دوباره، نسته/ نشته، نغښته، محوه او داسي نور. نن سبا د برو پښتنو د ځينو ليکوالو په ليکدود کي هم د پېښوري ليکوالو دغه راز توري او نخښي ليدلي کيږي .
په دې اړه اساسي پوښتنه دا ده، چي د زورکي د املايي افادې دپاره ايا د گيردۍ هې ( ه )، همزې (ء) يا گيردۍ هې او همزې ( ۀ) گډ استعمال د پښتو ټکو په وينگ او کښنگ کي د بېلوالي غوټه خلاصولای سي که څنگه؟ په دې خبره ټول پوهېږو، چي په پاړسي کي هې ( ه) پر دوه ډوله ويله کيږي، چي يوې تې ملفوظه ( هغه « هـ » چي هم ليکل کيږي او هم ويل کيږي) او بلي تې غيرملفوظه ( هغه هې چي يوازي ليکل کيږي؛ خو په ويلو کي برخه نه لري) هې وايي . هوش/ هوښ، هوا، شهر/ ښهر او داسي نور ملفوظه «هـ » ده، چي د بېلابېلو ټکو په سر، منځ او پای کي راځي . په مرده، زنده، بنده او داسي نورو ټکو کي راغلې هې گرده د غيرملفوظي هې مثالونه دي . په پښتو کي هم له هغو پخوانو شاعرانو، ليکوالو او پوهانوچپه، چي د غيرملفوظي هې دپاره يې له عربي زْوَر يا فتحې څخه کار اخيستئ دئ، په نورو ټولو حالاتو کي د همدې پاړسي قاعدې پيروي سوې ده . ياني موږ هم د پاړسي ژبي په شان په هوښ، هوا، ښهر ( دا ټکی په سر کي له پاړسي « شهر » څخه مفغن سوئ دئ؛ خو تر څه زماني بدلونو وروسته دا دئ له ننني تلفظ سره سم، په « ښار» اوښتئ دئ) او داسي نورو ټکو کي د هې ( هـ ) ږغ هم په تلفظ کي شاملوو او هم يې په ليکنه کي کاږو. که څه هم په پښتو کي د ملفوظي هې ږغ زياتره په الف اوړي لکه : « اگۍ »، « اوا»، « ښار »، « شازاده »، « شاکار » او داسي نور، چي موږ ټول يې د دوديز ليکدود له مخي د « هگۍ »، « هوا »، « شهزاده »، « شهکار/ شاهکار» په بڼه کاږو. په دې ډله کي يوازي « ښار » عموماً او« اگۍ » قسماً په اوسنۍ ږغيږه بڼه منل سوې ده . « ونه »، « ساده »،« ښه »، «کړه »، مړه ( مردگان) او داسي نور ټول هغه ټکي دي، چي د پاړسي په شان يې په ليکنه کي گيردۍ هې کاږو؛ خوپه ويلو کې نه وايو.
لکه څنگه چي مخکي يادونه وسوه، غيرملفوظه يا گيردۍ هې په دغه راز ټکو کي فقط د زورکي د اواز د تمثيل دپاره کښل کيږي؛ او د زورکي اواز هم په واقعيت کي له هغه ږغيږ توري څخه پورته کيږي، چي تر گيردۍ يا غيرملفوظي هې مخکي راغلئ يي . له همدې کبله زموږ ځينو پخوانو شاعرانو او ليکوالو په خپلو اثارو کي د پاړسي دود او دستور پر خلاف د دغه راز ټکو د املا دپاره د عربي ليکدود پيروي کړي ده؛ او د هغه ږغ لرونکي توري پر سر يې فتحه يا زْوَر ايښئ دئ، چي تر هې مخکي راځي لکه : « ونَ »، « سادَ »، « ښَ »، « کړَ »، « مړَ » او داسي نور. په ډول گورو، چي همزه هم د گيردۍ هې په شان په يوازيتوب سره د زورکي د ږغ استازيتوب نسي کولای . لکه څنگه چي وړاندي اشاره وسوه، په عربي کي هم ږغ په واقعيت کي په هغې فتحې، کسرې او ضمې پوري اړه لري، چي له همزې سره ملگریتا کيي،که نه نو همزه خو له ځانه هيڅ ږغ نه لري .
د ځينو ټکو په ويلو کي د خج مسأله څنگه حلېدای سي؟
ژبپوهانو او ادبپوهانو ته مالومه ده، چي د ځينو پښتو ټکو بعضي برخي په خج يا فشار(accent/stress) سره ويلي کيږي . د وينگ او کښنگ تر منځ د همرنگۍ يا نيژدې والي اصل غوښتنه کيي، چي د بېلابېلو ټکو په ويلو کي د خج مسأله بايد د هغو په ليکلو کي هم له پامه و نه غورځول سي مثلاً: زړه ( سابقه، گذشته، قديمی)،کډه ( چُقری، جای گود و ژرف در امتداد راه)، بېله ( ناوه برای انتقال آب)، شوله ( غذای نرم معمولاً تيار شده از برنج لُک) او داسي نور هغه ټکي دي، چي په ويلو کې زور او فشار پر دوهمه څپه دئ (Oxytone) . که په داسي ټکو کي د خج ښوولو دپاره بېلوونکې نخښه ونه لرو، هرومرو له هغو مشابه ټکو(homographs) سره د التباس او مغالطې په لوی سرخوږی اخته کيږو، چي په ويلو کې خج يا فشار پر لومړي سپوڼ دئ (paroxytone) لکه : زړه ( دل، قلب)،کډه ( کوچ، زن، خانم)، بېله ( جدا، عليحده)، شوله ( شالۍ، بوتۀ برنج) او داسي نور.
په داسي مواردو کي گيردۍ هې يا همزه په يوازيتوب سره د خج مسأله نسي ښوولای . گيردۍ هې خو له عمرو څخه د دود او دستور له مخي زموږ په ليکدود کي د زورکي د تمثيل په مقصد استعماليږي . که دا دود او دستور تر دې وروسته هم پالو، بيا نو په ځينو ټکو کي د خج ښوولو دپاره بايد هرومرو له يوې خاصي او جلا نخښي څخه هم کار واخلو. دا نخښه بايد يوازي د هغو تورو پر سر، لاندي يا غېږ کي وکښل سي، چي په ويلو کې خج يا فشار ليدل کيږي، نه د پېښوري ليکوالو غوندي، چي په ځينو بې خجه ټکو لکه : « ته »، « مه »، « ښه »، « له » او داسي نورو کې هم بېدرېغه کاريي .
د ممدوده او مقصوره الف مسأله
د پښتو د عنعنه يي يا دوديز ليکدود پلويان په ټولو عربي او پاړسي ټکو کي د هغو له اصلي املا سره سم د ممدوده يا اوږده الف ( آ) ليکل حتمي او ضروري گڼي لکه : آثار، آسمان، آشنا او داسي نور. د پښتو ځيني نور ژبپوهان او ليکوال بيا ادعا کيي، چي په پښتو کي خو له لويه سره ممدوده يا اوږد الف نسته، ځکه يې نو بايد هيڅکله په پښتو ليکنو کي ونه کاږو. له همدې وجي دا ډله هره مد لرونکې کليمه، بې مده کاږي لکه : اثار، اشنا، اسان او داسي نور.
زما په قاصر نظر دا ادعا علمي اساس او بنسټ نه لري، چي وایي په پښتو کي اصلاً ممدوه يا اوږد الف نسته . زه نه پوهېږم دې ښاغلو کله پر ځينو ټکو لکه : آر ( ريښه، اصل، ذات، اساس، بېخ ، بنياد)، آس، آخوا، آپلو او داسي نورو غَوَر کړئ دئ که څنگه؟! د پښتو په ځينو دخيلو ټکو لکه : آب ( ۱- اوبه . ۲- پت، عزت، احترام، وقار)، آر ( د عار مفغنه بڼه، چي د شرم او پېغور مانا لري)، آر ( په پښتو کي د خيال او نظر په مانا هم کاريږي لکه : پلانی مي په آر نه راځي)، آن ( وخت، زمان،گړی، شېبه) او داسي نورو کي هم د ممدوده الف ږغ له ورایه څرگند دئ . که د ژبپوهانو او ليکوالو دا ډله د خپلي ناسمي انگېرني په وجه له « آر» څخه « ار» جوړ کي،بيا به نو خامخا د جنوب - لوېديځي لهجې ويوونکي په ځان پوري وخنديي؛ ځکه « ار» هغه کليمه ده، چي د اريانۍ، تعجب او ډرۍ وهولو په مانا استعماليږي . په پښتو ادب کي پاړسي آب ( اوبه) او عربي اب ( پلار) دواړه راغلي دي . که دا دوې کليمې، چي د ريښې او مانا له پلوه مځکه او اسمان توپير لري، په يوه بڼه وليکو، ايا لوستونکي به مو له لوی مانوي سرخوږي سره نه يې مخامخ کړي؟!
په جنوب - لوېديځه لهجه کي آس ( جمع يې اسان، په مرکزي او ختيځه لهجه کې جمع اسونه) ټکی تل د ممدوده يا اوږده الف په څېر په اوږده يا کشېده ږغ ويل کيږي . زياتره پښتانه آخوا، آپلو او داسي نور عبارتونه په لڼد يا مقصوره الف نه وايي . نتيجه دا ده، چي په پښتو کي د ممدوه يا اوږده الف ږغ په ډېر ټکو کي ژوندی دئ . البته، دا د تعجب او اريانۍ وړ خبره نه ده، چي د شرقي لهجې ليکوال او ژبپوهان په پښتو کي د ممدوده الف له سته والي څخه نټه کيي؛ ځکه دې ښاغلو خو پر ممدوده الف سربېره د پښتو نور اصيل او سپېڅلي ږغونه هم يو مخ له منځه وړي دي؛ مثلاً « پښتون » او « پښتونخوا » د « پختون » او پختونخواه » په بڼه وايي اوکاږي؛ له « کښېناستل » ، « کښېښوول/ کښېښودل »، « ښکنځل » او داسي نورو څخه يې د پښتو د اصيل او سپېڅلی ږغ ( ښ) په غورځولو سره « کېناستل » ، «کېښوول/ کېښودل » ، « کنځل » او داسي نور جوړ کړي دي؛ « ژ »، « ږ »، « څ » او« ځ » ږغونه يې هم له خپل لرغوني او اصلي مخرج څخه اړولي دي . « ژبه » يې « زبه/ جبه »، « ژوند » يې « زوند/ جوند »، « ژوبل » يې « زوبل/ جوبل »، « کږه » يې « کگه »، « کوږ » يې « کوگ » او « ږيره » يې « گيره » کړې ده؛ « څه »، « څوک »، « کوڅه » او داسي نور د « سه »، « سوک » او « کوسه » په ډول وايي؛ او په ټولو پښتو ټکو کي د « ځ » ږغ په « ز » اليشيي لکه : « ځنگل/ زنگل »، « ځان/ زان »، « ځه/ زه » او داسي نور .
له هغه وخته، چي په دغه راز باريکييو پوهېدلئ يم، همېشه مي په ليکدود کي د خپلو خلگو د وینگ ( تلفظ) معيار ټينگ کړئ دئ . د دوديز ليکدود د پلويانو پر خلاف، د دخيلو کليمو په اصلي ليکدود پسي هيڅکله نه گرځم؛ په هغه بڼه يې کاږم، چي په خوله ويل کيږي؛ مثلاً « آر »، « آس »، « آب »، «آن »، « آخوا »، « آپلو»، « آ خلگو » او داسي نور گرده په ممدوه يا کشيده الف کاږم؛ ځکه د دغه راز ټکو په تلفظ کي الف په اوږده ږغ ويل کيږي؛ خو « اشنا »، « اسمان »، « اثار »، « ايات » او داسي نور ټول بې مده ليکم؛ په دې چي زموږ خلگ يې د « آشنا »، « آسمان »، « آثار »، « آيات » په بڼه نه وايي . بايد تر وسه وسه کوښښ وکو، چي د کليمو په ويلو او ليکلو کي د دو رنگۍ او جلاوالي مخه ونيسو .
د معروف، مجهول او معدوله واو کيسه څنگه ده؟
په پښتو کي اصلاً دوه واوه باب دي : معروف ( څرگند، لنډ) او مجهول ( اوږد) واو. زموږ پېښوري ليکوالو او څېړونکو د پاړسي ژبي په پيروۍ، يو بل واو هم په را گډ کړئ دئ، چي معدوله واو يې بولي .
معروف ( څرگند يا لنډ) واو، څرنگه چې له نامه څخه يې هم ښکاري، هغه واو دئ، چي په څرگند او واضح ډول ويل کيږي؛ او په ويلو کې خوله ډېره نه خلاصيږي لکه : سور ( قرمز، سرخ)، وير ( غم، ماتم)، ور( دروازه) او داسي نور. مجهول يا اوږد واو، هغه واو دئ، چي په اوږده ږغ ويل کيږي؛ او په ويلو کې ږغ د معروف واو په څېر واضح او روښانه نه دئ لکه : کور( استوگنځی، خانه)، پسور( بر، عرض، پهنايي)، تور( تور رنگ، تومت، الزام، تقصير) او داسي نور. معدوله واو، هغه واو دئ، چي په خوله نه ويل کيږي؛ خوپه ليکلو کې کاږي لکه : خويش، خويشتن، خواستن، خواهش، خواهر او داسي نور. دا « واو » يوازي په پاړسي ادب کي دود دئ، چي حتا هورې هم د ژبي له ږغيږو اساساتو سره اړخ نه لگيي . د کښته پښتنو ليکوال او څېړونکي د اوردو ژبي له لاري د پاړسي د همدې دود او دستور د نفوذ له سَوَبه د پښتو ځيني دخيلي کليمې لکه : تنخا، خېشکی، خېښ او داسي نور په معدوله واو ليکي : تنخواه، خويشکی، خوېښ . . .
له هغو کسانو څخه چي « تنخا»، « خېشکی »، « خېښ » او داسي نوري مفغني کليمې د پښتني تلفظ پر خلاف، د پاړسي او اوردو په بڼه ليکي، بايد پوښتنه وسي، چي « اډه »، « بوج »، « جگړه »، « دوکه »، « دوک »، « دنده »، « گړی »، « ډُول »، « اوتاک »، « اوجاغ »، « توپان » او داسي نوري کليمې نو ولي په اصلي سنسکريت، هندي، تورکي او پاړسي بڼه نه کاږي؟! ځکه مخکي مو يادونه وکړه، چي دا کليمې په هندي او اوردو ليکدود کي د « اډا»، « بوجهـ » ، « جهگړا»، « دهوکا»، « دکهـ »،« دهندها »، «گهری »،« ډهول »، « اطاق »، « اجاق »، « طوفان » او داسي نورو په بڼه کښل کيږي . « ميا » سنسکريت کليمه ده، چي له پېړييو پېړیيو راهيسي په پښتو ژبه او ادب کي هم د تعظيم، تکريم، درناوي او ميني په مانا پراخ استعمال لري؛ مگر سره له دې هم موږ دا ټکی په هغه بڼه نسو ليکلای، چي هنديان يې وايي . علت يې دا دئ، چي موږ د پښتو ژبي په ږغيږ سيسټم کي د بې نقطې والا نون ږغ او نخښه نه لرو . دا بې نقطې نون د هندي الاصله ژبو مخصوص ږغ دئ . د دې اړتيا له اسيته يې پښتانه له اوله تر اوسه د « ميا » په بڼه وايي؛ ځکه نو بايد په همدې ډول وهم کښل سي .
د پښتو ليکدود د اسانۍ دپاره بايد د تلفظ د معيار له مخي د دوو واوو ( مجهول او معروف) ترمنځ توپير وکو. لوی استاد - ارواښاد علامه حبيبي ( ۱۲۸۹ش/ ۱۹۱۰ع - ۱۳۶۳ ش/ ۱۹۸۴ع) له نننه درو اويا کاله دمخه په خپل ارزښتناک اثر « سپېڅلې پښتو » کي د اوږده او لنډ واو په ليکلو کي ودې توپير ته کلک پام کړئ دئ؛ او د هر يوه پر سر يې جلا جلا نخښه ايښې ده . فاضل استاد - اروښاد علامه عبدالشکور رشاد ( ۱۳۰۰ ش / ۱۹۲۱ع - ۱۳۸۳ ش / ۲۰۰۴ ع) هم د « پټي خزانې » په فرهنگ کي همدا لار پاللې ده؛ مگر زموږ ننني ژبپوهان تر اوسه د دې دوو واوو د بېلولو و کار ته لاس تر زني ناست دي . نېخه چي پام يې نه دئ ور اوښتئ، کې د پېښوريانو په اصطلاح د بېلولو چل نه ورځي؟!
زما په نظر، ژبپوهان بايد د هيواد و کوچنيانو او راتلونکو پښتو( نسلو) ته د روښانه تعريف، پراخو مثالو و جلا جلا نخښو په کارولو سره د معروف او مجهول واو توپيرونه وښيي . کله چي د هر واو دپاره بېله نخښه ولرو، بيا نو هيڅکله د سور( سرخ، قرمز) او سور( پسور، بر، عرض)، شور( اسم صوت) او شور( ږوږ، شورماشور، غالمغال، فتنه، پسات)، توره ( شمشېر، سېلاوه) او توره ( سياه، سياه رنگ) غوندي ټکو تر منځ په ويلو کي التباس او مغالطه نه پېښيږي . ايا موږ نه سو کولای د هر واو دپاره جلا جلا نخښه وټاکو؟ که په ليکدود کي د جلا جلا نخښو تشخيص او تثبيت گرانه خبره ښکاري، ايا دا هم نسو کولای، چي له اوسنييو تورو څخه په کار اخيستو، د يوې فرضيې يا مثال په توگه، د مجهول يا اوږده واو ټولي کليمې په يوه واو وکاږو لکه : کور، مور، پېغور، پسور، تور، اور، گور او داسي نور؛ او هغه ټکي گرده په همزه لرونکي واو وکاږو،چي په وينگ کې معروف واو راغلئ يي لکه : ؤران، ؤلاړ، ؤر، ؤيل، سؤر او داسي نور . د ژبي ليکدود خو د يوې يا دوو ورځوخبره نه ده . زموږ ژبپوهان بايد د هر اړخيز او بشپړ املايي سيسټم په جوړولو سره د پښتو ټکو د سم او اسانه ويلو په برخه کي د خپلو راتلونکو نسلو د مشکلاتو غم هم وخوري .
که څوک تصور کيي، چي د دغه راز بېلونکو نخښو ټاکل، بې ځايه تجويز دئ، بيا نو دا خبره هم بايد سپينه کي، چي موږ ولي په پښتو کي و پينځه ډوله « ی » گانو ته اړتيا لرو؟ ايرانيانو په پاړسي کي د درو « ی » گانو پر ځای يوه « ی » غوره کړې ده؛ کوی ( کوڅه)، شير( شيدې/ شودې) او شېر ( زمری) گرده په يوه « ی » کاږي؛ حال داچي ددرو سرو « ی » گانو په ږغ کي لوی فرق ليدل کيږي . که دا لار « سمه »او« علمي » يي، بيا به موږ هم د پينځو بېلو « ی » گانو پر ځای يوه « ی » وضعه کو؛ او د پينځو بېلو ږغو کار به ځني اخلو. په ليکلو او ټايپولو کې به مو هم جنجال او سرخوږی نه يي . ايا د معروف او مجهول واو نه بېلول، موږ و داسي نامعقولي نتيجې ته نه را رسيي؟!
زماپه نېز ( نزد) خو د بېلابېلو ږغو د ټرانسکريپشن دپاره د يوه توري يا يوې نخښي ټاکل د ژبي د ږغيږو ځانگړتياوو د نست کولو او ورانولو په مانا دئ . هر څونه چي د بېلابېلو ږغو د بېلولو او تشخيص په مقصد جلا جلا توري او نخښي ولرو، په هغونه اندازه د يوې ژبي بېلابېل ږغونه، په سمه او دقيقه توگه پېژندل کيږي . دغه راز، هر څونه چي د ژبو بېلابېلي هجاوي او اوازونه په علمي او دقيق ډول و پېژندل سي، په هغونه اندازه د اولسو ژبي، ادبيات او فرهنگي ميراثونه هم له تصرفاتو او لاسوهنو څخه ژغورل کيږي . د اولسو د ژبو، ادبياتو او نورو کولتوري ارزښتو سمه، دقيقه او بې تصرفه ساتنه د ژبپوهانو، ليکوالو، شاعرانو، ژورناليستانو او نورو فرهنگپالو تر ټولو لوی رسالت او مسووليت دئ .
پای