(غرغښت ياګرشاسپ بابا)A
دوهمه برخه (له ننه ۳۰۰٠ـــ۳۵۰۰کاله پخوا)
د دووغښتلو پښتنو ؛غرغښت بابا اورستم بابا پرتله:
رستم بابا دآريانا په ځانگړې توگه د پښتنو په لرغوني تاريخ کي دغرغښت بابا لمسى او د زال بابا زوى دى دتاريخ پرپاڼو دوى دواړه دهمدې يوې اريايي غښتلي کورنۍ څخه دنړي پهلوانان بلل سوي دي ،د دوى په منځ کي درستم پهلوان په داستاني کيسوکي په ځانګړي توګه (فردوسي په خپله شاهنامه)کي درستم پهلوان نوم شاوخوا زر ځه ذکرکړ دى،خودګرشاسپ يا غرغښت نيکه يادونه تر يو يا دوه ځله نوره نه ترسترگو کيږي تر دې چي ځني ځايونه غرغښت نيکه تر رستم پهلوان په غښتلتياکي بر يالى ښودل سوى دى،ځکه د داستاني تاريخ او ادبياتو له مخي رستم څو ځايونه ماته خوړلې خو غرغښت يا ګرشاسپ بابا په هيڅ يوميدان کي ماته نه ده خوړلې ځکه نو دغرغښت بابا غښتلتياترتصورلوړه ښودل سوې.
( اويستا)دګرشاسپ يادونه کوي خودرستم له نامه څخه چوپه خوله ده لکه مخکي چي ورته ايشاره وسوه رستم په ځينوځايوکي شوه راوړې اوماته يې خوړلې ده دبېلگي په توگه دخپل زوي سهراب(=سور+آب) سره په جګړه کي همداسي دا(سفنديار اوسپنيز تن)سره په جګړه کي هم زخمي کيږي اما دګرشاسپ بابا د ماتي اوشکست يادونه په تاريخ کي يوځاى هم نه ده سوې.(۱۴)ويل کيږي چي ګرشاسپ بابا (=غرغښت)اوسلطان محمودغزنوي په خپل ژونددناروغي پربستره نه دي پريوتي ، دتايخي رواياتو له مخي ګرشاسپ بابا په يوه سمڅه ننوت اوبياراونه وت هملته ومړ چي يادونه به يې په تفصيل سره ورسته وسي. سلطان محمود غزنوي هم دژوند ترپايه دناروغي پرکټ پرې (نه)وت اوپه ناسته مړسو.(۱۵
دګرشاسپ بابا ميړانه اوسپڅلتيا:
دتاريخ سيستان ليکوال (۴۴۵هجري)شاوخوا دنامهاي سيستان(هلمند)ترسرليک لاندي کاږي:چي يوه شپه ضحاک(سهاک=ساک) د ګرشاسپ(=غرغښت بابا)جهان (نړي)پهلوان مليمه وو ترډوډۍ خوړلوورسته يي ډيرشراب وڅيښل کله چي له حاله ووت ويې ويل (شبستان) غواړم ترڅوهلته ډېر څه وڅکم گرشاسپ بابا ورته وويل : دا(سيوستان)ياغښتلوميړنوځاي دي نه(شبتان )(سيو)لرغونې پښتو کلمه ده چي په هغه وخت کي دميړنواومردانو لپاره کارېده تراوسه هم ددې کلمي ريښه په پښتوکي سته لکه (سيوا،ماسيوا،ساري)هغه غښتلي چي،له نوروڅخه (ماسيوا=سيوا)وي اوسارى نه لري.
داچي غرغښت(ګرشاسپ بابا)يومېړنى پښتون وو او ناوړه حرکتونه يي نه خوښول،همداډول پښتانه تراوسه پوري دنړۍ په کچه دنارواوبي لارۍ څخه مبرى اوپاک ټبر ګڼل کيږي نه دبل ناموس ته په بده سترگه گوري او هم بل ته اجازه ورکوي چي پښتني ناموس او حيا ته په کږه سترگه وگوري ،لاهم دخپل نيکونولاري څاري اوهيڅ ډول سرټيټى کارنه کوي اونه يي هم خوښوي.
دګرشاسپ بابا نوم ايښودنه په اسلامي دوره کي :
داچي ډيرځايونه دګرشاسپ بابادشجرې په اړه په قصدي اويا بې خبري توگه څه ناڅه توپيرونه په تاريخ کي سته خوکانديداکاميسن محمداعظم سيستاني په خپل کتاب (تاريخ سيستان قبل ازاسلام)کي ليکي چي سام،نريمان هم دګرشاسپ بابا نومونه دي،استادکهزادپه خپله بډايه څېړنه کي نوموړى دپښتنوله درې ګونو نيکه ګانوڅخه يو هغه يي (غرښت بابا)بللى دى.
دسام دنامه څرک دهلمند په شمالي برخه کي په شپږمه هجري پېړۍ کي هم ترسترګوکيږي لکه بهاءالدين(سام)،شهاءب الدين(سام)غياث الدين سام(۱۷)اوداسي نور......
ددوى امپراتوري له(کاشغر(=اوس دچين په ښکېلاک کي دى)،کسپين پوري بياتربنګال اوسويلي هندپوري غځيدلې وه.
ګرشاسپ بابا په هکله دبرهان قاطع تيروتنه:
برهان قاطع لغات نامه ډيره مشهوره ده هلته کاږي ژباړه:
(ګرشاسپ درستم اوزال دنيکونو څخه دي اونوموړي داترد(اترت،اطرط)زوي دي اوپلارپه ژوندکي پاچاه سواوپه همدي وخت دپلارپه ژوندکي داسفنديارپه جګړه کي ووژل سو.(۱۸)پورته روايت ته په کتوسره په وړاندي دورستى برخي تيروتنه څرګنديږي هغه داچي اسفنديارد(کي ګشاسپ)زوي واودپلارله خوا رستم ته را واستول سو ترڅو(زرتښتي) دين ته له مهرپرستۍ(=لمرلمانځي) څخه راواړوي ،خورستم ورسره ونه منل او اسفنديار درستم لخواپه سترګه کي وويشتل اومړسوچي دا داستان فردوسي په شاهنامه کي په تفصيل سره راوړى دى،اوبل داچي ګرشاسپ د رستم نيکونوڅخه وو بيانو ګرشاسپ څنګه درستم وخت ته راستون کړو اوداسفنديار په لاس به وژل کيږي
(!) چي داله ورايه تيروتنه ده ددې روايت روښانتيا په تاريخ سيستان کي ډېر ښه څرګنديږي ؛ هلته کاږي،ژباړه:(( ګرشاسپ اودهغه اولادونه تر فرامرزبن رستم پوري د لمر د زوال په وخت اوماښام لمرلوېده لمانځنه کول(۱۹)چي دادلمرلمانځني له آ رونوڅخه وه چي سهارلمرخاته زوال اوغرب به يي لمرلمانځنه کول.[1]
ګرشاسپ بابا په اويستاکي:
دهغه اوډون له مخي چي د(ابان يشت اورام يشت)دپاچاهانودنومونوپه يادولوکي نيولي دي تر تريتونا(فريدون)وروسته (ګرشاسپ)پاچهي ته رسېدلى دى اوپه اويستاکي د (کرشاسپه)په نوم يادسوى دى چي مانا يې استادکهزادغښتلي اوکفچه آس ياده کړې ده (۲۰)
دګرشاسپ بابا پاچاهي په هلمندکي :
دا سلامي دورې دداستاني روايتونوله مخي چي يوزيات شمېريې د هلمند د نوميالي ليکوال ،په خپل اثر تاريخ سيستان کي ليکي : ژباړه((... اوله هغه ځايه گرشاسپ دافريدون درگاه ته راغى اودهغه ځايه سيستان ياهلمندته راغى او نهه سوه کاله دسيستان يا اوسني هلمند پاچاه وو اوضحاک(=سهاک) دده په وخت کي په هلمند کي هيڅ واک نه درلود .(۲۱)
دبل روايت له مخي چي ګرشاسپ بابا (٧٣٣کاله) ژوندى وو.
گرشاسپ بابا دفردوسي په شاهنامه کي:
گرشاسپ بابا دفردوسي په شاهنامه کي تريو-دوه ځايه نورنه دي ذکرسوى ګرشاسپ د(ګ)په زور اود(س)په سکون دپيشداديانو(فراداتا)دکورنى له پاچاهانوڅخه ،دزاب زوي چي دده ترمړيني وروسته دپيشداديا نولړي له منځه ولاړه(۲۲)په دي روايت کي هم تيروتنه ښکاري.اصل يې ګرشاسپ بابا (غرغښت)داترت(=ثريت،دبندهش:دطبري،اثرط)زوى دى.
دګرشاسپ(غرغښت بابا)برياوي:
ګرشاسپ بابا دپښتون ټبر يو له هغوهوښيارو او غښتلو نيکونو څخه دى چي پخپله مېړانه اوجسماني ځواک يې هيښنده لاس ته راوړني درلودلي دي،که څه هم دنوموړي برياوو اوس داستاني اوکيسيزه بڼه موندلې خو،بياهم رښتيني حقايق له مخ پټ نه دي ګرشاسپ بابا پر(کامک۲۴)نومي الوتکي باندي برلاسي سو اوهغه يي له پښوغورځوله د داستاني روايتونوله مخي چي نوموړي الوتنکي به په خپلو وزرونو دلمروړانګومخه نيول اوهغه به ده ورښت(باران) دنه کيدو وړوګرځېدترڅوسيندونه ټول وچ سوه په بل ځاي کي ګرشاسپ (غرغښت بابا)سروبووار(٢٥) اژدها هغه چي سړي اوآسان به يي ژوندي ترستوني تېرول ،دهغه وژل اوختمول دي :په وروستيوکي ګرشاسپ بابا دلوي ځان لرونکي ګرګ د(کپود۲۶)په نوم وژني اونړي ددې ډول وژنکو اوڅيرونکو ژويوله شره څخه خلاصوي[2]داويستاپه بيلابيلو يشتونو اوپهلوي متونوکي وينوچي ګرشاسپ بابا دسمندري ژوي غندروا(=ارغنداو،ارغنداب؟)سره جنګيدلى په پاى کي توانيږي چي ياد ژوى له پښو وغورځوي اوپوست يي وکاږي هغه چيي په وروکشه سيند(=هلمندسند)کي دنړيوالو د ويري سبب ګرځيدلي ؤ.(۲۷)دلته به دګرشاسپ بابا داستان يوبرخه د(کيانيان)له کتاب څخه راوژباړو چي (۱۸۷۵ـــ۱۹۴۵م)په منځ کي ډنمارکي عالم (ارتوکرستن سن په (۲۴۲)نمنوکي ليکلي دي:
دګرشاسپ۲۸(غرغښت بابا)دداستان يواړخ:
کله چي دهلمند د درنې اولرغوني کورنۍکيانيانودديني رواياتوپه اړه ږغيږواړيوچي دګرشاسپ (=ګرشاسپ،غرغښت بابا )له داستان څخه هم وږغيږو داجوته ده چي نوموړي پهلوان،غښتلي اوکروړدتياني کورني سره تړاونه لري،خودنوموړي دداستانونوشتون دملي رواياتوله مخي دکياني تاريخ سره نږدې اړيکي لري په(اويستا)کي گرشاسپ(غرښت بابا)دڅولويو پيښوسره مخ سوى دى .
نوموړى دثريت (=دکهزاد څيړني له مخي بيټ نيکه)،دپيچلووريښتانواوګرزلرونکي . اودډيروغښتلوخلګوڅخه وو دې غښتلي پهلوان په اوسپنيزلوښي کي دسروور(۲۹) (=ښکرور)ښامارپرشا غذاپخول کله چي نوموړي ښامار داورله تاوښ څخه امان وموند له ځايه وخوځېده ولاړسوخوګرشاسپ(غرغښت)خښمېدلي ښامارله پښووغورځاوه اوويې واژه(۳۰)ګرشاپ(=غرغښت بابا)دووروکش(=هلمندسيند)پرغاړه(ګندرو)ديو(=ديب)چي زريني پنجي اواوږد اوربوز(=اوپوز)يي درلوداوخلک يي تهديدول له پښووغورځاوه(۳۱)[3]ګرشاسپ(=غرغښت بابا)د(کندور)پرلوي کورحمله وکړه اودخپل ورور (اورواخشي)غچ يي ورڅخه واخيست(۳۲)او(هيتاسپ زرين تاج)يي وواژه اوپرخپل ګاډي پوريې وتاړه (۳۳)په دقيق ډول داويستاګرشاسپ (غرغښت)يوله ډيرولرغونوغښتلواوپهلوانانوڅخه شمېرل کيږي چي په نړيوالو ملي اوټولنيزوکيسويې يادونه سوې ده،دنوموړي دغښتلتوب څخه د(اژدهاو)وژل اوددښمن په وړاندي دنوموړي سپڅلې جګړه شميرل کيږي .(سام) هم هغه کرشاسپ اودهغه کورنۍ نوم دي چي په ورستيو روايتونوکي ديوشخص په نوم بدل سوى دى .
دغرغښت بابا ځاي په تاريخ کي:
دهغوکسانو په شتون سره چي نومونه يي د(ثرات ان)او(ګرشاسپ)دپاچهيوپه مينځ کي يادسوي دي،دګرشاشپ(غرغښت)دنامه پېښيدل دداستاني پاچهانوپه لړۍ کي تريوځايه پټ ښودل کيږي.د(دينکر)په اتم کتاب،١٢څپرکي ۱۲بند(اتم کتاب۱۲څپرکي ۱۲بنددپشتوتن (پښتون)؛سنجاچاپ دچهردادنسل په نقل)اودمينوګ خرت کتاب(۲۷څپرکي۴۹بند)دکرشاسپ(غرغښت)نوم دکياني لړي لومړني پاچاکي کوات (کي قباد)وروسته راغلي دى اوپه اووم کتاب (۱څپرکي ۳۲بند)دنوموړي نوم وروسته ترمنوچهر او (زاب )اومخکي دکيقبارترنامه چي دکياني لړي لومړني پاچاه دي يادسوى دى .(۳۴)اسدي طوسي دګرشاسپ(=غرغښت بابا)لومړني کارنامه دلوي ښامار وژل دي چي په اويستاکي يې هم يادونه سوې ده اوبيلګه يې مخکي راوړل سوه:
چون تاريک غاري دهن پهن وباز
دوشکش چوشاخ کوزنان دراز
زبان ونفس دودوآتش بهم
دهان کوره آتش وسينه دم
رتف دهانش دل خاره موم
ززهردمش بادګيتي سموم
هم سرش چون خارمويي دشت
ګره درګره خم دم تابه پشت
چون برکوه سودي تن سنګ رنګ
به فرسنګ رفتي چکاک سنګ(۱)
دګرشاسپ بابا دپښت لړي په بيلابيلو پهلوي اوعربي تاريخي متونو کي:
الف: (۳۵)فريتون(فريدون)توچ(تور۳۶)دروشاسپ۳۷)(=بندهش،طبري:اروشب) شپ انياسپ۳۸(بندهش؛طبري:شيراسب)تورګ(بندهش؛:طورک)نريمان(دبندهشن په لړليک کي نه دى يادسوى)سام (طبري(=ثريت،بندهشن:اترت.طبري اثرط،کهزاد:بيټ نيکه)ګرشاسپ(=ګرشاسپ=غرغښت)
ب : (۳۹)منوشچهر(منوچهر)دوروسرو(۴۰)طبري:دوروسرو:بيروني:دورسر.مسعودي يي يادونه نه کوي.)چن۴۱)ياراگ۴۲،طبري:رحر،
مسعودي :ارج بيروني يې هغه نوم نه اخلي)نرسي(؟؛مسعودي:فرسين،بيروني:نوش، طبري:برس)اشک . .؛طهماسب(بيروني؛طبري:طهموس،مسعودي:طماهسف.نريمان(بيروني،طبري:اساس،مسعودي:يمار)کرشاسپ(اويستا،غرغښت بابا دعلامه کهزاد دڅيړنوله مخي)بيروني،په دي اړه سم اوصحيح روايت راوړي چي کرشاسپ اوسام دوه نومونه ديوه تن دي(=ګرشاسپ=غرغښت بابا)پورتني لړي چي راوړل سوه ارزښتناکه ده دالړي په لاندي ماخذ کي په دي توګه راوړي سوي ده:
رستم پهلوان (سام)زوي دي.مسعودي:په مروج الذهب (ج۲)،۱۱۸)کښي ليکي:رستم ددستان زوي دي.طبري(ص ۵۹۸)کښي ليکي: رستم بن دستان بن نريمان بن اپرانګ بن کرشاسپ (غرغښت)دي.ثعالبي ليکي (غر،گر غرغښت ګرشاسپ) اخبارملوک الفرس تر۶۸مخ وروسته)د زال زوي اوهفه دشام اوهغه دنريمان زوى دى.فردوسى (شاهنامه مخ۱۶۶۷بيت۳۰۳۵وروسته)ليکي :رستم زال دستان زوي هغه دسام هغه دنريمان هغه دکريمان۴۴)اوهغه دکرشاسپ(غرغښت بابا)زوي دى. مخکني نوموړي روايت د ټولو روايتونوپه منځ کي لرغوني روايت دي .دګرشاسپ وروسته دوه نومونه پاته کيږي چي ددي پهلوانانوله ديني القابوڅخه نه دي . ( نور هم سته.........
-------------------------------------------------------------------------------
(۱۸)برهان قاطع،دایران چاپ.
(۱۹)تاریخ سیستان،۴۴۵حدودلیکنه دبهارچاپ،۱۳۶۶کال مخ،۳۳.
(۲۰)استادکهزاد،دافغانستان پخوانی تاریخ،لومړی ټوک،کال۱۳۳۴ ،مخ،۲۸۱.(۲۱)تاریخ سیستان دبهارچاپ،مخکنی اثر،۶مخ.(۲۲)فرهنګ عمید یک جلدی،امیرکبیرچاپ،۱۳۸۱،صفحه۱۲۴۸.(۲۳)ارتورکرستن کيانیان،مترجم ذبیح الله صفا،صفحه۹۱.(۲۴)Kamak. (۲۵) ـــــــــــــsrobovar.(۲۶)ـــــــــــــkapod.
(۲۷)جی،سی،کویاجی،ماندګی،استورهای ایران وچین مترجم،دکتورطاری،صفحه۲۷.
(۲۸)ــــــــــــkeresasp
(۲۹)سروور:دانواصلی پښتوښکروردی دوخت په تیریدو اوژباړه سره(سروور)په یوشميرپښتنی لهجوکی کټ مټ په همدی بڼه هم ترسترګوګیږی.خوځنی ځایونه سرووراصطلاحی ماناخپله کړی اودبرداره(عرض)لرونکی په مانا کا ریږی.
(۳۰)سینا۹،بند۱۰،ــ۱۱.یشت۱۹ بند۴۱.
(۳۱)یشت۵بند۳۸.یشت۱۵بند۲۸.یشت۱۹بند۴۱.