دخپریدو نیټه : 2012-07-15 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
وژه کله شروع کيږي؟
حمد(فضلي)
هرکال دروژى مبارکى مياشتى په راتلوسره دخلکوپه ذهن کې يوسوال پيدکيږي چې دروژى اوله ورځ به کومه وي؟زياتره خلک خودډيرى عجلى دوجى نه پدى ورمخکې شي اودروژى مياشت لاشروع نه وي چې دوى روژه شي.اوبعضى خلک يى داصل ورځى نه هم پسى وروسته کړي،په ننۍ ليکنه کې به ددى ستونزى اصلى علتونه وڅيړواودحل لارى به يى معلومى کړو.
١ .روئية الهلال:(دمياشتى ليدل)
دابى هريره(رض) په روايت ترمذى شريف کې داحديث راغلى دي چې:\"احصواهلال شعبان لرمضان\"
يعنى تاسودرمضان دمياشتى په خاطردشعبان دمياشتى حساب هم ونيسۍ.
بناءًدرمضان روژه په هغه وخت کې فرض کيږي چې مياشت وليدل شي ځکه چې نبى کريم (ص)فرمائى\"صوموالروئيته وافطروا لروئيته\"بخاري.
يعنى تاسوچې مياشت وليده نوروژه ونيسى اوکله موچې مياشت وليده نواختروکړۍ.
همدارنګه په دارمى کې دابن عمر(رض)په روايت سره راغلى دى چې :\"کان رسول الله (ص)اذا رئ الهلال قال:الله اکبر اللهم اهله علينابالامن والايمان والسلامة والاسلام والتوفيق لماتحب وترضى ربى وربک الله\"
يعنى رسول الله (ص)چې به کله درمضان مياشت وليده نوالله اکبربه يى وويل اودادعابه يى وکړه چې :ياالله دامياشت په مونږباندى دامن اوايمان دسلامتيااواسلام سره تيره کړي اودهغى اعمالوتوفيق راکړي چې ته پرى خوشحاليږي،بيابه يي وويل چې زما اوستارب الله دى.
همداوجه ده چې فقهاو ويلى دي چې: که چيرته دشعبان دمياشتى په نهه(29) ويشتم ماښام موسم صاف وو اونوى مياشت ونه ليدل شوه نوصباته به خلک روژه نه نيسي، همدارنګه که دقبلى په طرف کې ګردياوريځ وه بيابه هم خلک روژه نه نيسى،ددى دليل روايت دابى هريره (رض)دى چې بخارى شريف ذکرکړيدى:
\"قال رسول الله (ص)صوموالروئيته وافطروا لروئيته فان غم عليکم فاکملواعدة شعبان ثلاثين\"
يعنى دمياشتى په ليدلوسره روژه ونيسئ اودمياشتى په ليدلوسره اختروکړئ، که چيرته دشعبان په نهه ويشتم ماښام وريځ وه اوسپوږمۍ ونه ليدل شوه نوبيابه راتلونکى ورځ دشعبان ګڼل کيږي،ترڅودشعبان ورځ پوره ديرش ورځي شي.نوبيابه په اتوماتيک ډول دبلي ورځى نه روژه شروع شي اوهغه به درمضان دمياشتى اوله ورځ ګڼل کيږي،
يادونه:
دروژى اواخترپه هلکه دنجوميانو،دموسم دماهرينواوفلک پيژاندواقوالوته اعتبارنشته،بلکه دلته دعاموخلکوليدل اهميت لري،البته دموسم دماهرينو رأيه دپريکړي په وخت کې ممدګڼل کيږي.
بعضى خلک دډيراحتياط په خاطردرمضان څخه يوه يادوه ورځي مخکې روژه نيسى چې دادشک ورځي دي اوددى څخه منع راغلى ده لکه ابوداودشريف کې چې داحديث موجوددى:
\"لايتقدمن احدکم رمضان بصوم يومٍ اويومين...\"
يعنى درمضان نه يوه يادوه ورځي مخکې روژه مه نيسئ.
٢.دمياشتى دليدلوثبوت:
که چيرته دشعبان دمياشتى په نهه ويشتم ماښام چانوى مياشت وليده اګرکه يوکس هم وي خوچې عادل وي نوپدى سره درمضان مياشت ثابته شوه،يعنى خلک به دصباورځى نه روژه نيسي.
که چيرته داسى ونه شول نوبيابه دشعبان مياشت دديرشودقراره ګڼل کيږي اوپه بله ورځ به روژه نيول کيږي،ددى دليل دابن عباس حديث (رض)دى چې فرمايي:
\"جاءاعرابى الى النبى (ص)فقال رايت الهلال قال اتشهدان لااله الاالله وان محمداعبده ورسوله قال نعم قال يابلال اذن فى الناس فليصومواغداً\"رواه ابوداودوالترمذى والنسائى.
يعنى يواعرابى پيغمبر(ص) ته وويل چې مادرمضان مياشت وليده نبى (ص) ورڅخه وپوښتل چې اياته دالله په وحدانيت اودمحمد(ص)په رسالت ايمان لري؟هغه وويل چې هو، نونبى (ص) بلال ته وويل چې خلک خبرکړه چې صباته روژه ونيسي.
همدارنګه ابن عمر(رض)فرمايى چې \"ترائ الناس الهلال فاخبرت رسول الله(ص)اني رأيته فصام وامرالناس بصيامه\"رواه ابو داود.
يعنى خلکودرمضان دمياشتى دليدلوهڅه کوله په دى کې مانبى (ص) ته خبرورکړ چې ماوليده نونبى(ص) خپله هم روژه ونيوه اونوروخلکوته يى هم امروکړ چې روژه ونيسي.
ځکه خوامام ترمذى فرمايلى دې چې :داکثره اهل علموعمل په همدى دى چې دروژى په باره کې ديوسړي شهادت قبول دى،همدادابن المبارک ،شافعي اواحمدقول دى اوامام نووي وايى چې همدارأيه بيخي صحيح ده.
البته:داخترمياشت کې لږترلږه دوه عادل شاهدان شرط دي که نه نوديرش ورځي روژه به پوره نيول کيږي اوبيابه اختر کيږي،
٣ .يومياشت څوورځى وي؟
داضروري نه ده چې هره مياشت به ديرش ورځى وي ځکه قمري مياشتي نهه ويشت هم وي اوديرش هم وي،عائشه (رض)ته چاوويل چې دامياشت داسى ښکاري چې دنهه ويشت ورځو وي هغى ورته وويل چې ته په دى باندى ولى حيران يى ،مونږ دنبى (ص) سره اکثردديرشوپرځاى نهه ويشت ورځي روژي نيولى دى،رواه احمد.
همدارنګه سعدابن ابى وقاص(رض)فرمايى چې رسول الله (ص)دخپلودواړولاسونو په ګوتوسره اشاره وکړه اوپه دريم ځل يى يوه ګوته کمه کړه او وي ويل چې مياشت دومره وي،يعنى نهه ويشت ورځي.رواه مسلم.
٤ .دمياشتى غټوالى اووړوکوالي ته اعتبارنشته
بعضى خلک چې څنګه مياشت وويني نوپه اټکل سره وايى چې دا ددريوو ورځوده ياددوه ورځوده حالانکه ددى څخه منع راغلى ده،لکه راويت دابوالبختري دى چې فرمايى:مونږپه ذات عرق مقام کې وو چې درمضان مياشت مو وليده نه پوهيدوچې څومه ورځ ده نودابن عباس(رض)څخه موپوښتنه وکړه هغه راته وويل چې الله(ج)ستاسودليدولپاره ځنډولى وه يعنى همدايى اوله شپه ده.
همدارنګه بخارى په خپل تاريخ کې دطليحه بن ابى حدادپه روايت کې دنبى (ص)قول نقل کړيدى چې فرمايى:دقيامت په نښوکې داهم دي چې مياشت وويني اوبيا وايي چې داددوه شپوده
٥ .په يوځاى کې دمياشتى ليدل دټولى دنيالپاره کافى دي
ددى ستونزى اساس همدلته دى چې آيادهرښاراوعلاقى اوسيدونکې به خپل رؤيت(دمياشتى ليدلو)ته اعتبارورکوي اوکه نه ديوښارليدل دنوروښارونوداوسيدونکو لپاره کافى دى؟
په دى مسئله کې مخکې هم دنظر اختلاف موجودوو اواوس هم شته،ځينى علماءاول قول يعنى دهرځاى اوسيدونکي بايدخپله مياشت وويني ،ته ترجيح ورکوي دليل يى روايت دکريب دى چې فرمايى:زه شام ته لاړم اوپه مونږباندى درمضان مياشت راغله مونږ دروژى مياشت دجمعى په شپه وليده نودجمعى دورځى څخه موروژه شروع کړه،بيادمياشتى په اخرکې مدينى منوري ته لاړم هلته ابن عباس(رض)راڅخه څه پوښتنى وکړى چې په هغى پوښتنوکې يى دمياشتى دليدلوپه اړه رانه وپوښتل چې تاسوپه شام کې مياشت کله وليده،ماورته وويل چې مونږ دجمعى په شپه مياشت وليده هغه راته وويل چې تاپخپله وليده ماورته وويل چې هوماهم وليده اونوروخلکوهم وليده نوخلکوهم روژه ونيوله اومعاويه (رض)چې دشام والى و هم روژه ونيوه.
ابن عباس(رض)وفرمايل چې مونږ خودشنبى په شپه مياشت ليدلى وه نوترهغى به روژه يوچې ديرش روژي پوره کړو اوياداختر مياشت اووينو،ماورته وويل چې ولى ته د معاويه (رض) په ليدلواوروژه نيولوکفايت نه کوي؟هغه په ځواب کې وويل چې نه مونږ ته رسول الله (ص) همداسى امرکړيدي ،رواه مسلم.
اوځينى نورعلمابيادى ته ترجيح ورکوي چې په يوځاى کې ليدل دنوروځايونولپاره کافى دى،خوچې په معتبره ذريعه ثبوت ته ورسيږي.ځکه چې په حديث شريف کې خطاب عام دى(صوموا لروئيته)يعنى تمام مسلمانان مخاطب دى چې مياشت وليدل شوه نوروژه ونيسۍ،داخبره مطرح نه ده چې په کوم ځاى کې وليدل شوه.
بل داچې په اوسني وخت کې ديوځاى څخه بل ځاى ته دخبررسولووسايل لکه تلويزون،راديواوټيليفون ډيرزيات دي،خلک په ټوله دنياکې ديوبل سره دټيلفون انټرنيټ وغيره په وسيله سره وصل دي.
هرسړى په اسانى سره کولاى شي چې ددى وسايلوڅخه په استفادى سره دنړۍ دهرى برخى څخه ځان خبرکړي اوس پخوانى وخت نه دى چې په يوښارکې به خلک ديوڅه نه خبر وه اونورخبرول به مشکل وه ،سربيره پردى په يوه ورځ روژه نيول اواخترکول دمسلمانانوديووالي اواتفاق ښکارندوى دى،لکه قرانکريم كى چې راغلي دي \"ان هذه امتکم امة واحدة واناربکم فاعبدون\"سوره الانبياء.٩٢ ايت.
يعنى: تاسوايکې يوامت يۍ اوزه ستاسودټولو رب يم نويواځى زمابنده ګې وکړئ.
ښه خبره ده چې زمونږ دهيوادعالمان په همدى نظردى چې په ټول عالم اسلام کې په يوه ورځ روژه ونيول شې،خوپه دى اړه بايدددقت څخه کارواخيستل شي اوپه خپل سرروژه ونه نيول شى بلکه دذيصلاح مراجعولکه دسعودى عربستان دحکومت وغيره فيصلوته انتظاروشي اوحکومت هم مکلف دى چې په داسى وخت کې لاس ترزنى کى نه نى بلکه دخپل ولس لارښود اووسيږي، همدارنګه دافغانستان مطبوعاتوته هم په دى برخه کې ډير څه کول پکاردي چې متاسفانه لا نه يي دي کړي.
تاسوته دبرکتونواوثوابونونه دډکې روژى په طمعه
ترتيب کوونکې: سيداحمد(فضلي)
موبايل:٠٧٠٧٩٤٠٨٩٨
ايمل: sayedahmadfazli@gmail.com