مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-07-30   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دپښتون ولس او افغان ملي دولتونو ترمنځ د ډیورنډکرښه - ۳

سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

د پښتون ولس او افغان ملي دولتونو ترمنځ د ډیورنډ استعماري سره کرښه  ( دریمه  برخه )

۱۰ .  دافغانستان ملي دولتونه او د ډیورنډتحمیلي غیري فطري کرښه
ملي دولت   :
کله چې یوه ډله خلک یوسیاسي ارګانیزیشن  له دریو ټاکل شویوعنصروڅخه  دولتي ولس،دولتي ځمکني بشپړتیا،دریګونې ځواک اوڅلورم عنصر خپلواکۍ هم ورګډیږي رامنځته کړي،یوملي دولت  پیژندل کیږي .   ۱ . ملي دولت بایدیودولت وړونکې خپلواک ولس یا ملت  ولري  اودهیوادنوم  دهمدې سترولس په نوم  نومول شوي  وي . دغه ملت  بایدپه هیواد کې یواځینې مشروع سیاسي ولسواک  او یوموټي ځواک  وي . دولتي ولس  په هیواد کې باید خپله سیاسي،قانوني ،ټولنیزه اوکولتوري  ملي واکمني ولري . دولتي ولس بایدپه هیواد کې ټولو میشتو وګړو ته خپل ملي پیژنداو ملي هویت ورکړي وي .

  کله چې د دولتي ولس  یوه برخه دملي دولت  له ملي  واکمني څخه بهر اوسیږي،دغه ولسي برخه  دخپل ملي دولت سره ځانګړي مثبتي اړیکې لري .کله چې ددولت وړونکې ولس یوه  برخه دملي دولت څخه استعمار ي ځواکونو په  زور اوظلم سره  بیله کړي وي اودملي دولت  دولت وړونکې ولس موخه داوي چې دخپل تاریخي  پلارنې هیواد خاوره او دخپل  محکوم دولتي ولس له لاسه وتلي برخه بیرته د خپل ملي دولت سره یوځای کول وي،لکه دانګریزانو،روسانو ښکیلاکګرو ځواکونود لویې لوبې په ترڅ کې دپښتون یوموټي دولتي ولس پر  وجود دخپلوګتولپاره  د ډیورنډاستعماري تحمیلي غیري فطري کرښه ویستله .دې حالت لپاره ایټالیوي توري  ایرردنټه  مانا :( ملي لږکې دملي دولت نه بیلودونکي  برخه  ده ) استعمالیږي . Irredente  
۲  . دولت باید خپل ملي ځمکنۍ بشپړتیا ولري،ددولت  پولې  باید دولتونو لخوا په نړیواله کچه په رسمیت پیژندلي شوي وي .

 ۳ . ددولت په خاوره کې باید ددولت درېګونې ځواک  په مکمله توګه  ملي حاکمیت ولري . ددولتي ولس  ټول غړې باید دیوګډ،یوموټي، واحد،خپلواک  او ویښ ولس په څیر ځان احساس کړي . 
داسیا په زړه کې لوی افغانستان  دخپل جیوپولتیک او جیو ستراتیجک خورا مهم  پوځې حساس موقعیت  له امله پښتانه افغانان  دې ته مجبور کړل شوي چې د نړۍ له یرغلګر وزبرځواکونوسره د نړۍ  جنګې تاریخ  و لیکي . د نړۍ او دلوی افغانستان په تاریخونوکې پښتانه د افغان ملي دولتونو ددولتي ولس په څیر پیژندل شوي دي . پښتنونه یواځي خپل نوم دې هیواد ته ورکړي،بلکې پښتنو دافغانستان دملي دولتونو په تاریخ کې د افغان ملي دولتونو واګې اوستنې پر خپلو اوږو وړي او په دغه لار کې  دوی سترې قربانې  ورکړي  دي .               افغانستان کې پښتانه افغانان په تاریخي ډول  ځانونه د دولت جوړوونکې ولس په څیر مسوول احساسوي . په دوی کې ملي خپلواکۍ،ملي ګټې،ملي یوالي،ملي ویښ احساس ،هیوادپالنه او دملي هویت  ارزښتونه  ځښت ډیر ځواکمن  دي . د پښتنو لخوا تل د افغان ملي دولتونو ملي ایدیالوجۍ  لیکل کیږي .د افغانستان دملي دولتونو ملي ایدیالوجۍ او ترمینالوجۍ تل په دې  لټه اوهڅه کې ده،چې ټول لراوبر پښتانه افغانان  د یو واحد خپلواک  لوی افغانستان  په  ملي مرکزي دولتي  ادارې چوکاټ کې سره  بیا یوموټي کړي .  په پاکستان کې دافغانستان ملي لږکي یا پښتانه په سلو کې ۱۳ برخې  دي . نن د لراوبر هر پښتون  اوهره  پښتانه پوهیږي  چې لوی افغانستان دټولولر اوبر  پښتنوافغانانو پلارني تاریخي ګډ هیواد دی ، لراوبر یو افغان  دی .   
افغان ملي دولتونو د افغانستان  خاوره  پښتونستان او د خپل دولتي ولس  ترمنځ  ډیورنډ کړکیچني کرښې  له امله دپاکستان  پنجابي پوځې ،دانګریز میراث خواره  رژیمونو په وړاندې  په ۱۹۵۵ ،۱۹۶۱ ،۱۹۷۷ او ۱۹۷۸ کالونو کې  د وسله والې جګړې  کرښې ته مخامخ شوي دي

 په ۱۹۴۹ کال کې دافغانستان  شاهي ملي دولت لویه جرګې د ډیورنډ  خونړې کرښه د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې له منځه تللي اعلان کړي ده . دافغانستان  دملي دولتونو او دهیچ  یو ریښتینې پښتون لخوا دغه خونړي  انګریزي کرښه  په رسمیت پیژندل شوي نه ده .

په ۱۹۵۵ کال کې د افغانستان پاچا د ملت بابا مرحوم اعلیضرت محمد ظاهر شاه دافغانستان سره د پښتنونستان  یوځای کیدولو فیصله وکړه . افغان ملي دولتونو دهمدې تاریخي،سیاسي،قومي،مذهبي اوکولتوري منل شویو اوصلو او ارزښتنو پربنسټ  پښتنونخوا کې  دخپل ملي دولت دولت وړوونکو وګړو سره  د قومي وروګلوي ښې اړیکې ساتلي اود افغان ملي دولتونو پلازمېنه کابل کې دپښتونخوا یا د پښتونستان وتلي مخورو پښتانه ملتپال سیاستوالو ته د دوی  په خپل پلارني خپلواک هیواد افغانستان کې دپښتنودبیا یووالي مبارز ي لپاره ځای  ورکړي وو.

په  ډیره خواشینې سره  باید وویل شي، د پاکستان استعماري پوځي  یرغلګړو رژیمونو په پرتله د افغان ملي دولتونو لخوا پښتونخوا ته، دستر پښتون افغان  ولس ستري برخه ته ، دډیورنډ  خونړي کرښې اوسني خونړي کړکیچونوعواقبو ته او دپیښور ستراتیجک  ښارته ډیر لږ ارزښت ورکړل شوي دی .  د لر اوبر پښتنو سیاسي، قومي  مشرانو، پوهانو د ډیورنډ کرښې  نړیوالي کړکیچنې مسئلې ته د لږ  پاملرني  له امله ،نن  ستر پښتون ولس دیرغلګرو دنا پایه جګړو په اورکې سوزځي،سیمې کې دخونړيوکړکیچونوسره لاس اوګریوان  شوي دي . افغان وژل کیږي ،دافغان وینه توییږي، د افغان کور ورانیږي، افغان وږې تږي ، بي حقوقه درپه دره په خپل هیواد کې  لاهاند سرګردانه ګرځې، دخپلو د حقوقو د پښتني ځای نشته اوددغې ناروا جګړې ګټې نور اخلي. دافغانستان  د راتلونکې ملي مرکزي دولتونو ستراتیجې باید د نړیوالې ټولنې  پام دې  مهمي نړیوالي مسئلي ته راوګرځوي .
دافغانستان ملي دولتونو تر اوسه د ډیورنډکړکیچنې کرښې په اړه د نړیوالو قوانینو  په چوکاټ کې  ټولو ته  یوه منل شوي  دسولیزه حل نړیواله  ټګلاره  او داوږدمهاله کړکیچ  دحل لپاره  ملي ستراتیجې نه ده  وړاندې کړي  . دشهیدسردار محمد داود خان  خپلواک ملي دولت ته روس پلوه پوځي کودتا چیانوموقع ورنه کړه، چې د ډیورنډ کرښې په اړه په نړیوالو ارونو،قوانیننو برابره ملي ستراتیجې او افغان ولس ته د پښتنو دبیا یوالي لپاره یوعملي میکانیزم وړاندې کړي .ترڅو ددې  ملي ستراتیجۍ له لارې  د لراو بر افغان ولس  تاریخي بیا یوالي  رامنځته شي .
دافغانستان د ورستیو دري دیرشو کالونو  ګوداګې رژیمونه  د جګړو له امله اصلأ  د لوی افغانستان  د بیا یوالي فکر په سر کې نه درلود،دغه پردیپاله رژیمونه  د روسي کمونیزم ،د برتانوي پاکستان  دپوځ  ،د ای ایس ای شبکو او دامریکايې ښکیلاکګر پوځونولاسپوڅې کمزوري، ګوډاګې،کاغذي بي بنسټه ملي ضد رژیمونه وو.  دغه درېواړ ه  ډول ډول ایدیالوجیک  مزدور رژیمونو دپښتون افغان  ولس په  وینو تویولو،بربادي  او ویشلو کې هم ستره ونده  اخیستي ده . دغه رژیمونه  د افغانستان په محاصر تاریخ کې ملي ضد رژیمونو نه تیر شوي دي . د دغو ګوداګې رژیمونو کاڼه ، ړانده او ګونګ  مشرانو خپل  لراوبر  پښتون   افغان ولس دیرغلګر هیوادونه سره ترنننه  په خونړیو جګړو کې راګیر  کړي  دی .
د افغانستان  راتلونکې  ملي دولتونه مجبور دي،خپلي له لاسه وتلي  تاریخي خاورې  د بیرته ترلاسه کولو لپاره خپل ایرردنټ  فعال  سیاست او پالیسي په ازاده  قبایلي سیمه،پښتونخوا کې له سره د اوسنیو شرایطو په رڼا کې نوي پیل کړي . دافغانستان  راتلوونکې  ملي دولتونه  مجبور دي ،دډیورنډ کرښې کړکیچ د خپلي ملي اجنډا په سرکې ولیکې او خپل یرردنټ  سیاست یا دبیا یوالي فعال سیاست  د ډیورنډ کرښې رسمي ټولولو ستراتیجکي پلان   دسیمې له حالاتوسره  نوي سمبال کړي  . ځکه دلوی افغانستان  تل پاتي سولې،اثبات او دپښتنو دنیکمرغي،خپلواکۍ لاره د همدې  خونړي ګواښمن  کرکیچ له لارې تیریږي . افغانستان  کې تلپاتي  سوله ثبات  د دې کرښې په شتون کې ناشوني ښکاري . په سیمه کې د پښتون ضد قوتونو تل دهمدي  لارې  د افغان ملي دولتونو بي ثباته کولو اوکمزوره کولو هڅه کوي .

 له یوې خوا نن   ډیر افغان سیاسي  کارپون  په دې اند دي، دملي دولت دنشتون ، د افغانستان  بې ثباته  حالت ، ماتیدونکې  رژیمونو،جګړیزوحالاتو او دپوځې کمزوريو له  امله  د ډیورنډ کرښې  نړیواله  مسئلې  د راپورتکولو  وخت نه دی . له بلې خوا ډیر پوه افغانانو ویني ، چې د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړوکې د انګریزي  کرښې  دکړکیچ  دنه حل کیدو له امله  نن د بي ګنا ه افغانانو  وژنه ،دپښتنو قومي  وژنه یا  ژنوساید  او ورسره  د پښتنو وسله وال مقاومت  روانه دی .

له یوه لوري افغان ملي دولتونه  په لر او بر پښتنو افغانانوکې د پښتونستان په مسئله  یا د ډیورنډ کرښې په رسمي ډول  ټولولو کې  غورځنګ جوړونکي ځواک ښکاري . له بل لوري  د پنجاب  پوځیان خپله ستراتیجکې  لیوالتیا  او اغیزه  داسلام په نامه د افغانستان په کورنۍ سیاست  او ګوډاګي رژیمونوپه  وړاندې   جګړه اود ګوډاګې رژیمونو  په راوستو کې  څرګندوي .
 پاکستان  دجوړیدو راهیسې د افغانستان لپاره خپله  ستراتیجکه ژوره لري . ظاهرآ تر نننه په پاکستان کې دا ویل کیږي، چې د هند سره د جګړي پر مهال افغانستان به دوی د خپلو پوځونو د یو پټناځاي په څیر وکار وي  او پاکستان  به  همزمان  په دوو جبهو او جګړو کې د افغانستان او هند سره بوخت نشي .

 په اصل کې پاکستان دخپل ستر  زورور مشر ورورهندوستان  څخه دومره نه ویریږي، لکه  د ډیورنډکرښې  لمنځه تللو څخه  ویره لري . د اسلام اباد واکداران  په دې پوهیږي  چې ډیورنډ د کرښې د ټولیدو سره  په نړۍ کې د پاکستان شتون لمنځه ځې . افغانستان کې د پاکستان  پوځې بریدونو،سیاسي  لاسوهني اوتوغندیو او توپچي  بریدونو یواځیني لامل   د ډیورنډ کرښې څخه د فاع کول دي . په حقیقت کې دا د پنجاب ورستي سلګې دي . د نړۍ جګړیزو تجربو موږ ته  داښودلي ده، چې  پوځې برید د خپلو ګټو څخه بهترینه  دفاع ده .

  له همدي امله دپاکستان  پوځیان د ډیورند کرښې په دواړو غاړو کې پښتانه  افغانان په بیل بیل نومونوسره جنګوي . اسلام اباد  د همدې هڅې له لارې   غواړي، په کابل کې د خپلي خوښي  ګوډاګې  کمزوري رژیم  واک ته  ورسوي . پاکستان  په افغانستان کې د افغانانوملي دولت رامنځته کیدو  مخه نیسې، تر څو د افغان ملي دولت  د پاکستان سره د ډیورنډ لاین مسئله بیا را پورته نه کړي او د کرښې دبلې غاړي دپښتنو دیووالې هڅې  بیا پیل  نه کړي . پاکستان د همدې ټولویادوشویو ټکو له لارې  هڅه کوي  دپښتنو یوالې او د افغان ملي دولت رامنځته کیدولو مخه  ونیسي . 
 پاکستان د خپلو ستراتیجکو پلانو عملي کولو لپاره  په پوځ او استخباراتو کې  اکثرآ دپښتونخوا یو شمیر  پښتانه ګمارل شوي دي .دوی د پنجابیانو سره یوځای په افغانستان کې  دبي ثباتي ، بدامنې او ورانکارو عملیاتو لپاره   مستقیمآ  داسلام اباد له مشرانو څخه اوامر و  ترلاسه کوي .د غو پښتنو  په افغانستان کې د پنجابیانو پلانونو او د ای ایس ای  استخبارتي شبکې کار ډیر اسانه کړي ، ښه بیلګه يې د طالبانو درژیم پرمهال وه . د ای ایس ای  افسرانو طالبانو ته له همدې لار ې سپارښتنې او مشوري ورکولي .

له یوي خوا د پنجاب  پوځي ډیکتاتوري رژیمونو یوشمیر ړون اندې  بي هویته پښتانه  په  خپل پوځ ،د ای ایس ای په استخبارتي  شبکو  ګمارلي او د پاکستان د فاع شورا په نامه  یو شمیر مذهبي ګوندونه او تنظیمونه   دپښتنو جنګولو ، ویشلو،دپښتنو دبیا یوالي ملي  احساسات کنټرولو او د افغانستان د پښتنو په اسلامي ډلو باندې اغیزې  لرلو لپاره  رامنځ ته کړي  دي .

  له بله پلوه دافغانستان   حکومتونو  د دریو لسیزو دجګړو له امله   د پښتنو ملتپالو،سیاسي فعالینو ، خپلواکۍ غوښتونوونکې مشرانو  او مدني ټولنو سره دبیا یوالي  اړیکې شلولي دي .دغي حالت د افغان راتلونکې  ملي دولتونو فعال  سیاست  او پالیسي  د ډیورنډ کرښې په اړه  له سترو چلنجونو سره مخامخ کوي  .
ټول خپلواک ملي افغانان  پښتانه  په یوه خوله پوهیږي چې اسلام اباد د دوی د ملتپالني،پښتني هویت  او د ملي یوالي احساسات نه نشي زغملي  . د ایران شیعه رژیم او دپنجاب تور پوځیان افغانستان کې د پښتنو خپلواک ملي دولت  رامنخته کیدل نشي منلي .

  لوی الله   (ج  )  دپښتون ویشلي ولس یي  د دوو منافقو اوخبیثو ګاونډیانو تر منځ رایسار کړي دی  .د تاریخ  په بهیرکې  پنجابیان  پټانان پیژني او ایرانیان  افغانان  پیژني .په دغه حالت کې به خدای  ( ج ) له پښتنو  څخه ازموینه اخلي  . دوښمن پوهیږي چې پښتنوته ډیر وخت  پاتي نه دی چې  دوی خپل خپلواکه ملي دولت  او ملي یوالي بیا رامنځته کړي .
پاکستان په افغانستان کې د هغوپښتنو واکمني را وستل غواړي  چې په دوی کې دپښتونپالني ، هیواد پالني  او ملتپالني  ملي احساس وژل شوي وي . پاکستان هڅه کوي له همدې  لارې په افغانستان کې  دپښتنو واک او دریځ  پڅه کړي ، د پښتنو لرغوني ملي هویت ،کولتور ارزښتونه له منځه یوسي  او د ډیورنډ د دواړو غاړو طالبان تل  د پاکستان د لاس  سیاسي اله وي . په پاکستان کې پښتون هڅي محکوم  دی، اوس خپلواکه  ملي  مسلمان پښتون  ترهګر او مجرم دی !   .
 
۱۱  .  دافغانستان  راتلونکې ملي دولتونو بهرني سیاست
دافغانستان  دراتلونکې ملي دولتونه  د خپل کورنۍ او بهرني سیاست  اجنډا په سرکې د افغان ولس  ولسي ملي  بنسټیزو ستونزو دحل لاري   باید جوتې ولیکې او د افغان ولس له ملي ارادې او ملي داعیه څخه  باید په  نیغه  دفاع وشي . افغان  ملي دولت بایدد ملګرو ملتونو او خپلو ستراتیژیکو ملګرو هېوادونو له لارې د دې مسئلې د هواري هڅه وکړي .د لر اوبر افغان  دبیا یوالې لپاره په نړیواله کچه یوه ملي ستراتیجۍ وړاندې کړي .
افغان  راتلوونکې ملي دولتونه دپرله پسې جګړیزو ناورینونو او دکورنیو،بهرنیوکړکیچونو،ستونزو سره سره  باید دومره ظرفیت  او توان  په ځان  کې ومومي ،چې د ډیورنډ کرښې یا د پښتونستان نړیوالې مسئلې  دحل اړین  سیاسي توکې، ثبوتونه اوفرصتونو په نړیواله  کچه د نړیوالو قوانینو په رڼا کې  مطرح کړي  . 
 همدې ملي ارمان لپاره همدا نن  باید دلراوبر  د حجرې ، جومات او پوهنتون  ټول پښتانه افغانان  پرته له سیاسي ګوندي ،ایدیالوجکې  ډله بندیو څخه ددې  بنسټیزي ملي ستونزي په اړه  د راتلوونکې نسلونو،د خپل مظلوم افغان  ماشوم د نیکمرغي سوکالې  او بقا  لپاره  باید په یوخوله  شي .
دافغانستان پښتانه باید  دپښتونخوا،کوټي او د قبایلي سیمومشرانو، د پښتنو ملتپالو مخورو ملي اعتباري  مشرانو ته د ورورګلوي لاس  ور اوږد کړي او د کابل مرکز  ملي حکومت باید د دې سیمو له وګړو سره سیاسي ، کولتوري  اوټولنیزي اړیکې  رسمآ نوره پیاوړي کړي  .
د دیورنډ نړیوالې مسئلي حل دافغانستان  دجګړې پای دی ، د افغانستان د ملي حاکمیت ، ملي امنیت اوځمکنې بشپړتیا ،دسیمې هیوادنو او د نړیوال امنیت  سوله اوثبات  د ټینګښت لپاره خورا مهمه مسله ده.  د ډیورنډکرښې لمنځه تلل سره به د کرښې له  دواړو خوا څخه  د القاعدې او ور پوري تړلي  ډلو او دنه بلل شویو میلمنو په ایستلو کې ستر رول لوبوي شي  .
د افغانستان د راتلونکې  ملي دولتونو دنده ده ،د ډیورند کرښې کړکیچ  دحل په اړه د پاکستان سره د سولیزه  حل خبرې  اترو ته کیني ، دنړیوالې  ټولنې او ملګروملتو  پام د ډیورنډ ایدیالوجکۍ ،ستراتیجکې استعماري توري  کرښې د ټولیدو په اړه  رسمآ راوګرځوي . څوموده مخکې د افغانستان، پاکستان او بريتانيا درې اړخيزې غونډې  ترسره شوه،افغان ملي دولت به خامخا په غونډه کې  دډیورنډ کرښه کړکیچ مطرح کړي وي .
افغانستان د خپل جیو ستراتیجکې  تاریخي موقیت له امله د مرکزي ، سویلي اسیا او دمنځني ختیز ترمنځ د ارتباطي پله رول لوبوي . د ډیورنډ کرښې کړکیچ یو نړیوال کړکیچ دی،ډیورنډ کرښې  نړیوال امنیت او سولې ته ستر ګواښ  رامنځ ته کړي دی . دافغانستان  اوسني حکومت د نړۍ له مخور هیوادنو سره  یوشمیر  د ستراتیجکو همکار یو تړونونه  لاسلیک کړي دي .د ډيورنډ کړښه  دافغانستان ددولتونو لخوا په رسمیت پیژندل شوي نه ده   دافغانستان په  ستراتیجکو تړونونوکې په دې اړه هیچ نه دي لیکل شوي . دافغانستان او ګاونډي هیوادونوترمنځ د په رسمیت پیژندل شویواو په رسمیت نه پیژندل شویو پولو ته هیچ اشاره نه ده شوي .

  د افغانستان  راتلونکې ملي دولتونه باید د د ولسي جرګې او مشرانو جرګې  په تالار  کې په سمبولیک ډول   د پښتنوتر بیا یو والې رسیدو پوري دازاد قبایلي وګړو لپاره  تښې څوکې  بیلې کړي  . د لر او بر افغانانو د بیا یوالي تګلاره  د افغانستان  د ملي دولت په اساسي قانون کې  باید ولیکل  شي .  د افغانستان ملي بودیجه کې باید دازاد  قبایلي ولس  لپاره  مالي بودیجه غوره شي . دافغانستان په ملي  رادیوټلویزیون  او ملي رسنیوکې د بیا یوالي لپاره ځانګړي خپروني پیل شي ،ددرست   لر او بر افغانستان  دوګړو د پوهاوي  لپاره بیلا بیلي خپروني باید پیل کړل شي . د بیا یوالې په اړه دافغانانو ترمنځ ولسي عامه پوهونه ستونزې، د پښتنو دبیا یوالي ګټه ، توان  او ګواښونو باندې  باید بحثونه  پیل شي، ترڅود پښتانو افغانانو په منځ کې  فکرآ د یوالي لپاره چمتووالي ومندل شي . د لوی افغانستان لپاره دوو ستراتیجکو ښارونو پیښور او کوټه  سیاسي ، اقتصادي او پوځې ارزښتونه  او اقتصادي برخه کې دهند او عربي خلیچ سمندري ته  لاره  موندل، په بحثونوکې دافغانستان  سوداګریزه اقتصاد لپاره سمندري بندر  ارزښتونه  باید وڅیړل شي . په دې برخه کې افغان  ملي دولتونو ته ډیر لاره  پر مخ پر ته ده .

 د لراوبر  پښتنو افغانانو ترمنځ  یوالي ، ورورګلوي ،قبیلوي  پیژندګلوي او دیو واحد افغان ولس هویت  تر  هغې ډیر ه ټینګ، پوخ  ، ژور  پرمختللي دی ، تر کومه چې داسلام اباد پوځیان استخبارتیان  او پښتون ضد قوتونو  ته مالومیږي .

د ډیورنډ پرکرښه دپیړویو پیړو څخه د کوچیانود تګ راتګ ، دیرغګرو پوځونو په وړاندې  ګډ جهاد،مقاومت ،دجګړو له ا مله په میلیونو کډوال او د طالبانو غورځنګ  د تګ راتګ   له امله دپښتنو ترمنځ کرښه عملا  له منځه تللي ده  . همدا نن هره ورځ پر دغه کرښه باندي په سلوګونه زره افغانان تګ راتګ کوي .
نن هرریښتنې افغان ،هره پوهه پښتنه  په دې پوهیږي چې پښتونستان، پښتونخوا،افغانیه د افغانستان د ملي دولتونو نه بیلیدونکې  نه وریریدونکې تاریخي خاوره ده . د ډیورنډ خونړي کړښې افغان ملي دولتونه، لر اوبر  پښتانه،دپښتنو راتلونکونکې نسلونه  د بقا یا پایښت له برخلیک ټاکوونکې کړکیچونو سره مخامخ کړي دي . د پښتون افغان دولتي ولس اوسنې  څیرلي جګړیزحالت ، نه یووالې  اود ستر پښتون  ولس  د ویش  حالت ، دپښتون ولس په  ډول ډول فکرنو او ګوندو،ګدوډیوبوختیدو  یو خورا مهم لامل همدغه د ډیورنډ  استعماري سره  کرښه ده .د ډیورنډ کرښه  نه یواځې دافغانانوملي  دولتونو بلکې دسیمې هیوادونواو دنړیوالو زبر ځواکونو له بنستیزو ستونزو څخه یوه ستونزه ده . د پښتونو دغه  ملي ستونزه  پس له ډیرو کړونو څخه اوس  ورو ورو خپل حل ته  رانږدې کیږي ، پښتون ولس ورور راویښ کیږي .ځکه پښتانه پوهیږي که د زمانې توپانونو، یرغلګرو  پوځونو مخې ته سره يو نشو نو  برباديږو .

پښتانه په دې هم  پوهیږي چې د نړۍ دنن اوسبا  هیچ کوم ځواک  او طاقت نه شي کولي چې پښتانه  د کرښې دیخوا او هاخوا پښتانه په نوم سره بیل کړي . پښتانه  د پنجاب  تورو پوځونو ته لکه د انګریزانو، روسانو  او نوروبهرنې یرغلګرو پوځونو په څیر ګوري . 

    پښتون دسیمې پنځوس میلیونه  ستر ولس به هغه ورځ  په پیغورنو کې مړ وي،  که د پنجاب  دوه مخې وکدارنو خوب ریښتیا شو، چې دوی به د تل لپاره د انګریزانو پر کرښه  او پل د پښتنو په زړه او لوی کور  کې  د پښتنو تګ راتګ ،پاسپورتونو،ویزو، د پښتون  توریالي او ننګیالي ولس د ویش کنټرول  اوڅارنه  به کوي .     

 د دریمي  برخي پای                             

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery