دخپریدو نیټه : 2012-10-03 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
هغه ستر مورخ چې پښتنو له ياده ايستلى دى
ډاکټر لطيف ياد
دپښتو نخوا ستر مؤرخ او د (پښتانه د تاريخ په رڼا کې ) د کتاب ليکوال ا رواښاد سيد بهادرشاه ظفر کاکا خيل
ارواښاد سيد بهادرشاه ظفر کا کا خيل د پښتو نخوا هغه ستر او نا متو مؤرخ دى چې نه يوازې دپښتو نخوا پښتانه دده به وياړلي
نا مه وياړي ،بلکې داقغا نستان پښتا نه هم د ددې ستر مؤرخ دنا مه سره پوره اشنا يې لري او پر ې وياړي.خو د خواشينۍ خبره داده چې ولې بښتنو ديوه داسې ستر مؤرخ نوم له ياده ايستلى دى .؟
پښتنو ته پکار دي چې ددغه ستر انسان په نامه غونډې او علمي سيمينارونه جوړ کړي او دده پر اثارو تاوده علمي بحثونه وکړي.
ارواښاد سيد بهادرشاه ظفر کاکا خيل په ١٩١٠ زيږديز کال کې د پښتو نخوادنوښار په کا کا صاحب کې په يوې علمي کورنۍ کۍ زيږيدلى دى .پلار يې ميا خالق شاه نو ميده .ارواښاد سيد بهادرشاه ظفر کا کا خيل خپلې لو مړنۍ زده کړې په مورني ټا ټوبي اکوړه خټک کې سرته ورسولې..پر دې برسيره يې ديني لومړني تعليمات او د فقهې کتا بونه د حا جي عبدالقيوم نه تر لا سه کړل .
که څه هم کآ کا خيل صاحب دا هيله ا و تمه نه درلو دله چې کوم سرکاري ملا زمت يا دنده تر لا سه کړي ، خو په ١٩٢٨ زيږديز کال کې د پوهنې(ا يجو کيشن) ديپا ر ټمينټ ورته وړانديز وکړ چې هلته کار وکړي .ارواښاد سيد بهادرشاه ظفر کا کا خيل د زده کړې سره ډيره مينه درلودله او په ١٩٤٠ زيږديز کال کې يې د پنجاب د پوهنتون نه په پښتو،قارسي ا و اردو کې يې د بي .اى آنرز ډګري واخيستله.
وروسته بيا په ١٩٣٦ زيږديز کال کې يې دکرک په ډيسټريکټ بورډ کې يې دنده تر لاسه کړه او د َصوابۍ او مردان چارې يې هم پر مخ بيولې .
په ١٩٤٥ زيږديز کال کې دبو هنې ډيپا ر ټمينټ٢٤ کسان په پو هنتون کې د روزنې(ټريينګ) لپاره وټاکل چې دارواښاد سيد بهادرشاه ظفر کا کا خيل نوم دفهرست په سر کې و .
وروسته ارواښاد سيد بهادرشاه ظفر کاکا خيل د لو مړني تعليماتو په اداره کې په رستم کې دنده سرته رسوله چې تر يوه کال وروسته بيا ملکنډ ته په دندې و ګو مارل شو . ده په ١٩٥٧ زيږديز کال کې په نوشهره(نوښار) کې د ښوونکي په تو ګه دنده سرته رسوله اوبيا چې کله کا کا صاحب ته ټرانسفر(تبديل) شو نوتر ١٩٧٠ زيږديز کاله پورې چې دده ريټايرډ مينټ (تقاعد) وخت و دغه دنده يې په ښه وجه سرته ورسوله .
په پا کستان کې د صدرايوب خان د صدارت په وخت کې سيد بهادرشاه ظفر کاکا خيل دپښتو کتابونه وليکل چې د پښتو نخوا په زياترو ښوونځيو(سکولونو) کې تدريس کيدل.
کاکا خيل صاحب د ګرامر يو کتاب هم تصنيف کړ چې رهنماى پښتو يا د پښتو لار ښود نو ميد او نو موړى ګرامر يې په په اردو ژبې هم و ژباړه څواردوژبي هم ترې ګټه واخلي .
د کاکا خيل صاحب د مهمو کتابونو نه يو هم د( ظفراللغات ډيکشينري يا قاموس) دى او بل دده مښهور تاريخ (پښتانه د تا ريخ په ر ڼا کې ) کتاب دى .
د ظفر اللغات قا موس په څه دپاسه ١٤٠٠ مخونو يا صفحو کې ليکل شوى دى او ٤٥٠٠٠ زره لغات او محاورې لري چې د هر لغات تر څنګ يې معنى ګانې يې په پښتو او اردو کې ورته شرحه کړي دي . ظفراللغات لو مړى ځل په١٩٥٩ اوبيا په١٩٦٠ زيږديز کال کې چا پ شو.کاکا خيل صاحب پخپله ليکلي دي چې د ظفر اللغات قا موس يې دومره په غور سره وليکه چې ان د سترګو ليد يې ورسره کمزورى شو.
همداراز د سيد بهادرشاه ظفر کاکا خيل بل کتاب چې( پښتانه د تاريخ په رڼا کې) نو ميږي چې د پښتنو تاريخ دى چې د عيسى مسيح عليه السلام د زيږيدو نه ٥٥٠ کلونه وړاندې تر ١٩٦٩ زيږديز کلونو پورې حالات پکې راغلي دي او په ١٤٠٠ مخونو کې په ١٩٦٢زيږديز کال کې د پيښور يو نيورسټۍ د بک ايجنسۍ له خوا چاپ شوى دى.
همداراز کا کا خيل صاحب ددې خبرې ادعا هم کوي چې د پښتولومړنۍ ډرامه ده ليکلې ده چې دغه ډرامه (دکلي ښايست) نو ميداو په ١٩٣٥ زيږديز کال د پيښورراډيو د پښتو څانګې له خوا خپره شوې ده .کاکا خيل صاحب وايې چې دهغې ډرامې خواږه يا دونه يې لا تې اوسه په ذهن کې پاتې دي چې ددغې ډرامې تمرين او ريهرسل په پيښور کې دارباب جهانګير خان په کور کې کيده او ځينو هندوانو هم په دې ډرامې کې رول لو بولى و.کا کا خيل صاحب هيڅکله هم دا خبره نه مني چې ګنې اسلم خټک دې دپښتو د لو مړنۍ ډرامې ليکوال وي .
د ظفر کا کا خيل بل ستر کار داو چې په ١٩٩٦ زيږديزکال کې يې دشيخ رحمکار(کاکا صاحب) په ژوندانه او ښوونو يې يو کتاب وليکه اوددې کتاب په ليکلو کې يې د هغې خطي نسخې نه گټه وا خيستله چې ميا محمد بادشاه کاکا خيل دشيخ رحمکار په ژوند او کارونو باندې ليکلى و.ويل کيږي چې ميا محمد بادشاه کاکا خيل دافغانستان او هندوستان ډيرو برخو ته سفرونه وکړل څو دشيخ رحمکار(کاکا صاحب) په اړوند علمي مواد تر لا سه کړي .ددې کتاب پر ليکلوظفر کا کا خيل صاحب دميا جمال شاه دورور ميا اجمل شاه نه ١٠٠٠٠ روپۍ د انعام او جايزې په تو ګه تر لاسه کړې .
کاکا خيل صاحب يو پوخ مسلمان و چې د مولانا مودودي دنظريا تو سره يې مينه درلودله .له همدې کبله و چې نو موړي د مو لا نا مو دودي ځينې کتابونه پښتو ته وژباړل لکه پرده ،دين حق ،سيرةالنور،دين کې تفسير ،احساس او راه عمل يې وژبا ړل .
کاکا خيل صاحب د سر کار نه په دې خبرې سر ټکولى دى چې د پو هانو او دادب د مينانو په اړوند دبې غورۍ نه کار اخلي او قدر يې نه کوي . ظفر کا کا خيل صاحب دپيښور د پښتو اکيډيمۍ نه هم خپل خپګان څرګندوي چې ده ته يې کو مه ځانګړې پا ملرنه ونکړه،خو يوازيني سړي چې ده ته يې پاملرنه وکړه هغه د پا کستان د ادبياتو داکيډيمۍ چير مين يا مشر پريشان خټک وچې ده ته يې ميا شتينى مدد معاش وټاکه .همداراز ده په ١٩٨٨ زيږديزکال کې ستاره امتياز نښان هم تر لا سه کړ.
دغه ستر مورخ دخپل ژوندانه په وروستيو شپو او ورځو کې داسې سخت ناروغه او کمزورى شو چې دسترګو رو ښنا يې لږه او هم يې غوږونه درانه شول چې خبرې به يې په اسا نۍ سره پرې نه اوريدلې .
سيد بهادرشاه کاکا خيل په پاى کې د ٢٠٠٢ زيږديز کال د جون د ميا شتې په ٢٤ نيته له دې فاني نړۍ نه د تل لپاره ستر ګې پټې کړې او دکا کا صاحب په اديره کې خاورو ته وسپارل شو . اروا دې ښاده وي .
بايد زياته کړم چې ما لطيف ياد خپل چاپ شوى کتاب (پښتنې قبيلې ) ښاغلي ارواښاد سيد بهادر شاه ظفر کا کا خيل ته ډالۍ کړى دى .
------------------------------------------------------
يا دونه . دپښتونخوا دليکوال او شاعر ښاغلي ميا وکيل شاه فقير خيل صاحب نه ډيره مننه کوم چې دښاغلي ارواښاد سيد بهادرشاه ظفر کاکا خيل دمړينې د نيټې په پيداکولو او دده د مزار د ځاى په اړوند يې زما سره معلومات شريک کړل .