په آسټرالیا کې د افغانستان د سفارت اول سکرتر
دویمـــه برخـــــه
د سوداګرۍ په نړيوال سازمان كې افغانستان دغړيتوب ارزونه
په ۲۰۰۴ كال كې افغانستان رسماً (هغه مهال هدايت امين ارسلا د سوداګرۍ وزير وو) له لورې د ناظر غړې په توګه ومنل شو. د وړاندېز له مخې د افغاني هيئت له لورې په لومړي ځل له سازمان څخه وغوښتل شو، تر څو د افغانستان د تجارتي ودې په ميدان كې له دې هيواد سره مرسته وشي . كيداى شي هغه مهال زموږ د پلاوي له طرفه د غړيتوب هر اړخيزه تحليل نه و موجود، ځكه يې په يوې مخې د سازمان له عمومي شورا او د وزيران له كنفرانس څخه یی د بلا قيد غړيتوب غوښتنه وكړه . پتيل شوې وه چې د ۲۰۰۶ كال تر پاى او يا هم د ۲۰۰۷كال تر نيمايي پورې د افغانستان غړيتوب (الحاق) ومنل شي. خو اوس چې ګورو نو د غړيتوب په اړه د سوداګرۍ سازمان په عمومي مجمع او د ۲۰۰۵ كال د وزيرانو په كنفرانس كې پدې اړه بحث نه دى كړى .
پدې كې شك نشته چې پدې سازمان كې له غړيتوب سره به افغانستان يو لړ تشريفاتي او ظاهرې لاسته راوړنې ولري، خو په استمراري ډول په دې سازمان كې ګډون خامخا افغانستان دېته اړ باسي تر څو خپلو صنعتي توليداتو، د خامو موادو استخراج او خرڅلاو ته چټكتيا وركړي .
عجالتاً او په لومړيو پنځو تر لسو كلونو پورې، پدې سازمان كې د افغانستان ګډون، د افغانستان د موجوده سياسي اقتصادي شرايطو او همدارنګه د صنايعو د ودې او اقتصادي رشد په وړاندې پرتو ستونزو ته په پام سره، ويلى شو چې د دې سازمان غړيتوب افغانستان ته مخه خلاصوي تر څو خپل تجارت نړيوالو ماركيټونو ته وغزوي، چې پدې برخه كې له پرمختګ سره افغانستان په غير سياسي ميدان كې هم د نړۍ د هيوادونو لپاره مهم هيواد ګرځيدلى شي . په دې اړه په افغانستان كې دوه نظره موجود دي : يو نظر له سياسي مزاج څخه سرچینه اخلیي، چې البته په سازمان ګډون د افغانستان لپاره حياتي او حتمي بولي او بل نظر پر اقتصادي واقعيتونو ولاړ نظر دى چې تر ډېره حده پدې سازمان كې د افغانستان غړيتوب په زيان كې ويني . دیوی مناسبی قرضی اویوه آیدیال غړیتوب لپاره به افغانستان هله په یو غښتلی موقف کی وی کله چی په اغیزمنده توګه خبری وکړی، اوځان ته داسی سیاسی او اقتصادی ټینګښت برقرار کړی چی وکولای شی دبهرنیو هیوادونو دفوځونو دنشتون سره سره خپله خپلواکی وساتی دنړی ترټولو هغو غریبو هیوادونو په څیر چی اوس هڅه کوی له جګړی څخه خلاصی ومومی،افغانستان ددی پرځای چی دنړیوال تجارت سازمان سره یوځای شی . داسی نور ډیر لومړیتوبونه لری چی دهیواد د پرمختګ او فقر دکچی دکمولو لپاره یی ترسره کړی .
له دی کبله که چیری دافغانستان حکومت بیا هم غواړی چی په دی پړاو کی ورګډ شی،نواړینه ده چی غوږونه یی خلاص وی چی په دی پړاو کی دنړیوال تجارت دپروسی سره یو ځای کیدل دافغانستان داوسنی بی ثباتی،فقر اوبیوزلی سره ګټی کمی اوزیانونه ډیر لری .
هیله کیږی چی د 2010 م کال پورې به افغانستان د دې سازمان غړيتوب ترلاسه كړی،که څه هم د آکسفام موسسی لخوا چی یو غیردولتی موسسه ده څیړنه شوی اوپه اوس مهال کی دافغانستان دغړیتوب اقدام يوه عجولانه او له اشتباه نه ډک بلل شوى . د څېړونكو له لورې پدې څېړنه كې هغه احتمالی ګټی هم په ګوته شوی چې افغانستان به تری برخه مند شی . نړيوال ماركيټ ته د ټېټ ټكس په وركړې د افغاني توكو لار موندنه، د تجارتي منازعاتو د حل لپاره د يوې قدرتمنې مرجع موندل، چې له مخې به يې افغانستان وكولى شي له هند او چين سره د ځمكې له لارې راكړه وركړه ترسره كړى شي، بل لور ته د مرسته كونكو او غړو هيوادونو له خوا د پانګي د جلب او جذب فرصت او د ګمركي تعرفو د نظام اصلاح هغه ښې او ګټورې لاسته راوړنې دي چې افغانستان به لاس رسۍ ورته پيدا كړي .
• د افغانستان اوسنى اقتصادي حالت
په همدې روان ۱۳۸۶ كال په وروستيو مياشتو (سلواغه) كې د افغانستان له رسمي مالي سرچينو څخه په خپرو شويو ريپوټونو كې د افغانستان اقتصادي وده په سلو كې ۱۳% ښودل شوي، د سړي د سر عايد د ۳۳۵تر ۴۰۰ ډالرو پورې (د تيركال په نسبت ۵۰ ډالره لوړ) ښودل شوى . په همدې توګه په هيواد كې د كورنۍ پانګونې كچه يو نيم مليارد ډالر اټكل شوى . خو د دې ترڅنګ هيوادوال سخت پر واراداتو او بهرنيو مرستو متكي دي . له همدې امله د تورم نرخ هم د هرې ورځې په تېريدو، د لوړيدو په حال كې دى . تر ډېره حده د هيواد وګړې ثابت او مطمين عايد نلري، د كارګر او مامور په وړاندې د قانوني تاميناتو نشتوالى، امنيتي مشكلات، د برق او سون د انرژۍ كمبود، اداري فساد او د پانگونې لپاره د رڼو او شفافو قوانينو نشتوالى هغه مهم عوامل دي چې د پانګې اچونې په وړاندې پراته دي.
دم مهال په هيواد كې داسې غټې ټولشموله كارخانې او توليدي پروژې چې په غټه پيمانه د وګړو لپاره د دايمي اشتغال او عادلانه مزد زمينه مساعده كړې موجودې نه دي. په حاضر وخت كې څه د پاسه ۳۰% كاري مټې چې د كار توان لري، بيكاره پاتې دي، د دې ترڅنګ يو غټ شمېر افغانان د كم سواد، كمې تجربې او نورو ټولنيزو ستونزو له امله، بيكاره پاتې دي. دولت نشي كولى چې په معقول او عادلانه معاش خلكو ته د شه ژوند او مناسب معيشت شرايط برابر كړي .
كه څه هم په تيرو شپږو كلونو كې په زراعتي سكتور كې چې د هيواد ۸۵% اقتصاد پرې بنا دى، پرمختګ محسوسيږي، خو پر كوكنارو ولاړ زراعت د دې باعث شوى چې كارګران د مشروع نباتاتو كركلې ته چندان زړه ښه نكړي . همدارنګه د دولت لخوا د سبسايډی د نه وركولو، د سړو مخزنونو نه موجوديت او د کرنی د ځانګړو ماركيټونو نشتوالى هغه عوامل دى چې بزګران يې له مشروع تجارت څخه نامشروع كارونو ته اړم كړى .
• په تجارتي ميدان كې پر وارداتو متكي اقتصاد
تر دې دمه، سره له دې چې په افغانستان كې یو ګڼ شمېر توليدي كارخانو په كار پيل كړى، د وروستيو معلوماتو له مخې د كابل په شمول د هيواد په لويو ښارونو كې څه د پاسه ۱۰۰۰كارخانې فعالې دي، خو د دوى توليدي ظرفيت په افغاني اقتصاد كې مثبته ونډه نشي نيولى، پدې دليل چې دا توليدات له يوې خوا د بهرنيو هيوادونو له با كيفيته توكو سره په افغاني ماركيټ كې د كيفيت او كميت له پلوه سيالۍ نشي كولى، د دې ترڅنګ د حكومت لخوا پر داخلي توليد كوونكو يو څه ماليه هم وضع شوى، د استهلاكي موادو د ماليې قانون، له مخې هغه ماليه چې مستهلك يې بايد ادا كړې، اما په نظام كې د دې توانمندۍ نشته چې دغه ماليه له مستهلك څخه حصول شي، ځكه يې له توليدكوونكو څخه اخلې، په مقابل كې پر ديته ورته توريدي استهلاكي موادو باندې ماليه نشته، چې دا په لوى لاس د ملي توليد كوونكو ملا ماتوي او هغوى د توريدي توكو او كاليو په وړاندې شكست خوري او د سيالۍ له ميدانه وځي. كه څه هم كيداى شي د حكومت او پارلمان ترمينځ د دې مالياتو پر معافيت موافقه وشي او د استهلاكي موادو د ماليې قانون تعديل شي، خو بيا د نورو عواملو له مخې دم مهال په افغانستان كې د توكو او كاليو د توليد مصارف ډېر لوړ دي. له بلې خوا كه ځېر شو نو موجوده فعالې كارخانې د ګاونډيو هيوادونو د كمپنيو او فابريكو د څانګو او برانچونو حيثيت لري . په غټه كچه د افغانستان تجارت د همدې ګاونډیو هيوادونو په پريمانه، بې كيفيته او ارزانه وارداتي توكو متكي دى. د نړيوالې سوداګرۍ په سازمان كې له غړيتوب سره به د وارداتو سيلاو نورهم ګړندى او په هيواد كې موجوده فابريكې به لا پسې ورشكسته او لاهو كړي، ځكه چې پدې سازمان كې له غړيتوب سره د ملي صنايعو حمايت او ملاتړ، نور هم كمزورى كيږي . د سازمان د قوانينو او مقراراتو له مخې د توريدي توكو په وړاندې خنډونه او ممانعتونه ايجادول، جواز نلري .
• د سون د ارزانه انرژۍ قلت
د خصوصي سكتور او سوداګرۍ او صنايعو وزارت د احصائي له مخې، په افغانستان كې د صنايعو د ښه فعاليت لپاره د سون او برېښنا ډېره غټه كمي ده، د نورو توكو په څېر په افغانستان كې د نفتو ميدانونه او زيرمې لاهم پټې پرتې دي، د شبرغان نفت او ګاز چې د ډېر انكشاف وړتيا لري ورته پاملرنه نه ده شوې، د برېښنا د توليد لپاره افغانستان ډېر زيات بندونه، دريابونه، بادي او شمسي منابع لري، خو پدې اړه كافي پرمختګ نه دى شوى، دولت لا تر اوسه وارداتي برېښنا ته چې له ازبكستان، پاكستان او تاجكستان را غزيږي، ترجيح وركوي . دا امر سبب شوى چې د برېښنا ټكس او ماليات لوړ او د نورو هيوادونو په فرمايش پاتي شي. دا هيوادونه كولى شي د مالياتو او د برېښنا د تعرفو په لوړتيا او ځوړتيا سره، په خپلې ګټې او د افغاني مصرف كوونكو په زيان وكاوي . دم مهال په كابل كې يواځې ۷۵ ميګاواټه برېښنا موجود ده، كيداى شي تر راتلونكو څو مياشتو تر ۱۸۰آن تر ۲۲۰ ميګاواټ پورې ورسيږي. خو د كارخانو لپاره د برېښنا د نرخ د ټېټوالې تر څنګ په دی اندازه بريښنا پكار ده: كابل ۳۰۰ ميګاواټه، مزارشريف ۲۰۰ ميګاواټه، هرات ۳۰۰ ميګاواټه، كندهار ۱۷۰ ميګاواټه، ننګرهار ۳۰۰ ميګاواټه او په نورو ښارونو كې د سل ميګاواټه پورې برېښنا ته اړتيا ده . البته دا د اوسنيو شرايطو او موجوده توليدي ظرفيت او كارخانو په تناسب، ارقام دي . چې د اقتصاد او صنعت له ودې سره بدلون موندلى شي.
• د مشينري او تخنيكي مټو او كدرونو نشتوالى
په تيرو شپږو كلونو كې د اكثرو كارخانو تخنيكي كادرونه د ايران، پاكستان، هند، چين، كوريا او نورو هيوادونو څخه جوړيدل . افغانستان په خپله د درنو صنايعو كارخانې نلري، د معادنو د استخراج صنايع هم په هيواد كې نشته، د خفيف صنعت په ډګر كې هم تر ډېره بریده هغه له زاړه او له موډه لويدلې كلاسيكه مشينرې استمعاليږي، چې د لوړ مصرف تر څنګ د توليدي توكو كيفيت هم ښكته او ناچيز ساتي. په همدې توګه د فني كارګرانو لوړ معاشات، د تخنيكي مټو كمښت او خامو موادو نشتوالى د دې سبب شوى چې صنعت په ډېر ضعف حد كې پاتې شي.
• په نړيوال تجارت كې د تجارتي آسانتياوو كمبود
مهمه خبره دا ده چې آيا دسوداګرۍ نړيوال سازمان كولى شي د افغانستان د تجارت په وړاندې سيمه ييزه او نړيوالې ټرانزيټي پولې او ستونزې د تجارتي حقوقو په رڼا كې حل كړى شي . په ټولو كې مهمه ټرانزيټي سيمه ييزه لار، د ابريشم لرغونې لاره ده چې هند له افغانستان او منځنۍ آسيا سره نښلوي، د تجارت سازمان دې ستونزې ته د سياسي ستونزي په سترګه ګوري، په همدې توګه د چين او ايران، هند او ايران تر مينځ ټرانزيټ چې په افغانستان او پاكستان تيريږي، د سياسي ملحوظاتو له مخې ډپ پاتې دي. په سيمه كې د بهرنيو قواوو شتون، د القاعدې روانې جګړې او پراته نزاكتونه، خوابديانې، بدبينيانې او صف بنديانې هغه ګواښونه دې چې حالات يې له عادي وضعيت ځخه نسبتاً ناعادي طرف ته بیولی .
بلخوا د افغان سوداګرو لپاره د LC آسانتياو نشتوالى، د ويزو په ترلاسه كولو كې ستونزې، د افغانانو تجارتي لاسوندونو (اسنادو) ته كم اعتبار وركول او د توكو په وړاندې يې ګڼې ګمركې او غير ګمركې ستونزې هغه څه دې چې د سوداګرۍ نړيوال سازمان يې په لنډه موده كې د رفع كولو توان او صلاحيت نلري .
دافغانستان دکمزوری اقتصاداو دنړی دغښتلی اقتصادونو ترمنځ سیالی به افغان اقتصاد زیانمن کړی ، ولی چی اوس مهال دافغانی توکو کیفیت دومره لوړ ندی .
دغړیتوب سره به دسوداګری دنړیوال سازمان لخوا په افغانستان زور واچول شی،ترڅو بعضی بنسټیزه آسانتیاوی برابرونکی سکتورونه لکه ، روغتیا، روزنه ،بریښنا شخصی کړی چی شونی ده چی په لری پرتو سیمو کی به بی ثباتی زیاته کړی .
دنړیوال سوداګری سازمان دیوه تړون بیه پنځه ملیونه ډالره ده .دا لوړه بیه شایددافغانستان اوسنی څپڅپاند اقتصادی وضعیت ته ګرانه پریوزی .
دريـــــــــــــمه برخه
دغړیتوب په پروسه کی دافغان دولت مسٌیولیتونه اونړیوالی ټولنی رول
دخبرو په لړ کی ډیر څه شته چی ملګری او هم نظره هیوادونه یی له افغانستان سره دیوه شه چانس لپاره کمک کولای شی، ترڅو دکامیابو خبرو لپاره زمینه برابره کړی .
افغان دولت باید دوو لږ پرمختللو هیوادونو کمبوډیا اونیپال چی نوی ددی سازمان غړی شوی په تجربو باندی ځان شه پوه کړی، ترڅو وکولای شی دبهرنی سوداګری یو شه رژیم جوړکړی .
افغانستان باید هڅه وکړی ترڅو دسوداګری دنړیوال سازمان دلاس رسی پروسه دهررنګ سیاسی مقصدونو څخه لری وساتی .
دخبرو دپروسی لپاره یو وړ او فعال ټیم ته اړتیا لیدل کیږی، مخکی له دی چی افغانستان دخبرو مرحلی ته ورګډشی باید دیوه روزل شوی ټیم سره ورشی .
افغانستان باید ځان ددی سازمان په ټولو اصولو اونرمیو باندی خبر کړی ، چی دموثره خبرو لپاره تری ګټه اخستل کیږی .
افغانستان ته پکار دی چی دخبرو په پروسه کی هم خیاله ملګر ی هیوادونه پیداکړی ترڅو ورسره دلاس رسی په پروسه کی همکاری وکړی، دنیپال لپاره هند اوبرازیل دلاس رسی په پروسه کی ډیره همکاری کړی وه .
نړیوال ټولنه په خاصه توګه دملګرو ملتونو ددتجارت اوپرمختیا کانفرانس (UNCTAD) دخبرو په دوران کی تخنیکی مرستی ورکولای شی ، دا کانفرانس یو بی طرفه سازمان دی چی له هرهیواد سره دلاس رسی لپاره په خبرو کی همکاری کوی .
افغانستان ته باید اجازه ورکړل شی، ترڅو خپل حساسه کورنی سکټورونو وساتی او وده ورته ورکړی ترڅو دملی پرمختیا لپاره هدفونه وټاکی او دخوارو ټولنو سره مرسته ووشی.
که څه هم افغانستان به خبرو ته دیوداسی تعرفی نظام سره ځی چه هغه دپخوا نه خورا لبرال دی، شونی ده چی افغانستان به دتعرفو دکمولو دلا ډیر فشار سره مخ شی .افغانستان باید دداسی فشارونو په خلاف ودریږی ،که نه نو افغانستان به دګاونډیو هیوادونو د بی ارزښته توکو د سیلاب سره مخ شی .
دافغانستان لپاره به غړیتوب دګټو پرځای زیانونه راوړی که چیرته داداری اصلاحاتو قطعی ګامونه وانه خستل شی ، دیوی وړ اداری او ټیم په درلودو سره اوپه بهر کی میشت باسواده افغان کشر په جذبولو سره به افغانستان وکولای شی ترڅو په اقتصادی وده کی دپام وړ کارونه وکړی .
افغان دولت باید خپله ټوله انرژی داقتصادپه پراختیا، دسړکونو په جوړونی ، او خپلوکرهنیزو محصولاتو ته په وده ورکولو ولګوی ،دا به افغانستان دیته جوګه کړی ترڅو دصادراتو لپاره یو څه ولری .
دافغانستان لپاره داډیره اړینه ده چی دلندن ناسته چی دافغانستان تړون(Afghan Compact)
په نوم شهرت لری داقتصادی ودی او دفقراوبی وسی په ورکولو کی دیوه ښه سړک په توګه وکاروی ، ولی چی دلندن ناستی په دوران دکمک ورکونکو هیوادونو لخوا دافغانستان سره ژمنی شوی وی چی په افغانستان کی دفقر،لوږی او دبیروزګاری په ورکولو کی به لازیات کمکونه ترسره کیږی .
سپـارښـــتــنـی Recommendations
دامقاله په دی هیله لیکل شوی ترڅو دافغانستان اقتصاد پوهانو ته تعمیری مشوری اوسپارښتنی ورکړو ترڅو افغانستان یو مثالی غړیتوب تر لاسه کړی ، دی ته په پاملرنی سره چه دشپږو کلونو په دوران کی په نامه داقتصاد پوهانو یو لوی فوځ زمونږ دولت ته دستر قیمت په بدل کی دمشورو د ورکړی لپاره راغلل، چی په خواشینی سره تراوسه پوری یی کومه ښه اغیزه دافغانستان په دی ویجاړ اقتصاد باندی نه څرګندیږی .
لومړی : که چیرته افغانستان غواړی ددی ټولنی دغړیتوب له لاری نړیوالوبازارونو ته لارپیداکړی، نو باید خپله ټوله انرجی په صنعت او په خاصه توګه دکرهنی په سکتور کی مصرف کړی ، ترڅود صادراتو لپاره معیاری توکی ولری .
دویم : دکمو امکاناتو سره خبری به دافغانستان لپاره ډیری ستونزمنی وی افغانستان ته پکارده، چه باید دهغو هیوادونو دتجربو نه کار واخلی کوم چی په لنډه موده کی ددی سازمان غړی شوی ، په دی کار به افغانستان وتوانیږی ترڅو د مثبتو خبرو په بهیر کی ځان ګډ کړی .
دریم : افغان دولت ته پکار ده چی باید فرصت ولری ترڅو دخبرو په ټولو جزیاتو خبروی ،په ځای ددی چی دغړیتوب لپاره په چټکی سره بدون دژورو معلوماتو او پایلو په خبرو باندی پیل وکړی .
څلور م :دبهرني سوداګري دنظام یادداشت (MFTR) دخبرو لپاره لومړی شرط ده، دافغانستان لپاره داډیره مهمه ده چی باید دخپلی بهرنی سوداګری داتګلاره د ملګرو ملتونو دسوداګری او انکشاف دکانفرانس (UNCTAD) اودملګرو او هم فکره هیوادونو په کمک اوهمکاری سره پری کار وکړی .
پنځم :دافغانستان دولت باید مدنی ټولنی په دی جریان کی ورګډی کړی ، ددی سازمان په اړه دخلکو دپوهاوی لپاره باید اقدامات وکړی . که چیرته مدنی ټولنی اوخلک ددی بهیر څخه خبر وی ، بیا دولت په یوه غښتلی وضعیت کی ددی سازمان له لوری دتپل شویو ناوړه غوښتنو په مقابل کی مقاومت کولی شی .
شپږم :دغړیتوب لپاره دغوښتنلیک دوړاندی کیدو سره سم باید افغانستان دخبرو دپړاو لپاره یو باتجربه اومسلکی ټولی جوړ کړی وای، دبیلګی په توګه دکمبوډیا هیواد په وزیرانو مشتمل یو ټیم جوړکړی وو، چاچی به دخبرو کولو ټیم ته لازمی مشوری ورکولی ، دابه دافغانستان لپاره ډیره ښه وی ترڅو دکمبوډیا اونیپال څخه په دی اړه کمک ووغوښتل شی .
اوم :دنړیوال تجارت او ټرانزیټ لپاره دیوه موثره نظام دجوړښت لپاره افغانستان باید په هغو اړینو سکټورونو کی پانګه واچوی کوم چی ورته دسهیلی آسیا او مرکزی آسیا ترمنځ ددهلیز حیثیت ته یی لا غښتلتیا وربښی .
اتم :افغانستان باید هغو فرصتونو ته پراختیا اودوام ورکړی کوم چی په سیمیزه اوهمداشان په نړیوالو مارکیټونو کی دسوداګری دپرمختګ سبب ګرزی .
نهم :هغه لومړیتوبونو ته باید پاملرنه ووشی کوم چی په نزدی راتلونکی کی په سیمه ییزه سوداګری کی اغیزمن وی اونوریی غښتلی کوی , هغه فرصتونه چی هغه دسیمی دپرمختیا سبب ګرزی لکه دسهیلی آسیا دآزاد تجارت سیمه (South Asia Free Trade Area) اود مرکزی آسیا دسیمیزی ګډی اقتصادی همکاریو سازمان (SAREC) په داسی سازمانونو کی باید ونډه زیاته شی .
لسم :دناظر په توګه دمنلو نه وروسته افغان دولت بایدپه دقت سره دلاس رسی مراحل تعقیب کړی ، کله چی افغانستان دسوداګری دنړیوالی ټولنی غړی شی دابه دنړی سوداګرو او پانګه اچونکی ځان ته راجلب کړی ، دنیاته به وښودل شی چی افغانستان دثبات اوټیکاو خواته روان دی او دلته دتجارت لپاره ډیر چانسونه شته .
یولسم :که چیرته افغان دولت غواری ترڅو ددی سازمان دغړیتوب نه زیاته ګټه واخلی، نو بیا دی دخپلی سوداګری سیستماتیکی تحلیل له ځان سره ولری ، ترڅو د مارکیټ دهغه فرصتونو نه شه ګټه واخلی کوم چی دافغانستان صادراتو ته ورکړل شوی .
دولسم :افغانستان باید دکمبوډیا اونیپال دهیوادونو څخه زیات په دی سازمان کی دغړیتوب لپاره دښواومناسبو شرطونو توقع ولری .افغانستان باید ددی دواړو هیوادونو دتجربو څخه څه زدکړی وکړی .
دیارلسم : د۲۰۰۶ م کال ددوها په خبرو کی دلږ پرمختللو هیوادونو LDC(Least Developed Countries)ته په یو لړامتیازاتو قایل شوی، افغانستان باید دخبرو په دوران کی یوددی امتیاز او بل په وچه کی دراایسار هیوادLLDC(Landlocked Developing Countries) حیثیت ته زیاته پاملرنه وکړی اوددی دواړو ځانګړتیاوو څخه پوره پوره ګټه واخلی .
پایلـــی Results
آکسفام چی یوه غیر دولتی موسسه ده یوه څیړنیزه مقاله خپره کړی په کوم کی راغلی چه افغانستان باید دسوداګری دنړیوال سازمان لپاره بیړه ونکړی ، ولی چی چټک غړیتوب به کمی ګټی ولری او دفقر اونیستی سره مجادله به کمزوری کړی .
دامقاله لیکونکی موسسه زیاته وی چی له احتیاطه ډکی خبری او وړپلانونه یواځینی لارده چی دډیرو درنو ژمنو څخه ځان وژغورل شی ،اودغړیتوب له شو فرصتونو څخه ګټه پورته شی ،کوم چی غریب هیوادونه مجبوروی چی دغړیتوب لپاره یی ومنی .
اوس سوال داپیداکیږی چی دسوداګری دنړیوال سازمان دغړیتوب لپاره به هغه کوم شونی چانسونه وی کوم چی به په تدریجی توګه دغربت په کمولو کی ګټور ثابت شی ؟
د2004 م کال دنوامبر په 21 افغانستان دنړیوال تجارتی سازمان دغړیتوب لپاره دهغه وخت دسوداګری وزیر ښاغلی هدایت امین ارسلا لخوا غوښتنلیک واستوه چی دهغوی لخوا ورته دناظر په توگه دمنلو لپاره هرکلی وویل شو ،اوکاری ډله (Working Party) د2004 م کا ل دډسمبر په 13 مه تآسیس شوه .
ولی تراوسه مهاله دنړیوال تجارت سازمان هیڅ یو غړی دکاری ډلی سره دیوځای کیدلو لیوالتیا نده ښودلی . سره له دی داسی تمه کیږی چی داحالت به هله بدلون مومی کله چی افغانستان دخپل دبهرنی تجارت دنظام قرارداد نړیوال تجارتی سازمان ته وسپاری، داکار دلاس رسی دپروسی لپاره لومړی ګام بلل کیږی .
هغه وخت کله چی دافغان لوړپوړی هیآت له لوری دغړیتوب تقاضا وشوه ، دی هیآت شاید دغړیتوب لپاره دخبرو ددی ستونزمنو مرحلو څخه آګاهی ندرلوده ، ځکه نو په ځای ددی چی دغړیتوب په ټولو شرطونو شه ځان خبرکړی دسوداګری دنړیوال سازمان په کشتی کی یی دکيناستو لپاره هڅه وکړه .
ګمان کیده چی دسوداګری نړیواله ټولنه به دافغانستان په غړیتوب باندی خبری پیل کړی،ولی تراوسه پوری افغانستان دخپلی نړیوالی سوداګری تګلاره دی سازمان ته نده چمتو کړی .
په دی کی شک نشته چی غړیتوب به یو څه تشریفاتی او سطحی لاس ته راوړنی ولری،لیکن په لری موده کی به افغانستان دی ته اړ کری ترڅو خپلو صنعتی محصولاتو ته وده ورکړی ، د خپلو سرشاره طبعی زیرمو ایستنه وکری او دخپلو کورنی توکو لپاره بازارونه ولټوی .
په نړیوال سوداګری سازمان کی له غړیتوب سره به افغانستان دسیاسی اهمیت سره سره اقتصادی اهمیت هم ترلاسه کړی .غړیتوب به افغانستان ته چانس په لاس ورکړی ترڅو وکولای شی یو پیاوړی واک ولری ترڅو تجارتی ستونزی حل کړی ، چی دابه افغانستان ته داموقع په لاس ورکړی ترڅو دچین اوهند سره راکړه ورکړه نوره زیاته کړی . که څه هم دافغانستان غړیتوب دکشمیر لانجه نشی حل کولای ، البته دپاکستان او هند ترمنځ دهم غږی لپاره چاپیریال جوړولی شی .
دبعضی نړیوالو ادارو څیړنی ښیی چه دمخدره موادو قاچاق دافغانستان دخارجی تجارت یو ددریمه جوړوی ،دافغانستان اوسنی اقتصادی حالت دیوه پرانستی جنګی اقتصاد په شانی ده،کوم چی افغانستان ا وپه ورسره سیمو یی اغیزی غوړولی . نه یواځی افغانستان دجهان یو ترټولو ستر افیون تولیدونکی هیواد اود غیرقانونی سلاوو دتجارت مرکز ګڼل کیږی بلکه دا ددوبی نه دپاکستان له لاری دراتلونکو بی حسابه غیرقانونی مالونو لپاره هم یو مناسب ځای ده .
افغانستان دیوه نیستمند هیواد په شانی تراوسه پوری په خارجی بسپنو اتقآ کړی.دنیمایی نه زیات وګړی یی دکور ، دپاکو اوبو ، بریښنا، او بیروزګاری څخه کړیږی .
افغان دولت ، بهرنی کمک ورکوونکی هیوادونه باید دافغانستان دی لومریو ارتیاوو لکه دزیربناوو جوړونه،پوهنه، روزګار ، طبعی آسانتیاوی، او اقتصادی رغونی ته باید ژمن پاتی شی .
دمخدره موادو بدلون کوم چی د اقتصادی ودی یو په دریمه جوړوی ، داوږدی مودی لپاره دافغانستان داقتصاد لپاره یو ستر خطر محسوسیږی .
له بل پلوه دنړیوالی ټولنی همکاری په خاصه توګه دسترو کمک ورکونکو هیوادونواودپانګی اچونی لپاره مساعدی زمینی افغانستان ته ښه چانس په لاس ورکوی ترڅو دنړیوالی سوداګری دفلیټ فارم څخه په ښه ډول ګټه ترلاسه کړی .
دبعضی هیوادونو دغړیتوب سره دمخالف په اړه ددی سازمان ددوه مخی پالیسی په باره کی بعضی نه حل شوی سوالونه اوشکونه پیدا کیږی، چی باید ځواب شی ، البته ماونشوای کړای چی ورته وړجوابونه ولټوم ، هیله لرم چی زما ملګری به په راتلونکی کی ورته ځواب ووایی .
یو ددی سوالونو څخه چی ولی داټولنه دافغانستان اوعراق غړیتوب ته لیوالتیا لری،اوولی دایران اوسوریی له غړیتوب سره حساسیت ښیی ؟
دسوداګری دنړیوالی ټولنی دی پالیسی ته خلک دشک په نظر ګوری ،چی په افغانستان کی دسیاسی اواقتصادی ګټو په وجه ددنیا ابر قدرتونه غواړی ترڅو دافغانستان سرشاره طبعی ذخیرو ته په یوه نه یوه دلیل لار پیداکړی .
دا چې ولي د دې سازمان د رهبرۍ دفتر د افغانستان د غړيتوب غوښتونكى دي، د يو لړ سياسي مقاصدو تر څنګ، هغوى غواړې د افغانستان د خامو موادو زيرمو ته لاره مونده كړې، چې د دې كار زياتره ګټه خارجي پانګه اچونكو ته ده او كمه ګټه يې افغانستان ده .
د افغانستان طبيعي سرشاره زيرمو ته آن د مقدوني اسكندر له زمانې څخه تر نن پورې، هر زورځواك د (بې مالكه) ګنج په سترګه كتلې او د دې ګنج د حصول لپاره يې حتى زموږ پر هيواد نظامي يرغلونه كړي، خو پدې بې مالكه ګنج، جګړه، هغه د ملانصرالدين بړستنې ته ورته ده، چې هيڅ زورواك نه غواړې بل يې ترلاسه كړي! اما ښايي هغه څه چې هيڅ زورواك ترينه عبرت نه دى اخيستى هغه \" تاريخ\" دى .
په هر حال ويلى شو چې، په سياسي لحاظ پدې سازمان كې د افغانستان غړيتوب،افغانستان ته يو نوى اعتبار وركوي، هغه څه چې په اوسنيو شرايطو كې افغانستان ورته سخته اړتيا لری .
سرچــینــــی
www.oxfam.com
www.wto.com
( www.wto.org/english/thewto_e/whatis_e/tif_e/org6_e.htm )
www.commerce.gov.af/
www.afghan-web.com/economy/
http://en.wikipedia.org/wiki/WTO_accession_and_membership
www.wto.org/english/thewto_e/whatis_e/tif_e/fact1_e.htm
www.fco.gov.uk/files/kfile/20060130%20Afghanistan%20Compact%20Final%20final,0.doc