مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-01-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

که عراق ته هنداره ونسوافغانستان به پکښي وينو

ميرويس جلالزی = کابل

ميرويس جلالزی = کابل

که په عراق هنداره کیښودل شی افغانستان به پکښي ولیدل شي
 امنیتي حالت د طالبانو د رژیم د ړنگیدو وروسته اوس نو د تیرو 4 کلو په پرتله سم نه خو د خرابي په لور روان دی .
 د نړیوال تروریزم او بهرنیو پالیسیو د کارپوهانو یوې ډلي چه په دې ورستیو کښي یې د حقیقت موندني له یو ماموریت نه له افغانستان څه راستانه شوي وو دا څرگندوني یې د خپل ماموریت په ختمیدلو څرگندي کړي دي .
 په دې ورستیو کښي د افغانستان په گڼو ولایتونو کښي هغسي نوي ډول بریدونه د مخالفینو له خواه ولیدل شول چه په سیمه کښي یې ساری نه دی لیدل شوی خو که د افغانستان د گاونډ ایران پر سر تیر شو نو یو بل هیواد به زمونږ مخي ته راسي چه دا ډول بریدونه هر ورځ پکښي په متوسطه توگه تر 10 کم کسان وژني .
 عراق در پیژنم !
 هغه جگړیز تکنیکونه چه د بلواگرو له خواه په عراق کښي د بهرنیو او کورنیو ځواکو په وړاندي لکه د سړک د سر بم چاودني او ځانمرگي چاودني تر سره کیږي اوس داسي ښکاري چه دا بریدونه له عراق نه افغانستان ته کډوال شوي دي .
 او د ډیرو هغو ماموریتونو د لاري خنډ گرزي چه له څلور و کلو راپدې خواه پیل شوي چه له ډلي یې یوه د تروریزم په وړاندي جگړه نومول شوې ده .
 د تروریزم او حقیقت موندني له پرو گرام چه په افغانستان کښي په لاره اچول شوی وو راگرزیدلو د تروریزم پوهني ماهرینو د رواني جنوري د میاشتي په 19 د (بروکینگ انستیتیوت ) کښي د خپل ماموریت په لاس ته راغلو معلوماتو بحث وکړ.
 
 لیکوال پیتر بیرجین چه څو ځله یې له افغانستان نه له تیرو 4 کلو راهیسي لیدنه کړې او په دې ځل یې هم افغانستان ته سفر کړی وو او د القاعده د ترویستي شبکې او د هغې د مشر اسامه بن لادن په اړه د یو کتاب په لیکلو بوخت دی وایي : کابل اوس داسي یو ښار ښکاري لکه چه د ځانمرگو بریدو په محاصره کښي نیول شوی وي ؟
 واقعا چه له تیر یو کال راهیسي دا یو خواشینونکی پرمختگ دی چه په افغانستان کښي په ډیر چټکي لیدل کیږي
 په 2003 میلادي کال کښي یوازی 9 ستر بریدونه په ا فغانستان کښي د مخالفو جنگیالیو له خواه تر سره سوي وو .
 خو که 2005 میلادي کال ته نظر واچول شي نو د دې کال له پیل تر پای پوري د بریدو دا شمیره 81 ثبت شوې ده .
 ښاغلی بیرگین وایې : تعجب کوم ! په افغانستان کښي نه امریکایي او نه هم ځای پر ځای شوي اروپایي سرتیري پوهیړي چه برید کونکي چیرته پټ دي او له کوم ځای نه د دوی بریدونه د عمل دډگر په لور را خوځیږي ؟
 
 د القاعده دډلي د مشر اسامه بن لادن د تقریبا یو کال چوپه خله پاتي کیدو وروسته کله چه تیره اونۍ د ده او د هغه د لمړي مرستیال ایمن الظواهري ږغونه په ویډویي فيتو راڅرگند شول بیرگین په دې باور دی :داسي بریښي چه د القاعده ډلي یوه  فيته مخکي تر مخکي ټیپ شوي پته د فوري اړتیا لپاره پټه ساتلې وه او دوی به پلان درلود چه د کومي پیښي د رامنځ ته کیدو پر وخت که ورته اړتیا ولیدل شي نو به یې وکاروي .
 او هغه وه چه دا فيتې د القاعده د ډلی په ځالو د امریکایي الوتکو د بمبارۍ نه وروسته چه د پاکستان په قبایلي کلي دمه دوله تر سره شوې خپرې شوې خو د دی بمبارۍ په خصوص کښي د دې ږغو خاوندانو چه ویل کیږي یو یې د ډاکتر الظواهري او بل یې اسامه بن لادن وي څه ندي ویل شوي خو بن لادن د تل په شان په ا مریکی د نوي بریدو د پرانستل شوي نقشې خبر داري ورکړی .
 خو یو څه چه په دې ږغيزه فيته کښي ډیر نوی دي هغه د بن لادن له خواه له امریکې سره د ډز بندي د وړاندیز مخی ته کول دي چه دسپیني ماڼۍ ویاند د جورج ډ بلیو بوش له قول دا وړاندیز رد کړ.
 
 (والټر سلوکومبی) چه د امریکی د پخواني جمهور ریس کلنټن د ماموریت په دوره کښي یې د دفاع وزارت په سکرتریت کښي دنده پر مخ بیوله پدی نظر دی چه : د ناټو تړون د غړو هیوادو د استازو تر منځ داسي گنگوسې خپرې شوي چه که د دوی د ځواکونو ماموریت په افغانستان کښي پراخ شي نو دا به د امریکایي ځواکو د وتلو لپاره داسي چتر وي چه هیڅ څوک به یې احساس نکړي ، ځکه د امریکې د فاع وزارت هم د شمالي اتلانتیک د سرتیرو په پراخوالي سره په ا فغانستان کښي خبر د اري ورکړې وه چه د خپلو سرتیرو شمیره به کمه کړي .
 امریکایي ځواکونه د القاعده تروریستي ډلي او طالبانو د پاتي شونو د ښکار د ماموریت په چوکاټ کښي د افغانستان د گڼو برخو تر څنگ په خاصه بیا هغه 1500 میله غزېدلي پولي په نښو کوي چه شک کیږي پدې سیمو کښي به د القاعده د مشرانو تر څنگ د هغوی ټیټ پوري پلویان پټ وي .
 افغان او پاکستاني جمهور ریسانو په وار وار ویلي چه اصامه بن لادن ، ملا عمر ، ایمن اظواهریر ، او د هغوی نور پلویان د دواړو هیوادو په غرنیو قبایلي سیمو کښي پټ دي خو دقیقا یې د سیمی په اړه معلومات نلري .
 که نه نو له لاوخته به یې د دوی په وینا له مینځه وړي وای.....؟
 ښاغلي سلوکومبي د شمالي اتلانتیک د تړون د لوجستکي وړتیا په ا ړه وویل چه دا تړون ډیر پیاوړی دی او هغوی دوه ترانسپورټي
 ( سي 130) ډوله الوتکيد افغانستان د عملیاتو لپاره بیلي کړي دي .
 گڼ شمیر سیاسي ماهرین پدې باور دي چه د ناټو تړون د غړو هیوادو ترمنځ د سیاسي تعهداتو په معیار کښي هم یو والی نشته ځکه دوی وایې که د تاوتریخوالي کچه په افغانستان کښي زیاته شي نو هرو مرو به د ناټو د سرتیرو د مرگ ژوبله کچه هم ورسرره تړلې وي .
 د افغانستان د حقیقت موندني د ماموریت نه د راستانه شوي د تروریستي چارو د ماهرینو په ژبه چه دوی په پای کښي وپتیله چه افغانستان د مخدره توکیو د تولید په لور په چټکي گامونه ږدي .
 او د دې هیواد 60 فیصده خالص کورنۍ عواید د مخدره توکیو له کرکیله او کاروبار نه په دې هیواد کښي لاس ته راځي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery