مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-12-31   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

تور پوستی ځوان د سپین پوستو او شتمنو امام!

سعد عمار
    
په یو بازار کې د لمانځه وخت شو، جومات ته ننوتم، لمونځ مو وکړ، زمونږ جمعه خلاصه شوه، مونږ پسې بله جمعه ودریده، ګورم چې امام یې ۱۷ یا ۱۸ کلن تور پوستی ځوان دی، رنګینه دریشي یې پر ځان وه، په لوړ او ښکلي غږ یې د ماښام لمونځ په جمعې ورکوه، شاته یې ډیر خلک په توجه سره د تور پوستي ځوان په الله اکبر رکوع او سجدې ته ښکته کیدل.
ما مې ملګري ته اشاره وکړه چې دا وګوره، د اسلام د ښکلا د بې شمیره انځورونو څخه یو انځور.
په ۲۰۰۹ کال کې چې کله باراک اوباما ولسمشر شو، خبرونو ویلي چې د امریکا په تاریخ کې لومړنی تور پوستی ولسمشر او د مارتین لوتر کینګ ارمانونه سر ته ورسیدل، امریکا کې د رنګ پر سر شخړې او د تور پوستو باندې ظلم کیسې ډیرې پخوانۍ ندي، په اکثره غربي هیوادونو کې د رنګ او نژاد پر سر د تبعیض اور یا دې وروستیو لسیزو کې سوړ شوی او یا تراوسه لا بل دی.
نن نه څوارلس سوه کاله وړاندې رسول الله صلی الله علیه وسلم د رنګ، نژاد او ژبې ترمنځ د اختلافاتو اور هغه وخت مړ کړ کله یې چې بلال رضی الله عنه ته امر وکړ چې د نبوي مسجد موذن به وي.
په اسلام کې د غوره والي یوازینی او یوازینی معیار تقوای ده، تقوای دومره بشپړ او پیاوړی معیار دی چې نه یې په چا خرڅولی شي، نه ور باندې کبر کولای شي، نه پرې فخر کولای شي، نه اعلانولای شي او نه درته دا اجازه درکوي چې ته له نورو خلکو ځان غوره وګڼي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم په یو حدیث کې چې صحیح مسلم روایت کړی فرمایلي دي چې التقواى ها هنا، یعني تقوای دلته ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلې مبارکې سینې ته اشاره وکړه.
د تقوای دایره ډیره پراخه ده، تقوای کې به د الله د عذاب نه ویریږي، د فرض عبادتونو ترڅنګ به د نوافلو هم اهتمام کوي، حرام به نه خوري، د بد او ناروا کار لیدل به درته نه زغموونکي وي، الله سره به ډیره مینه کوي، همیشه به پام کوي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د امر خلاف کوم کار ترسره نه کړي، ظلم به دي نه خوښیږي، عدل او انصاف راوستلو کې به خوارۍ ته هڅیږي، ښه اخلاق به دي زینت وي، حسد او بغض نه به لیري ګرځي او داسې نور په سلګونو ځانګړنې شته دی چې د تقوای دایره کې راځي.
مالدراه او شتمن دي دا فکر نه کوي چې زه له نورو غوره یم او یا مې بخت ځلیدلی، نه کیدای شي ستا د ژوند په امتحان کې د ډیرو نومرو سوال همدا مال او شتمني وي، که چیرې سم ځواب دي ورنه کړ نو ناکام به شي، او د ژوند امتحان کې ناکامي دومره ساده خبره نده، د ژوند امتحان کې ناکامي د تل پاتي بدمرغۍ پیغام له ځانه سره لري.
هغه ټولنه ډیره نیکمرغه ده چې په معنوي معیارونو باندې د مادي معیارونو په پرتله ډیره تکیه کوي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery