دخپریدو نیټه : 2013-02-08 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
دحرمينوهندار(دوه دېرشمه برخه)
قاضي محمد حسن حقيار
دحج يونليک:
زه لا هملته منتظر وم چې مازيګر شو،خو ددوى درک نه لګېږي وارخطا شوم دمازيګر جمې ته صفونه برابر شول سعې بنده شوه،بياهم نه ښکاري،جماعتودرېد، خو بياهم ددوى درک نشته،له لمانځه ورسته ځآى ته ورغللم چې دورکلېدلو په صورت کې مو د بياموندلولپاره نښه کړى وو هلته هم نه وو لږ ورته هلمته تم شوم خو راښکاره نه شول،بېرته سعې ته راغللم،اوهملته ورته کېناستم،دماښام تيارې راغلې خو دوى رانه غلل،ډېر خفه شوم ماويل دانابلده او نالوستي سپين ږيري به کومې خواته تللي وي،دماښآم لمانځه له اداکولووروسته مې غوښټل چې تر ماسختن پورې په حرم کې پاتې شم اوطواف وکړم، خو دوىته مې اندېښنه ډېره وه عمارې ته روان شوم په بېړه لاړم هلته مې ددوى خونه ومونده ګورم چې څور واړه هملته دي خوښ هم شوم او غوسه هم يوه يې لا حلق (سرخرېيل)نه وکړي او جامې يې اوستې وې نور يې لاهم احرام کې وو.
کله چې مادوى دصفا دغونډۍ ترڅنګ انتظآر کاوه نو دلته هم بيروبآر ډېر وو په زحمت مې دښځو په منځ کې ځاى وموند ښي خواته مې داخه عمر يوه تونسۍ ښځه ناسته وه،له څه شېبې وروسته مې په خبرو راوستله، داښځه ډېره ښکلې اوډېره تقوا داره ډېره درنه او نرم خويه وه کله چې پوه شوه چې زه افغان يم نو دافغانستان حالات يې وپوښتل،امريکا يانوته يې ډېرې ښېرې وکړې او ډېرې يې ورته بد وويل زموږ تر څنګ ناستو نورور خبرو مېرمنو هم له موږسره په بنډار کې راگدې شوې، دهغوى احساسات دامرياک په اړه له دې ښځې بد نه وو ټولو امريکايانوته بد ويل ښېرې او بد يې ورته ويل، او طالبانواو مجاهدينوته يې دعاوې کولې.
دالمغرب له يوې اوسېدونکې سره مې خبرې اوږدې شو داهم ډېره ښکلې وه ؛لهجه يې خوږه اومينه ناکه وه کله مې چې ترې واورېدل عمر يې ٥٦کاله ده نو له حيرانتيامې ټکان وخوړ ځکه چې هغه ډېره ځوانه ښکارېده،زموږ دپنځه دېرش کلنو په څېر ويل يې چې شپږ او لاده لري مشر زوى يې صمد اومشره لور يې مريم نومېږئ ،دشخصي ژوند او دالمغرب په اړه يې ډېر معلومات راکړل.
ترڅڼګ يې په څهره کې دېته ورته،بله ښځه ښکارېده ،تردې هم ښ:ل ېوه ويل يې چې دامې خور ده اوتر څور کاله کشره دهو خوهغه هم دېرش کلنه ښکارده،له هغې سره مو هم سلام اوستړي مشي وکړه راته يې وويل چې نرسه ده.
دپاکستان دپنجاب ايالت اړوند دملتان دوه خويندې موهم څنګ ته ناستې وې،يوه يې پخه او بله يې ځوانه ده،خبرې مو اوږدې شوې ګروپي شکل يې غوره کړ زه له المغربۍ او تونسۍ سره په عربي اوله ملتانيانوسره په اردو غږېدم زما انګلسي او اردو قوي ندي خو ستونزه پرې حلوم دوى خبرې لومړى مايوبل ته ژباړلې خو وروسته يې شريکه ژبه انګليسي ومونده او ټول پرې غږېدو ما زيګر لمونځ مې هم له همدوى سره وکړ تونسۍ ښحې راته خپل جاى نماز (لمونځى)راکړ له ملتانۍ مې وپوښتل چې دسعودي هوا توده ده که د ملتان ويې خندل ويل يې دواړه برابرې دي.
ځينې خلک وايي چې پنجابيان تور دي لا مل يې دا بولي چې ګوياهلته لمر تور دى بياخوداخو مشهوره ده چې شمس تبريزي پرملتان لمرنه پوهېږم لمر څومره راښکته کړى دى،ځکه خو ورته شمس تبريز وايي شمس په عربي کې لمر ته وايي کنه دده خپل نوم تبريز دى، داخو دفولکلور خبري دي په سم او ناسم پسې يې نه ګرځو خو دومره وايم چې څورمه ښکلاپه پنجاب کې ده ساري به يې په نور پاکستان کې کم وي، دادوه ملتانۍ يې دښکلا ښې نمونې دي.
په ١٣٦٩زموږپاکستان ته په يوه رسمي سفر په ترڅ کې لاهور په يوه عصري هوټل هاليډي ين په لفټ کې له يوې پنجاۍ ناوې سره دوه په دوه له يوې پنجابۍ ناوې سره راښکته شوم له لوستونکيوپه بخښې سره اوس هم چې راياده شي نو زړه کې مې نرۍ څړيکه وشي.
زموږناخبره خلک داسې فکر کوي چې ګويا ټول پنجاب تور دى، دوى نه پوهېږي چې هلته يو نسل تور رنګ لري چې زموږ خلک ورته چواړيان وايي: دځينو سترګې تعصب زندې کړي او تور او سپين نه پېژني زموږ دسره انقلاب شاعر ښاغلى سلېمان لايق هم په همدې رنځ اخته شوى هغه ته هم ټول پنجاب تور ښکاري لايق طالبآن ځکه حراميان بللي وو چې دده په اند ((تور پنجاب يې راووست دکابل په زړه يې کېناوه.))
دذولحجې په دريمه دشپې زموږ دشرکت اړوند ٢٤تنه نور هم له کابل څخه مکې معظمې ته را ورسېدل دوى ته د هرات په الوت کې ځاى نه ووپاتې شوى شرکت کابل ته ولېږدول ،او ورته يې ويلي چې تاسو به هلته نه ايسارېږي په بله الوتکه کې به جدې ته راځي خوآن له هغوى ډګرڅخه به هم بهر وتلوته اړتيا نه پيداکوئ خوهلته دوه ورځې ځنډېدلي وو دشرکت درئيس په وينا مې د سحر له لمانځه وړاندې د عمرې لپاره حرم ته روان کړل.
هماغه ټينګار مې چې هره برخه کې پر هغوى نورو څلورو سپينږيرو کړى وو پر دوى مې هم وکړ،بلکې له هغوى مې پرې ډېرټينګار او لارښوونه ورته ځکه وکړه چې له دوى سره ښځې هم وې.
کله چې حرم شريف ته ورسېدلو نو دتهجدو اذان وشو پوليسو مطاف ته دننوتلو اجازه رانکړه،ځکه چې هلته د لمانځه لپاره صفونه تړل کېدل،اوطواف هم طواف کوونکى او هم نور له تکليفول،باب الصفا سره موځاى وموندهملته مو تهجد پيل کړ.
دجماعت له ادا وروسته مطاف ته ننوتلو ،ماهغوى ته وويل چې په لومړي ځل بيت الله د مطاف ته اباب السلام له لارې ننوتل مستحب ياسنت دي خوکه موږ هغه دروازه مو مو نو دوخت راباندې تېر ېږي ،اومطاف رانه ډکېږي،ځکه د حج ورځې دې بيروبار ډېر دي بيا اړ يو چې ياپه دوهم منزل اويا دريم کې طواف وکړو او هلته طواف سخت دى ځکه چې دايره يې ډېره پراخه ده،دتخمين له مخې په دوهم او دريم پوړ کې د طواف ساحه يو کيلو متر نيسي نويو طواف داسې دى لکه اوه کيلومتره مزل ،نورو ومنله خو دووتنو نه منله ،ويل يې چې هرو مروبه له بآب اسلام څخه وځو، غوسه مې هم راغلله،خوچاره نه وه،دهغوى نورو خبره يې هم نه منله ماويل که پرېږدم يې چې هرڅه کوي نو کوي دي يې خو وبال لري،بالاخره په پوښټنوموبا ب السلام وموند په دوى کې يوتن لوستى وو ليک يې لوستلى شو کله چې دننه ورننوتلونو يوځل يې ماته مخ راواړوه،چې ته خوله موږسره چل کوې،داخوباب السلام ندى،په پردې دروازه خوباب بني شيه ليکل شوى ماورته وويل چې همداباب السلام دى خونو يې بدل شوى دى ،خو هغه نه منله با لاخره له لاسه مې ونيوه نږدې پوليس ته وروست،له هغې مې دهمده په مخ کې وپوښتل چې ايا هماباب اسلام ندى، هغه هم وويل هو همدادى همدې باب شيبه ته يې لاس ونيوه،دوه ځله يې وويل باب السلام باب السلام، له دې ورسته يې ومنله مطف ته ښکته شو طواف مو پيل کړ،له دومره ټينګار اوسپارښتنې سره سره ټول رانه ورک او يو يو شول ، له ډېر لټون او ستړياوروسته مې دوه تنه چې ښځې يې هم ورسره وې، ومونل او عمارې ته مې راوستل نور ټول رانه ورک شول