مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-02-25   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دحرمينوهنداره - دحج يونليک - شپږ دېرشمه برخه

قاضي محمدحسن حقيار
جده
جده ډېرلوى او له نړيوالو ښارونو ګڼل کېږي. داښار د سمندر پرغاړه پروت او له ساحلي او بندري حيثيت پرته صنعتى امتياز هم لري، دسعودي سترې فابريکې ډېرې په همدې ښارکې دي کوم هېوادچې له سمندر سره پوله لري نو خولۍ يې په غوړيوکې وي، الله ج دخپل حبيب په خاطر په سعودي دا احسان هم کړى دى چې سمندر يې هملته وررسولى دى. که په نقشه کې وکتل شي نو له جدې سره نښتى سمندر، تړانګه او ډېر کم سورى ښکارى چې آن تر مدينې منورې رسېدلى دى، الله ج په همدې نرۍ تړانګه سعودي له نړۍ سره نښلولى او له سيالانوسره سيال کړى دى،
 اوس چې دنړۍ له هرګوټ څخه حاجيان د هوا له لارې سعودي ته راځي نو ځينې يې په مدينه منوره کې خوډېر زيات يې په جده کې له الوتکوښکته کېږي، جدې ته دحرمينو دروازه هم ويل کېږي.
 کله چې په ٢٦سپوږميزکال دريم خليفه حضرت عثمان رض له مدينې څخه مکې معظمې ته تشريف ورووړنو نو دمکې اوسېدونکيو ورته وويل چې دشعيبې دبېړيو تمځاى له مکې لېرې دى ،که دجدې پر ساحل نوى تمځاى جوړ شي نو ښه به وي،حضرت عثمان پخپله جدې ته لاړ هغه ځاى يې وکوت او دبېړيو دنوي تمځاى دجوړولو امر يې وکړ.
 جده دعربي نړۍ اوپه ځانګړې توګه دسعودي ستربندري ښار دى چې هم دسمندر او هم د هوا له لارې ميليونونه خلک له همدې لارې سعودي ته دحج او نوروچارو لپاره راځي.
 جده تر ١٩٨٠زېږديز کوچنى ښار وو،په دې وخت کې يې مساحت تر ١٢٥٠کيلومترو او نفوس تر يو ميليون وګړيو ډېر و داښار اوس په طبعي او مصنوعي ښکلا کې له آمريکايي او اروپايي هېوا دونو سره سيالى کولى شي، دباب الحرمين الشريفين( دحرمينو دروازه ) او عروس البحر الاحمر( دسرې بحيرې ناوې) لقب يې ګټلى دى.
 په جده کې دسمندر پرغاړه دواکمنواو شتمنو اسمانڅکو ماڼيو دا ښار لا ښکلى کړى دى .لوى پوهنتون ،ګڼ نورعلمي او کلتوري مرکزونه پکې شته دي.
 داخبارالمکه ليکوال(( فاکهي)) دحضرت ابن عباس په روايت وايي چې دحضرت بي بي حوا دحضرت ادم ع دمېرمن او د ټول انسانانو دمور قبر په جده کې دى.
 علامه محمدطاهرکردي،په تاريخ القويم کې دالرحلة الحجازيه دليکوال علامه بتنوني له خولې وايي چې دجدې ختيځ ته په باب مکه کې يو لوى ١٥٠متره اوږد،يومتر لوړ اودرې متره پلن قبر دى چې خلک يې دبي بي حوا قبر بولي خودوى داخبره نه مني.داقبر اوس هم په جده کې موجود دى.
 کله چې مکې ته لاړو نو هلته مولنايارمحمد موږته وويل چې دبي بي حوا قبر ته به ځو خوموږ هلته دحرم اوکعبې دومره مجذوب نه وو چې بېرته جدې ته مو دتللو وخت موندلى واى ،اوياموددې احتمالي او نامعلوم قبر لپاره دحرم د جماعت لمونځ پرېښى واى ځينې خلک وايي چې ددې ښار نوم دهمدې لپاره جده ايښودل شوى چې زموږ ټولو جده (نيا)بي بي حوا چې کله له جنت څخه
 را ووېستل شوه او ځمکې ته راولېږل شوه،نولومړى همدې ځاى کې راښکته کړل شوه .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery