مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-03-16   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

انسان ترهر څه مخکي انسان دی!

محمد ظریف امین یار



انسان، انسانیت او اسلامیت :
هو انسان د  هر آیین او ملیت نه مخکی انسان دی. په عمومی ټوګه په نړی که چی ځومره انسانان میښت دی،  ټول د یوشانتی جوړښت او زغښت نه برخوردار دی. که افغان دی یا هندی، که امریکایی دی یا افریقایی، که  شرقی دی یا غربی او که تور دی یا سپین د ورته بیولوژیکی جوړښت لرونکی دی. افغان هم زړه، سترګی، پوزه ، غوږونه او خوله لری او امریکایی هم. همدغه راز په افغانستان که ځومره قومونه  چی اوسیږی ټول د هر ځه نه مخکی انسانان دی. که پښتون یا تاجک او که هزاره یا ازبک... ټول د یوی خاوری نه جوړ شوی دی او هیځوک د بل نه برتری او لوړوالئ نلری. نو بیا ستونزه ځه ده دا خلک ولی د یو بل نه ناراضه او خوا بدی دی ؟ زما په اند ستونزه  په ننی نړی کی د انسانیت کمښت دی او هر کله چی انسانیت په افغانانو او د نړی  نورو انسانانو کی پیدا  او وڅخول شو نو بیا به دا جګړی او شخړی پای ته رسیږی او نړی به د انسانی ژوند تیرولو لپاره تیاره شی.
انسان په عمومی توګه باندی دوه مسولیته لری.لومړی انسانی مسولیت او دویم اسلامی.د اسلام د سپځیلی دین له نظره انسانان ټول یو برابر دی او د یوه پلار او مور یعنی آدم (ع) او بی بی حوا نه زیږیدلی دی. اسلامی  فلسفه وایی چی ټول انسانان د یوی خټی نه پیدا شوی دی او یوازی هغه وګړی الله تعالی ته برتری لری چی د تقوا خاوندان وی او اسلام هر ډول تبعیض په سختو الفاظو باندی غندی لکه قرآن پاک که راغلی دی چی هغه ځوک چی تبیعض کړی مثال یی داسی ده چی هغه خپل ځانته په جهنم کی خونه جوړوی. په دی اساس ښه انسان پښتون یا تاجک نه دی بلکه هغه دی چی د ښه انسانانو ځانګړیتاوی ولری ، د تقوا ځښتن وی او د لوړ او پیاوړی اسلامی کریکتر او بڼی خاوند وی. د مقاصد الشرعیه له نظره هر انسان بل انسان ته  مکلیفیت او ځانګړی مسولیتونه لری لکه هغه ځانته، د خپل کورنۍته ، ټولنی ته او نړی ته مسوله دی او د هغه هر عمل په بشپړ ټولنیز سایکل باندی  مستقیم او نا مستقیمی اغیزی لری.
انسان د عقل ، ارادی او اختیار خاوند دی ځکه خو اسلام کی انسان ته د الله تعالی(ج) ځمکنی خلیفه وایل کیږی او د همدغه برهان په اساس انسان د معنوی او مادی اړخونو ځخه خپل فردی او اجتماعی ودی ته مسول ګنل کیږی او باید د شته امکانانو او سرچینو په کارولو سره خپل ځمکنی ژوند د اسلامی چوکات سره سمبال کړی چی هم خپله تری ګته واخلی او هم ټولنی ته ګتور ثابت شی. کلکم راع و کلکم مسول عن رعیته( د بخاری حدیث) چی مانا یی لاندی ډول ده: هو ! ایی انسانه، ته دی عقل، سترګو، غوږونو( ارادی او اختیار) خاوند یی؛ نو که غواړی او  که نه مسولیت هم ورته لری او په دغه اساس ستا نه به پښتنی کیږی. .. إن السمع و البصرو الفؤادکُلُ أولئک کان عنه مسئولاً... 36 اسراء . ولی مسلمان بر علاوه د انسانی مسولیتونو ځخه ، د هغه ځای نه چی الله تعالی سره یی هوکړه کړی ده ، الله پاک ته هم د دغه هوکړی او عهد پر اساس مسول دی  ... وکان عهدالله مسئولاً ..15 الاحزاب.
اوس چی مونږ انسانان په ځانګړی توګه مسلمانان  چی دومره درونده مسولیتونه په عهدی لرو او په ځانګړی توګه دغه ننی وضعیت او حالت مو چی په افغانستان او نورو اسلامی هیوادونو کی ایجاد کړی ده په جدی توګه د تشویش او خړپړتیا قابل دی. نن افغانان له ټولو دردونو او تجربو  او زده کړو سره سره په دی باندی پوهیږی چی د انسانیت او اسلامیت خصوصیات په انس، محبت ، روروالی، سوله، ټولنیز عدالت، مکلیفیت او مسولیت اخستل، او غواخوږی کی دی ولی له بده مرغه دغه صفات نن په افغان ولس کی نادره او لږ پیدا کیږی یا هم ټولنی کی پری ټوکی کیږی. مونږ افغانان درد ته مونس او تل خپلو دښمنانو ته مو دوست ویلۍ.هو ملګرو نن زمونږ د اخړپړتیا، تشویش، خوابدۍ، تیتیدیل، بی روحی، لریتوب، بیلیدل او تفرقه، ظلم او قتال چی تاسو ونی، یو اصلی عامل یی مونږ خپله یو ! دا به ډیره بی انصافی وی که مونږ ټول مسولیت په بهرنی عواملو او فاکټورونو باندی واچوو.البته د بهرنیانو سیاسی او اقتصادی لاس وښنی  چی کاملآ د افغانستان بربادی او بحرانی کولو کی اساسی رول لری نه هیریدونکی دی ولی زما په اند که افغانان په خپله وغواړی نو مونږ کولی شو چی اوسنی بحران ته پای ورکړو او انشالله د بهرنیانو سیاسی ، اجتماعی او اقتصادی لاس وښونو ته هم د پای ټکی ور په برخه کړو.
اصلی ستونزه
  مونږ افغانانو خپل ځان د بهرنی ځنځیرونو سره ټړلی ده،هم زمونږ رهبران، مربیان، علما او دعوت کوونکی او هم زمونږ ولس د نا پوهی له کبله د بهرنیانو  په مستقیم او غیر مستقیم ټوګه مرسته او حمایه کوی چی دغه حالت واقعآ درد ناک دی. له یو خوا مو  امریکایان د طالب په نوم وژنی د بل خوا مو طالبان د مشرک په نوم ولی دواړه خوا بی وزله اوشاړه شنډه افغانان دی چی مړینه که د افغان سرتیری هم مړی افغان دی او که طالبان هم مړی بیا هم خوار افغانان دی. کله بیا امریکایان مو بمبارډ کړی او یا په کور را دننه شی او بی عزتی کړی، بیا بخښنه وغواړی ! هیځکله می هم دا تصور نه کاوه چی ګوندی د انسانانو وینه او ژوند به دومره ارزانه شی. هغه افغانان چی په نړی که د بهادری، غیرت، شهامت، میلمستیا، او اخوت مثال وه نن ورته ګوار، جاهل، تروریست او وحشی وایل کیږی. هغه افغانانو چی نور هیوادونو سره یی نظامی مرستی کولی نن وایی چی که امریکایی پوځیان د افغانستان نه ووځی نو مونږ د خپلی خاوری نه دفاع نشو کولای ! جالبه خو داده چی نن افغانان خپله دفاع نشی کولاۍ ولی په بګرام کی د امریکایی پوځیانو ساتنه کوی هغه بګرام کی چی زرګونه بی ګناه افغانان بندی دی او جرم هم دومره دی چی هیځ جرم نلری ! یا خو د مدرسه نه یی نیولی دی او یا هم دی سیاسی کنسپراریسی(دسیسی) ښکار دی. هو ملګرو زمونږ اصلی ستونزه د علم ، عزت نفس ، انسانیت او اسلامیت نشتوالی دی. مونږ هم لکه نورو خلکو غوندی بدن ،  تاریخ او جغرافیه لرو ولی نور نو همت، غیرت، انسانیت او اسلامیت لږشوی دی چی دغه زمونږ د بربادی او ناتوانی اصلی بټسټیز عامل دی. د یو خوا نه مسلمانان یو او هر مسلمان باید په دی باور ولری چی الله تعالی (ج) رزق ورکونکی دی ولی پرته د دی چی مونږ دغه اصل منو بیاهم وایو که امریکایان د افغانستان نه بهر لاړشی مونږ به  د ولیږه نه مړه شو ! آیا دغه د افغانانو ننی مسلمانی بی خونده او بی رنګه مسلمانی نه ده؟ دا وضعیت ماته هغه ټوکه را یادوی چی د مسابقی په بهیر کی یو مسلمان ځوان د یو اوچت تعمیر نه غواړی چی ځان  لاندی واچوی ، لومړی د الله تعالی نه مرسته غواړی او بیا چی ولیدو ته نږی شی بګوان ته وایی چی ته هم پام  کوه ! هوبهو اهمدغه شان نن د افغان مسلمانانو وضعیت دی یعنی هم یی منم او هم یی نه منم، چی په اسلامی پوهی که دغسی مسلمانانو ته دودی مسلمانان یا کلچرل مسلمانان وایل کیږی چی د ننی اسلامی نړی کمزورتیا اصلی عامل کلچرل مسلمانی ده.
د حیرانتیا ځای
د حیرانتیا ځای دی نن په هغه افغانستان کی چی اصلآ تبعیض او تفرقه وجود نه درلوده دغه ناوړه عناصر ته به ظاهری ټوګه باندی وده او انګیزه ورکول کیږی. لکه نن سبا د پوهنتون او دانشګاه په اصطلاح ګانو باندی ګاونډئ هیواد ایران په ځانګړی توګه سیاسی ګټی اخلی. دری ژبی خصوصآ د شمال ډله نن دا وایی چی پښتانه دوی باندی د ژبی ظلم او د اقلیتونو حق خوړنه کوی او ګوندی پښتانه فاشستان دی. نو راشی چی لږ نظر وکړو چی واقعآ د دری ژبو یا د نورو اقلیتونو حق خوړل شوی ده که دا یوازی د سیاسی ګتو اخستولو لپاره د ایران منظمی دسیسی دی. تاسو ځیر شی افغانستان کی پښتانه اکثریت دی ولی بیا هم د پښتو ژبه لږه کارول کیږی. په حکومتی دفاترو کی عمومآ دری ژبه کارول کیږی ولی هیځ یو پښتون ځه نا وایی ولی که یو مکتوب په پښتو صادر شی نو بیا سم قیامت شی! همدغه راز په کابل پوهنتون کی عمومآ پښتانه محصلین اکثریت جوړوی ولی که استاد په پښتو درس وکړی بیا پښتون استاد فاشست شی او که په دری درس ورکوی نو بیا هماغه فاشست استاد بیرته لیبرال او پسندیده شی. پښتانه یوازی د پوهنتون په نوم خوشحالیږی ولی دری ژبی حتی یوه کلمه پښتو هم نشی زغملۍ. ولس مشر په دری خبری کوی د کابینی ډیری غړی په پښتو حتی پوهیږی هم نه. که تاسو خیال شوی وی په کابل کی ټولی لوحی په دری ژبی دی ، ټول اداری مکاتبی په افغانستان کی په  دری کیږی او حتی درسونه هم په دری ورکول کیږی ولی بیا هم دری ژبی وایی چی مونږ سره ظلم روان دی نو تاسو قضاوت وکړی چی ظلم پښتنو سره روان دی که دری ژبو سره؟ که پښتون خپله ژبه هم دفتر کی وایی نو خلک ورته فاشست وایی او که دری ژبی د پښتو یو ټکی هم نغواړی چی وکاروی نو بیا هغو ته  مظلومان وایل کیږی . آیا دغه ډبل ستاندارد نه دی؟ آیا د دری ژبو  هغه ادعا ګانی چی ګوندی پښتانه فاشستان دی سل په سلو که غلطی نه دی؟ ځومره چی زه مطالعه لرم ، مدارک او منطقی دلایل راسره شتی دی،  افغانستان په نړی کی یواځنی هیواد دی چی اقلیتو ته د تلی نه ډیر حقوق ورکړل شوی چی حتی دغه وضعیت د اکثریتو حقوق یی د پښتنی لاندی راوستلی دی !
د حل لاره ځه ده؟
لکه ځنګه چی مخکی مه هم تشریح کړ چی مونږ باید لومړی ځان اصلاح کړو یعنی هغه ټول عوامل چی د انسانی او اسلامی ارزښتونو سره په ټکر کی دی پریږدو او خپل کړینی انسانی او اسلامی کړو نو په اټوماټیک ډول نفرت، لریتوب، خوابدی، تبیعض، بی انصافی، به له منځ نه لاړه شی او د یو سوکاله او خپلواکه افغانستان په لور لومړی ګام به واخستل شی. د مثال په ټوګه تر ۱۹۴۷ نه هندوستان هم د افغانستان پر ځیر ستونزی درلودی همدغه ډول قومی، اجتماعی، سیاسی او اقتصادی ستونزو سره مخامخ وه ولی د هندوستان ولس هوکړه وکړه چی لومړی خپل ځان اصلاح کړی او بیا به یو منسجمه او یو مټی حرکت ته وده ورکړی چی وشی کړی هم استقلال او هم خودکفایی ور په برخه کړی. هو هندیان وتوانیدل چی د انګریزانو لویه امپراتوری ته شکست ورکړی. نو ځه فکر کوی چی مونږ افغانانو کی دومره حمت نشته دی؟ بلکل شته دی ولی باید لومړی خپل ځانونه اصلاح کړو او ملی یوالی ته وده ورکړو نو بیا به انشاالله هغه ورځ لری نه ده چی افغانستان به بیا خپلواکه هیواد وی.
 مونږ باید قانع وسو یعنی یوازی بهرنی عواملو باندی ټول مسولیت اچول غلطه ده او باید حد اقل پنځوس پر سلو کی خپل ځان د دغو ستونزه عامل قبول کړو. ځکه چی دغه ټولی ستونزی چی نن ګران هیواد افغانستان کی موجودی دی زمونږ د بی غوری، بی تفاوتی، د وطن سره د مینه کموالی، بی تعلیمی ، وطن فروشی او  انسانی مسولیت او مکلفیت نه پیژنګلوی او یا هم سترګی پټونه، د اسلام سپیځلی دین نه لریتوب او لږ پوهنه او داسی نور عواملو پایلی دی.مادی پرستی ، سراښتوب او حرص د خپل جرمونو نه سترګی پتونه او د نورو خلکو ملامتول او د مسولیت اخستلو نه ډډه ټول هغه عوامل دی چی د ګران هیواد افغانستان د بربادی باعث وګرزیده. زمونږ د ادارو ټول مسولین( اجراییه ، قضاییه او مقننه) او نور بڼسټونه د خپل ایمان، مسلک، دندی ، هیواد او حتی د خدای په مقابل کی د مسولیت اخستلو نه ډډه وکړه او د خپلو مادی خواستونو تر لاسته راوړنی لپاره خپل ټول معنوی، اسلامی او انسانی ارزښتونه یی له لاسه ورکړل او د هر ډول غلطی ګتو نه یی ډډه ونکړه او هر ناوړی او ناروا کارونه یی اجرا کړل چی دغه  زما په اند زمونږ د بربادی داخلی عامل دی. خبره به لنډه کړم ، که افغانان واقعآ خپل ځانونه اصلاح کړی او انسانی او اسلامی ارزښتو سره سم خپل اعمال عیار کړی نو افغان ولس به وشی کړی چی یو ځلی بیا د خپلواکی سهار تجربه کړی او نړی کی  د خپل د لاسه تللی عزت او منزلت بیا لاسته راوړی.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery