دخپریدو نیټه : 2013-03-29 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
مطالعه
استاد فضل الله رشتین
زمونږ په هیواد کی له ډیر پخوا څخه خلک په عام ډول له مطالعې سره مینه او شوق نه لري . دا ځکه چې زمونږ ماشومان له ماشوموالي څخه د مطالعې لپاره نه هڅول کیږی او د مطالعې لپاره ورته زمینه نه مساعده کیږي. په نورو هیوادو کې داسې نه ده ، هلته کله چې ماشوم د څلورو کالو شي نو له همعغه وخت څخه له مطالعې سره آشنایی او شوق پیدا کوي ، دوی ته د مطالعې لپاره مختلف کتابونه چې د ماشومانو د ذوق او شوق سره سم لیکل شوي دي ، هغه ورته ورکول کیږي چې مطالعه یې کړي او په دې ډول له مطالعې سره یې مینه او علاقه پیدا شي.
مونږ او تاسې ټول کورو چې په افغانستان کې د ماشومانو لپاره داسې کتابونه چې د ماشومانو لپاره وي او د دوي د ذوق او شوق لپاره موثر وي ، هغه نه لیکل کیږي او نه نشریږي. بله دا ده چې زیاتره کورنۍ هم دې خبرې ته سوج نه کوي چې خپلو ماشومانو ته ځینو بې فایدې د لوبو شیانو پرځای دوی ته تعلیمی مواد برابر کړي چې له هغې سره یې د ماشومانو توجه د تعلیم او مطالعې خواته راجلب شي ، زیاتره پلرونه او میندې خپلو ماشومانو ته وايي چې لوی شې نو څه غواړې چې جوړ شې ؟ یو ماشوم وایی زه غواړم ډاکټر جوړ شم ، بل وايی غواړم انجنیر شم بل بیا وايی چې غواړم پیلوټ شم ، بل وايي غواړم معلم شم او داسې نور څه وايي . دا میندې او پلرونه پرته له دې چې فکر وکړي چې ماشومان به یې څنګه او په ترتیب ډاکتران ، انجینران ، یا پیلوټان کیږی ، نو وايی : اوو دا دی زوی می غواړي ډاکټر شي ، مور بیا وايي او دغه دی زوی جان مې غواړي انجنیر شي ، معلم ته خو نه پلار او نه مور خوشحالیږي ، وايي ځه معلمي څه شی ده او همداشان که زوی یې ووايي چې غواړم پیلوټ شم نو اول یې مور ورته وايي چې بچیه پیلوټي خطرناکه وظیفه ده ، پام چې پیلوټ نه شې. مقصد دا چې دوي د خیالونو دنیا کې پروازونه کوي خو د خپلو اولادونو اصلي ستونزه په نظر کې نه نیسي چې هغه په وړکتوب کې د دوي د مطالعې موضوع ده.
دا افغانستان دولت ته او میندو پلرونو ته دا څو پیشنهادونه لرم :
• د افانستان دولت ( د پوهنې وزارت ) له خوا ماشومانو ته د ځانګړو مصورو کتابونو او نورو هغو کتابونو برابرول چې ماشومان ورسره شوق او مینه لري.
• د دولت له خوا د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د کتابخانو جوړول او د ماشومانو او لویانو لپاره پکې د مطالعې لپاره ځایونه جوړول او په دې کتابخانو کې ډول ډول کتابونه ایښودل.
• په هر ښوونځي کې د مجهزې کتبخانې جوړول. ( په اوس وخت کې زمونږ ښوونځي مجهزې کتابخانې نه لري ، ښوونځي خو څه کوې چې زمونږ په دیرو بوهنتونو کې هم کتابخانې نشته . دا څومره د شرم خبره ده چې یو پوهنتون او یو ښوونځی کتابتون ونه لري )
• د دولت له خوا د تلویزیون او رسنیو له لارې ماشومانو ته د هغوي د ذوق او شوق مطابق د پروګرامونو جوړول او نشرول . ( ټول د تلویزیونو چینلوونه چې کورې نو یا پکې سازونه دي ، یا فلمونه دي یا سیاسي بحٍثونه دي .دا دومره سیاسي بحثونه وشو او کیږي خو هیڅ چا په دې خبرو عمل ونه کړ او نه یې کوي او بې فایدې وخت ضایع کیږي)
• د کورنیو له خوا ماشومانو ته د کتابونواو مجلونو پیدا کول او د دوي په اختیار کی ایښودل ( دا خبره باید له یاده ونه باسو چې ټول ماشومان یوشان نه دي ، ځیني ماشومان له یو څه سره مینه لري اوځیني نور بیا له بل څه سره شوق لري ، هر کتاب یا مجله چې ماشوم ته راوړل کیږي نو کوشش دې وشي چې د ماشوم د ذوق او شوق مطابق ووسي)
• میندو او پلرونو ته هم ښايي چې که تعلیم یافته وي نو دوي دې په کور کې مطاله کوي نو له دې سره به يې ماشومان هم له مطالعې سره شوق پیدا کړي . که پلار او مور لمونځ کوي نو اولاد یې هم په لمونځ راځي ، که یې نه کوي نو اولاد یې هم نه کوي ، که مور او پلار څلوریشت ساعته فلمونه کوي نو اولادونه به يې هم همدا کار کوي ، که مور او پلار په کور کې له یو بل سره جنګ جګړې کوي نو ماشومان به یې هم بیا جنګونه کوي . تربیه ډیره مهمه ده . ماشوم باید له اول سر څخه باتربیه آموخته شي )
هر چا ته ښايي چې مطالعه وکړي ، هر با سواده افغان ته ښايی چې په شپه او ورځ کې څو ساعته مطالعه وکړي ، ورځپاڼې وکوري ، مجلې وکوري ، د خپلې خوښې کتابونه ولولي ، مطالعه ذهن او دماغ ته تازه ګې او انرژی ورکوي ، مطالعه د سړي فکر ته وسعت ورکوي ، مطاله د سړي ذهن روښانه کوي او معلومات یې ورزیاتوی . کتاب بهترین ملګری دی ، دا داسې یو ملګری دی چې تل له تاسره دی او له تاسره بې وفايي نه کوي نو هر چا ته ښايي چې له کتاب او مطالعې سره مینه وکړي ، عشق وکړي او د ژوند ملګري یې کړي