دخپریدو نیټه : 2013-04-09 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د مور خیرات
نورالحق کوټوال
ماښام تیاره غوني وه چې له موټره کېوتم ،له شاوخوا پټیونه خلک خپلو کورونو ته ستانه شوي و. دسرک پرغاړه یواځې دوه وړو ورونو زبیراوعبید زما دراتلو انتظار کاوه، زماپه لېدویې خوشالي ښکاره کړه، او راغاړېوتل ،دسودا غوټي یې په لاسونو کې واخستې ،دکور په لور یو ځای روان شو. په لاره کې یې راته په وړه ژبه یوه او بله کيسه کوله ، زماورته پام نه وچې څه به یې ویل،زه چې له څومیاشتو وروسته کلي ته راغلی وم،په شاوخوا شنوپټیو اوغونډیو کې مې سترګې ښخې وې..
په زړه کې مې دګلاب یادونو غزونې وکړې ،هغه زمادماشومتوب ملګری و، دکلي مخ کې به مو له شګو ډوپۍ جوړولې او ورانولې،په جنګ به شو،ژړل به مو، شېبه وروسته به موبیا خندل او یوځای به ګرځېدلو.
له کوچني ورور عبیده مې وپوښتل هغه ګلاب له ملي اردو راغلی او که نه؟ ورور مې کوچنی و،بې له دې چې یوڅه نزاکت په نظرکې ونیسې په ستغه یې وویل، لالا!هغه خو مړشو. ولې! چا وویشته که څنګه ؟ نه لالا ، تېره شپه یې جازونو په کور بمونه وغورځول، داڅه وایئ عبیده ! اوکنه رښتيا وایم لالا ، باور مې پرې نه کېده زوبیر چې یوڅه بوتکی و، له هغې مې وپوښتل ، رښتیا وایئ زوبیره !
هغه چې دسودا غوټه یې په لاس کې وه ،په ستړي غږ یې وویل، هو رښتیا وایې لالا،هغه بل وروریې نه دی ! هغه مدرسه کې یې چې سبق ویلوڅو ورځې مخکې له پېښوره راغلی وو ،دشپې یې انګرېزانو په کور بمباري وکړه ،ګلاب او اسلم دواړه یې مړه کړل . هغه زړه موریې هم ورته ووژله پرون یې خیرات و.لالاښه ډېر مو وخوړ.
ننګرهار پوهنتون شپه غالی ۱۳۹۱-۱۰-۱۵ل جمعه