مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-04-14   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

حمورابی او دهغه قانون

محمدظهور پوپلزی

  
دحمورابی لنډه پیژندنه:
دغه قانون د بین النهرین د پیژندل شوی او لوی امپراطور حمورابی لخوا په تصویب رسیدلی دی.
حمورابی د هاموری د سلسلی شپږم پاچا دی، ددغه امپراطور د سلطنت ددقیق وخت په اړه د د تاریخ پوهانو ترمنځ اختلاف دی خو هغه څه چی حقیقت ته نژدی دی دا راښایی چی دغه شخص د ۱۹۷۲ ق م څخه تر ۱۹۵۰ ق م کلونو کی حکومت کاوه،
حمورابی د خپل پلار (موبالت) د مړینی څخه وروسته د قدرت واګی په لاس کی واخیست او دغه سلسله د موبالت څخه وروسته تر ۱۰۰ کلونو پوری حکومت وکړ خو هیڅ یو د حمورابی په څیر مشهور نه و،
که څه هم د حمورابی د حکومت په لمړنیو کلونوکی بین النهرین او سوریه په وړو دولتونو ویشل شوی و، خو حمورابی و توانید چی دخپل واکمنی ۶ څخه تر ۱۰ کلونو کی دغه واړو دولتونه متحد کړی، او دخپل واکمنی ۱۱څخه تر ۲۸ کلونو کی د سیاسی یووالی او عمرانی او بیارغونی پلانونه باندی کار وکړ، د خپل واکمنی په ۳۰ کال کی د ریمسین او ماری سیمی فتح کړی او دهغی څخه وروسته د آشنونا په فتح هم بریالی شو.
دغه شخص د خپلی واکمنی پرمهال ډیری پراخی سیمی تر خپل ولکی لاندی درلود چی د فارس دخلیج څخه شروع تر آشور پوری، او د زاګروس د غرونو د لمنو څخه د فرات تر نیمایی پوری ادامه درلود،
حمورابی شخصا پخپله حکومت کاوه او ډیر کم اختیارات يی خپل وزیرانوته ورکړی و او مهم کارونه به یی وزیرانو ته نه پریښود او د جزیی او کم اهمیته مسایلو سره هم به جدی برخورد کاوه.
د حمورابی د مړینی څخه وروسته (سمسی ایلونا) د حمورابی ځوی دقدرت واګی په لاس کی واخیست، خو دغه شخص پدی ونه توانید چی دخپل پلار د امپراطوری سیمی وساتی او دامپراطوری ډیری سیمی یی له لاسه ووتی.
حمورابی د خپل واکمنی په موده کی ځینی قواعد منځ ته راوړی و چی دغه قواعد د حمورابی د مړینی څخه وروسته هم تر ډیرو کلونو پوری تطبیق کیده، چی ددغه قواعدو مجموعی ته دحمورابی قانون وایی.

دحمورابی قانون:
دغه قانون د ۱۹۵۲ کال په ژمی کی د فرانسی دهیواد دلرغون پیژندونکو د هلو ځلو په نتیجه کی د شوش په ښار کی کشف شو، چی وروسته دغه قانون د (انسان شیل) لخوا چی یو فرانسوی عالم و فرانسوی ژبی ته وژباړل شو.
دغه قانون د تیږی په یوه لوحه کی چی تور رنګ، او ۲ متر لوړوالی درلود لیکل شوی و، چی نن ورځ دغه قانون د فرانسی دهیواد دلور په موزیم کی ساتل کیږی.
دغه د تیږی لوحه(قانون نامه) ۲۳ عمودی ستون(کرښی) درلودی چی ددغه قانون مختلف موضوعات یو له بل څخه جلا کوی.
ددغه قانون ۷ عمودی ستون(کرښی) د ۱۲۰۰ ق م کلونو په شاوخوا کی د اعلامی د سلسلی د یو پاچا لخوا چی (شوتروک نهونته) نومیده شوش ښار ته په غنیمت ویوړل شو، او هلته دغه ۷ ستون(کرښی) پاک کړای شو.
ددغی لوحی بل اړخ( شاتنی برخه) کی ۲۷ ستون( کرښی) درلود، چی مختلف موضوعات پکی ځای پرځای شوی و، په مجموع کی دغه قانون ۳۵۰۰ افقی کرښی درلود، چی ددغه قانون مقدمه او نتیجه یا پایله په ډیر ادبی الفاظو لیکل شوی و.
دحمورابی قانون ۲۸۲ مادی، یو مقدمه او یو نتیجه یا پایله یا هم موخره لری، چی د حمورابی د مرګ څخه وروسته هم ترډیرو کلونو پوری تطبیق کیده.
د حمورابی د قانون مقدمه:
ددی قانون په مقدمه کی لاندی مسایل ځای پرځای شوی و:
1) دعدالت د اجرا څرنګوالی د پاچا لخوا
2) د پاچا خاصه توجه خلکو ته
3) د مذهبی اصولو د رعایت په اړه د پاچا توصیه خلکو ته
دحمورابی د قانون نتیجه:
ددی قانون په نتیجه یا پایله کی دری مهم موضوعات ځای پرځای شوی و:
1) د پاچا د رښتینولی او صداقت څخه ستاینه
2) خلکوته د پاچا توصیه چی دده دمړینی څخه وروسته دده قانون رعایت کړی
3) کرکه او نفرت د هغه کسانو څخه چی دغه قانون ته تغیر ورکوی

لکه څرنګه چی مو مخکی یادونه وکړه دغه قانون ۲۸۲ مادی لری، پدی مادو کی لاندی موضوعات ځای پرځای شوی و.
1) د قضا د دستګاه په وړاندی جرایم: لکه ددروغو شهادت د ۱ مادی څخه تر ۵ مادی پوری.
2) د اموالو پرضد جرایم: د ۶ مادی څخه تر ۲۵ مادی پوری.
3) د ځمکی، کورونو، جایدادونو داجاره او هغوی د زیانونو پوری اړوند مقررات:
چی د ۲۶ مادی څخه شروع او آخر یی معلوم ندی چی تر کومی مادی پوری دی ځکه چی پدغه برخه کی د تیګی لوحه ماته شوی وه،
4) د تجارت، قرضیی او امانت پوړی اړوند مقررات:
۱۲۶------------------------X مادی څخه
5) د شخصیه احوالو، مالی حقوق او دکورنیو د اخلاقو پوری اړوند جرایم:
د ۱۲۷ مادی څخه تر ۱۹۴ مادی پوری.
6) قتل، ضرب وجرح پوری اړوند مقررات:
۱۹۵ مادی څخه تر ۲۱۴ مادی پوری
7) د طبیبانو(ډاکټرانو)، خټګرو او سینګارجوړونکی(آرایشګران) پوری اړوند مقررات:
د ۲۱۵ مادی څخه شروع او ۲۴۰ مادی پوری.
8) د کرهڼی، کروندګرو، صنعت او زراعت دوسلو څخه په سمه توګه ګټه اخسیتنه او دحیواناتو د اجاری پوری اړوند مقررت:
۲۴۱ مادی څخه تر ۲۶۷ مادی پوری.
9) د تجارتی مالونو د قیمت او معاشونو پوری اړوند مقررات:
د ۲۶۸ مادی څخه تر ۲۷۷ مادی پوری.
10) د برده ګانو(غلامانو) د اخستلو په اړه مقررات:
د ۲۷۸ مادی څخه تر ۲۸۲ مادی پوری.
ددی لپاره چی ددی قانون په حقوقی ماهیت پوه شو نو ددی قانون ځینی مهم موضوعات تر مطالعی لاندی نیسو:
1) اجتماعی وضع: د حمورابی د واکمنی پر مهال په بین النهرین کی خلک په دری ډلو ویشل شوی و.
الف) اولو یا لمړی ډله یا هم د عمل ډله:
د دربار رئیسان، لمړی درجه نظامیان او نور دولتمند خلک په دغه ډله کی شامل و، دغه خلک د حقوق او تکالیفو له حیثه د دوو نورو ډلو سره خاص توپیر درلود.
I. له یوی خوا دغه ډله په نورو دوو ډلو باندی د ځینو جزاګانو د تطبیق صلاحیت درلود.
II. که چیری دغه ډله خلک د کوم جرم مرتکب کیده نو سخت او شدید مجازات پدوی باندی تطبیق کیده.

ب) د مسکینو یا دوهمه ډله:
پدی ډله کی هغه خلک شامل و چی د بل چا غلام نه و(آزاد ول)، لکه دکانداران، تجاران، صنعتګران، او کروندګری. پدغه ډله خلکو باندی د آزادی له لحاظه کوم محدودیت نه و ځکه دوی آزاد ول، خو د حقوقو له لحاظه ځینی محدودیت پر دوی وضع شوی و، لکه .
هرکله چی دغه ډله خلک د ضرب اوجرح د جرم په صورت کی زخمی کیدل نو دوی مجبور ول چی نقدی جریمه قبول کړی.
ج) د آردو ډله یا دریمه ډله: دغه ډله کی وینزی او غلامان شامل و، دغه ډله خلک د آزادو اشخاصو د اموالو جز شمیرل کیدل، ددی تر څنګ چی دغه ډله خلک د آزادو افرادو او اشخاصو داموالو جز شمیرل کیده دوی د مالکیت او ازدواج حق درلود، هر کله چی د دغه ډله خلکو حقوق تلف کیده یا هم مجنی علیه واقع کیدل نو مجبور ول چی نقدی جریمه قبوله کړی، چی دغه نقدی جریمه هم ددوی د مالکانو د ملکیت جز شمیرل کیده. هر کله چی ددوی زامن پیدا کیدل نو زامن به یی د ازادی ډلی څخه شمیرل کیده.

2) د شخصیه احوالو پوری مربوط موضوعات:
د شخصیه احوالو په اړه د حمورابی په قانون کی صریح قواعد شتون درلود، لکه چی ددی قانون ۱۲۸ ماده د ازدواج په اړه داسی وایی:
د کورنی د تشکیل او جوړیدا لپاره ازدواج یو حتمی امر دی، د زوج او زوجیت د رابطی څخه پرته کورنی په یو حقوق چوکاټ کی نه تشکیلیږی، د ازدواج لپاره یو لیکلی شوی سند ته هم ضرورت و.
د طلاق، د زوجاتوتعدد او دمیړه غیابت په اړه هم قواعد شتون درلود.
لکه د طلاق په اړه:
یو ښځه کولای شی چی د خپل میړه څخه طلاق واخلی خو پدی شرط چی دمیړه تقصیر په اثبات ورسوی.
د میړه د غیابت په اړه:
که چیری میړه غایب شی، او دغه شخص پخپل کور کی د ښځی د نفقی لپاره کافی مواد ولری نو دده ښځه بل چا سره د ازدواج حق نلری، که چیری ښځه د بل چا سره ازدواج وکړی نو ښځه به یی په اوبو کی ډوبوله(غرق).

 

3) جرایم او مجازات:

الف) داشخاصو پرضد جرایم:
د۱۹۶ مادی په اساس، هرکله چی داولو د ډلی څخه یو تن په قتل رسیده یاهم زخمی کیده البته په عمدی توګه، نو د عمل فاعل به د قتل په صورت کی وژل کیده او د ضرب جرح په صورت کی زخمی کیده، چی په حقیقت کی یو ډول بدیلی مجازات و.
د ۲۰۸ مادی په اساس،
هرکله چی یو شخص د خطا په اثر د اولو دډلی یو تن په قتل رسوله، نو دغه شخص مکلف و چی ۳۰ شیګل سپین زر د مقتول کورنی ته وسپاری.
که چیری مقتول د مسکینو دډلی څخه و، نو قاتل مکلف و چی ۲۰ شیګل سپین زر د مقتول کورنی ته وسپاری.
په هغه صورت کی چی مقتول د آردو د ډلی څخه و، نو قاتل مکلف و چی ۱۰ شیګل سپین زر د مقتول کورنی ته وسپاری.

ب) د اموالو پرضد جرایم:
د ۸ مادی پر اساس، هر کله چی یو تن د سرقت د جرم، او مسروقه مال د اولو ډلی پوری تړلی مال وی نو سارق ددغه مال ۳۰ چنده تاوان په ورکړی مکلف و.
که چیری مسروقه مال د مسکینو د ډلی پوری تړلی مال وی نو سارق مکلف و چی د مسروقه مال ۱۰ چنده تاوان ورکړی،
که چیری سارق د تاوان یا جبران دپاره مال نه درلود نو وژل کیده.

نیابتی مجازات:
دغه موضوع یو ډیر حیرانوونکی موضوع ده چی په لمړی ځل د حمورابی په قانون کی داسی مقررات ځای پر ځای شوی و چی ددی پر ځای چی اصل مجرم ته جزا ورکړ شی دهغه د کورنی غړی ته جزا ورکړل کیده.
د نیابتی مجازات په اړه دری حالت ذکر شوی چی په لاندی دری حالاتو کی د اصل شخص پرځای د هغه د کورنی غړی ته جزا ورکول کیږی.
I. لمړی حالت: هرکله چی یو شخص د دین په علت د بل چا سره توقیف کی وی، او ددغه توقیف په نتیجه کی دغه مدیون وژل کیده، نو پدی حالت کی دداین زوی به یی په قتل رسوله، ۱۱۶ ماده
II. دوهم حالت: یو شخص یو غواړی بل شخص مجروح کړی او دهغی د قتل اراده نه لری، خو د ضرب او جرح په نتیجه دغه شخص وژل کیږی، نو پدی حالت کی د قاتل لور به یی په قتل رسوله. ۲۱۰ ماده
III. دریم حالت: کله چی یو تعمیر چپه کیده او یا لمنځه تله او د تعمیر د چپه کیدو له امله د کور مالک وژل کیده نو خټګر به یی په قتل رسوله، که د تعمیر د ړنګیدو په سبب د کورد مالک ځوی وژل کیده نو پدی حالت کی د خټګر ځوی به يی په قتل رسوله. ۲۳۱ ماده.
او ځینی نوری جزاګانی هم پدی قانون کی ځای پر ځای شوی وی،
لکه د اخلاقی جرایمو، او په مشروباتو کی د تقلب په صورت کی د اعدام او په اوبو کی ډوبولو جزاګانی په مجرم باندی تطبیق کیده،.
هر کله چی یو شخص د بل شخص د کور د سوزولو قصد کوله او مخکی د عمل د انجام څخه نیول کیده نو ژوندی په اور کی غورځول کیده،
او همدارنګه نور موضوعات...............................

4) د اموالو په اړه موضوعات:
د حمورابی په قانون کی اموال په دوه برخی تقسیم شوی و:
أ‌) منقول اموال ب) غیر منقول اموال.
...............................
د حمورابی د قانون غوره والی:
1) د حمورابی د قانون مقنن غوښتی و چی دغه قانون د زمان او مکان د قید څخه پرته هروخت او هر ځای کی د تطبیق وړوی نو همدا دلیل و چی تر ډیروخته پوری دغه قانون تطبیقیده.
2) ډیری قوانین په هغه وخت کی مذهبی رنګ او بوی درلود او دمذهبی له ناحیی څځه ډیر شدید او ویرونکی و، خو ددغه قانون یو غوره والی دا وه چی مذهبی جنبه یی نه درلود.
3) دغه قانون د لمړی ځل لپاره د خصوصی ملکیت حق په رسمیت وپیژنده،
4) پدغه قانون کی قضاتو او روحانیونو ته ډیر زیات صلاحیتونه نه و ورکړل شوی.
5) ددغه قانون ماهیت او اصطلاح ګانی په منطقی ډول لیکل شوی وو، یعنی د (که چیری، په هغه صورت کی، په دی شرط چی....) کلیمات پکی استعمال شوی و.
6) دغه قانون د ورستیو قوانینو لپاره اساس او اصلی منیع شو.
7) پدغه قانون کی د انسان اختطاف منع اعلان شوی و

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery