دخپریدو نیټه : 2013-04-21 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
دیوې سوډانۍ مېرمنې الحیاءدسوالونو په ځواب کي(2)
۳: په بایبل کي فحشات دبیلګې په ډول سره:
بیاسمسون وغزې ته ولاړی،اوهلته ده ویوې فاحشی ښځي ته وکتل اودهغې سره دننه ولاړی( هم بستری ئې ورسره وکړل) .( قضاة ۱۵: ۱)
هغه زناوکړل اودزناله کبله ئې داملک ناپاک کړ اوهغه دډبرې اولرګې سره زناوکړل. (ارمیاه ۳باب: ۹)
هغوی په اسرائیلوکي بدکاری وکړل اودخپلوهمسایه ګانودښځوسره یی زناوکړل. (ارمیاه ۲۹باب: ۲۳)
هغې زناکاری دخپلی چهرې څخه اوبدکارې دخپلوتیودمنځ څخه لیری کړل، زه هغه ټوله نه لوڅوم اوداسی نه کوم لکه دپیدایښت په ورځ چی لوڅه وه. (هوشیع ۲باب: ۲)
په بایبل کي دزناتوری (۲۳) ځله راغلی دی، دزناکارتوری (۱۱) ځله راغلی دی، دزناکارۍ توری (۸) ځلی راغلی دی،دزناکارانوتوری (۴) ځلی راغلی دی، لمن لیکونه ئې دبیلګې په ډول سره:
پیدایښت ۳۸: ۲۴، خروج ۲۰: ۱۴، احبار ۲۰: ۵، استثناء ۲۲: ۲۲، قضات ۲: ۱۷، قضات ۱۵: ۱، امثال ۶: ۳۲ اوداسی نور...
د[هم بستری اوهم اغوشی] (جماع) توری په بایبل کي (۱۵) ځلی راغلی دی، دتیوبیان په بایبل کي(۲۳) ځلی راغلی دی.
که تاسی پوښتنه وکي چی په قرانکریم کي خوهم دزناتوری اوبحث راغلی دی، نوزه به درته ووایم چی په قران کریم دزناکيسې نه بلکي حکم راغلی دی،
په قران عزیزکی راځئ:
ولاتقربواالزنی أنه کان فاحشة وسآء سبیلا.(الاسراء : ۳۲)
ژباړه: اوزناته مه نژدې کیږی، بې شکه چی (زنا) بده کړنه اوبده لاره ده.
یالکه چی قران عزیزدزناکارولپاره حدټاکلی دی اوسزاء ئې ورته بیان کړیده اووایی:
الزانیة والزانی فاجلدواکل واحدمنهمامأﺉة جلدة ولاتأخذکم بهمارأفة فی دین الله ان کنتم تؤمنون باالله والیوم الأخرولیشهدعذابهماطاﺉفة من المؤمنین(النور: ۲)
ژباړه:که تاسی پرالله اوداخرت پرورځ ایمان لری نوزناکاره (ښځه) اوزناکاره (سړی) له دواړونه هریوسل دُرې ووهئ دالله ددین په اړه دی په تاسی کی پردوی باندی دزړه سوي احساس نه پاریږیاوهغوته دسزا ورکولوپه وخت کښې دی دمؤمنانویوه ډله موجوده وي.
په قرانکریم کی په څومری ښه اندازسره دزناڅخه منعه شوی ده، اوپه څومری شدت سره ئې دسزاء حدټاکل شوی دی، اوداهم پکښی بیان شویده چی یوه مؤمنان دی دعبرت لپاره موجودوي؛ سبحان الله.
او زناپه ډیرشدت سره منعه شوې ده، په قرانکریم کی داسی څه نشته لکه په بایبل کي چی حکم نشته اویواځی دزناکيسې دی اووزناته تشویق دی، فلانکي یوه فاحشه پیداکړل اوجماع ئې ورسره وکړل، اوداسی نور..
په بایبل کي داسی فحش بحثونه شته چی انسانیت خولاپریږده ترحیوانیت لاهم څودرجې لوړی دی، دبیلګې په ډول سره حزقیل ۲۳ باب، چی زه ېې دشرم له کبله نشم ذکرکولای، اوپیل ئې داسی دی:
دوې ښځې دیوې مورلوڼې وي، هغوی په مصرکي زناکوله، اوپه ځوانۍ کي ئې سره زناکوله او......
له همدې کبله داسلام دوهم خلیفه امیرالمؤمنین حضرت عمرفاروق رضی الله عنه صحاب کرام داهل کتابیه ښځوسره دنکاح منعه وکړل اوهغه داسی:
دکتابیه ښځوسره نکاح کول وامت مسلمه ته په تاریخ کی تاوانونه هم رسولی دی، اووامت ته ئې نقصانانورسولی دی، امیرالمؤمنین حضرت عمررضی الله عنه داحس کړه، اومسلمانان حکمرانان یی په خصوصی ډول سره داهل کتابوسره نکاح کول منع کړل، دحضرت شقیق بن سلمه رضی الله عنه څخه روایت دی چې حضرت حذیفه بن یمان رضی الله عنه کله چې ومداین ته ورسیدی نوهلته ئې دیوی یهودی انجلی سره نکاح وکړه حضرت عمرفاروق رضی الله عنه چی کله خبرشونوخبریی ورکی نوورته ئې ولیکل چی طلاق ورکړه، حضرت حذیفه رضی الله عنه ورته ولیکل چې ولی دازمالپاره حرامه ده؟؟؟ امیرالمؤمنین حضرت عمرفاروق رضی الله عنه ورته ولیکل چې حرامه درته نه وایم لیکن ددی خلکوپه ښځوکی عموماپاکدامنی اوعفت نشته، په دی وجه بیریږم چی ددی خلکوپه ذریعه ستاسوکورنی کښی فحاشی اوبدکاری داخله نشی.
دحضرت عمررضی الله عنه دوهم لیک دادی:
اعزم علیک ان لاتضع کتابی حتی تخلی سبیلها فانی اخاف ان یقتدیک المسلمون فیختاروانسآء اهل الذمة لجمالهن وکفی بذالک فتنة لنسآء المسلمین (کتاب الآثار ص ۱۵۶، بحواله معارف القران)
ژباړه: زه وتاته قسم درکوم چې زماددی لیک نه مخکی چې پخپل لاس کی ئې کښیږدی نووهغې (ښځې) ته طلاق ورکړه، ازاده یی کړه ځکه چې زماویره ده چې نورمسلمانان به هم ستاڅخه عبرت واخلی اودذمیانوکتابیانوښځو لره به ددوی دښکلاپه وجه سره په مسلمانوښځوباندی ترجیح ورکړی نودمسلمانانوښځودپاره به ددي نه لوی مصیبت بل څه وی.
(ابوبکرجصاص رازی، احکام القرآن ج۱)
نوربیا...
په اسلامي پاکه مینه
ستاسوورورعبدالغفارجُبیر