دخپریدو نیټه : 2013-06-12 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
سیاسي فلسفه څه شی ده ؟ - ۶برخه
شریف الله دوست(سرواني)
دحقوقو اوسیاسي علومودپوهنځې محصل
په تېر پسې...
کیدای سي چي موږ [دسیاسي فلسفې] اوسني شرایط په دې توګه توصیف کړو :
ـ په لومړي کي سیاسي فلسفه دسیاست دعلم سره یو ډول شمېرل کېده او له هغه څخه یې موخه هر اړخیزه بشري لوستنه وه ؛ نن وینو چي دا دواړي څانګي له یو بل سره پرې اوبیلي دي ، هر یوه يې بیل ډول موخي او کړني تر سره کوي لکه یو ځان او دوه ګونی توان .
په دې پوهېدنه کي لومړي انسان دفلسفې اوعلم تر منځ دبشري چارو لوستنه کوي او دهغه پر بنسټ دغیري[ فلسفي سیاسي] علم او غیري علمي فلسفې توپیر ته قایل اومایل کیږي هغه توپیر چي دننني حاضرو شرایطو ټول وقار او دسیاسي فلسفې ټول صداقت له هغه څخه سلب او اخلي .
علاوه پردې هغه لویه برخه چي پخوا په[ سیاسي فلسفې] اود سیاست په علم پوري تړاو درلود داقتصاد ،ټولنپیژندني او ارواپوهني په نومونو بېل او خپلواک سوه .
لیوشتراوس وايي : (( سیاسي فلسفه اوس دقبر پر څنډه ده او یوازي دتاریخي څېړني لپاره ورڅخه څېړونکي کار اخلي او بس .))
که دپورتنیو دلایلو په هکله څېړنه وکړو لاندني ځوابونه به تر لاسه کړو:
ـ سیاسي فلسفه که غیري علمي،غیري تاریخي او یا دواړه (علم) او (تاریخ) دنوي عصر دغه دوه ځواکه بالاخره توانیدلي دي چي [سیاسي فلسفه] ناممکنه کړي اویا سیاسي فلسفه دعمل له ډګر څخه شاته ټیل وهل بیا دغیري علمي کوښښ تر سرلیک لاندي دنوي عصر داثبات ګرايی ځانګړنه ده .
څلورم څپرکی
دسیاسي فلسفې دپام وړ اصول
په تفصیلي توګه دسیاسي فلسفې دپام وړ اصولو یادونه په څو ټوکونو کي هم نه سي ځایدای او که بیا موږ یومخ وهغه لور ته پام واړو د سیاسي فلسفې د ( تګلاري له سپړلواوتحلیل) څخه به فاصله ونیسو . په دې ترڅ هغه څو مهم آرونه(اصله) چي دسیاسي فلسفې اعتدال ورباندي تکیه لري وړاندي کوو :
یو آر دهستۍ پېژندني اړوند دی ، دنړۍ د خلقت پېژندني په یوساده او اجمالي کتنه کي دې پایلي ته رسیږو چي دعالم نظام پر پوهنیزاو مدبر تدبیر باندي ولاړ دی ، دهستۍ ټولي منظومې دهغه اړوند ساتي او دبیلابیلوعواملو، هغه چي ددې لوی خلقتي نظام په دورن او دننه کي تیت – پرک دي د ورانېدو مخه نیسي.
دهستۍ پېژندني په تعقیب کي دانسان پېژندني بحث مطرح کیږي ، انسان د بصیرت ، ځواک ،پوهیدني ، ارادې او اختیار لرونکی دی او انساني ځواک یوبل آر ټکی دی چي انسان يې له نورو موجوداتو څخه بیل کړی دی .
انسان دغوره ژوند دموندلو په لټه او هڅه کي دی او په دې چاره کي دخپل انده څخه اعظیمي ګټه اخلي ، ورځ په ورځ پر نویو نوښتونو او اختراعاتو بریالي کیږي تر څو همدا ژوند چي کوي یې ښکلی ، سوکاله ،له عزت او سرلوړۍ سره تېر کړي .
د بشر له اختراعاتو څخه یو هم(وګړیزټولیز ژوند) دی هغه چي دې ټولنیز ژوند د انسان ټولنیزي اړتیاوي هم تر یوځایه پوري پوره کړي دي او ددې تر څنګ هر څه په ټولیزه دیو بل په مرسته دژوند یا په بله وینا د نننۍ ژوند لوړو پوړیو ته رسېدلی دی او هر څه په ډېره اسانۍ سره لاس ته راوړي هغه پښتو متل دی چي وایي(( له یوه لاسه ټک نه خیږي .))
نو وایو دسیاسي فلسفې دوهم اصل : (( په ټولنیز ژوندانه کي د ژوند دښه والي لپاره دعقل شتون او له هغه څخه کار اخیستل دي تر څو دا عقل په سیاست کي هم وکارول سي .)) راسی دبېلګې په توګه عقل د سیاسي فلسفې په اډانه کي وګورو :
عقل په سیاسي فلسفه کي:
((عقل په سیاسي فلسفه کي مهم او حیاتي ځای لري ، په سیاسي فلسفه کي د سد ، هوښ ، ښو او بدو د توپیر ځواک او قوه ، هغه قوه چي د انسان دسیاسي ژوند په روان کي دیوه اني او باطني احساس په وسیله او واسطه نیکمرغه سیاسي لار دبدمرغي هغې سره پېژندل تر څو د سیاسي قضاوت کولو استدلال او استعداد په ځواک دعقل دیوې ځانګړي انساني [ملکې] څخه ګټه پورته کړو .))
تر څو دعقل مند ،هوښیار او عقلمند انسان په بشپړ عقلي قوت په ټولنیز ژوندانه کي ورڅخه ګټه واخلو .[ اللهج ] هم په دې خوښیږي چي انسان په ټولنیز ژوندانه کی دیو بل سره مرسته او لاس نیوی وکړي او دخپل رب عبادت وکړي . نو انسان هم باید په خپل کړو- وړو چال چلند کي خپل رب هیر نه کړي له یو ه لوري انسانان دخپل ښه ژوند په اډانه کي دخپل عقل څخه ګټه واخلي ، له بله اړخه باید انسان د اللهج په ورکړې عطا شکر وباسي او عقل ، فکر یې داللهج په خلقت کي شکر ویونکی وي او راضي وي .
که دسیاسي فلسفې تګلاره بشپړه او یوازي عقلي وي باید ووایو چي دسیاسي فلسفې پر مدار دعقل څرخاب انسان دالهي ځواک او عطا پر شتون تکیه لري ، هغه چي انسان ته يې دا پوهه ورکړې او دخپل هر اړخیز ژوند دښه والي لپاره ور څخه هره شېبه ګټه اخلي .
عقل او دهغه ځای په سیاسي فلسفه کي د [فلسفي تفکر] او [اند] بنسټیز رکن دی البته کله چي عقل بر منطقي اصولو اوقواعدو تکیه ولري او پر هغو لارو یون وکړي چي انساني خیر پکښي نغښتی وي ځکه نو وایو چي: (( عقلي تلنلاره دسیاسي فلسفې یو بنسټیز اصل دی.))
له دې مخي زموږ ارزیابي دسیاسي فیلسوفانو دتګلاري پېژندل ، په بشپړ ډول د موضوعه اصولو نقد اوسپړني پر ارزیابۍ دهستۍ پېژندني بنسټ او انساني معرفت پېژندني باندي تکیه لري . هغه کتابونه چي د[سیاسي فلسفې] او سیاسي فیلسوفانو د سپړني ،تشریح ، لیدلورو او اندونو پر بنسټ لیکل سوي دي او حتی مطالعه او دقیقه برسي او دسیاسي فیلسوفانو اصلي اوجامع متون لکه د افلاطون جمهوریت ؛ موږ په هغه لور کاږي چي دعزیمت اساسي ټکی دکتاب په لیکوال او د هر فیلسوف سیاسي تفکر دخپلي[ سیاسي فلسفې ] په تدوین کي دانساني پېژندني پر نړۍ لید او دانساني پوهني او دهغه (هدفپوهني) باندي تکیه لري .
دې اساسي ټکي ته په کتو په اسانۍ سره کولای سو چي دهر سیاسي فیلسوف تګلاره او اصول او همداډول دهغوی دسیاسي فلسفې بریدونه وټاکو.
فکر ، دخبرو ساحه ، تاُمل ، اند – تفکر ، څېړنه او ځېرنه په سیاسي اډانه کي باید دمنځلاریتوب دمنطق په لور ، نوښت ، سم او ارزښتناک عقل او تعقل اندیز لوري ته مخه کوي . هغه ډېر عمده او بنسټیز بحثونه چي په علمي اوبهرني سیاست کي وده مومي او له اندیزفکر څخه پیدا او یا په بل عبارت تر سیاسي هغه هم دقیق دي .
باید دفلسفې تاءمل او ساحې ارزښت او عقلي تدقیق ته په سیاسي فلسفه کي پام کړو . دسیاسي فلسفې موضوعه او دپام وړ اصول باید مقدم پر هغه او بل ځای کي په تفصیل سره تر سپړني لاندي ونیول سي خو دې څو مهم آرونو ته په کتو او نغوتو سره کولای سو نور هم دمسلو ژورو ته لاړ سو :
دانسان ټولنیز ژوند ، په ټولنه کي دسیاسي نظام جوړښت او لازمي شتون ،دسیاست هدف او غایت دڅرګندتیا لزوم ، او دحاکمانو سره درعیت د اړیکي څرنګوالی ، ددې اصولو یو برخه ده .
په سیاسي فلسفه کي نړۍ شمولي:
دسیاسي تاریخ محوري مسله ، خپله سیاسي مفهوم او بنا پردې ښايي د اقداماتو هغه لړۍ وي چي کولای سي او (باید) دقانون تر اثرلاندي اجبارامېزه دخالت وکړي .
سیاسي فیلسوفان دلارموندني په هڅه کي څو کړکېچن او دبحث وړ ستراتیژۍ په کار اچولي دي :
یو له دغو ستراتیژیو څخه چي بیلابیلي بڼي یې ځانته غوره کړي دي داده چي دانساني ماهیت پر مفهوم تکیه وکړو که وکولای سو په پوره او بشپړ انساني درک له انساني ماهیت او اړتیاو ، انساني – اساسي مینه او انګېزې باندي لاس بری ومومو ، په دې صورت کي کولای سو چي دیوې مناسبي ټولګي لپاره دسیاسي ترتیباتو فکر وکړو چي په ښه شکل ښايي هغه ته لاس رسی ولرو .
کله – کله دانساني ماهیت له داسي پوهیدني سره دفلسفي نظریو په هکله ټولګه په نړۍ کي دانساني ماهیت په څانګه کي ډیره غوړېدلې وي ، هغه چي موږ يې دبیلګي په توګه دافلاطون ، اګوستین او اوکویناس بېلګي لرو . کله- کله دانسانانو د ځایګي دلیدلورو طبیعي نظم( هغه چي دبیلګي په توګه دهابز او ارسطو ددوی دلیکنو په وسیله دژوند کولو نظم او دانسان سره يې اړیکه ده .) او یا په سپړنه او راپور کي څه ډول په تاریخ کي دانسانانو داړتیاوو او پراختیا ؛ ( هغه بیلګي چي دهیګل او مارکس په اندونو کي موجونه وهي ) دي .
دانساني ماهیت څخه دپوهیدني ، برداشت او دسیاسي سازمان په توګه لومړی ډېر محدود او تجربي و ؛ نو وایو چي دلذت اوخوښۍ لپاره دانسانانو دپلټني عقیده دژوندانه دریښتنولۍ له درد او رنځ څخه له پرهیزه تر لاسه کیږي .
دپورتنیو کرښو څخه دا پایله تر لاسه کیږي چي د[سیاسي فلسفې] ادعاوي کیدای سي چي هم نړۍ شموله او هم بنسټ پاله وي .
دغه ادعاوي له دې مخي نړۍ شموله وي چي اغلب سیاسي فیلسوفان دا ډول فکر او ګمان کړی وي چي د دوی ادعاوي دانساني ماهیت او حقیقت او له سیاست څخه همزولی درک ، ټولنه او فرد ، د سیمي او ډګر له مخي بشپړ. عام او دځانګړي کلتور او ټولني دبافت او متن په لحاظ انساني ماهیت او حقیقت درک( نه )محدودیږي .
دا ادعاوي په دې مانا بنسټیز دی چي دښه سیاسي نظم مفهوم دانسان د ماهیت په راپور متکي او تړلی او په عیني لحاظ بشپړ – سم له انساني ماهیت او حقیقت څخه پوهول کیږي .
علاوه پر دې[ سیاسي فلسفه] دځانګړي اټکل له مخي هدفمنده او پېژندونکې بلل کیږي ،یعني هغه دپام وړ اهداف دي چي دانسان دماهیت او سیاسي سازمان دډولونو په وسیله ټاکل کیږي . دسازمان دا ډول انساني ماهیت لکه څنګه چي موږ هغه درک کوو ښايي حقیقت پیدا کړي .
د سیاسي فلسفې دسیاسي انسان پېژندني څانګه :
د سیاسي فلسفې دسیاسي انسان پېژندني څانګه ، د کلتوري انسان پېژندني او سیاسي فلسفې تر منځ تشکیل سوې ده . دابتدايي او پرمختللو ټولنو د ژورو مسایلو سره اړیکه لري . په اغلب لید لوري دسیاسي انسان پېژندونکو په اند دژوند هره حوزه لږ تر لږه سیاسي خویونه او رنګونه لري او د ټولنیز حیات ټول د ځواک داړیکو ، واک اوشخړو ټولګه ده له همدې مخي د ځواک د اړیکو لوستنه د کورنۍ او خپلو سازمانونو دجوړښت ، قبیلې او مذهبي بنسټونه د بنسټیز ارزښت لرونکي دي .
دسیاسي انسان پېژندني لومړنی اثر په ( ۱۸۴۴ ز) کي دکورنې منشاء ، خصوصي مالکیت او دولت تر سرلیک لاندي د [فریدریش انګلس] له خوا ولیکل سو .
نن ورځ دځواک اړیکو لوستنه دکورنیو ،قبیلو ، قومي ، جنسي او نورو جوړوښتو سره تړلی دي، په ځانګړې توګه دهغو هیوادو چي دصنعتي کېدو په حال کي دي ، سیاسي انسان پېژندنه دپام وړ ده .
د امریکا لوی فیلسوف (جان ډیوي) وايي :
د انسان په جوړښت کي تر ټولو ستره انګېزه دمهم والی غوښتنه ده .
زیګموند فروید مشهور اتریشي ارواپوه وايي :
هغه کارونه چي موږ او تاسو سرته رسوو دوه خوځښته لري ، لومړی داچي جنسي غوښتنه ، دوهم دسترتوب هیله .
نور هم سته
راتلونکی سرلیک:
د سیاسي فلسفې کره کتنه او ټولنیز ځواب :