مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-06-25   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

له «افغان» څخه «افغانستاني» جوړنې سیاست!

استاد م. ظ. امین یار


افغان اولس په نړئ کې د نومیالو قومونو څخه یو  قوم دئ چې د تاریخ په اوږدو کې په اسلامیت او انسانیت،  پياوړتوب  او درنښت، میلمستیا ، مینې او خلوص، غیرت او شجاعت، ننګ او سرلوړیتوب، پښتونوالي او وطن پالنې باندی پیژندل کیږی. د افغانانو اصلی هستوګنه له آموڅخه تر اباسینه پورې ده  یعنې د آمو څخه تر اباسینه پورې دا خاوره الله سبحان و تعالی افغانانو ته هدیه کړېده ،ولې له بده مرغه انګلیسی(British)  استعمارچیانو له کبله د افغانستان یوه لویه برخې باندی نني پاکستان خیټه اچولې ده. افغانانو په زرګونو کلونه یې په دې خاوره ژوند کړئ ده او د بهرنیو تیري کوونکو په وړاندې یې ترې په سر او مال دفاع کړیده او بې مثاله سترې ځاني، مادي او معنوي جارونې یې ورکړي دي. له هغه ځاي نه چې افغانستان جیوپالیټیک(Geo-Politics)  موقعیت لري تل د بهرنیو د لاسوهنو، توطیو، او یرغل لاندې وو او زمونږ هیواد د تاریخ په اوږدو کې د دفاع په حالت کې پاتې شوئ ده. افغانانو تل د یرغلګرو په وړاندې د خپل هیواد له ځکنئ بشپړتیا څخه دفاع او ساتنه کړیده او خپلواکي یې تر لاسه کړې. داسی وخت هم تیر شو چې حکومتونه لاسپوڅي او د یرغلګرو استعماري سیاست ته یې غاړه ایښې او ملت سره یې جفا کړې ، خو د افغانستان غیرتی اولس د ملی مشرانو په لارښونو د استعماري ځواکونو پر مقابل کې پاڅون کړئ ده اواستعمارچیان یې له سختو ماتو سره مخامخ کړي او خپله خپلواکي یې ډیر شجاعت سره لاسته راوړې ده.  

له هغه څخه وروسته چې د افغانستان جغرافیایی(Geographical)  حدود وټاکل شو بهرنیو په افغانستان کې لاسوهنې او توطیو ته پرختیا ورکړه ځکه چې بهرنیان هیڅکله هم پیاوړئ، خودمختاره، خپلواکه او غښتلئ افغانستان خپل په ګټه نه ویني نو له دې کبله د افغانستان ملی پرمختګ  په هیڅ صورت کې نشی زغملئ. همدغه وجه ده چې افغانستان تل د بهرنیو ناوړو سیاستونو سره جګړې کې شامل پاتي شوئ دئ.

تاریخ ګواه دئ چې افغانستان تل خپلو ګاونډیانو سره د نړیوالو اړیکو پر بنسټ مرستندویه او موثرې اړیکې یې ساتلې دي اما له بده مرغه ځینو ګاونډیانو هیڅکله هم افغانستان سره په صداقت او رښتونوالي چلند نه دئ کړئ او تل افغانستان سره یې ناوړې لوبې چلولي دي. نو پر دي اساس افغانستان تل د بهرنیو سیاسی ابزارونو سره لاس په ګریوان وو او هیڅکله هم په کراره نه دئ پاتی شوئ. په افغانستان کې د بهرنیو دغه لاسوهنی او توطیې په ټولو برخوکې (سیاسی، فرهنګی، اقتصادی، ټولنیز...) کې لیدل شوي دي چې هر بهرنی ډلې د راز راز ابزارونو څخه په کارولو غوښتلي چې په افغانستان کې خپلې کړئ پیاوړې او د دغو کړیو په واسطه افغانستان کې خپلو موخو لپاره فعالیت وکړي.

لکه څنګه چې تاسې هم آګاه یاست ، اقلیتونه(Minorities)  په هر هیواد کې هلی ځلې کوي چې خپل سیاسی شتون څرګنده کړي ترڅو خپلو حقوقو ته لاسرسی پیدا کړي چې د دغه کار لپاره په عمومی توګه د پیاوړتوب لپاره اقلیتونه یو موټي کیږی او دغه هلې ځلې د معاصرو بشري حقوقو په اساس جایزه هم دي ولې بیا د Utilitarianism یا د ګټې پالنې فلسفې(Philosophical)  تیوري (دګټې اصالت یا د ګټې پالنې فلسفه: هغه فلسفه چې په هر عمل او پرېكړه كې د اكثريت ګټو ته ارزښت وركوي)  له نظره دغه کار نا سم بلل کیږی. مثلآ جیریمی بنتیم(Jeremy Bentham)  د اخلاقیاتو او قانون ټاکنې اصولو)۱۷۸۰ ( په اساس د اقلیتونو دغه کار نا سم بلل کیږی هغه استدالال کوي چې هغه کار سم دئ چې د یو ټولنې اکثریت پکې سودمند شی نو که حتا د څو تنو زیان د یو ټولنې نیکمرغي باندی بدلیدلائ شي دا کار د اخلاقیاتو(Morality)  د اصولو له اړخه منطقی ګنل کیږي. هغه تاکید کوي چې د قانون ، سیرت او اخلاقیاتو اساس باید ګټورتوب یا هوسایی(Utility)  باندې کیښودل شي. نوموړئ وایی چې هغه اعمال چې درد لږوی او خوشحالی زیاتوي د صحي او غلط د فلسفی(The Wrong and Right Philosophy)  ټولو پوښتنو ځواب پکې راټول دئ. بل خوا بیا حتا پرمختللي هیوادونو کې لکه امریکا او اروپا  کې ، لا تر اوسه پورې اقلیتونه د خپلو حقوقو لاسته راوړلو لپاره بوخت دي. افغانستان کې هم اقلیتونه د نړئ په رسم سره سم ګوندې خپلو حقوق ته هلې ځلې کوی ولی جالبه دا ده چې افغانستان پرته لده څخه چې یو لږ ترقی یافته هیوادونو(Less Developing Countries) له جملې څخه دئ ، د نړئ یواځنی هیواد هم دئ چې اقلیتونه په کې د خپلو حقوقو څخه لا زیات حقوق تر لاسه کړي دي یا په بل عبارت هرڅه په اختیار کې لري .حتا که نن تاسو وګورئ د افغانستان ځیني اقلیتونه کوښښ کوي چې د اکثریت(Majority)  ټغر هم د هغو د پښو څخه راټول کړي چې دغه موضوع د فوکس(Focus)  او فکر وړ ده. نني افغانستان کې باید اکثریت خپلو حقوقو لپاره وجنګیږی نه اقلیت ! پوښتنه داده چې دا حالت څنګه منځته راغئ؟

ستونزه هله منځته راغله چې د احمد شاه بابا په حکومت کې فارسي ژبه د ایران ابزاری غشي په توګه را داخله شوه او دغه زمونږ د هیواد د بربادی یو لوی عامل هم ده چې وروستني حوادث ،داخلی جګړي، ناخوالي او شخړي دغه موضوع سره مستقیمآ تړاو لري. په دی باندی نن ټول اولس پوهیږی چې ایران تل زمونږ د ځینو اقلیتونو څخه په ښمر په افغانستان کې د شخړو، نفاق ، تعصب او تنګ نظري فضا پیدا کولو کې مشغول ده. د احمد شاه بابا په وخت کې ایرانیو د ژبې سیاست باندې پانګه اچونه وکړه چې ورو ورو ټول دربار یې د احمد شاه بابا د حکومت څخه وروسته په فارسی ژبې اخته کړو؛ البته په دغه مسلې کې ډیر نور فاکټورونه(Factors)  هم شامل دي چې زما د اوسنی لیکنې موضوع نه ده. کله چې افغان حکومت د فارسی ژبې سره سمبال شو ایران د ځینو اقلیتونو په واسطه ډیر په سادګئ او مهارت سره پښتو ژبې سره فرهنګی جګړه پیل کړ ځکه ایرانیان په دی آند دي چې که پښتو ژبه نه وي نو د پښتنو پیژندګلوي به هم نه وي او که پښتانه نه وي نو افغانستان به هم نه وي . دغه خبره سمه هم ده هر کله چې استعمارچیان یو ملت اسارت او غلامئ ته تیارول غواړي ، لومړئ ګام د هغوی د ژبې ، کلتور(Culture)  او تهذیب له منځ  څخه وړل دي.  

له احمد شاه بابا حکومت څخه د افغانستان اوسني حکومت پورې که یوه کره کتنه وکړو نو دا به په ډاګه شي چې بهرنیو تل د افغانستان ځینو اقلیتونو څخه ناوړې استفاده کړيده او افغانستان یې سختو شخړو او کړکیچونو سره مخامخ کړئ ده. په عمومی توګه په ټولو هیوادونو کې اقلیتونه په دغسی مسایلو کې زر د اغیزې لاندی رازي یا په آسانئ سره بهرني سیاستوالو ته غاړه کیدي. د بهرنیو کړئ هله افغانستان کې پیاوړې شوې چې شوروی اتحاد هم د اقلیتی سیاست باندې پانګه اچونه پیل کړه. شوروي اتحاد د انګلیس یرغل څخه تجربه او درس اخستلئ وو او  په دې باندې سر یې خلاص وو چې د افغانستان استعمار لپاره د پښتنو  ټکول اړین دي. هغه وخت کې افغانستان کابو فیوډالي اقتصادي سیستم(Feudal Economics System)  درلوده چې په نړئ کې ډیرو نورو هیوادونو دغه مرحله تیره کړې وه ولې افغانستان لا فیوډالي افتصادي سیستم سره ډغرې وښلې نو په دغسی وضعیت کې افغانان د سوسیالیزم او کمونیزم دلفریبه اصطلاحاتو سره آشنا شول. سوسیالیزم(Socialism)  او کمیونیزم(Communism)  یو خیالی  او نا شونې تصور ده چې په ظاهری توګه ډیر دلچسپ ښکاري ځکه افغانان هم د دغه غوړو اصطلاحاتو نه اغیزمن شول او د نه چمتوالي په وضعیت کې د فیوډالیزم نه یې وغوښتل چې یو ځلې کمیونیزم ته توپ کړي چې حتا د مارکس د کمیونیستی هرم( لومړنئ کمیون، مرییتوب، فیوډالیزم، پانګه ایز نظام/سرمایه داري سوسیالیزم او کمیونیزم) ، پر بنسټ دغه موضوع د اصولو سره په ټکر کې ده او ناسم عمل بلل کیږی. اما شوروی اتحاد د خپلو استعماری او پرختیایی ستراتیژی په نظر نیولو سره هغه افغانانو ته یې خوځښت ورکړو چا چې د سوسیالیزم او کمیونیزم خوبونه لیدل. په دغه اساس د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې یو کمیونیستی ګوند د شوروی اتحاد لخوا په ۱۹۶۵ میلادی کال د جنوری په میاشت کې د څو تنو مارکسیستانو لخوا د تره کي په کور کي تشکیل  او بڼه ورکړل شوه.

 

 

 

Stages of History (Karl Marx)
د کارل مارکس کمیونستی هرم

لکه څنګه چې تاسو هم آګاه یاست د شوروی اتحاد اصلی موخه د افغانستان استعمار له لارې خپلو پرختیایی سیاست او نورو موخو ته رسیدل وو. په ځیر د انګریزانو، شوروی اتحاد هم په دې باندې پوهیده چی د افغانستان د قبضې لپاره یا خو باید پښتانه خپل خوا کړي او یا یې هم ویجاړ او وځپوی چه دغه کار شوروی اتحاد ته تر ټولو سخت چیلنچ او خنډ وو. د ده کار لپاره د خلق  ډموکراټیک ګوند(PDPA)  ویشل اړین ؤ چې دغه کار د دغه ګوند د بنسټ کيښودو سره سم پلان شوئ وو. هغو پښتنو چی خپل ځانونه یې معامله کړل مقامونه یې تر لاسه کړل او هغو پښتنو چې د افغانستان معامله یې ونکړه یاخو په شهادت ورسیدل او یا هم  د بدنامئ کړل. د دی کار لپاره شوروي اتحاد بیا هم د ځینو اقلیتونو څخه استفاده وکړه او د پرچم(Parchamites)  ډله په رسمی توګه باندې د شوروی اتحاد لخوا وګمارل شوه چې مشري یې ببرک کارمل  په غاړه لرله چې د افغانستان معاصر تاریخ کې د پښتنو او د افغانستان تر ټولو نه لوي دښمن تیر شوئ ده.  

البته دا د یادونې وړ ده چې  وروسته بیا په خلق ډموکراټیک ګوند کې د روسانو د هیلو متضاد او برخلاف ځیني ملی عناصر او حرکتنو را پیدا شول چی د شوروي یرغل سره له منځه لاړ. د شوروي اتحاد په افغانستان باندی د یرغل زمینه برابرل او بیا د هغو ټولو ملی عناصرو چې وطنپالونکي وه؛ خاتمه د شوروی اتحاد لومړئ بریالیتوب بلل کیږي چې د کارمل په واسطه یې تر لاسه کړه. د کارملیانو حکومت په دوران کې پښتانه داسی وټکول شول چې ځیني پښتنو ناچاره د تعبیض او تعصب نه د خلاصون لپارحتا خپلو پیژند پاڼو ته یې هم توپير ورکړو او خپل هویت یې تاجک باندې واړلو ترڅو د کارمل د ستمی توب او ظلم نه خلاص شی. د کارمل دورې کې پښتو ژبه په حکومتی ادارو کې هیڅ ډول کارونه نه درلوده او حتا چا به چې پښتو وویلې نورو بیروکراتانو(Bureaucrats)  به پرې ملنډې وښلې یا به یې د انقلاب په ضد عنصر تور پرې ولږو. همدغه راز د کارمل نه وروسته ډاکټر نجیب الله ولسمشرئ ته رسیږي چې د هغو بی غیرتو پښتنو په  لیست کې شامل ده چې وطن یې شوروي اتحاد سره معامله کړو او مقام او ځوکئ ته یې ځان ورساوو. ډاکټر نجیب هم  د پښتنو په ځپلو کې لویه دنده درلوده البته بیا وروسته په خپلو کړنو پښیمان ښکاریده. نجیب د ځوکئ ، شهرت او مقام سخت شوقین وو او د ځوکئ لپاره یې د هیځ ډول ظلم او ستم نه ډډه نه کوله. ټول هغه پښتانه چې د کمیونستی آیدیالوژئ(Ideology)  او شوروي اتحاد یرغل خلاف ول یا خو یې د شکنجې لاندی شهیدان کول یا یې هم د پل چرخي بندي خانې ته لیږل. همدغه اصلي عامل وو چې د افغانستان اسلامی ګوند ورځ په ورځ پیاوړئ او غښتلئ شو او که د جهاد حقایقو ته کتنه وکړو نو دا به په ډاګه شي چې په جهاد کې تر نورو ټولو ګوندونو او ډلو د افغانستان اسلامی ګوند ډیره برخه اخیستلې ده.

ډاکټر نجیب په زرګونو افغانان شهیدان کړل چې اکثریت پکې پښتانه وو دا ځکه چې پښتنو شوروي یرغلګرو سره په کلکه جګړه کوله او پښتنو تل د خپلواکئ په لاره سترې ځاني مالی او معنوي جارونې وطن ته هدیه کړي دي. همدغه علت وو  چې شوروي اتحاد غوښته چې اقلیتونه قدرت مند کړي تر څو د هغو په واسطه په سادګئ سره د استعمار بهیر ته ادامه ورکړي. د شهیدانو په لیست(List)  کې یا خو د خدائ په لارې روان مجاهدین وو او یا هم هغه کمیونیستان او نور وګړي چې د ستمیانو ، یرغلګرو ، لاسپوڅو یا د شوروي اتحاد شتون او اجنتي حکومت سره یې مخالفت کولو. د ډاکټر نجیب په رژیم(Regime)  کې هم پښتو ته سخت زیانونه او ګزارونه ورکړل شوي دي. مثلآ لومړئ به د یو دولتی سند فارسی ګڼه خپره شوه بیا یوازې د رسمیاتو پوره کولو لپاره د پښتو ګڼه به خپره شوه البته د لوستلو لپاره نه بلکې د آرشیف(Archive)  لپاره! د کارمل او نجیب دواړو حکومتونو کې پښتو او پښتنو سره سخت زیاتئ شوئ ده د مثال په بیلګه هغه څوک به چې پښتون وو د زده کړو لپاره بهرني بورسونه ورته نه ورکول کیده، همدغه راز حکومتی ادارو کې اساسی ځوکئ او مقامونه ټول د ځینو خاصو اقلیتونو په اختیار کې وه او په عمومي توګه په ټولو برخو کې پښتو او پښتنو سره خیانت او تعبیض جریان درلوده.

کله چې جهاد بریالیتوب ته نږدې شو د افغانستان ځینو اقلیتونو یو ځل بیا بی انصافی وکړه. شمالی ډلې د احمد شاه مسعود په مشرئ پخواني کمیونیستانو سره توافق او تړون ته ورسیدل چې دغه کار د جهاد  د اصولو په خلاف وو. د افغانستان اسلامی ګوند چې مشري یې ګلبدین حکمتیار کوله  هغه وخت د جمعیت او شمالي ډلې دغه  پریکړه او ایتلاف په سختو الفاظو کې وغنده او نومړئ کار یې د جهاد د اصولو نه انحراف وګڼه. حکمتیار دا استدلال کولو چې جهاد د شوروي اتحاد او د هغو تالي څټو او اجنتانو(Agents)  په خلاف یو ملی حرکت دئ نو مجاهدین باید دغو خلکو سره سوله ونکړي او د جهاد عزت وساتي او نړئ ته د اسلامی جهاد یو ښه مثال پاتي شي که نه نو نړئ به وایی چې افغان مجاهدین د ایتلاف په زور حکومت لاسته راوړو. بل دا چې هغو کمیونیستاتو سره حکومت جوړونه چې افغانستان یې په شوروي اتحاد خرڅ کړو منطقی نه ده اوهیڅ تضمین وجود نلري چې یو ځل بیا دغه خلک ملت سره جفا ونکړي!. د مجاهدینو د داخلی ناوړې جګړې اصلی عامل د مسعود په مشري د شمالی ډلې په قدرت باندی تصاحب ،پرچمی کمونیستاتو سره ایتلاف او پښتنو ته قدرت نه ورکول وه. که مجاهدینو ټول ټاکنې په لاره اچولې وای ، نه به جهاد داسی بدنامیده او نه به افغانستان نني کړکیچن وضعیت کې وه.

مجاهدینو په افغانستان کې دومره ظلم او زیاتئ وکړو چې خلکو ناچاره د طالبانو په جامو کې ، د ملا عمر مشرئ لاندې یو ملی پاڅون یې په لاره واچولو او د مجاهدینو تنظیمی انارشیزستی حکومت ته یې د پای ټکی کيښوده. د ځینو تاریخ پوهانو او سیاسی ځیړونکو په نظر که نن افغانستان بیا د یووالی او ملي وحدت خاوند دئ د طالبانو حکومت پکې ډیر لوئ کردار لري. ګرچه طالبانو هم په ټولو برخو کې افراطیت سره عمل وکړو او حتا په ځینې سیمو کې ځینو اقلیتونو سره بې عدالتی او د تیري چلند وکړو ولې په عمومی توګه دغه حکومت د افغانسان په وروستیو کې تر ټولو څخه افغانی او اسلامی حکومت ګنل کیږي. ولې له بده مرغه چې نړئ ورسره هیڅ ډول مرسته ونکړه او وروسته پکې پاکستان او امریکا لاسوهني وکړې او د طالبانو ملی نهضت  ته یې انحراف  ورکړو. د طالبانو په وخت کې بیا ځینواقلیتونو د افغانستان معامله وکړه او د مسعود مشري لاندې چې دوي ورته د مقاومت جعبه وایی امریکایان یې افغانستان ته دعوت کړل او امریکا د ۱۱ سپټمبر جوړه شوې پيښې په پلمه افغانستان باندې یرغل وکړو.

امریکا د انګریزانو او شورویانو څخه دا تجربه درلوده چې د افغانستان استعمار د پښتنو ټکول او ملت کې تفرقه اچولو نه پرته شونې نه ده نو ځکه له کله نه چې په افغانستان باندې یرغل کړئ او ګوډاګئ حکومت یې تشکیل کړئ ده؛ اقلیتونو ته یې بې انډوله او یو اړخیزه وده ورکړه. امریکا د لر او بر پښتانه داسې ځپوي چې د سیاسی فعالیتونو نه یې لرې کړي، د اقتصاد اړخه  یې کمزوري کړي، ټولڼې که  یې بدنام کړي او د انتحاریانو په نوم یې مشهوره کړي دي، مشران یې یا خو په قتل رسوي یا یې هم په پيسو اخیستلي دي. امریکا جنګي مجرمینو ته وده ورکړه او هغوی ته یې دولتي ځوکئ ورکړې او جالبه دا ده چې هغو جهادی رهبرانو چې حتا په مسلمانانو باندې هم د جهاد فتوا ګانې ورکولې نن د ۴۹ هیوادونو اسارت او مرییتوب لاندی ژوند تیروي او د مقام لپاره د هغوی ناوړې کارونه او فعالیتونه تاییدوي! په افغانستان کې نن عجیبه وضعیت خلق شوئ ده، اقلیتونو اکثره دولتی او ټولنیز او اقتصادی مقامونه تر لاسه کړي او بیا هم وایی چې زمونږ حقوق خوړل شوی دی! د مثال په توګه پښتانه د CIA د سروې په اساس چې صحې سروې(Survey)  هم نه ده، کابو ۶۵ په سلو کې دي ولې ژبه یې ۳۰ فیصده هم نه کارول کیږی، پښتانه د کرزي په دولت کې د یوې سروی په اساس ۲۵ فیصده برخه لري! پوښتنه داده چې آیا پښتانه ۲۵ فیصده نفوس لري یا دوي لوړې زده کړې او استعداد نلري؟. نه داسی بلکل نه ده پښتانه په افغانستان کې تر ټولو نورو قومونو په لوړو زده کړو سمبال دي او د استعداد له اړخه خو پښتانه حتا په نړئ کې یو ځانګړئ قوم ده.همدغه راز په دولتي پوهنتونو کې هم وضعیت خراب ده د ټولنیزو علومو یو تن استاد چې نوم یې استاد فیصل امین ده په د وروستیو کې د هزاره ورونو د اعتصاب په مقابل کې میډیا ته وویل چې په یو ټولګي کې چې کابو ۸۰ محصل لري یوازی یو پښتون او دوه تاجکان پکې شامل دي نور ټول هزاره ګان دي! به همدغه ترتیب کله چې ما د افغانستان ملی نظامی اکاډمی کې د مدیریت او مشرئ په ډیپارتمنټ کې د مشر استاد په حیث دنده لرله ډیر محصلین مې ولیدل چې د پښتنو د سهمیه له لارې اکاډمي ته داخل شوي وه. مثلآ هزاره ورو مې ولیده چې پښتو ژبې باندې هم نه پوهیده وویلې چې زه پښتنو یم! داسی ډیر محصلین شته دي چې د پښتنو د برخې له لارې تحصیلی بنسټنونو ته لاره پیدا کوي دا خبره د تذکر وړ ده چې دا فعالیتونه هرڅوک نشی کولائ د دغسې فعالیتونو تر شا بهرني کړئ کار باندې بوخت دي.

حیراونکئ خبره داده چې بیاهم ځیني اقلیتونه ناراضه دي هغه متل ده چې وایی «هندو ستړئ خدائ ناراضه» پښتانه هم د ځاني، اقتصادی او معنوي جارونو نه ستړي دی ولي ځیني اقلیتونه تل ناراضه دي. نن سبا چې افغانستان کې کوم پښتون پښتو هم وغږیږي  سمدستی د فاشست لقب ورکول کیږی! لکه څنګه چې مخکې مې ورته اشاره وکړه ټولو دولتی ادارو کې دري ژبه کارول کیږی ولې زمونږ ځیني اقلیتونه د پښتو یو ټکئ هم نشی زغملئ لکه په پوهنتون باندې فاشستان (Fascists)  نن سبا لګیا دي چې په دانشګاه یې واړوي. نو قضاوت تاسو سره ده چې داسې خلک چې د پښتو یو ټکئ هم نشی زغملئ په افغانیت کې مونږ سره راګډ کیدای شی؟  یا دا د انصاف څخه لرې خبره نه ده چې باوجود د اکثریت لرلو سره د  پښتو ژبې یو ټکئ هم دوی نه مني؟  بل خوا بیا ځینی ځانونو ته افغان نه وایی بلکې افغانستانی وایی چې حتا د ګرامر له اړخه هم غلط ده او په ښکاره ډول افغانستان سره دښمني او ملی جنایت دئ. کله چې پارلمان(Parliament)  کې دا پریکړه وشوه چې په ملی الیکټرونیک پیژند پاڼو کې به د ټولو افغانانو هویت افغان ولیکل شي د بلخ والی چې د ټولو نه افراطی فاشست ده او په مستقیم توګه د ایران او امریکا نه پيسې اخلی چې په بیشرمئ سره په ویډیو ګانو کې دغه خبره قبوله کړي هم ده اسرار کوي چې زه افغان نه یم! او که پیژند پاڼو کې ملیت ونه لیکل شي زه به هر ډول کار باندې لاس پورې کړم! 

موضوع به را لنډه کړم د اسلامی او نړیوالو موازینو پر اساس هر اولس باید په هغه نوم یاد شي چې د هغوي یې غوره کوي. همدغه راز انسانان او ملت په ښه نوم یادول د ټولو انسانانو ټولنیزه دنده ده او  د ټولنیزو آدابو ښکارندوینه کوي. نن په ګران هیواد افغانستان کې ډیرې  داسې ډلې ټپلې شته دي چې ځانونو ته افغانستانی وایی او دا استدلال کوي چې ګوندی افغان یوازی پښتنو سره ټړلئ نوم ده چې دغه یو ملی جنایت دئ او د بهرنی هیوادونو لخوا ترویج کیږي. د دغسی ناوړو او د افغانستان ضد فعالیتونو مشري په نوم مسلمان عطا محمد نور او داسی نور ستمیان کوي. افغان ته افغانستانی وویل هم د ادبیاتو له نظره نا مناسبه او غلطه ده او هم د افغانستان ملی هویت لپاره خطرناکه موضوع ده. د مثال په توګه د ترکیه خلکو ته ترک وویل کیږی نه ترکستانی، د د هندوستان خلکو ته هندی وایو نه هندوستانی، د انګلستان خلکو ته انګریز/برتش، د تاجکستان خلکو ته تاجک، د ازبکستان خلکو ته ازبک او داسی نور. نو ځکه د افغانستان خلکو مونږ باید افغان ووایو نه افغانستانی.

د افغانستان اساسی قانون د ځلورمې مادې پر بنسټ د افغانستان ټولو خلکو ته  باید افغان خطاب وشي یعنی که پښتون، تاجک، هزاره، ازبک... ټولو ته باید افغان خطاب وکړو . په همدغه قانون کې راغلي چې دغه ټول قومونه د مساوي حقوقو حقدار دي نه پښتون پر تاجک او نه هزاره په ازبک برتری لري. د اسلام سپیځلي دین کې هم تبعیض او تنګ نظری ته هیڅ ځائ نشته او حضرت محمد (صلی الله علیه وآله و سلم) فرمایلي دي چې هغه څوک چې په نفاق او تبعیض کې شامل وي بیشکه زمونږ د جملې نه دئ. قرآن کریم  کې هم تعبیض او تعصب ته هیڅ ځای نشته او هغه څوک الله تعالی ته نږدی دئ چې د تقوا خاوند وي او بل هیڅ معیار نشته. 

د نیکه مرغه چې افغانان نن  سبا  د ټولو مسایلو نه آکاه او با خبره دي .په اوسني حال کې زمونږ اکثریت خلک د تعبیض ، تعصب او د بهرنیو په سیاست باندې پوهیدلي دي ځکه خو الحمدالله د دښمن ټولې دغسی لاسوهنې او دسیسې شنډي شوی دي . افغانان دغو تالي څټو ته اهمیت او پام نه ورکوی لکه د مثال په توګه نن ټول اولس د لطیف پدرام څخه کلکه کریکه لري ځکه چې اولس ته په ډاګه شوې ده چې نومړئ د  بهرنیو ګوډاګئ ده او د افغانستان ضد فعالیتونه تر سره کوي. څومره د تاسف ځای ده چې کله احمد ضیا مسعود په امریکا کې د افغانستان سفیر په عنوان دندې باندې بوخت وو د افغانستان ضد فعالیتونه یې کول. مثلآ کمپیوټر ته یې امر ورکړئ وو چې د افغان کلمه په اتوماټیک(Automatic)  ډول باندی افغانستانی باندی واړوی. همدغه راز زمونږ ځینی نور بی شرمه وطنوال شته دي چې د سفیرانو په حیث د افغانستان لخوا دندو ته ګمارل شوي دي ولې د افغانستان په ضد فعالیتونه ترسره کولو کې بوخت دي. د مثال لپاره کله چې ما هندوستان کې لوړې زده کړې ترسره کولې زما د لوړو زده کړو په وروستیو کلونو کې مقدوم رهین په هندوستان کې د افغانستان سفیر وټاکل شو چې د نورو ضد افغانی او اسلامی فعالیتونو سره سره حتا ملی اټن او پښتو ژبې ته بې یې سپکاوئ کولو! نو تاسو قضاوت وکړئ چې هم په وطن کې اوسیږم، هم د وطن ډوډی خرم، هم وطن بهرنی هیواد ته د خپل استازي په توګه په دندې ګمارلئ بیا هم افغان او افغانستان نه مني او د هیواد په ضد فعالیتونه اجرا کوي.

په پای کې هغو ټولو تالی څټو ، اجنتانو او د افغانستان دوښمنانو ته به دومره ووایم چې افغانستان یو جسم ده او زمونږ ټول قومونه که پښتون، تاجک، هزاره ، ازبک ... دي د دغه جسم مختلفې برخي دي نو هر اورګان چې درد ولري ټول جسم به په تکلیف وي. د دغه جسم بقا ، دوام، پياوړتیا او غښتلتوب د ټولو ارګانونو د موثره، با ایمانه، صادقه ، مخلصانه او سازګاره فعالیتونه سره اړه لري. زمونږ جسم دومره سست عنصره نه ده چې ستاسو او د بهرنیو د سیاسی لاسوهنو، توطیو او دسیسو ښکار شي تاریخ ګواه دي چې د افغانستان خلکو په تیروکې د خپل هیواد دخپلواکئ ، ملي واکمنئ او ځمکنئ بشپړتیا څخه دفاع کړیده ، اوس یې هم کوی او په راتلونکې کې به یې هم دهر ډول تیري ، لاسوهنې او توطیو په وړاندې ودریږي او د خپل هیواد ملي نوامیسو ساتنه به کوي. مونږ ټول افغانان یو او افغان ته افغانستانی خطاب کونه د توپک ګذار نه کم نه دئ او دغه  ناوړې فعالیت هر څوک چې کوي افغانستان سره ستر خیانت کوي.

و من الله توفیق
د جون لومړئ نیټه بریتانیا

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery