دحقوقو اوسیاسي علومودپوهنځې محصل
په تېر پسې...
د سیاسي فلسفې کره کتنه او ټولنیز ځواب :
د سیاسي فلسفې مفهوم په شلمه پېړۍ کي له ټینک نقد سره مخ سو تر دې چي [ سیاسي فلسفه] د یادي پېړۍ په منځ کي د یوې مړې څانګي په توګه وپېژندل سوه ، په هغه وخت کي د دې خبري له پاره بیلابیل دلایل موجود وه :
یو دا چي اړیکه د ادعا اوفلسفي تجویزاتو (منل سوو) هغه چي دښې ټولني اوسیاسي شکل ، او ددې څار اوقضاوت بنسټ او پایه پر انساني ارزښت وشمېرل سي .
د ډېرو تجربه کارو فیلسوفانو دبیلګي لپاره د (ډیویډ هیوم) چي منطقي شکاف دهر ډول ګزارش په منځ کي له انساني ماهیت او ارزښتناکه غبرګونو اوهغه چي منل سوي اوتمه کېدل له دې امر څخه سرچینه اخلي ، شتون لري . علاوه پردې لیکنه هیځ یوه کړنه نه سي کېدلای چي ارزښتناک استدلال و اوسي هغه چي په مقدمه او فرایضو کي شتون نه لري .
که دانساني ماهیت څخه هیله کیږي ترڅو دتجربې پر بنسټ ولاړه وي په دې مانا چي د تجربې څېړني وسیله ازمون منونکي یا اثبات سوي وي په دې صورت کي داسي یوه ټولګه د ترسره سوي تجربې قضایا نه سي کولای چي تېر سوي ارزښتناکه پایلي دسیاسي سازمان په هلکه د منلو وړ وبولي .
ځیني وختونه دا مسله د بېلښت په عنوان ( سته او باید ) شمېرل کیږي ، دا ادعا دهغه ادعا دبرابرۍ لپاره مرطرح سوي ، چي دانساني ارزښت نظریې هغه چي سیاسي فیلسوفانو په هغه سره خپل فعالیت کړی دی بشپړه تجربه (نه) وه بلکه په بشپړه توګه اوبڼه ارزښتناکه، هغه چي په درُن کي يې ځای پر ځای سوی او جوړ سوی دی ، دبیلګي په توګه دا چي انساني موخي یا انساني اړتیاوي ، اخلاقي لوړتیاوي په لوړه کچه په ټولو مواردو کي ولري .
علاوه پر دې لیکنه دا دلایل چي ولي سیاسي فیلسوفانو دا تصور کړی چي د دوی نظریو دانساني ارزښت په هکله ارزښتناکه پایلي دتایید وړ بللي دي هغه داچي خپله دانظریې د ارزښتناکو عناصرو لرونکي دي او دله منځه وړو وړ نه وې ، پایله داچي دانساني ماهیت نظریې نه سي کولای چي دبارو وړ بنسټ دسیاسي فلسفې لپاره چمتو او راغونډ کړي ، ځکه هغه تجریبوي نظريي دي چي دلارو نتایج دتایید وړ نه ګڼي او یا داخپله هغه لاره ده چي سپړني ته اړتیا لري .
دا مخالفت دسیاسي فیلسوفانو د هغو تګلارو سره چي سیاسي فیلسوفانو يې پېروي کړې ده دمخ په وړاندي او ارزښتناکي موضوع له مخي پیاوړې سوې ده .
کله – کله دا کار او ټکی دټولنپېژندني اند او نظر پېژندل کیږي ، په دې مانا چي په حقیقت کي نوې نړۍ له دې لیدلورو څخه ځانګړې کیږي چي بیا همدا اخلاقي ارزښتونه د ذهني لومړیتوب سوژې اوموضوعات دي .
سیاسي احساس خپله دانسان لپاره دارزیابۍ یو میکانیزم دی پوښتنه دلته راپیدا کیږي چي سیاسي انسان څنګه یون کوي ؟ :
زور واکی که خوارځواکی ، سیاسي فلسفي ، علمي سیاسي او که عملي سیاسي یا ټول او یا نور...؟
په سیاست کي د ذهني اوعملي ګټلو او بایللو پیل هم له سیاسي فلسفې څخه کیږي ، همدا سیاسي افکار اواذهان دي چي په اجسامو بدلیږي دلته ځیني پوښتني نوري هم سته لکه:
الف دعقل رول په سیاست کي څه دی ؟
ب : د سیاسي ذهني انحراف او ښویدل څه دي ؟
ج : د ټولو قوانینو خلاف بغاوت څه دی ؟
چارلزهانل وايي :
د ذهني ځواک څپې تر ټولو حساسي او په پایله کي دهستۍ تر ټولو پیاوړی ځواک او انرژي ده .
پر ذهن دلاس بري یوه لارهم د ذهن دارمښت زده کول او همدا مراقبه ده چي ذهنونه اراموي او له انسان سره مرسته کوي تر څو افکار په کابو کي ولري او خپل جسم احیا کړي .
انسان دوه ډوله احساس لري لومړی( ښه )اوبل( بد) او انسان پخپله په دې توپیر ډېر ښه پوهیږي ، ځکه یو انساني طبعیت ښه کوي اوبل يې خرابوي . احساس په افکارو او افکار په اجسامو بدلیږي او انساني کړني په فزیکي بڼه اړوي ، ناممکنه ده چي سړی بد احساس ولري او په عین حال کي ښه فکر وکړي هغه دی چي [سیاسي فلسفه] ورته د ناکامۍ زیری ورکوي.))
اوس دې ټکي ته راستنیږو چي که چیري داسي وي( نه )څانګیزه سیاسي فلسفه او( نه) هم څانګیزه پوهه او درک له انساني ارزښت سره چي سیاسي فیلسوفانو له هغه سره کار کړی دی و کولای سي چي ریښتنی بنسټ ولري ، همدا اخلاقي څار اوقضاوت د [ ذهني لومړیتوب موضوعات دي] هغه چي وړاندي هم پر دې ټینګار وسو چي دانساني ارزښت د نظریو لپاره هغه چي دانساني موخو او اړتیاو لومړیتوبونو د خبر اوګزارش لرونکي دي په کار ولویږي اویا څه په مستقیم ډول دسیاست ساتني لپاره په کار واچول سي .
د منطقي مثبت پالو فیلسوفانو یوډول هڅي هغه چي په ( ۱۹۳۰ ز ) کي يې دود او ښکلا وموندل ترڅو روښانه تحلیل داخلاقي څارونکو د درک اوفهم لپاره په ذهني او احساسي تلنلاره وړاندي کړي ، هغوی استدلال کاوه چي دریاضیاتو اومنطقي حقایقو څخه بیل هم هغه بیهوده تکرار دی ، په دې مانا چي په پیژند جوړیږي او یوازي یوازي مانا لرونکي پرځای سوي دي چي اصولاً په تجربي لحاظ داثبات وړ وي ،هغه داچي مثال دقضایاو او تجربي علومو تجربوي تحلیل دی .
دې امر (کړني) هغوی ددې لیکني په لور راوکښل هغه چي اخلاقي څارونکي په هغه( څارنه) کي شامل دي چي دسیاست د ارزښت په هکله يې بڼه نیولی دی هیڅ ډول پېژنده محتوا نه درلوده او دهیڅ ډول خبرتیا لرونکي نه دي بلکه هغه ددوی دفکر ډول دی چي دا څارونکي يې صورت نیسي په دې مفهوم نو اخلاقي څار دنقد په توګه ذهني ناشونتیا ده .
په یو ډول تګلاره استدلال و سو چي سیاسي فیلسوفان په ځانګړې توګه ( بنتهام ) ، (جي ،اس میل) چي کله هڅه کول تر څو دتګلارو مفاهیم لکه (ښه اوبد) تجربي تعریف درنځ اوښادۍ له مخي وړانډي کړي په هغه څه چي (جي،ای،مور) دطبعیت اندیز غلط دلیل ونوماوه وفادار و.
دې مفاهیمو ته په پراخ اوغوړېدلي لحاظ هم برابر (نه) دي ځکه هر کله ممکن ده ووایو چي دا کړنه ښه راتلونکی دی ، خو ایا دې پوښتنه چي که کلمات دیو ډول امر- کړني له مخي دلالت کوي کېدای سي هیڅ مانا ورنه کړي نو دا به په دې مانا وي چي ممکنه ده اساس اوتجربي بنسټ دتګلارو د استدلال دسیاست په هکله ورکوي .
دا فلسفي استدلالونه دتجربي توجیه دمحدودیت له مخي دتګلارو دپایلو داعقیده ځواکمنه کوي چي اخلاقي څار ذهني دی ، که چیري دا ډول وي بیا نو د سیاسي فلسفې دتلنلارو اوتګلارو پروژه باید پرېښودل سي ، امکان لري چي هیڅ بنسټ او اساس او یا هم نړۍ شمولي دسیاسي څارني لپاره شتون ونه لري که سیاسي فلسفه په ټولیزه توګه ورل ولري چي ، هغه نقش په بشپړه توګه ناڅیزه وي او دمفهومي تحلیل لرونکی وي په دې مانا چي دمفاهیمو تحلیل اوسپړنه چي ممکنه ده په تجربي سیاسي علومو کي ورڅخه ګټه پورته سي د دې مفهوم دپاک سازۍ دلیکلو دارزښتناکه مفهوم له مخي ذهني موخي همږغي اوجوړي کړي دی .
ټولنپال ځواب :
په هر ترتیب په تیرو دیرشو کلونو کي د [سیاسي فلسفې ] په هکله دپام وړ پاڅونونو شتون درلود ، سیاسي فیلسوفانو څه ډول احساس کړل چي په هغه ځانګړې څانګه کی د داخیلېدو توان لري ، چي دورته(هم بڼي) څانګي پرته نور څه نه ترسترګو کیږي ایا داسي څانګه یوازي خپل اخلاقي تمایلات ، نظریه اچوونکو ته ور وښيي؟
څوعوامل په دې احیا کي له دوه اړخیزه رونق څخه برخمن ؤ. دا کار نه دی ثابت سوی چي ټینګ اوبې پرې ګزارش له اثبات منني څخه وړاندي کړي ، دا اصل د اثبات ګرايي لپاره چي موخه يې روښانه معیاري وړاندي کوونه ، دتجربي اوغیري تجربي چارو دبېلښت لپاره وه بنسټ دی .
هغه څوک چي ددې غوښتونکی دي ترڅو د [ سیاسي فلسفې] سپړنه اوشننه ټولیز تفسیر او شبکوسره وتړل سي هغه چي دهغوی په منځ کي اصول او ارزښتونه ومومي ،د یوې اوسنۍ په کاروړني له مخي دا ویی(لغت) [ټولنپال] ونومول سي په[ سیاسي فلسفه] کي هدف له دې لار موندني څخه داصولو او ارزښتونو سپړنه ،بنسټپال اونړۍ شموله نه دي بلکه تفسیر( په هغه تګلاره چي له سطحي ستایني څخه و - لوړوي) ارزښتونه دي چي په ځانګړې ټولنه او یا ځانګړو خبرو اترو سره یې په درون(دننه) کي ژوند وربخښي.
دا لارموندنه دسپړنیزي ستونزي دحل چي دمثبت پالو او نورو کسانوچي ارزښتونه ذهني بولي ټوپ وهي همدا ډول دنړۍ شمولو له وړاندي کونکو ډلي څخه دسیاسي ارزښتونو لپاره چي دبېلګي په توګه دانساني ماهیت له پلوه ریښه لري پرهیز کوي .
علاوه پر دې ټولنیزه مانا او دژوند ټولي تګلاري راغونډي سوي دي ،بنسټیز بلل سوي او دهغه دتفسیر په هڅه کي دي . یو بل دلیل ددې حیات اونوښت لپاره دادی چي دکارګر رول چي پوزیتیوزم (مثبت پال) دهغه دثابت کولو لپاره ددې کار چي اساسي تعریف اوسیاسي مفاهیم باید دسیاسي تجربې او تحلیل له مخي په کار یوړل سي . ددې کار منل اوپرې پوهېدل موږ د دوو پایلو په لور راکاږي :
لومړی بدیل [سیاسي فلسفه] په توصیف اوتفسیر محدود وي اود دې منښت پر بنسټ چي سیاسي مفهومونه اصولاً دکرکتني اونقد وړ دی، په دې دلیل دنقد وړ ګرځي چي مانا يې په خبرو یا دځانګړي ایډیالوژۍ سره تړاو لري ددې ټولو سره – سره چي [سیاسي فلسفه ] کولای سي تر سره يې کړي هغه د رول ستاینه ده هغه چي مفهوم په خبرو اترو کي تر سره کوي او ددې بیانونکي دي چي څه ډول دهغه مانا دمفهوم له مخي په نورو خبرو اترو کي توپیر کوي له بلي خوا که سیاسي فیلسوف وغواړي مخکي له لارموندني نه د یوسیاسي مفهوم اړیکه دباورنو او ارزښتونوسره په یوه پراخه شبکه کي تر سره کړي ،او په وړاندي يې وغواړی اساسي تحلیل هغه مفهوم څخه په ګټي اخیستني سره په ځانګړي تګلاري سره وړاندي کړي په دې صورت کي دیوه تفکر په تګلاره کي غوراوی بخښل دیوې واحدي انساني ګټي په باره کي پربله تګلاره وارده کړي ، په دې مانا چي دانساني موخو او انساني ارزښتونو کي انعکاس پیدا کړي او دسیاسي ارزښتونو ټولګه هغه چي په هغه ښايي اسانتیا وبخښي مني.
ستونزه په دې ځای کي ده چي دسیاست اړوند تګلاري اونظرې څه ډول په کار لویږي ؟ په هغو شرایطو کي چي افراد د مفاهیمو اړوند پخپله دخیر په هکله دنظر اختلاف لري . ترهغه ځایه چي داکیسۍ(معما) په اوسنۍ سیاسي فلسفه کي حل سوې ده ؛ داچاره یو له دغو دوو تګلارو څخه ده :
لومړنی تګلاره داده چي څه ډول (راولز) استدلال کوي (حق پرښه ) وړاندي وبولو دا په دې مانا ده چي دا ومنو وګړي دهغه څه په اړه چي دانساني ژوند لپاره يې خیر وګڼي ، دنظر اختلاف لري ، اما د دې سره – سره هغوی دسیاسي عدالت په اډانه کي چي په د رون ( دننه ) کي يې بیلابیلي موخي په کار وړي ګټور دي ، کولای سو استدلال وکړو چي امکان لري دځینو جزئي تخیلاتو په وړاندي کولو سره دبنسټیزو انساني خبرونو په هکله قانع کوونکی او ټینګ ګزارش د ټولني په دننه کي دعدالت دقواعدو څخه نوي او توپیري بیان کړو ، هغه ګټي چي ټول وګړي یو ډول انګېرل کیږي چي دحد اقل پر ځای دحداکثر هغو غوښتونکي دي دهر څه پر خلاف چي هغوی څه ډول تصور کړی دی چي په ژوند کي خیر دی او په دې صورت کي د تصمیم نیوني په لاره کي دهغو قواعدو په هکله چي ددې ویش اصولو له مخي لومړنی خیر اوښېګڼي حکم چلوني دي دعقلانیت دعامو اصولو په برخه کي استناد کوي .
دا ډول نظريې په داسي حال کي چي داهدافو اړوند او انساني انګېزو په ځانګړې توګه د اخلاقي نوښت دارزښت په برخه کي منل سوي دي ، هدف يې دتعقل سره دجزئي اړینو بنسټونو په برخه کي دانساني ښېګڼو سپړنه او خپله یوسیاسي نظم دی .
دستونزو دسپړني لپاره نوري بنسټیزي لاري په سیاست کي دخبرواترو پر(فکر)ټینګار دی او دازاد او عقلاني بحث دشرایطو کشف دبنسټیزو سیاسي مفاهیمو په هکله دې اصلو او ارونو په دې ځای کي د دوهم ځل ستونزي منل او دفلسفې سپړنه داخلاقي نوښت په وضعیت کي شتون لري .
او ځواب دادی چي وپوښتو چي دکومو شرایطو لاندي عقلاني اوغیري اجباري خبري اتري دسیاسي موخو اړوند کولای سو تحقق ومني او دې ډول لارموندني باید د(آکرمان- ۱۹۸۰ز) او (هابرماس- ۱۹۸۷ ز) په اثارو کي ولټوو.
اوسنۍ [سیاسي فلسفه] ثابت، ارزښت او تغیر نه منونکی (نه) لري دا فلسفه دمثبت ګرایی د چیلنجنو په هڅه دتګلاري پیژندني په هکله ډیره اندیزه سوې ده ،خولکه څنګه بیلابیلي لارموندني هغه که ټولنپالي وي یا بنسټپالي ، روښانه کوي ،تراوسه پوري ډیر ژور دنظر اختلافونه دسیاسي فلسفې دارمان اوساتني په هکله شتون لري . په دې توګه چي ایا [سیاسي فلسفه] باید په تفسیر کي وارده سي یا په سپړنه او شننه کي ؟
ایا هغه نړۍ شموله ارزښتونه تر غورلاندي نیسي هغه چي دځانګړو ټولنو پرارزښت ږغیږي؟ ایا داخلاقي نوښت ستونزي باید دحداقل تصور له مخي دانساني طبیعت په هکله اورسمي مخته وړلو تګلارو دهغوتصوراتو له مخي حل سي اویا له دې نوښت سره دلاس اوګریوان له مخي لکه څنګه چي خپله په یبلابیلو تفسیرونو په ټولنه کي دځانګړو ارزښتونو له مخي څرګندیږي ؟
نور هم سته
راتلونکی سر لیک :
په سیاسي فلسفه کي بنسټیزمسایل :