[په هلمند کې د استاد عبدالروف بېنوا د سلمي کليزي په مناسبت سمېنار۱۳۹۲/چنګاښ/۱۳ ]
ليکوال: عبدالروف بينوا د مفتي عبدالله زوی دی، چې په خټه عليزی او د هلمند د موسي کلا د سيمې دی، خو په ۱۲۹۲ل کال کې په کندهار کې زيږيدلی دی. د بېنوا پيدايښت په علمي او سياسي کورنۍ کې سوی دی، چې کورنۍ يې لا د بېنوا د زيږيدو څخه مخکې په کندهار او سيمه کې ځانګړی شهرت درلودی. د بېنوا پلار، نيکه او د کورنۍ نور غړې د علمي او پوهنيزو چارو تر څنګ په سياسي چارو هم بوخت وه، له همدي کبله يې د خلکو په منځ کې ځانګړی ارزښت او درنښت درلودی.
لکه څرنګه چې د بېنوا پيدايښت په علمي او درنه کورنۍ کې وسو، نو د ډير کوچېنوالي څخه د علم او پوهي په زده کړې باندي بوخت سو، او د کورنۍ لخوا يې همدا لار ورته وټاکل سول. همدارنګه بېنوا د خپل ځانګړې استعداد او خدای ورکړې لياقت پر بنسټ لومړی ديني علوم د خپل ورور مولوی عبدالکريم حقاني تر استادۍ لاندي تر زياته بريده زده کړل او د مولويتوب مقام ته ورسيدی، بيا يې د ادب او شعر و ډګر ته ورودانګل او ډير ژر يې پښتو، فارسي او عربي ادبيات ولوستل، چې د خدای ورکړي نبوغ له امله ډير ژر پدي کې هم لوړو پوړيو ته ورسيدی.
د بېنوا فکري بنسټ پر ملي يوالي باندي کښېښول سو او د ژوند تر پايه يې ملي مبارزه او ملي هڅي کولي، بېنوا ځان په ځانګړي قومي، سياسي، سمتي، ټولنيزو او نورو ډلو پوري نه تړی بلکي دده تلنلاره ملي وه او تل يې ملي فکر کاوه. که څه هم بېنوا د پښتو ژبي د شعر، ادب، تاريخ او هنر د سرلارو څخه وو، خو همداسي يې په دري، عربي او نورو ژبو کې هم اثار ليکلي دي.
د بېنوا سياسي فکر او تلنلاره پر ډيموکراسۍ او سياسي پلوراليزم باندي ولاړه وه، ده ډيموکراټيکي هلي ځلي کولي او تل يې د خلکو په ملاتړ سياسي مبارزه کول. له همدي کبله بېنوا په سياسي ډګر کې د خلکو د منځ سړی و او د خلکو پر زړونو يې سياسي واکمني درلوده. بېنوا د خپلي ځانګړي لياقت او سياسي وړتيا له امله د وخت د حکومت لخوا پر زياتو سياسي پوسټونو باندي ګمارل سوی دی، چې په خپله هره دنده کې يې بي ساري نوښتونه راوستي وه او د سياستوالو لخوا يې سياسي پوهه منل سوي وه، نو ځکه يې په کور دننه او بهر کې يو شمېر سياسي پوسټونه ور دغاړي کړي وه.
هغه مهال چې بېنوا د کندهار څخه کابل ته ولاړی او د خپل ورور مولوي حقاني په کور کې استوګن سو، له همغه وخته ده پر ادبي مطالعاتو سربېره سياسي مطالعات هم پيل کړه او د وخت د سياسي بهير سره يې ځان عيار کړ. بېنوا هغه مهال کابل ته ولاړی، چې دا وخت د افغانستان د سياسي تاريخ ډيره حساسه مقطع وه او د افغانستان اوسنۍ زياتره سياسي پيښي د همغه وخته سرچېنه اخلي.
که څه هم بېنوا د شعر، ادب او هنر د سرلارو څخه و، خو بيا هم د اړتيا له امله سياست ته ورګډ سو، او په خپله بې ساري پوهي سره يې د افغانستان په سياسي ډګر کې زيات نوښتونه او ډيري لاسته راوړنې ودرلودلي. د بېنوا ځانګړې فکري تلنلاره او علمي وړتيا ددي لامل سول، چې په ادبي او سياسي برخو کې وځليدی او د افغانستان ولس ته يې بې ساري چوپړونه وکړل. بېنوا پر کورنيو سياسي دندو سربېره ډيپلوماټيک شخصيت هم درلودی او د وخت د چارواکو لخوا پر زياتو ډيپلوماټيکو او غيري ډيپلوماټيکو دندو باندي و ګمارل سو، چي د افغانستان او نړۍ ترمنځ د اړيکو په ټينګولو کې يې هم ستره ونډه درلودلي ده او د وخت د حکومت لخوا د افغانستان د بهرنيو اړيکو د ټينګولو پر چارو هم ګمارل سوی و.
د بېنوا سياسي افکار:
بېنوا د ادب د مطالعاتو سره سم د سياسي بهير په لوستنه هم پيل وکړ، هغه مهال چې بېنوا په کابل کې په مطالعاتو او دندو بوخت و، دا هغه مهال و، چې په کابل کې سياسي خوځښتونو او حرکتونو پيل کړی و، د ټولني د هر پوړ لپاره ځانګړی سياسي حرکت شتون درلودی نو ځکه روڼ آندو، ليکوالانو، شاعرانو، اديبانو او سياستوالو په يوه نه يوه شکل د ځانګړې سياسي خوځښت سره تړاو درلودی. لکه څرنګه چې بېنوا ملي فکر درلودی او ملي مبارزه يې کول، له همدي کبله يې تر ډيره بريده ځان خپلواک ساتئ خو کله ناکله سياسي بهير د انسانانو پر ژوند باندي ډير ژور اغيز کوي او انسان د خپل دريځ څخه اړوي، نو د کابل د همغه مهال سياسي حرکتونو بېنوا هم په غيږ کې واخيستی او د ويښ زلميانو په سياسي حرکت کې ورګډ سو، بېنوا د ويښ زلميانو د سياسي حرکت د بنسټګرو او سرلارو څخه و. لکه څرنګه چې د ويښ زلميانو سياسي حرکت کې ټول ملي اشخاص وه او ملي مبارزه يې د زړه د تله کوله نو بېنوا هم د همدي مبارزينو په ډله کې راغلی، خو ددي تر څنګ بېنوا د کوم سياسي حرکت او سياسي هستي سره ټکر نه درلودی هر څه يې د افغانستان د ملي ګټو او ملي ارزښتونو د ساتلو لپاره کول. له همدي کبله بېنوا په ولس او چارواکو کې ځانګړی ګرانښت درلودی.
د بېنوا سياسي افکار د ټولني ډيرو اړخونو ته شامل دي او د خلکو لپاره د پرمختګ او سياسي ويښتيا پيغام لري، دده سياسي اواز د ټولني د ټولو خلکو لپاره يو شان دی، دی سياسي پيغامونه په ملي جامو کې څرګندوي او هرڅه د ملي احساس او مسؤليت له مخي وايي. بېنوا په يوه شعر کې د ټولنې وګړي ويښوي او ديته يې هڅوي چې د جهالت د خوبه راويښ سي او د علم پر لاره خوځښت وکړي دی وايې:
پيړۍ واوښتي خو خلک لا بيده دي
ويښول يې ډير کلونه زحمت غواړي
په ړوندو سترګو د اور پر خوا وردرومي
دا کمبخته لا نشه د جنت غواړي
د استاد بېنوا په زړه کې د خپل وطن او خلکو سره د ميني اور بل دی، تل په چېغو باندي سر دی او د وطن سندري وايې خو خلک دده اواز د زړه په غوږو نه اوري، دی د خپلي ميني اور دي حد ته رسولی دی چې نور يې ټول وجود سره لمبه سي نو ځکه وايې:
سر تر پايه سره لمبه سوم
روغ زړګی مي سوی سکور سو
نه ايري نه مي دود ښکاري
بل را باندي څنګه اور سو
نه لمبه مي سوه خاموشه
نه رڼا دا تياره کور سو
په نارو مي ګل ويښ نه سو
څه عبث مي د خولي شور سو
آه سپيره لو هديره ده
ټوله مړه دي- ټوله مړه دي
که زاړه دي که واړه دي
بېنوا د خپل ملي سياسي فکر له امله ولس په هره برخه کې ويښوي، بيا ورته د خپل زړه بل سوی اور ښئ خو د ولس څخه سر ټکوي، چې زما اواز نه اوري. بېنوا د ښکيلاکي سياستونو سره په ټکر کې دی، دی د هر ډول استعمار هغه کې فکري وي او که سياسي وي ټکر لري، نو ځکه ولسونه د ښکيلاک پر وړاندي ويښوي. استاد بېنوا ولسونو ته وايې پام کوی د ښکاري چلونه بدل سوي دي، ښکاري هغه او دام هغه دی خو دانه بدله سويده، د زورواکو پخوانی ډول ښکيلاک بدل سوی دی او د کمزورو هېوادونو ښکيلاک په نورو نومونو لکه انقلاب، ډيموکراسي، ستراتيژک ملکرتيا او نورو نومونو باندي ترسره کيږي، دی وايې:
غلی شانته انقلاب دی
بدلوي د زماني رنګ
دړي وړي زوړ رباب دی
زوړ مطرب خانه خراب دی
زوړ اهنګ د روح عذاب دی
نوی ساز نوی اواز دی
هم سو نوی د نغمي رنګ
غلی شانته انقلاب دی
بدلوي د زماني رنګ
نوی دام نوی صياد دی
نوی چل نوی بيداد دی
هوښيار صياد لره يې بويه
بدل سوی د داني رنګ
غلی شانته انقلاب دی
بدلوي د زماني رنګ
په پورته بېتونو کې استاد بېنوا د نړيوالو لويو قدرتونو چلونه او سياسي فورمولونه په ګوته کوي او ولس ته وايې چې ښکاري معلوم دی خو يوازي د ښکار دانه او چل بدلوي، بلکي د ښکاري موخي او اهداف معلوم دي. هغه د ولسونو ښکيلاک او زبيښاک دی.
که د بېنوا سياسي افکار مطالعه سي، نو ده نه يوازي د افغانستان په اړه بلکي د ختيځ او اسيا په اړه فکر کاوه، ده د ختيځ هېوادونه ديته هڅول چې د استعمار پر وړاندي لاسونه سره ورکړي او د خپلواکيو د ساتلو لپاره ټينګه مبارزه وکړي. بېنوا په خپل يوه شعر کې د نظم په بڼه د اسيا خپلواک دولتونه ديته هڅوي، چې يوالې ته ورسيږي، کنه نو ډير ژر به يې زورواکه قدرتونه د استعمار او ښکيلاک په منګولو کې ونيسي دی وايي:
د ايشيا مستقل غرونو
ولي نه سره ګډيږئ
محوه کيږي استقلال مو
د دښمن په لاس ورانيږئ
د پورته بيتو څخه دا جوتيږي، چې بېنوا د اسيا او نړۍ په کچه سياسي فکر درلودی، ده ولسونه د خپلو خپلواکيو ساتلو ته هڅول او د ښکيلاک پر وړاندي يې سخته مبارزه کول.
استاد بېنوا د نړۍ او افغانستان د سياسي تاريخ په داسي مقطع کې وزيږيدی چې نړۍ په سياسي لحاظ د لويو بحرانونو سره مخ وه، د بېنوا د پيدايښت لا يو کال نه و تير سوی چې لومړی نړيواله جګړه ومښتل او په مليونونو انساني زيان بشري نړۍ ته واوښتی، همداسي دده په ژوند کې دوهمه نړيواله سړه جګړه هم تيره سوه او دريمه نړيواله سړه جګړه لا په زور کې وه چې دده د ژوند شيبي ختمي سوي، نو د استاد بېنوا ژوند د درو نړيوالو جګړو شاهد و، له همدي کبله د ده نړۍ ليد او سياسي فکر پر زياتو نړيوالو سياسي موضوعاتو باندي را څرخيدی او بيا يې د هغو په رڼا کې د افغانستان سياسي موضوعاتو ته کتل. د بېنوا د ژوند په وروستيو کې نړۍ دوه قطبيت شکل ځانته غوره کړی و او نړۍ پر دوو لوي قدرتونو باندي ويشل سوي وه، پدي وخت کې شرقي قطب په ځانګړي توګه شوروي هڅه کول چې اسيايي هېوادونه په مستقيم ډول تر خپل کنټرول لاندي راولي او لويه استعماري امپراتوري جوړه کړي، چې بېنوا ددي پلانونو او د لويو قدرتونو ناوړه خوبونو ته ګوري او ولس او ختيځوال ددي حالت څخه خبروي. بېنوا په بل شعر کې وايې هغه پخوانې وختونه تير سول چې په کوچنې زندانونو کې به يې خلک بنديانول، اوس هېوادونه بنديان کيږي، دی وايي:
لري لوی لوی محبسونه
نه يو سرای نه يوه خونه
حبسوي لوی هېوادونه
چې بندي نه پري پوهيږي
داسي سو د زولاني رنګ
غلي شانته انقلاب دی
بدلوې د زماني رنګ
په پورته بېتونو کې هم بېنوا د استعمار ناوړه تګلاره غندي او وايې چې پياوړي قدرتونه د انسانانو پر ځای هېوادونه بنديان کوي.
استاد بېنوا خپله سياسي مبارزه تر زياته بريده د شرق د نابغه سيد جمال الدين افغان د مبارزي پر لاره بيايې او تر ډيره بريده د هغه پر ګامونو باندي ګامونه ايږدي. که څه هم سيد جمال الدين افغان ته د شرق نابغه ويلای سو همداسي استاد بينوا ته د شرق ستوری ويلای سو. د استاد بېنوا نړۍ ليد ډير پراخه دی او کله ناکله بشريت يو ګڼې او د ټول انسانيت ګټې مشترکي ګڼې، خو پدي نړۍ ليد کې بيا د اسلامي ارزښتونو زيات درناوی کوي او اسلام د بشريت خير ګڼې له همدي کبله بېنوا د اسلامي نړۍ د کمزورتيا په اړه هم انديښنه ښئ، دی پدي اړه ډير انديښمن دی، چې تمدن د ختيځ د اسلامي هېوادونو څخه خپور سو او هغه وخت چې اسلامي هېوادونو د تمدن او پرمختګ په حال کې وه هغه وخت اروپا په تورتم کي ډوبه وه، خو اروپا د اسلامي نړۍ څخه تمدن انتقال کړ او اوس تر اسلامي نړۍ دوی پرمختللي دي، دی وايي:
کله وينم چي شرق لوړ وي
د مغرب تري اقتباس وي
تمدن خپور له اسيا نه
پر يورپ يې انعکاس وي
د اسلام بيرغ دنيا کي
له دا نورو پورته پاس وي
د جهان قومونه واړه
په احتياج ددوی د لاس وي
حريت باندي نازيږم
دا ټول وينمه تيريږم.
خوا دا بله ورځ چې وينم
بيا د بل د لاس غلام وي
نه يي شان نه يې شوکت وي
ځېني پاته ننګ ونام وي
د يوي ستني دپاره
سور کافر ته په سلام وي
په پورته بېتونو کې بېنوا سربېره پر دي چې د اسلامي تمدن د زوال څخه خواشينی دی بلکي پدي اړه هم زياته خواشني څرګندوي چې په ډير نا چيزه شي سره موږ کافرانو او نورو غيري اسلامي هېوادونو ته اړ يو.
بېنوا د اسيا ختيځ هېوادونه ټول يو بولي او ځان ددي هېوادونو په غم غمګين بولي، دی په خپلو شعرونو کې داسي انځوروي، چې د نړۍ لوی قدرتونه د ختيځو هېوادونو زيرمو ته غلي دي او غواړي چې د دي هېوادونو زيرمي تر سينه لاندي کړي، نو ځکه دی ختيځوال ننګوي، چې تاسو ته الله تعالي تر مځکي لاندي ډير شته درکړي دي او تاسو بايد هغه وساتی، دی په خپل شعر کې داسي وايې:
د فلک خونخواري سترګې
بيا د شرق وخواته سري دي
ولي نه ايشئ له خروښه
د مشرق لويو سيندونو
يا د زړه د تاوه وچ سئ
يا مشرق پاک کئ له غمونو
يا د سرو وينو ډک راسئ
دښمن غرق کئ په موجونو
لږ همت درته پکار دی
هر طرف ډکي شېلي دي
د فلک خونخواري سترګي
نن د شرق وخواته سري دي
استاد بېنوا د نړۍ د سياسي قدرتونو مبارزي ته ګوري او دا څرګندوي، چې د سياست پلي کيدل بېله اقتصادي ځواکه ناشوني خبره ده، اقتصاد د سياست د ډګر وسله ده، نو ځکه دی پدي آند دی، چې د نړۍ لوی سياسي قدرتونه د اقتصادي زيرمو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي او هڅه کوې چې کمزوري خو زيرمه لرونکي هېوادونه ښکيلاک کړي او بيا يې زيرمي وزبيښي.
د بېنوا سياسي افکار د وخت او راتلونکي لپاره ډيره ښه وړاندوينه کوي، هغه انديښني چې دی يې لري هغه پر ځای دي او تر ډيره بريده همغه انديښني اوس په ثبوت ورسيدلي، چې زبرځواکونو کوم ډول سياسي فورمولونه په کار اچول ترڅو، چې معاصر ښکيلاک وغځوي او معاصري امپراتوری جوړي کړي.
د بېنوا سياسي دندي:
بېنوا د خپل ځانګړې سياسي شخصيت او لياقت پر بنسټ زياتي سياسي دندي اجرا کړيدي، دده سياسي وړتيا او د دندي په ښه توګه اجرا ددي لامل سول، چې پر کورنيو دندو سربيره يې د افغانستان او نورو دولتونو ترمنځ د اړيکو په ټينګولو کې هم ځانګړی رول ولوبوی. په ټوليز ډول د بېنوا سياسي دندي پر دوو برخو ويشو:
الف- د هېواد په دننه کې د سياسي دندو اجرا؛
ب- د افغانستان د بهرنيو اړيکو په برخه کې د سياسي او غيري سياسي دندو اجرا؛
الف- د هېواد په دننه کې د سياسي دندو اجرا:
استاد بېنوا لومړی د ادب ډګر ته ور ودانګل او شعر او ادب په ډګر کې چې کله و ځليدی او خپل خدای ورکړی استعداد يې ښکاره کړ، نو بيا د وخت د سياستوالو لخوا پر زياتو سياسي پوسټونو باندي هم و ګمارل سو او په سياسي ډګر کې هم وځليدی.
استاد بېنوا په دولتي اورګانونو کې تر شلو زياتي رسمي دندي تر سره کړيدي، چې پدي کې يې ځېني سياسي او ځېني نوري غيري سياسي دندي دي، خو په کورنيو چارو کې يې مهمي سياسي دندي په لاندي ډول دي:
په ۱۳۴۵ل کال کې د قبايلو د مستقل رياست مرستيال وټاکل سو.
په ۱۳۴۶ کال کې د ميوندوال د صدارت پر مهال د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزير سو.
په ۱۳۴۸ل کال کې د هلمند د موسي کلا د سيمي د خلکو لخوا په ولسي جرګې کي استازی سو.
په ۱۳۵۸ل کال کي د صدارت مشاور سو.
همداسي زياتي نوري سياسي دندي يې اجرا کړيدي، خو بېنوا چې کله د موسي کلا د خلکو استازی و، په ولسي جرګه کې يې زياتي هلي ځلي کولي، چې د عامو خلکو د ژوند په کچه کې ښه والی راولي او ولس راپورته کړي. د بېلګي په توګه ښاغلي بېنوا په ولسي جرګه کې د وخت صدراعظم نور احمد اعتمادي ته داسي څرګنده کړه: (( موږ د ډيموکراټيکو اصولو پيرو يو او ملي مترقي موخي د علمي نړۍ ليد پر بنسټ لرو او ټولنيزي او اقتصادي ډيموکراسۍ ته د رسيدو لپاره د قانوني، پارلماني او وګړيزو لارو څخه په ګټي اخيستني سره مبارزه کوو. )).
دده د بيانيې څخه داسي جوتيږي، چې دی د ملي مترقي افکارو لرونکی و او د مترقي ډيموکراټ ګوند په استازيتوب يې خبري کولي. دی په خپله بيانيه کې زياتوي، چې موږ د علمي نړۍ ليدپر بنسټ هڅه کوو، چې د ښکيلاک، ارتجاع او زبېښاک مخه ونيسو او د افغاني او اسلامي اصولو په نظر کي نيولو سره مخ پر وړاندي حرکت وکړو. همدارنګه دی ملي شعور راويښول غواړي او د مشروطه اصل پر بنسټ حرکت کوي. ددي ترڅنګ د هېواد د خپلواکۍ او عرضي تماميت څخه د دفاع لپاره د هر اړخيز چمتوالي يادونه کوي.
همدارنګه ددي بيانيې څخه داسي جوتيږي، چې دده سياسي افکار په زياتو اړخونو کې د سوسياليستي افکارو تر اغيز لاندي دي، ځکه دی وايې چې اوسنۍ توليدي منابع غيري عادلانه دي او د توليد په پروسه کې بايد دولت فعاله ونډه واخلي تر څو بېوزله پوړ د دلالانو او بهرنيو پانګوالو د ظلم او ستم څخه خلاص سي. له همدي کبله دی خصوصي ملکيت ته ارزښت نه ورکوي بلکي دولت ته په توليدي پروسه او د ملکيت په لاسته راوړنه کې اجازه ورکوي. دی د وخت د فيوډالانو څخه سخته سر ټکوي او د هغو د مغلوبولو لپاره مبارزه کوي، نو ځکه دولت ته سپارښتنه کوي، چې توليد او قتصادي پروسه په مساوي بڼه په خپل لاس کې واخلي ترڅو د عدم مساوات اصل له منځه ولاړسي او ټول وګړي په مساوي او برابره توګه ژوند وکړي.
ب- د بهرنيو اړيکو په برخه کې د بېنوا دندي:
استاد بېنوا پر ملي سياست سربېره د نړيوال او بهرني سياست په برخه کې هم سياسي افکار او نظريات لري، د بېلګي په توګه دی وايې (( زموږ بهرنی سياست د ښه ګاونډيتوب او ازاد ملي قضاوت پر بنسټ، د نړيوالي سولي د تائيد، د وسلو او نظامي پکټونو څخه د نفرت، د نړيوال امپرياليزم سره د ټکر، د سرمايه دارۍ سره د ضديت، د ملتونو د استقلال، هغو ملتونو ته د خپل سرنوشت حق ورکول، چې تر استعمار لاندي وي او د نړۍ د ټولو ستمديده وګړو ترمنځ د مترقي ډيموکراسۍ د مفکوري پربنسټ د اړيکو ټينګولو پر بنسټ ترسره کيږي. همدارنګه دی زياتوي چې موږ د ټولو هغو سياسي خوځښتونو سره اړيکې نيول غواړو کوم چې ملي مترقي موخي لري او د استبداد پر وړاندي مبارزه کوي.
استاد بېنوا مترقي ډيموکراټيک آندونه درلوده او په بهرني سياست کې د ښه ګاونډيتوب او امپرياليزم ضد تلنلارې خوښولي. دی که څه هم د سياسي حرکت سره تړاو درلودی خو د خپلي ملي فکر له امله تر ډيره بريده خلکو بيطرفه ګڼی. دده د ځانګړې وړتيا له امله او ښه ډيپلوماټيک شخصيت له کبله پر زياتو ډيپلوماټيکو او غيري ډيپلوماټيکو پوسټونو باندي ګمارل سوی دی، چې ځېني يې د نموني په توګه په لاندي ډول راوړو:
په ۱۳۳۱ل کال کې په ډهلي کې د افغانستان د سفارت د مستشار په دنده و ګمارل سو.
په ۱۳۳۶ل کال کې د افغانستان او هند د دوستی د انجمن غړی سو.
په ۱۳۳۹ل کال کې د افغانستان او شوروي د دوستی د انجمن غړی سو.
په ۱۳۴۲ل کال کې په قاهره کې د افغانستان د سفارت مطبوعاتي مستشار سو.
په ۱۳۵۸ل کال کې په ليبيا کې د افغانستان سفير سو.
د يادولو وړ ده چې بېنوا تر شپيتو زيات ليکلي کتابونه او تر پنځه سوه زياتي مقالي لري، چې پدي کې يې زياتره سياسي اړخونه لري او د سياسي بهيرونو پر بنسټ ليکل سوي دي.
---- پای-----
په درنښت:
فرهاد ((داوري))
اخځليکونه
1. ځلمی، محمد ولي، ملي مبارزي، ميوند خپرندويه ټولنه، ۱۳۸۲ کال.
2. بابی ، عبدالمجيد، ستايني او ويرني، علامه رشاد خپرندويه ټولنه، لومړی چاپ، ۱۳۸۷ کال.
3. انګريزي پوهنغونډ: www.wikipedia.com
4. خالد، حفيظ الله، مقاله، د استاد بېنوا لوړ شخصيت او د نظر پراخوالی.
5. نظري، محمود، مقاله، د عبدالروف بېنوا په اثارو کښي طنزيه توکي.
6. د انټرنيټ نور بېلابېل سايټونه.