دخپریدو نیټه : 2013-07-11 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
سیاسي فلسفه څه شی ده ؟-- ۸برخه
شریف الله دوست(سرواني)
دحقوقو اوسیاسي علومودپوهنځې محصل
په سیاسي فلسفه کي بنسټیزمسایل :
سپین ږیري سقراط کریتوته وویل :
(( ای کریتو! په دې مه خپه کیږه چي دفلسفې استادان ښه دي که بد ، بلکه یوازي په فلسفه کي فکر وکړه ، هڅه وکړه تر څوهغه په ښه توګه وارسي او ساتنه وکړې او پرې پوه سې ،که دي بد ولیدل هڅه وکړه تر څو خلک ور څخه راوګرځوې خو که چیري زما دفلسفې په ګروهه وه په داسي حالاتو کي له هغه څخه ملاتړ اوپیروي وکړه اوهغه ته خدمت وکړه اوخوښ اوسه .))
له دې سره چي دلویو سیاسي فیلسوفانو اثار د[سیاسي فلسفې] اصلي محتوا جوړوي اړتیا ده چي دسیاسي فلسفې د [تاریخ] او سیاسي فلسفې ترمنځ هم توپیر وړاندي سي، دسیاسي فیلسوفانو اثار ځیني یې سیاسي فلسفې ته د دقیقي کلمې په مانا باندي راغلي دي ، دسیاست علم او دسیاسي بنسټونو ستاینه ، سیاسي ټولنپوهنه ، اخلاق ، او متافیزیک ( مابعدالطبیعه) د همدې اثارو له عمده برخي څخه شمېرل کیږي ،بنا پردې دسیاسي فلسفې دتاریخ لوستنه دسیاسي فلسفې دلوستني په مفهوم (نه) ده په لومړۍ لاره کي د[سیاسي فلسفې] مورخ باید سیاسي فیلسوف ونه بلل سي : (( دسیاسي فلسفې ډیری استادان په حقیقت کي دسیاسي نظریو دتاریخ څېړونکي دي ؛ خو په دې دلیل چي یوازي شتون يې په دې ډول لوبه کي دی ، دسیاسي فلسفې دتاریخ لوستنه به له دوی څخه هیڅکله سیاسي فیلسوفان جوړ نه کړي .))
په ننني پېر کي د[سیاسي فلسفې] دتاریخ ګروهه دتحلیل پر ګروهه برلاسې ده .په سیاسي فلسفه کي تحلیلي لید دیوه خپلواک ډسپلین په عنوان دسیاسي تفکر له تاریخ څخه تعمیم ،تجرید ، انتزاع او دفیلسوفانو دفلسفي مفاهیمو طبقه بندۍ ته اړتیا لري ، دسیاست په هکله فلسفي فکرکول دسیاسي فلسفې دتاریخ په هکله فکر کول لوړ او اړین دي له دې کرښو څخه موخه دسیاسي فلسفې له تاریخ څخه ډډه کول دي .
د[سیاسي فلسفې] دتحلیل تګلاره دیوه مستقل ډسپلین په توګه باید دڅو معمولو تګلارو په وړاندي دسیاسي نظریو دبرسۍ لپاره رامخي ته کړو :
لومړی ،تاریخي تګلاره چي دسیاسي نظریو دپیدایښت ، ټولنیزه اوتاریخي اوضاع او احوال پوري تړي ؛ دوهم دټولنپېژندني تګلاره چي یوازي سیاسي دسیاسي نظریو دجوړښت انعکاس اقتصادي او ټولنیز کړکیچ هغه که دهر یوه پیروي تر غور لاندي نیسي ؛ درېیم بیاکتنه چي دپخوانیو فیلسوفانو سیاسي نظریې دنویو مسایلو په اوږدو کي سپړي دبېلګې په توګه لکه په دې پوښتنه کي : (( ایا دافلاطون او هګل سیاسي نظريې ټوټا لیټر وې که نه ؟ ))
ددې تګلارو ګډه وجه داده چي د [سیاسي فلسفې] خپلواکي دیوه ډسپلین په توګه سلب کوي اوهغه دتاریخ او ټولنپېژندني د ډسپلین تابع کوي .
[سیاسي فلسفه] دټولیز ژوند د وړاندي تګ اوکیفیت په موضوعاتو کي له څېړنو څخه عبارت ده ،همداسي سیاسي حوزه دملي ګټو په وړاندي یوډول شمېري . دسیاسي فلسفې دبحث سوژه ټول دولت اویاهم (سیاسي ټولنه) ده او یا په بله وینا دټولنیز ژوند په کیفیت کي د ټولو سیاسي ټولنو لپاره اصلي ځانګړنه[ سیاسي فلسفه] ده .
په [سیاسي فلسفه] کي دتوصیفي اوتحلیلي څانګو بېلول دتګلارو اوتجویز له اړخه شونې نه ده ، ځکه نو سیاسي فلسفه ددې اشتغال په اوږدو کي دتفاهم دعرضې اوتنظیم او دحکم ،امریت ، اطاعت او تبعیت و ارزښت ، اړتیا ، د دولت او ټولني موخي ، علت او څه ډول په ټولنو کي دانسان تشکیل ، دانسان دغوره سیاسي ژوند کولو ته په ټولنه کي غوره سامان ورکول او همدا ډول دسیاسي ژوند موخي او اساسي ارزښتونه په ځانګړې توګه (عدالت) ، (خپلواکي) ، او (برابري) ته کتنه کوي .
د [سیاسي فلسفې] دخبرو ارزښتمن بنسټ ددې مسایلو په هکله دطبعیت او انساني بنسټ دبحث د فکري درنښت دټکي په توګه دی . دسیاسي فلسفې هره دستګاه او ماشین خپلي ځانګړي تګلاري ته په سیاسي نړۍ کي کتنه کوي. د (ارسطو) پر مشاهده او استدلال تکیه ، دهابز انتزاعي (( دهغه څه ځانګړني چي په ذهن کي وي خو په بهرني واقعیت پوري اړه ونه لري)) منطق او استدلال .
د (جان لاک) پر طبیعي حقوقو او سلیم عقل تکیه او یا د(هیګل) پر عقل دسیاسي فیلسوفانو له ارزښتناکو تګلارو څخه وې، ځکه نو وایو چي[ سیاسي فلسفه] دمحاجې (خصومت) ، مشاجرې ، او نظریو داختلاف تګلاره ده (نه) داجماع او توافق هغه .
هغه ځوابونه چي دبنسټیزو سیاسي مسایلو اړوند ورکول سوي دي په اغلب ډول توپیري اوکله – کله هم سره په ټکر کي وي . دا ځوابونه د[سیاسي فلسفې] دتاریخ محتوا جوړوي له دې مخي[ سیاسي فلسفه] متراکمه او مرتبه پوهه (نه) ده بلکي غوړېدلې او داختلافاتو سره مله ده . ښايي یوازي او مهمترینه تړلې وجه دسیاسي فلسفې د دستګاوو دمشترکو او اساسي مسایلو لپاره دځواب موندني هڅي او کوښښونه وي هغه چي دسیاسي فلسفې دمحتوا او د (دقیق) کلمه جوړوي .
د دانساني طبع دماهیت مساله :
که دسیاسي فیلسوفانو داستدلالاتو تحلیل ته وګورو وبه وینو چي اغلب دا استدلالونه د انسان داړتیاو پر بنسټ ولاړ دي . په هره [سیاسي فلسفه] کي دانسان دطبعي ځانګړې اخیستنه په ضمني او ښکاره توګه مندرج ده او دا اخیستنه د فلسفې دفکري دستګاه په ټول ساختمان کي ټاکونکی رول لري . پر دې بنسټ دبشر دطبع څخه فیلسوفانو په خپل نزد (۸ اته ) اخیستني کړي دي ، دلته يې په لنډه توګه را اخلو:
۱ : انسان طبعاً فرد ګرا (وګړپال) دی ؛ جان لاک دانسان ازادي له ټولني څخه ، دده په اند چي دفرد غړیتوب په هغه کي اختیاري دی او دهر فرد ګټه په خپل عقل کي پلټي د ګټو دحکم له مخي له دې ځواک څخه چي هم هغه دطبعیت حکم دی ټول انسانان خپلواک ، برابر او مستقل بولي .
۲ : انسان طبعاً سیاسي دی :
ارسطو وايي : (( انسان طبعاً هغه حیوان ناطق دی چي دښاري دولت ژوند ته تمایل ښیي .))
د انسان اصلي طبعیت او ماهیت دسیاسي فعالیت له مخي څرګندیږي او په ښاري دولت کي (ژوند) دانسان ځانګړنه ده .
۳ : انسان طبعاً ټولنیز دی :
( کارل مارکس ) د ځوانۍ په اثارو کي په دې اند و چي انسان له آره (اساساً) یو تولیدونکی موجود دی او همداډول دټولنیزو اړیکو تر اغېز لاندي دی او زیاتوي چي : (( دانسان جوهر په خپله ټولنیز دی .)) انسان دخپل جوهر په فعالیدو سره پخپله یوه انساني ټولنه رامنځته کوي .
۴ : انسان طبعاً غیري سیاسي دی :
د اصالت ( اصل شتون) څښتنان د انسان ګټه دښادۍ په څارلو کي تعریفوي چي له هري وسیلې څخه دخوښۍ لپاره له غوښتنو څخه ګټه پورته کوي .
(جرمي بنتهام) او (جان اسټورټ ) په دې اند وه چي د (خوند) غوښتنه او له درد او رنځ څخه تیښته دانسان په خټه او خېټه کي اخښلې ده .
۵ : انسان طبعاً عقلاني او ازاد دی :
(هیګل) په دې اند و چي انسان له آره عقلاني او په نتجه کي ځانپوه او ازاد دی ، البته د (هیګل) فلسفه فردپاله (نه) ده بلکه دهغه پربنسټ انسان په ټولنه او دولت کي خپل ارزښت او عقلاني واقعیت مومي .
۶ : انسان طبعاً غیري عقلاني او مجبور دی :
د (هابز) ، په اثر لویتان کي دانسان ژوند د ارادې او غیري ارادي حرکاتو ټولګه ، میخانیکي رشد او تولید دی . ارادي حرکت په داخلي حرکت پوري اړه لري چي کوښښ بلل کیږي دانسان د درُني زړشینۍ او تمایلاتو تر منځ چي هغه دعمل انګېزه ده تل خوځښتونه شتون لري .
۷ : انسان طبعاً کمال منونکی دی :
انارشیستان په دې اند وه چي د انسان ذهن یوه ساده تخته ده او یوازي له تجربې څخه متاثره کیږي د بیلګي په توګه د انسان شخصیت د ښووني او روزني څخه متاثره کیږي او رغیږي ، انسان د حقیقت ادراک توانايي لري او له اخلاقي نظره د پرمختګ وړ او کمال منونکی دی.
د انارشیزم لومړنی متفکر (ویلیام ګاوډین ۱۹۷۳ ز ) لومړنی کس و چي په خپل څېړنیز اثر (سیاسي عدالت ) کي په دې ګروهه و چي ټول ټولنیز سازمانونه په ځانګړې توګه حکومتونه مفسد دی .
۸ : انسان طبعاً کمال (نه) منونکی دی :
(سنټ اګوسټ) په ښار کي دخدای ج په وړاندي د انسان نافرماني د انسان له ذاتي ځانغوښتني او غرور څخه ګڼل ، وايي : انسان که څه هم عقل درلود خو عقل يې د شهواتو تابع سو له دې کبله موجوده دولتونه د (سنټ اګوسټن – ۳۵۴ ز ) په اند دبشر زیږنده او دقدرت دناوړي کاروني په لور روان وي .
دپورتنیو څوکرښو څخه موخه د[سیاسي فلسفې] اړوند دځینو پوښتنو بیلابیل ځوابونه په ګوته کول وه ، هغه چي [سیاسي فیلسوفانو] په بیلابیلو ډولونو ځواب کړي دي .
ددې تر څنګ [سیاسي فلسفه] له دوو عمده برخو څخه جوړه ده :
لومړی توصیفي مباحث ، دوهم تجویزي مباحث ؛ په توصیفي مباحثو کي مسایل له دې اړخه مطرح کیږي چي : دحاکم حکم پر کوم بنسټ دی ؟ ولي باید له حکومت څخه ملاتړ او پیروي وسي ؟ دولت ماهیت څه شی دئ ؟ او...
په تجویزي مباحثو کي چي دسیاسي فلسفې له نګه ( کره ، سوچه) برخي څخه شمېرل کیږي مسایل په دې توګه مطرح کیږي :
د ژوند اصلي موخه څه شی ده او څه ډول تامین کیږي ؟
عامه خیر او مصلحت څه شی دي او څه ډول تامین کیږي ؟ او همدا ډول داچي ایا عدالت په برابرۍ کي دئ که په (نه) برابرۍ کي؟
ایا خپلواکي ، عمومي خیر دی که خصوصي ؟ او دې ته ورته ...
خو په ځانګړې توګه [سیاسي فلسفه] چي له نورو پوهو څخه بېلیږي دتوصیفي او تجویزي مبحث تر منځ داړیکو پیل دئ تر دې چي ویلای سو دسیاسي فیلسوفانو ټول فکري کوښښ دسیاسي ژوند دکیفیت لپاره په ټولیزه توګه له اخلاقي تشویش څخه را ولاړیږي .
اخځلیک اولمنلیک :
1. : حسین بشیریه ، عقل درسیاست ،نګاه معاصر ، دوم چاپ ،۱۳۸۶ ، ۱۱ مخ .
2. : Abstraction
3. : Totalitair: ټولیز استبداد هغه چي ګټه يې یوې ډلي ته رسیږي.
4. : Following
5. : پلانټ ریمونډ مخکنی اثر ۱۲۵ مخ .
6. : Abstract
7. : implicitly
8. : جوهر ؛ هغه شی چي پخپلو پښو ولاړ او پر ځان متکي وي لکه رنګ ، ډبره ، انسان ، کتاب ، مقابل يې عرض دی هغه چي په ځان متکي (نه) وي . .
9. : لویتان په یهودي ژبه کي د خطر ناک ښامار په مانا دی .
10. : انارشیست ؛ انارشي خوښوونکی ، دنظم اوقانون دښمن .ۍ
11. : Anarchism
12. : pride
13. : سن اګوسټن ، دشمالي افریقا په یوه ښار کي چي (ناګاسټ) نومېده ۳۵۴ ز کي زېږېدلی .
14. ۱۴ – ۱۵ مخونه . : حسین بشیریه ، عقل درسیاست ، نشرنګاه معاصر ، دوم چاپ ۱۳۸۶ ،
15. : justice = کره پښتو او پټه خزانه کي عدالت ته دسما ویی په کار وړل سوی دی
16. : حسین بشیریه ، مخکنی اثر ، ۱۶ مخ .
17. : حسین بشیریه ، همدا اثر ، ۱۸ مخ .
راتلونکی سر لیک :
د سیاسي فلسفې د تګلاري محدودیت او ګټورتوب