بين النهرين چيري دى؟
هغه جغرافيايي حوزه چي د دجلې اوفرات دسيندونو ترمنځ پرته ده دبين النهرين په نوم ياديږي. او ياهم بين النهرين دلرغوني بابل يا اوسني عراق سيمي ته وايي چي دبشرډيرلرغونى مدنيت په همدې حوزه کي راټوکېدلى دى لومړى ميخي ليک، تريونانيانو مخکي په بين النهرين کي درياضي علوم ،لومړى بشري قانون اوهمداسي لرغونپوهان وايي چي د(نوح ع) دتوپان پيښه هم په همدې بين النهرين کي رامنځ ته سوې ده.
ولي ورته بین النهرين وايي؟
بين النهرين ځکه ورته وايي چي ددې نوم څخه څرگنديږي چي ګډ عربي نوم دى او له دوو کلمو څخه جوړسوى دى چي (بين) يې دمنځ او (نهرين) يې ددو سيندونو معنى ښندي اوددې دو سيندونو منځ ته بين النهرين وايي؛ دا دوه سيندونه عبارت دي له (دجلې) او(فرات) څخه چي دهريوه لنډه يادونه به وروسته راسي.
د بين النهرين نومونه
بين النهرين په تاريخ کي په مختلفو نومونو يادسوى دى لکه :دجله اوفرات ،ميزوپوتاميا،بابل(= باب+بل) ،ميان رودي اوعراق.
دبين النهرين لرغوني مشهورښارونه
اوروک ، اريدو ، لاگاش ، اور ، نيپور، نينوا او داسي نور لوى او کوچني ښارونه.
د (دجلې) سيند
د دجلې سيند د( ١٨٥١ کيلومتره ) په اوږدو دنړۍ (٣٨) لوى سيند بلل سوى دى دا سيند دترکيې د اناتولې د(تورس) له غرونو له سويلي (جنوبي) لمنو څخه سرچينه اخلي دپخواني بابل يا اوسني عراق څخه تېريږي او دفارس په خليج کي توييږي.
دفرات سيند
دفرات سيند چي داشورې په نوم سره هم ياديږي دبين النهرين يا عراق له سيندونو څخه دى چي د (دجلې) دسيند سره يې يوه ناوه يا حوزه جوړه کړې؛ ياد سيند دارمنستان له غرنو څخه سرچينه اخلي اودبابل (عراق) څخه تيريږي او دپارس په خليج کي توييږي.
سومر
دميلاد(زيږدي) څلور-څلورنيم زره کاله مخکي دبين النهرين په سويل (جنوب) کي دسيلابونو څخه لوړ دغونډيو پرسرونو باندي کروندگرو ژوند پيل کړ، دبين النهرين دغه جنوبي سيموته يې (سومر) وايه اوخلک يې دسومريانو په نوم ياديده چي کورونه يې دخاشو اونلانو څخه جوړول او خواړه يې له کرني،مالدارى اوښکار څخه برابرول.
بابل ښار
بابل دبين النهرين دډير لرغوني ښار نوم دى .
بابل ،باب ايلم ،باب ايلاني يا باب ايليون(= د مصنوعي خدايانو د وره يا دروازې) په معنى دى د دې ښار له نامه څخه څرگنديږي چي لرغوني بابليان پکښي استوگن وه او داښار هم د دوى په نوم ونومول سو يا د ښار (٦٠ ميله)اوږد والى درلود اولوي شاهي کلا يې (٢٥٠ دروازې) لرلې. ددې ښار ځاى په (١٦١٦ م) ديوتن ايټالوي عالم له لوري وښودل سو .بابل پېړۍ- پېړۍ دتمدن،علم، فرهنگ اوسياست مرکز ؤددې ښارنوم ديهودوپه کتابونو اوهمداډول په قران مجيد(بقره ١٠٢آیت)کي هم يادونه سوې ده الجبر،مثلثات،رياضي، د پیسو دحوالې راکړه ورکړ اوصرافي ،سياست،مجسمه جوړونه اولومړني ليکونه: ميخي،سومري،سامي اونور دلته منځ ته راغلي دي.
آشورښار
دبين النهرين شمالي برخي دآشور(اسور=اثور) په نامه يادېده داسيمه يوه غرنۍ سيمه وه چي ډېر سياسي اوتجارتي ارزښت يې درلود او په همدې ښار کي د آشور په نوم ستره واکمي هم رامنځ ته سوه.
اوسنى عراق اوپخوانى بين النهرين
دعراق هيواد دآسيا په سويل لويديځ کي موقعيت لري مساحت يې (٢٤٥٠٠٠) کيلومتره مربع شاوخوا (٢٣ميلونه )نفوس لري دشمال لوري د ترکيې ، شمال لويديځ ته له سوريې ، لويديځ ته له (اردن) او سعودي ،دسويل(جنوب) په لورهم له سعودي ،ختيځ لورته له کويټ او اوسني ايران سره پوله لري.
مرکز يې دبغداد ښار؛ نژاد يې سامي سپين پوسته اودين يې اسلام دى.
سومريان اوسياسي تفکر
(٤٠٠٠ -٤٥٠٠ مخکي ترميلاد)
تاريخ پوهان اولرغونپوهان ټول په دې خبره هوکړه لري چي بين النهرين (اوسنى عراق)په نړۍ کي دلرغونو تمدنونو پلازمېنه ده لومړنى ليک ،لومړنى قانون اوسياست،لومړنى ښاري ژوند، لومړني هنرونه اوداسي نور چي تر دامهاله يې په نړۍ کي بل ځاى بيلگي نه دي ليدل سوي دهمدې بين النهرين دوگړو لخوا رامنځته سوي دي ؛ ددوى په تعقيب اوتقليد بيايونانيانو ،لروغونو روميانو ،فنقيانو ،چينايانو،ترکانو اوداسي نورو دلرغوني تمدن چاري زده کړې.
دبين النهرين په لرغونې ټاټوبي کي لومړنۍ پيژندل سوى ډله دسومريانو په نامه سره ياديږي چي له ننه شاوخوا (٦٠٠٠ – ٦٥٠٠ )کاله پخوا يې د سياسي ،ټولنيز،اقتصادي او کرهڼيزو چارو بسټ کښېښود .دالاتراوسه نه ده جوته چي سومريان بين النهرين ته له کومه ځايه راکوچېدلي دي خو په دې هکله يو تن لويديځ لرغونپوه (سرجان مارشال)چي په اسيا کي يې ډيري تاريخي پلټني کړي دي وايي : ((ښايي سومريان دسند دحوزې يااوسني هند او افغانستان له ختيځ څخه بين النهرين ته کوچېدلي وي .))
سومريان او دولتي نظام
د ډيرو لرغونو څېړنوڅخه څرگنديږي چي په لومړي سر کي سومريانو يوټاکلى سياسي اودولتي نظام نه درلود بلکي يوشمېر ښاري اوطبقاطي دولتونه موجود وه .
په اول کي ډېرلږ ترسترگو کيږي چي سومريانو دي يو بشپړه سيمه تريوه واحد سياسي نظام لاندي راوستې وي.
ددې امر لاندي لاملونه کېداى سي:
١: د سومري عصرپه لومړي کي سياسي تفکرپه بين النهرين اړتيا کي رشد نه و کړى ترڅو ملتونه پريوه واحد سياسي نظام برلاسي سي اوديوه ټوليز قانون جوړېدوته لاره هواره کړي.
٢ : يا داچي دبشرترمنځ ستونځي کمي وې اودې ته اړتيا نه وه چي د وگړو دسياسي اوټولنيز تفکر ترمنځ ټکر راسي.
٣ : اوياهم په هغه وخت کي شرايط داسي وه ځانځاني وه دهرچاچي هرڅومره زور رسېده دټولني سياسي او ورواکي قانون يې دځان په گټه چلاوه ځکه به يې په لوى لاس ديوه سرتاسري ټولنيز سياسي نظام څخه تېښته کول.
خو دومره څرگنده ده چي په بين النهرين کي سياسي نظام د وخت دمصنوعي خدايانو لخوامخ ته وړکېده.
د ديني اوټولنيزعرف څخه دسرغړوني په صورت کي اجرائيه قوې دمذهبي روحانينو په غوښتنه مجرمين مجازات کېدل.( دين اوسياست په بين النهرين کي به وروسته په تفصيل سره راسي.)
د دولتي نظام تنظيم دسومري عصرپه لومړي کي
دهغه زړو نوشتو څخه چي په لاس راغلي دي څرگنديږي چي پاچاهان(لوگل=غټ ،غښتلى) اودقدرت څښتنان د الهې په وسيله ټاکل سوي دي .
د دولت نظامي چاري به په ښارونو کي ديوتن امير تر نظرلاندي مخ ته وړل کېدې چي د دربار مباشر(نوادا١)بلل کېده مخ ته وړل کېده.
دسلطنتي اموالو ،املاکو،دخزانې دچاروتنظيم،د مالياتو راټولونه، دسوداگريزو اوکرهڼيزو کارونو اداره اوسمون هم نوادا په غاړه لرل) پوري لرل.
په سومري عصرکي نظامي جوړښت
سومريان د خپل ژوند يوه زياته برخه نظامي چاروته ځانگړې کړې وه ځکه د دجلې اوفرات دسيندونو منځ دښوځمکو او ښې هوا په درلودلو سره دبين النهرين داوسيدونکو کرهڼيز اقتصاد پرپښو درولى وو ځکه به نو دوچوځمکو څښتنانو(سامي صحرانشينو چي وروسته به يې يادونه وسي)هڅه کول چي ددوى پرکرهڼيزوسيموبرى ومومي هغه ليکلي مرثيې چي په لاس راغلي دي څرگنديږي چي د(لاگاش ښار) د (لوگازاگيسي )په لاس وران سو.
په (٢٩٠٠ مخکي ترميلاد) دسومريانو دآزادۍ هڅي پاى ته ورسېدې سومريانو د بين النهرين دساتلو لپاره نظامي سازمانونه جوړ کړل ؛تر اوږدمهالوجگړو ورسته دسومريانو پوځ کمزورى سوى وو او دسامي اقواموپه څېر تازه دمي نه وه سامي نژاد د اوسني عربستان له دښتوڅخه راشوه سول اود بين النهرين په اکد سيمه کي ځاى پر ځاى سول او دسومريانو لاسونه چي هلته مېشت وه لنډ کړه سومريانو ځکه په بين النهرين کي دکافي نفوذ څخه برخمن سوه چي په دې سيمه کي يې ديوه پرمختللي تمدن بنسټ کښېښود چي ورسته به يې په تفصيل سره يادونه وسي.
لکه مخکي چي ورته ايشاره وسوه دلښکرمشري ديوتن امير لخوا چي د دربار څخه ټاکل کېده ؛پلي لښکرو به لنډي پوځي جامې اغوستې ؛اسلحې يې عبارت له اوږدو نېزو چي اوسپنيز تېره څوکه به يې ردلودل ؛ دمخامخ اولاس په لاس جنگ لپاره به يې تبر اخيست .
دپلي لښکريانو جامې به له څرمني څخه وې ،دجگړې په وخت کي دهرنيزه لرونکې په خوا کي يو سپر لرونکى سرتېرى ولاړ ؤترڅو نېزه لرونکى نېزه وچلوي اوسپرلرونکى يې دشاوخوا څخه ساتنه وکړي او د دښمن له گذاره يې وساتي.
سرتېروبه يوډول خولۍ پرسر کولې چي غوږونه به يې پرې پټ او ترشا به ټوټه درلوده به چي اوږې به هم پرې خوندي وې.
جګړيزي ګاډۍ
يوشمېر سورو سرتېرو به دگاډيو څخه کار اخيست په هري گاډۍ کي به دوه تنه سپرېدل چي يو يې دگاډۍ چلونکى او بل يې غشى ويشتونکى وو ځينو گاډيو به دوې اوځينو به هم څلور ارغړې درلودې چي ددوو آسونو اويا څلورو خرونو په زور به کشېده.
راتلونکی سرلیک :
دساميانو(اکديانو) سياسي تفکر اونظامي جوړښت
( ٢٣٥٠ – ق.م شاوخوا)