مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-07-14   مخپرونکئ : 114 - دبېنوالیکوال- کـ

د روژې پنځمه تحفه

نثار احمد صمد
سرچینه : د لیکوال اثر ( اخلاقی کنایې ، دوهم چاپ ، ناچاپه )

 

عزتمنو لوستونکو ، قدسي حدیث دی چی « الله تعالی فرمایی چی د انسان ټول اعمال د هغه لپاره دي ، خو روژه زما لپاره ده او زه یې اجر ورکوم . روژه د ګناهونو مخه نیسی . نو څوک چی روژه ولری باید له بد ویلو ، چیغو نارو او جاهلانه اعمالو څخه ځان وساتی . که څوک ښکنځل ورته وکړی ، یا جنګ ورسره کوی ، ځواب دې نه ورکوی بلکی دوه ځله دې ووایی چی زما روژه ده . » په همدې هیله د مبارکی روژې پنځمه ډالۍ قبوله کړئ ( ن . صمد )


د رحمان او شیطان اراده

ځيني مشایخ وايي چی الله (ج) دنیا په پنځو شیانو سره ښایسته کړې ده :
لومړی ـ د عالمانو په علم .
دوهم ـ د پاچهانو په عدل .
درېیم ـ د عابدانو په عبادت .
څلورم ـ د تاجرانو په امانت .
پنځم ـ د دروېشانو په توکل .
مګر ابلیس علیه لعنه د دغو پنځو شیانو په عوض کي پنځه نور خویونه کښېښوول :
لومړی ـ د علم پر ځای یې د عالمانو په زړونو کي حسد کښېښاوه .
دوهم ـ د عدل پر ځای یې د پاچهانو په زړونو کي ظلم کښېښاوه .
درېیم ـ د عبادت پر ځای یې د عابدانو په زړونو کي ریا کښېښوول .
څلورم ـ د امانت پر ځای یې د تاجرانو په زړونو کی خیانت کښېښاوه .
پنځم ـ د توکل پر ځای یې د دروېشانو په زړونو کي حِرص کښېښاوه .
هو ، یو عالم ویلی دي چی په بدن کي داسي رګونه دي لکه په مځکه کي چي دری سوه شپيته چينې بهيږي . ددې ټولو غړو اړيکي دزړه سره دي ، اوزړه دعقل سره تړلی دی . څرګنده سوه چي پوهه اوعقل هغه شئ دی چي دانسان په بدن کي ډير موثر کردار اداکوي ، که څه هم عقل الله تعالی پيداکړی دی ، خو څارنه يې ډيره اړينه ده . نو که څوک ګناه کوی مګر د الله رحمت او عفو هم ورسره غواړی ، معنی دا چی دغسی شخص د شیطان دوست او د الله دښمن دی .

 

هغه ګناه چی جنت ته دې بیایی

آیا پوهیږې چی یوه داسي گناه سته چی تا جنت ته داخلوي او يوه داسي نېکي سته چی تا دوږخ ته بیایی ؟
 گناه داده چي  څوک  گناه وکړي او هغه گناه يې په ياد وي ، د هغې له کبله په ده کي عاجزي او پښېماني  راسي ، الله ته متوجه سي او توبه وباسي . نو الله پاک په پايله کي ورڅخه راضي سي او باالاخره يې جنت ته داخل کړي .
په دې ډول یې يوه گناه جنت ته د داخلېدلو سبب سوه .
دوږخ ته داخلوونکې نېکي داده : کله چی څوک يو ښه کار وکړي ، تل يې ياد ساتي چي ماخو په فلاني وخت کی داسي  ښه کار وکړ او په دې ډول ځان ښکاره کوی ( ریا کوی ) . د دې يادولو له کبله يې په زړه کي لويي او غرور راځي ، ځان لوی سړی ورته معلوم سي او نورو ته په سپکه گوري  یا یې خوار ګڼی ، داسی انګېري چي نورخلک په گناهونو کي لگيا دي خو زه دا دی داسي او هغسی عبادتونه کوم ، خیراتونه کوم ، دا او هغه کوم.... په دې سره الله جل جلاله  ناراض کړي ، په پايله کي يې دغه عبادت جهنم ته ورسوي .
نو دا دی په ظاهره یې عبادت وکړ، خو دعبادت له کبله جهنم ته ورسېد .
هو ، د ریا څخه لوی الله ډیر بد وړی . فضیل بن عیاض (رح) فرمایلی دي چی د قیامت په ورځ به الله تعالی ریاکارانو ته ووایی چی ولاړ سیً د خپلو عملونو بدله د هغه چا څخه وغواړئ چی په دنیا کی مو د هغو په وړاندی ځان ښودنه او ریا کوله . نو الله تعالی دی ټول مسلمانان منجمله افغانان د دغه خطرناکې ناروغۍ څخه روغ او خلاص کړی .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery