دخپریدو نیټه : 2013-07-15 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
ا بوالنصر فارابي څوک دى؟
ع شریف زاد
هغه ابوالنصر محمد بن طوفان الفارابي دى چې د د فاراب په سيمه کې اوسيد، او په ٢٥٩هجري کال کې په دغه سيمه کې زيږديدلئ دي.نوموړى په کال٣٣٩هجري کې په دمشق چې د اوسنۍ سوريي مرکز دى وفات شوى.
ابو نصر فارابي له هغو اسلاميي مفکرينو څخه ګڼل کيږي چې څېړنې يي په اسلامي نړي کې د ډيرو دپام وړ ګرځېدلې او د دوهم ښوونکى لقب ېې ګټلئ وه چې ارسطو له ده نه وروسته د لومړي معلم لقب تر لاسه کړ.ا بو نصر فارابي د ټولنيز فکر، سوچ او تدبيرونولپاره دوه د پام وړ تاليفات وکړل چې يو يي د \" مدني سيا ستونو کتاب\" او بل ېې د \" فاضلې مدينې ( ښار) د خلکو نظريات\" نوميږي.په دوهم کتاب کې ېې د : افلاطون جمهوريت په څير د فاضلې مدينې( ښار) د جوړېدلو يادونې کړې دي او د خپل دغه نظر لپاره ېې پلان او د څېړنې مبادي ټاکلي دي.فارابي خپل کتاب په دوه برخو ويشلئ دى لومړۍ برخه ېې د خپلې مدينې(ښار) د جوړلو او ساتلو لپاره بنسټ دى او د هغو قواعدو پلان او شرحه ده چې دى ېې هيله لري خپله فاضله مدينه(ښار) ېې په رڼا کې په پښو ودروي او هغه د پام وړ مسايل چې فارابي ېي غواړي بشپړ ېې کړي.د ټو لنيز تحليل اړتيا،ټولنيز وېش او توزيع،د ښار بنسټ او د مشر ځا نګړ تياوې او نور تړلې اسلامي صفات دي.دى وايي چې انسان بايد د خپلې ټولنې اړتياوې د ټولنې د موجوديت له لارې وپېژني او پوره کړي ځکه انساني ټولنه فطرت دى او انسان د خپلو هم نوعو مرستې ته په اجتماعي، سياسي، اقتصادي، مدني لحا ظ اړتياوې لري . دا ددې لپاره چې انسان سعادت او نيکمرغۍ ته ورسيږي. بايد يو له بل سره د رواني او مادي اړخونو په پام نيولو کې بې له هر ډول چل، تزوير، بخيلي او کرکې مرسته وکړي.له دغه وروسته فارابي د ټوولنو وېش پيل کړى او ټولنې ېې پوره او نا قصو ټولنو باندې وېشلې دي.
پوره ټولنې : هغه ټولنې ګڼي چې ټولنيزه مرسته، تعاون، او همدردي په کې په پوره توګه،او اوچت ډول سرته رسيږي. مساوات، عدالت او انصاف ورسره ملګرى وي.د ټولنې رنګ ولري .
ناقصه ټولنې: هغه ټولنې ګڼي چې د خپلو خلکو لپاره هيڅ ونه لري. معنا داچې د خلکو ژوند دپوره نيک بختي نه بې برخې وي. د فساد ګوډى وي هسې په نوم ټولنه وي چې نوا قص ېې له سمو کارونو څخه زيات وي.
فا رابي مدنې ټولنې ته پاملرنه کړې او هغه ېې د پوره ټولنې د شکلونو بسيط شکل او لومړۍ خښته ګڼلې او د يوه اګاه مفکر مسلمان په څېر ټينګار کوي چې دمدنې ښار بايد يوه اسلامي ښار او حاکم ېې مسلمان وي. ټولنيزه ديني يووالي باندې تاکيد کوي ځکه چې دغه رنګ يووالئ د يوې ټولنې رواني او سياسي يووالئ ښه او ځواکمن کوي.
د فارابي په نظر يو ښه ښار هغه ده چې د خپل سعادت او نيکمرغۍ د ښه تحقق په خاطر د خپلو افرادو ترمنځ مرسته او همکاري ولري او خپلو افرادو ته د استعداد نو مطابق کارونه ورکړي څو ېې په ښه توګه سرته رسولو کې بريالي شي.فارابي نظر لري چې ديوه ښار رياست بايد دګڼ شمير اصيلواو مکتسبو صفتونو لرونکئ ته ورکړل شي او دغه اصيل صفتونه ېې داسې ياد کړي (اعضا او حواس ېې سليم وي، ښه پوهاوى اوسوچ ولري، زده شيان ېې ښه حفظ وي، ځيرک او ذکي وي،ښه عبادت کوونکئ وي،له پوهې سره مينه ولري، رښتيا ويونکى وي او له دروغو نه کرکه ولري. له بشپړ درناوي سره مينه ولري، سپک او سپور کارونو سره اړيکې ونه لري،دنيوي اغراض له ملي مصالح اوچت نه ګڼي، عدل کوونکئ او عدل ېې خوښ وي،ځواکمن او نه کمزورى کيدونکى عزم ولري،ويره ونه لري د بشپړ ايمان خاوند وي)
مکتسبه صفات ېې داسې بيان کړي (حکيم وي،ښه استنباط کوونکئ عالم وي، د نوي نظامونو د پېژندګلوي ابتکار او توان ولري،پخوانۍ تشريع ورته پوره معلومه وي،ځواکمنه اګاهي او متدينه جهان بيني ولري، د لښکر، کور، کلي يا ښار مشري وکولاى شي )
دى وايي که څه هم په واقعي توګه ددغو ټولو صفاتو لرونکى پيدا کول به تر يوه حده مشکل وي خو بيا هم دغه عقلي، رواني، فکري،او مدني غوښتنې کولاى شي چې د مشکلاتو مخه ونيسي.دى وايي چې ډير نظا مونه د اکثريت خلکو حقوق تر پښو لاندې کوي او د خلکو حقوق په ښه توګه نه څېړي.