مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-07-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دمهدي عليه السلام مختصره پيژندګلوي دحديثو په رڼا كې

استاد اخترمحمداحمدزى

 

دامام مهدي عليه السلام په اړه داهل سنت والجماعت دتير څوارلس سوه كلونو راهېسي داعقيده ده چې دى به قيامت ته نږدې زمانه كې ظهور كوي او دمسلمانانو مشرۍ به كوي .
 تعرف :
نوم : محمد
لقب : مهدي
پلارنوم : عبدالله
دمورنوم :امنه
نسب : دفاطمة الزهراء په اولاد كې به وي
ځاي دپيدا كيدو: مدينه منوره
بدن : لوړ قد،لوړه پزه،پياوړى بدن
مخ : مخ مبارك به درسوالله صلى الله عليه وسلم په څير وي
عمر : دڅلوپښتو كلونو په عمركې به وي
ظهور: په مكه مكرمه كې به ظهور وكړي
بيعت : دى مبارك به دحجرلاسوداو مقام ابراهيم تر مينځ دمسلمانانو نه بيعت اخلي دبيعت كونكو شمير به دميدان دصحابه كرامو ۳۱۳تنو سره برابر وي
 مشرۍ : دمسلمانانو مشرۍ به كوي او دكافرانو سره به سخت جنګونه كوي
حكومت :دځمكي پر مخ به دعدل او انصاف نه ډك اسلامي خلافت قايم كړي
فيصله : فيصلې به په قران او حديث كوي
شتمني : په خلكو به دومره مال (سره زر،سپين زر،روپۍ ....) تقسيم كړي چې اخيستونكي به يې نور نه وي
 خلافت مدت : د ۷ او ۹ كلونو تر مينځ به وي
دمهدي عليه السلام د خلافت په دوران كې به عيسى عليه السلام له اسمانه راكوز شي دده دراتګ تر مخه به دجال راوتلى وي عيسى عليه السلام به دجال ووژني او تر هغه وروسته به دمهدي عليه اسلام جنازه اداء كړي .
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery