مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-07-23   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

سیاسي تفکر په لرغوني بین النهرین کي

شریف الله دوست (سرواني)

 

 
۲ مه برخه

 دساميانو(اکديانو) سياسي تفکر اونظامي جوړښت

( ٢٣٥٠ – ق.م شاوخوا)
د بشر لومړني قوانین
 ساميان د اوسني عربستان له دښتو څخه پر بين النهرين را شوه اوپه بين النهرين کي تيت سول دوى لومړى د(گيش) او (اگاده) دښار په شاوخوا کي مېشت سول (سارگون) چي په ځينو ماخذونو کي (شارگن=شارکون) هم راغلى ، په مشرى د(٥٤٠٠)تنو څخه يوحرفوي اومسلکي لښکرجوړ کړاو دجنوب په لور چي سومريان پکښي مېشت وه د(لوگال زاکي زي) امپراتوري ړنگه اوخپله دبين النهرين پر کښتنى برخي واکمن سو دوى ځانونه دفارس دخليج تر څنډوپوري را ورسول او په تدريج سره يې پر ( اوما) ،(ايلام)،(بحرين) او (اومورو) باندي برى وموند.
همداسي يې داوسني لبنان ،توروس چي احتمالآ داوسني قبرس جزيره به وي هم ونيول.
ساميانو خپله امپراتوري په بېلابيلو برخو وويشل اوهره برخه يې د (دربار د زوى) په نوم امير ته سپارل ، په يوه روايت ساميانو (٥٥ کاله ) او په بل روايت يې (٥٦ کاله) پاچاهي وکړه چي زمانه يې د (٢٤٠٠ ق.م ) کلونو شاوخوا اټکل سوې ده. په زړه پوري داچي دلومړنى بشپړي امپراتورى او ملي دولت چي تر دامهاله يې سارى نه درلود بنسټ ساميانو په بين النهرين کي کښېښود .


ملی شورا(پارلمان اودمشرانوجرگه) په بين النهرين کي

 په سومري دوره کي دپاچهانو صلاحيتونه دهيڅ يوه ارگان له خوا نه محدودېدل خو په ځينو حالاتو کي په ټولو ارگانو کي دپاچاه سره واک وېشل کېده ، په هغه دوره کي هم دمشرانو اودټولو خلکو فعاله اسامبله(ننى پارلمان ته ورته) درلودل که څه هم ددغو ارګانونو په باب په ندرت سره يادونه سوې ده خو دهغه دشتون په باب ٢-٣ زره کاله پخواپه ټول پړاونو کي په جنوبي لرغوني بين النهرين کي څه نا څه اسناد(=گلگميش اسطورې) اودسومريانو رزمي(جنگي نکلونه) موجود دي چي دمشرانو دشورا اودعام وگړو اسامبلې موجودي وې .
د(اوبسليک) دتحليل دڅرگندونو څخه ښکاري چي نه يوازي دمشرانو شورا بلکه دمحلي خلکو اسامبلې اږ ټولنیزي شوراګاني وې او داکديانو(ساميانو) دمرحلې په سياسي ژوند کي فعاله ونډه اخيستې ده. دپورته اسنادو څخه ښکاري چي په بين النهرين کي د نني پارلمان اومشرانو دجرگې لرغونى ډول موجود ؤ که څه دهغه وخت پالمان او مشرانو جرگه دنني هغه بشپړ مفهوم نه ورکوي خوبياهم دنني پارلمان اومشرانو جرگې بنسټگرهم داوسني عراق (سومريان) بلل کيږي.


د گويتي٢ اقوامو سياسي تفکر

(٢٣٣٠ ق.م)

دا قوم دبين النهرين په تاريخ کي يو وحشي او ظالم قوم بلل سوى دى دوى د(زاگروس)د غرونو دلمنو څخه راشوه سول او پربين النهرين يې تسلط پيداکړ دوى دخپل يوه کال واکمنى په کولو سره دجبر اوستم د سياسي تفکر لاره غوره کړه .
په (٢٣٣٠ ق.م) کي د(اوروک) دښار پنځم امير خلک د (گويتانو) دظالمانه سياست په وړاندي را وپارول د ښار وگړو د(گويتانو) مشر (تيرکان) له واکه ليري او بندي کړ او بين النهرين د دوى له شره خلاص سو.
تر حمورابي مخکي داساسي قانون څرک

 د سومريانو په پېر(عصر) کي تريوځايه د ډيموکراسۍ او ولسواکۍ اصل ته په درنښت کتل کېده ، يو خو دا چي دسومريانو قانون دکتبي والي خاصيت درلود ټول قوانين به پر لوحو يا ډبرو باندي په ليکلې بڼه وړاندي کېده.
د ډيموکراسى اصل ته تر دې پوري قانون په درنښت قايل ؤ چي هرچا دقانون په وړاندي مساوي حقوق او وجایب درلودل يعني هغه کسان چي به دسومريانو سره په ژبه اونژاد کي بېل وه هم يې کولاى سوه په دولتي چارو کي بوخت سي اوهيڅ توپير يې ترمنځ (نه) کېده ، دقضا له لوري هم خپلسري پريکړي ( نه ) کېدې، داړتيا په وخت کي به شاهدانو ته اړتيا پيداسوه محکمې ته به غوښتل کېده. ددې عصر لوى قانون جوړونکي (اورنامو او زوى يې شول ژي دونگي) هغه چي تر حمورابي وړاندي وه دي چي بيا ورسته حمورابي هم د دوى له قانون څخه اخیستني او استفاده کړې ده.

د اورنامو سياسي تفکر

( ٢٣٢٨ = ٢٣١١ ق.م)

تر (توهنگال) ورسته دبين النهرين په (لاگاش) ښار کي د(اورنامو٣)په مشرى حکومت تاسيس سو له څه مودې وروسته يې خپل دواکمنۍ مرکز د( اور) ښار ته يووړ او د(نانار معبد) خښته يې د (اور) په ښار کي کښېښوده او يو شمېر آبادى يې په همدې ښارکي وکړې دنوموړي له کړونو څخه څرگنديږي چي سياسي اند اوفکر يې دلوى مپراتورى لپاره نه ؤ جوړ ځکه ترده وروسته يې زوى واک په لاس کي واخيست ويل کيږي چي (ارونامو) په خپله لنډه موده کي يوشمېر قوانين جوړکړل خوبيلگه يې په لاس کي نه لرو.


دشول ژي سياسي تفکر

(٢٢١٠ ق.م)

شول ژي چي د(دونگي٤ دون ژي) په نوم هم يادسوى دى د(ارونامو) زوى تر خپل پلار وروسته دبين النهرين د(اور)په ښار کي واک ته ورسېد نوموړي دخپل وخت د(څلورو سيمو دپاچا) لقب خپل کړ ، که څه هم دسيمي په کچه يې دپاچهۍ پولي تربين النهرين نه تېرېدې خو دا دهغه وخت اصطلاح وه چي دهغه وخت دبشري محدود فکر له مخي به دوى ته يوه وړه سيمه هم دنړۍ نيمى بلله لکه دچين په لرغوني تاريخ کي چي چينايانو فکر کاوه چي ددوى هيواد دنړۍ زړه دى او دنړۍ تر نيمايي ډېره برخه ددوى په لاس کي ده خوپه حقيقت کي داسي نه وه .
دشول ژي سياسي تفکر پرتقليد ولاړ ؤ ځکه ده هڅه کول د(سارگن اکدي)نظامي موخي کاپي کړي اود حکومت ډول يې پر خپل مطلقه واک اوحکمروايي باندي جوړ کړي خو له دې سره - سره يې يوشمېر قوانين هم جوړ کړل چي په لاندي ډول دي.
دشول ژي دونگي قوانين

 دونگي دخپل وخت له سياسي تفکر سره يوډول قوانين دټولني لپاره جوړ کړل چي د( کوداووف دونگي) دقوانينو په نامه پېژندوى اوپه ټول بين النهرين (ميزوپوتاميا= اوسني عراق )کي دبشپړاعتبار لرونکى وه.
دشول ژي اوپلار په وختونو کي ټول هيواد تريوه قانون ( يو واحد نظام لاندي) وو،قضايي بنسټونه يې دټولولپاره يوشان ټاکل سوي وه له مخکي به په هر کلي اوکور کي دعرف اوعاداتو له مخي بيل بيل سليقوي قضاوتونه کېدل د قضاوتونو ډول په هره سيمه اوکلي کي بېل جوړښت درلود خو دونگي دا هرڅه تريوه قانون لاندي راټول کړل او چاري يې تر یوځایه دخلکو په خوښه جوړي کړې چي دا تر یونان مخکي په منځني ختیځ کي د ډیموکراسۍ لومړني ډولونه دي .

دشول ژي دونگي د مدني قانون ډول

 د دونگي دقانون له مخي فردي اوفاميلي آزادي تامين وه ښځي به دخاوند په وړاندي برابرحقونه درلودل طلاق به دښځي اوياخاوند په خوښه( نه) ؤ بلکه دمحکمې درايو په اکثريت سره ياد ښځي اويادخاوند په گټه فيصله کېدل .
د دونگي قانون له مخي به فيصلې ډيري عادلانه کېدې .
د دونگي دقانون له مخي دطلاق شرايط په دې ډول وه :
۱ : هيچا نه سوه کولاى چي پخپله خوښه خپله مېرمن طلاقه کړي دطلاق يا نه طلاق فيصله په قاقون پوري تړلې وه.
۲ : که به چيري خاوند له ښځي څخه طلاق وغوښت اومحاکمې به دخاوند په طرف فيصله وکړه ورسته تر بېلوالي خاوند مجبور وو چي دښځي نفقه د دې دژوند ترپايه ورکړي څرګندیږي چي داشرایط حمورابي ورڅخه رانقل کړي دي.
د وارث(پاتوړي) حق د دونگي دقانون له مخي ټاکل سوى وو .
افرادو تردې ځايه آزادي درلودل چي آزادي ښځي کولای سي دغلام یا مريي سره واده وکړي په داسي حال کي چي دې(ښځي) خپله آزادي هم له لاسه نه ورکول له دې سره به يې دخپل غلام خاوند دحقونو څخه هم په محکمه کي دفاع کول او قانون هم په خپل ځان کي دغلامانو لپاره گټوري مادې درلودې.
لومړى : داچي غلام حق درلود چي په محکمه کي دخپل حق څخه دفاع وکړي .
دوهم : داچي غلام کولاى سوه چي دآزادي ښځي سره واده وکړي .
ښځي دملکيت حق درلود اوقانون هم دښځي له شتمنۍ څخه ساتنه کول.
دريم کله چي به غلام دجرم مرتکب سو قانون ارباب ته اجازه نه ورکول چي پر خپل سر غلام ته سزا ورکړي بلکه دقانون فيصله داوه چي غلام دي پر بل چاخرڅ سي.
د ځمکي، سراى اوملکيت خرڅول او رانيول دقانون له مخي ټاکل سوي وه .
د دونگي دقانون له مخي دټولني له دوو طبقو څخه يادونه سوې وه لومړى آزاده طبقه دوهم غلامه طبقه دقانون له مخي دواړو طبقو ته په يو سترگه کتل کېده.
په قانون کي دنجباوو او اشرافو ،روحانينو او ممتازو خلکو څخه يادونه (نه) ده سوې.
د دونگي دقانون نیمګړتیاوي

 سره له دې چي د دونگي قانون دخپل عصر تقريبآ يو ښه قانون وو خو ددې ترڅنگ يې يوشمېر نيمگړتياوي هم لرلې د بېلگي په ډول :
-کله چي به دکور څښتن دکوم چا پوروړى سو د دونگي قانون له مخي يې کولاى سوه چي خپل مېرمن او بچيان په پور (دقرض په بدل ) کي ورکړي خو دا ورکړه د دريو(٣) کالو لپاره وه دڅلورم کال په نوي کېدو سره به بېرته دخاوند مېرمن او ماشومان آزاديدل.
که څه هم د دونگي قانون ښځي ته بشپړ حق ورکړى وو خو د عرف له مخي دخاوند تر تاثير لاندي وه.
- کله چي به ښځه د زنا په تور مجرمه وپېژندل سوه دمحکمې تر پرېکړي ورسته به هغه سيند ته غورځول کېدل ترڅو ساه ورکړي ، دا ماده يې حمورابي په خپل قانون کي کټ مټ را اخیستې .
دمحاکمو قضاوتونه به پر لوحو باندي ليکل کېده او په ارشيف کي خوندي کېدل .
په سومري پېر کي اتحاديې

 دسومريانو په عصر کي به دټولني هر قشر اتحاديې درلودې لکه: دسوداگرو اتحاديه ،دکرونگرو اتحاديه او داسي نور....
دپيسو دنني حواله کولو دود هم دهمدې سومريانو څخه دلومړي ځل لپاره رامنځ ته سوى دى سومریانو په خپل وخت کي صرافۍ درلودلې او له دې لاري به له یوه ځایه څخه بل ځای ته حوالې اجراء کېدې .

لرغوني بابليان اوسياسي تفکر

(٢٠٥٠ ق.م)

د سومريانو دله منځه تلو ورسته چي بله لويه واکمني په بين النهرين کي رامنځ ته سوه هغه د لرغونو (بابليانو) په نوم ياديږي ،لرغوني ځکه ورته ويل کيږي چي تر دوى ورسته د نويو بابليانو واکمني هم رامنځ ته سوې ځکه تاريخپوهانو دوى پر زړو اونويو باندي وېشلي دي چي روسته به يې یادونه وسي.
بابليان هم بين النهرين ته له بله ځايه را کوچېدلي وه له آره (اصله)د سامي نژاد يو څانگه وه چي په سامي کي (آموري) يادېدل .
دوى دسومري تمدن څخه گټه واخيسته او يوځواکمن دولت يې جوړ کړ چي دبابل په نوم ياد سو اوټول بين النهرين ميشتي يې دځان تابع کړل .
دسومري امپراتورى يو شمېر واړه دولتونه دبين النهرين په سويل ، مرکز ،او شمال کي رامنځ ته سوه چي له دې جملې څخه (ايسين)، ( ولارسا) دبابل په سويل کي ؛ (ماري آشور) او (اشونا) په مرکز کي رامنځ ته سول خو د(٢٠٠ کلن) جنگ په موده کي بابليان په دې وتوانېدل چي پر نورو برى ومومي او دبين النهرين ټول واک په خپل لاس کي واخيست .


دبابلي او سومري سياسي تفکرونو توپير

 دبابلي دورې سياسي تفکر دسومري هغه سره زيات توپير درلود ځکه په سومري دوره کي سياسي واک ملک الطوايفي بڼه درلوده خو دبابلي واکمنۍ په رامنځ ته کېدوسره ملک الطوايفي حالت له منځ ولاړ او ټوليز شاهي دولت رامنځ ته سو چي واک ټول شاه په خپل لاس کي واخيست او يوه مطلقه شاهي دوره پيل سوه.


تر حمورابي مخکي قوانين

 ديادولو وړ ده چي تر حمورابي شاوخوا(١٥٠) کاله مخکي هم دقوانينو يو وړه ټولگه په سومري ژبه د (ايسين) لړۍ د پنځم پاچاه ( پيت ايشتار ) لخوا وليکل سوه چي ټول ټال (١٠٠) مادې او يوازي درېيمه برخه يې په لاس کي ده کېداى سي چي حمورابي هم يوڅومنلي مادې دخپل قانون لپاره ورڅخه راخيستي وي.
همداډول يوه د قوانينو وړه مجموعه د (اور) دلړۍ دورستيو واکمن (بيلاما) پوري اړه لري.
ياده ټولگه په (١٩٤٥- ١٩٤٧ م)کي لاس ته راغلې په دوو نسخو کي چي يو بل ته ورته دي شتون لري ټول اساسي قانون يې (٦١ مادې) ، پيليزه(مقدمه) يې په اوو کرښو کي په (سومري ژبه) او نور ټول متن چي (٦١) مادې دى په (سامي) ژبه لاس ته راغلي دي.
پورتنيو ياداښتونو ته په کتو سره بايد دا پرېکړه (ونه) سي چي حمورابي دلومړني ځل لپاره په قانون جوړوني لاس پوري کړى بلکي تر ده مخکي هم په بين النهرين کي د يو شمېر وړو قوانينو شتون درلود خو ددې دورې لږتر لږه بشپړ قانون په (٢٨٢ مادو) کي دحمورابي له خوا وليکل سو ځکه نو پوهان اوس دحمورابي پر قانون باندي حساب کوي اوهغه دخپل وخت يوشهکار او لومړنی قانون ګڼي.
راتلونکی سرلیک :

حمورابي دبابليانوترټولوځواکمن پاچا

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery