(مولوي محمد شېرګل رشید کاموي)
د پښتو ادب تاریخي بهیر له ستونزو او کګلېچونو سره مل را روان دی او پر مخ ځي، ددې سیمې د جیوپولټیک او سټراټيژیک موقیعیت، د زبرځواکو د ځانغوښتنې او پراختیا غوښتنې، دکورني اړودړ او د نورو لاملونو له امله دغه بهیر ټکنی شوی او کله کله خو د دې سیمې حالات دومره کړکېچن شوي ، چې هر څه په ټپه درېدلي دي . په دغه ډول شرایطو کې یو نیم، ژبې او قام ته مسوول پښتانه راولاړ شوي او د خپل فکر او علم په رڼا کې یې پښتو ژبې ته د چوپړ په پار د کاغذ څو مخونه تور کړي، په دغو ګوتشمېر لیکوالو او پوهانو کې ځينې نېکمرغه وو، چې په خپل ژوندانه يې اثار چاپ شول ، نورو لوستو پښتنو ته ورسېدل، پښتني ټولنه يې له فکره اوعلمه خبره شوه، کړی کار یې د پښتو ادب د تاریخ یوه نه هېرودونکې برخه وګرځېده، خوله بده مرغه د ازلي لیک او تقدیر له امله ځينو پښتنو لیکوالو د خپلو اثارو د چاپ ارمان له ځانه سره ګور ته یوړ، نه یوازې دا چې په ژوندانه يې اثار چاپ نه شول، بلکې له مړینې لسګونه کلونه وروسته یې هم اثار د خطي نسخو په ډول په ځينو دولتي کتابتونونو او د ځینو لیکوالو په شخصي کتابتونونو کې وراسته شوي او ښايي څو کاله وروسته د تل لپاره ددغو لیکوالو د اثارو قلمي نسخې هم له خاورو سره خاورې شي . زه د خپلې علمې پروژې ( په پښتو کې د ګرامر لیکنې تاریخي بهیر) د بشپړولو او څېړنې په جریان کې له یوه داسې پښتون ګرامر لیکونکي او د هغه له ګرامري اثارو سره اشنا شوم ، چې تر دې دمه یې څوک ان د پښتو ګرامر لیکونکو په کتار کې هم نه شمېري . که څه هم په خپل اثر کې مې هم دغه حقدار پښتو ګرامر لیکونکی معرفي کړی، خو ددې لپاره چې ډېر پوهان یې له ژوند او علمي کار سره اشنا شي او په حق کې یې خپل رسالت اومسوولیت هم ادا کړم، نو د دغه حقدار پښتون ګرامر لیکونکي په اړه مې نوره څېړنه هم وکړه او دیوې مقالې په بڼه مې تیاره کړه . ددې لپاره ، چې د پښتو ژبې له دغه ګرامر لیکونکي\" مولوي محمد شېرګل رشید کاموي\" سره په بشپړ ډول اشنا شو او د پښتو ګرامر په برخه کې یې له کړي کار نه هم خبر شو،نو غوره به وي ، چې له ژوند لیک څخه يې پیل وکړو .
مولوي محمد شېرګل د مرحوم عبدالقیوم زوی په خټه یوسفزی پښتون دی ، پر ۱۲۶۵ هـ ل کال د خيبر پښتونخوا د مردان سیمې په \"یارحسين ډاګۍ\" نومې ځای کې زېږېدلی دی . لومړنۍ زده کړې یې په خپل کور او سیمه یعنې مردان کې سرته رسولي او نور لوړ دودیزعلوم ؛ لکه : صرف ، نحوه ، منطق ، حکمت ، فقه ، اصول ، میراث ، حد یث او تفسیر یې د وخت له عالمانو او د لاهور په حمدیه مدرسه کې زده کړل او پای ته یې ورسول . د مورنۍ ژبې پښتو تر څنګ په دري ، اردو ، عربي او بنګالي ژبو هم ښه پوهېده . له انګرېزانو سره د مخالفت او جګړې له امله له مردانه راوکوچېد، خپل اصلي ټاټوبي افغانستان ته راغی او د ننګرهار ولایت په کامې ولسوالۍ کې مېشت شو . په خپلو مقالو او شعرونو کې ځانته کاموال وايي ، خو شعري تخلص یې رشید کاموي دی . د خدای بښلي مولوي صاحب د ماموریت دوره له ۱۲۹۹ هـ ل کال څخه پیلېږي ،چې پر همدغه کال د جلال اباد ښار په یوه ښوونځي کې د ښوونکي په توګه پر دنده وګومارل شو او بیا څه موده وروسته کامې ته ولېږل شو. په کامه کې یې د سنګرسرای ښوونځي د بنسټ ډبره کېښوه او همالته پکې ښوونکی شو. دغلته د کار په جریان کې د ښوونې د ځينو مخالفانو له لوري له یو لړ ستونزو سره هم مخامخ شو، دوه ځله پرې مرګونی برید هم وشو ، الله بچ کړ، خو کور ، مال او هستي يې لوټ شوه او له دې وروسته د کوز کونړ ښېوې ولسوالۍ ته تبدیل شو.
پر ۱۳۰۳ هـ ل کال بېرته د کامې ولسوالۍ د ښوونځي سرښوونکی وټاکل شو، چې بیا د سقاوي اړودوړ تر مهاله پر همدغه دنده بوخت و . ددغه اړودوړ له پای ته رسېدو سره سم پر ۱۳۰۹ هـ ل کال د\" اصلاح\" ورځپاڼې د مصحح په توګه پر دنده له ګومارلو سره په مطبوعاتي فعالیتونو بوخت شو. یو کال وروسته په همدغه اخبار کې د محرر په توګه وټاکل شو، چې بیا څه موده یې په\" انیس\" ورځپاڼه کې هم همدغه دنده پرمخ بوتله.
پر ۱۳۱۱ هـ ل کال بېرته د پوهنې ډګر ته راغی او د دارلمعلمین د لوړو ټولګیو استاد شو، تر اوو کالو پورې یې دغه دنده سرته ورسوله او د هېواد ډېر بچیان یې وروزل .
مولوي رشید کاموي لوی عالم ، ګرامر لیکونکی،شاعر او د پښتو ژبې د تعمیم او ودې ډېر لېوال و او په دې برخه کې یې د ستاینې وړ چارې سرته رسولي دي . پر ۱۳۱۹ هـ ل کال د پښتو ټولنې د قواعدو د څانګې غړی شو او علمي او څېړنیز کارونه یې پیل کړل ، څو کاله یې د پښتو ژبې د ګرامر او پښتو قواعدو د جوړولو او لیکلو په برخه کې علمي چارې پرمخ بیولې .
له ۱۳۲۵ هـ ل کال راهیسې تر ۱۳۲۶ هـ ل کال پورې د قواعدو د څانګې مدیر و، له دندې نه د تقاعد تر اخیستو پورې یې په پښتو ټولنه کې خپل عمر او وړتیا د هېواد او ژبې خدمت ته وقف کړي وه، د عمر د پوخوالي له امله یې پخپله تقاعد وغوښت او په کور کېناست ، خو لیکنې یې جاري وې.
پر۱۳۴۳ هـ ل کال په جلال اباد ښار کې د پښتو ژبې د پښتو کورسونو قراردادي ښوونکی شو، څو کاله وروسته له دغې دندې لاس په سر شو ، په کور کېناست او د پښتوټولنې د افتخاري غړي په توګه یې خپله مینه د مرګ تر ورځې پورې له دغې ادارې سره ټينګه وساتله.
په پای کې مولوي محمد شېرګل رشید کاموي د ۸۵ کالو په عمر پر ۱۳۴۹ هـ ل کال د لیندۍ میاشتې پر لسمه نېټه د پښې د ماتېدو له امله ومړ او د کامې په ښخو کلي کې د خپلې خدای ورکړې زمکې په یوه څنډه کې چې د لویې لارې پر سر پرته ده خاورو ته وسپارل شو .( انا لله و انا الیه راجعون) ۱
ارواښاد مولوي محمد شېرګل په ژبنیو څېړنو او په ځانګړي ډول په ګرامر لیکنه کې لوی لاس درلود او په دې برخه کې یې ډېر اثار لیکلي، چې ځينې قلمي نسخې یې اوس هم د پخوانۍ پښتو ټولنې راپاتې د افغانستان د علومو اکاډمۍ په کتابتون کې خوندي دي.
هغه کتابونه چې مولوي صاحب لیکلي او نومونه ېې له مستندو اسنادو څخه لاس ته راغلي په لاندې ډول دي : هغه تالیفات، چې مولوي محمد شېرګل رشید کاموي او پوهاندصدیق الله رښتین په ګډه لیکلې دادي : د پښتو ګرامر لومړی جز او دویم جز، چې لومړی جز یې پر ۱۳۲۲هـ ل کال چاپ شوی دی.
ارواواښاد پوهاند رښتین په خپل یو اثر \" پياوړي شاعران \" کې د مولوي شېرګل کاموال رشيد په اړه وايي،چې په پښتو ژبه ېې لوی ګرامر لیکلی، چې قلمي نسخه یې په پښتو ټولنه کې موجوده ده.
د پښتو لوی ګرامر ، ګرامر مفصل پښتو. ۲ ، ګرامر جدید. ۳
ګرامر مفصل پښتو، چې د اسم فاعل ، اسم مفعول، حاصل مصدر او حروفو بحثونه لري .۴
هغه کتابونه چې مرحوم مولوي صاحب یوازې پخپله تالیف کړي دي :
تاج المصادر : د دري ژبو سیمو د شپږم ټولګي لپاره یې پښتو قرات لیکلی او د \"جذباتو فلفسه\" په نوم کتاب ېې له اردو ژبې څخه پښتو ته ژباړلی دی .\" پښتون ته د بیدارۍ\" غږ یې منظوم اثر دی او د \"پښتو بڼ\" په نامه کتاب یې په پښتو ټولنه کې شته او ارواښاد ګل پاچا الفت پکې خپل نظر ثبت کړی دی .
جامع المصادر: ۵۷۵ مخونه لري، خو مقدمه پکې نشته . د پښتو د مصادرو باغچه . ۵
ګرامر د صرف برخه : ۵۸۵ مخونه لري او د ۴۹/ ۲۰ / ۴ /۳۸ مقبوض په ذریعه یې۶۰۵۰ افغانۍ جایزه اخېستې ده، داکتاب د مطبوعاتو وزارت پښتو ټولنې ته د نشر لپاره لېږلی دی . ۶
پر دې سربېره د ارواښاد مولوي صاحب د ژبې ، ګرامر، فلسفې، ټولنیزو او نورو موضوعاتو په اړه ډېرې مقالې خپرې شوې دي . د ارواښادمولوي شېرګل دا ژوند لیک او د مولوي صاحب د اثارو په اړه راته ځینې معلومات د متوفی زوی ښاغلي یقین یوسفزي راکړي او ماهم کټ مټ دلته لیکلي دي ، چې ورسره پورتني ذکر شوي ریفرینسونه هم د یوسفزي صاحب په خپل قلم لیکل شوي . د یوسفزي صاحب د ادعاوو لپاره مې هڅه وکړه د رښتین صاحب ټول ګرامري اثار وګورم ، خو له بده مرغه ټول مې پیدا نه شول کړای . ارواښاد رښتین د خپل اثر د پښتو ادب تاریخ په یوه برخه کې د پښتو ګرامري کتابونه تر سرلیک لاندې د پښتو د لوی ګرامر په اړه داسې ویلې دي :\" دا د پښتو یو نوی او مهم ګرامر دی، چې په فارسي ژبه لیکل شوی او د پښتو په باره کې ښه تحقیقونه لری ، لیکونکي یې صدیق الله رښتین او محمد شېرګل خان دي \". ۷
خو ارواښاد رښتین په خپل یوه بل اثر\" پښتو ګرامر\" کې د يو څو خبرې تر سرلیک لاندې د د غه ګرامر په اړه داسې وايي : \" د دې پښتو ګرامر اول او دویم ټوک درې برخې ، مې په پارسي ، څلورمه او پنځمه برخه مې په پښتو لیکلې دي ، اوس یې پارسي برخې د ښاغلي سید محې الدین هاشمي له خوا په پښتو ترجمه شوې او په يو ټوک کې په پېښور کې د یونیورسیټي بک ایجنسي له خوا چاپ او خپور شو. د یادونې وړه ده ،چې د اول ټوک ګرامر مسوده د پښتو پوهانو د کمیسیون پوهانو عبدالحی حبیبي ، ګل پاچا الفت ، عبدالروف بېنوا، مولوي شېرګل له خوا له چاپ نه پخوا کتل شوې او منل شوې ده \".۸
ددې لپاره چې په پښتو ژبه کې د مولوي محمدشېرګل رشید کاموي له کړي ګرامري کار نه خبر شو نو دلته مو د هغه د ددوو اثارو ،چې تر اوسه پورې دقلمي نسخو په بڼه خوندي دي یوازې فهرستونه راخیستې ، خو دا خبره هم باید وکړو دپښتو ژبې په برخه کې دا ګرامري کار هم په دودیزه ګرامر لیکنه اوله عربي نه په تقلید کې شوی ، خو اهمیت یې په دې کې دی ، چې د پښتوژبې د هغه مهال وضعیت ته په کتو،چې د لیکوال په زمانه کې پښتو ګرامري لیکنې او څېړنې په کوم برید او حالت کې وې، دستاینې اوقدر وړ کار یې بللی شو.
پشتو مصادرو فرهنګ
دا ګرامري اثر ۲۹۰ مخونه لري، په لاس لیکل شوی، د افغانستان د علومو اکاډمۍ په کتابتون کې د خطي نسخو په ډله کې په ۳۵۴ شمېره ثبت او خوندي دی او مولوي محمد شېرګل په دري ژبه لیکلی دی . په لومړي مخ يې یو یادښت لیکل شوی ، چې دا کتاب له لومړي مخ نه تر ۳۴ مخ پورې بشپړ او بیا له هغه وروسته په منځ کې یې ځينې مخونه یعنې صفحې نه شته او له ۲۱۵ مخ نه وروسته تر پایه پورې بشپړ دی او دغه ګرامري موضوعات په کې راغلي دي : حرکات واقسام ،تقسیم بزرګ مصدر، احکام مصادر ول وکول والا ،تعریفات مصادر، قواعد ساختن فعل ها ، ساختن فعل التزامي، له دې وروسته تر پایه پورې له الف نه نیولې تر ی پورې هغه پښتو مصادر راغلي چې په ترتیب یې په پیل کې د ( غ ه ) توري راځي ؛ لکه : الف ، ب ، ت ، پ ، ټ ، ث ... ان تر ی پورې .۹
د پښتو مفصل ګرامر د صرف برخه :
دا ګرامري اثر ۵۱۸ مخونه لري او په ۵۱۸ مخ کې یې لیکوال لیکلي، چې دا کتاب د ۱۳۳۸ هـ ل کال د سرطان میاشتې په دویمه نېټه پای ته رسېدلی، خو له بده مرغه تر دې دمه دغه د پښتو ګرامر نه دی چاپ شوی او د افغانستان د علومو اکاډمۍ په خطي نسخو کې په ۱۳۱ شمېره ثبت او خوندي دی . په دې ګرامر کې دغه موضوعات څېړل شوي دي : صرف ، نحوه اهمیت او ړومبیوالی، د علم صرف د ړومبیوالي سبب ، د تورو پېژندنه ، د شکل له مخې د تورو وېش ، د واو وېش ، د نون وېش ، د ی وېش ، مجرد یا بېلوونکي توري ، په پښتو کې د حرکاتو پېژندنه ، د خوزندي ( حرکت ) وېش ، د صرفي ا و نحوي اصطلاحاتو پېژندنه ، د صرف علم پېژندنه ، د لفظ وېش ، د کلمې پېژندنه ، د مفهوم له مخې د کلیمي وېش ، د اسم تعریف او پېژندنه ، فعلي اسم او د فعلي اسم پېژندنه ، د فعلي اسم نښې یا د فعلي اسم لفظي اقسام ، د لام والا فعلي اسم لوی وېش ، د فعلي اسم د وېش لنډه نقشه ، د اصلي وصفي او د فرعي فعلي اسمونو وېش ، د مفهوم له مخې دفعلي اسم پېژندنه ، د فاعل په نسبت د لازم فعل وېش ، د اجزاو له مخې د فعلي اسم دکلمې وېش ، د معلوم متعدي اصلي وصفي فعلي اسم پېژندنه ، د معلوم متعدي فعلي اسم د تعدا ډولونه ، د اصلي وصفي مجهول متعدي د فعلي اسم د فعل پېژندنه او بیان ، د اصلي وصفي حکمي متعدي فعلی اسم پېژندنه او تعریف ، د مجرد او مزید فیه له مخې د اصلي وصفي فعلي اسم پېژندنه ، د مرکب او بسیط فعلي اسم وېش او بیان ، د اشتقاق له مخې د لام واله فعلي اسم پېژندنه او وېش ، د تغیر موندونکو فعلي اسمونو پېژندنه او وېش ، د ول والا فعلي اسم لوی وېش او پېژندنه ، پوهنه ، د کول او کړل فعلي اسمونو لوی وېش او پېژندنه ، د یدل والا فعلي اسمونو پېژندنه او وېش ، د کېدل والا فعلی اسم پېژندنه او وېش ، د فعلي اسم د حاصل او مرتبه اثر پېژندنه او نښې ، د مرتبه اثر پېژندنه ، د فعلي اسم د حاصل او مرتبه اثر او کیفیت او د لاحقو تفصیل ، د قلیل الامثالو لاحقې ، د فعلي صفاتو بحث او پېژندنه ، د فعلي صفاتو وېش ، د فعلي صفاتو لاحقې او نښې ، جدوثي ډوله فعلي صفات ، ثیوتي ډوله فعلي صفات ، د مبالغې فعلي فاعلي صفتونو پېژندنه ، د مبالغې او تلوالي فاعلي صفتونو عامې نښې او لاحقې ، د زمانې له مخې د فعلي فاعلي صفتونو وېش ، دمفعولي صفاتو پېژندنه ، د مفعولي صفاتو د مفهوم له مخې وېش ، د مفعولي صفاتو د جوړولو وېش ، د الي اسم بیان او پېژندنه ، د اشتقاق او دجامد له مخې ذاتي نوم پېژندنه او ډولونه ، د الې د خلاف القیاس مشتقي نوم پېژندنه ، دالي غیر وصفي غیر سماعي نا مشتق نوم پېژندنه ، د الي اصلي سماعي نامشتق نوم پېژندنه ، داسم عمومي بحث او وېش ، د اسم پېژندنه ، د جامد اسم پېژندنه ، د جامد اسم وېش ، د ذات اسم پېژندنه ، د وجود لرونکي او ذاتي اسم وېش ، د خاص اسم پېژندنه ، دمحصنه او کنیه نوم پېژندنه ، د لقب نوم پېژندنه ، د عرف نوم پېژندنه ، د تخلص نوم پېژندنه ، د عام نوم پېژندنه او وېش ، د عام نوم نوي قسمونه ، عام اسم څنګه خاص اسم کېږي، د جنس نوم پېژندنه او وېش ، د جنس نوم وېش ، د ډلې او جمعیت نوم پېژندنه او وېش ، د بنیادمو د جمعتو د نومونو وېش ، د حیواناتو د جمعتو نومونه ، دجمعیت نوم ملي او ولسي نومونه ، د مجرد نوم پېژندنه او وېش ، د کیفییت نوم پېژندنه او وېش ، دمعنی نوم پېژندنه او وېش ، د مذکر نوم پېژندنه او وېش ، د حقیقت او غیر حقیقت له مخې د مذکر نوم وېش ، د حقیقي مذکر نوم پېژندنه ، د حقيقي مذکر نوم وېش ، د غیر حقيقي مذکر نوم پېژندنه ، د مفرد مذکر عمومي نښې ، د مونث نوم پېزندنه ، د مونث نوم وېش ، د حقيقي مونث پېژندنه ، د حقيقي لفظي مونث نوم پېژندنه ، د معنوي حقيقي مونث نوم پېژندنه ، د غیر حقيقي مونث نوم پېژندنه ، د غیر حقيقي مونث نوم وېش ، د غیر حقيقي مونث غیر لفظي مونث نو م پېژندنه ، د حقيقي او غیر حقيقي مونث نوم، د لفظي تانيث له مخې تطبیق ، د مفرد جمع تفصیل او د مرد اسم پېژندنه ، د جمع نوم پېژندنه ، د مذکرجمع نښې او د جوړولو دودونه ، د مونث نوم د جمع جوړولو دودونه او نښې ، دبسيط او مرکب اسم پېژندنه او بیان ، د تصغیر اسم پېژندنه او بیان ، د مونث اسم د تصغیر لاحقې ،د اسم حالات ، د ضمیرونو وېش او د منفصل ضمیر پېژندنه ، د منفصل ضمیرونو مفصله نقشه ، د بسيط ضمیرونو تعریف ، د مفرد بسیط ضمیرونو د مفهوم له مخې وېش ، د شخصي ضمیرونوتعریف ، د غایب شخصي ضمیرونو وېش ، ډېر نږدې د متعدي فعل شخصي فاعلي ضمیرونه په تېره زمانه کې ، ډېر نژدې د لازمي فعل اشاري شخصي فاعلي ضمیرونه ، مطلق نژدې شخصي اشارې ، د متعدي فعل فاعلي ضمیرونه په تېره زمانه کې ، د اشاري ظرفي ضمیرونو تعریف ، د لرې اشاري ضمیرونو پېژندنه ، د لرې اشاري ضمیرونو د مفهوم له مخې وېش ، د استفهامي ضمیرونو بیان او پېژندنه ، د استفهامي ضمیرونو وېش ، تنکیري ضمیرونه تعریف یې ، د تنکیري ضمیرونو وېش ، د اضافي ضمیرونو حالات ، د عدد ضمیرونوپېژندنه ، د عدد ضمیرونو وېش ، د نسبتي ضمیرونو وېش ، دنسبتي ضمیرونو پينځه حالته ، د متصل ضمیرونو بیان او پېژندنه ، د متصل ضمیرونو وېش ، اسمي متصل ضمیرونه ، د فعل بحث او پېژندنه ، د ګرامري وختونو لوی وېش ، د فعل وېش د اشخاصو له مخې ، د فعل صورتونه ، د فعل د صورتونو وېش ، د خبري صورت پېژندنه ، د فعل د شرطي صورت پېژندنه ،د فعل د امکاني صورت پېژندنه ، د فعل د احتمالي صورت پېژندنه ، د فعل د امري صورت پېژندنه ، د فعل د مصدري صورت پېژندنه ، د فاعل نوم پېژندنه ، د مفعول نوم پېژندنه ، د کوونکي نوم ډولونه ، د کوونکي صریخ نوم پېژندنه ، د کوونکي د غیر صریخ نوم پېژندنه ، د مفعولي نوم وېش ، د صریخ مفعول نوم پېژندنه ، د غیر صریخ مفعول نوم پېژندنه ، د فعل د تعدي او لزوم د مفهوم له مخې وېش ، د لازم افعالو پېژندنه ، د لازم افعالو وېش ، د ارادي لازم افعالو پېژندنه ، د لازم غیر ارادي افعالو پېژندنه ، د فاعل نوم وېش ، د ارادي فاعل پېژندنه ، د غیر ارادي فاعل پېژندنه ، د متعدي افعالو پېژندنه ، د نامعلوم متعدي افعالو پېژندنه ، دفعل د نسبت تفضیل ، نسبت یوازې فاعل ته ، نسبت د فعل فاعل او مفعول دواړو ته ، یوازې مفعول ته ، د فعل نسبت ، د مجهول متعدي فعل پېژندنه ، د حال د فعل بحث ، د زمانې له مخې د حال فعل د کلمې وېش ، د مجرد حال د فعل پېژندنه ، د مجرد حال وېش ، د اخباري مجرد حال پېژندنه ، د اقتداري مجرد حال پېژندنه ، دشرطي مجرد حال پېژندنه ، د استمراري مجرد حال پېژندنه د مجهول مجرد حال پېژندنه ، د مجرد حال د جوړولو دودونه ، دتغیر او نه تغیر له مخې دحالي افعالو وېش ، د تغیرمنونکو افعالو وېش ، د قانوني تغیر موندونکو حالي افعالو وېش ، د مشترک حال تفصیل ، د مشترک حال پېژندنه ، د مشترک حال دکلیمو جوړولو دود ، دیدل او کېدل والا فعلي اسمونو د مشترک حال د جوړولو دودونه ، د مشترک حال د کلیمو د جوړولو په دودونو په تفصیل کتنه ، د مطلق حال او د مشترک حال د مثبتو د منفي کولو دود ، منفي مطلق حال ، منفي مشترک حال ، د امر فعل بحث ، د امر د کلمې پېژندنه ، د منفي امر پېژندنه ، د اشخاصو له مخې د امر وېش ، په حاضر شخص د امر پېژندنه ، د متکلم امر پېژندنه ، د غایب امر پېژندنه ، د زمانې له مخې د امر وېش ، د مجرد حاضر امر پېژندنه ، دمستمر حاضر امر پېژندنه، د التجايي او استقبالي امر تعریف ، له اصلي وضعي فعلي اسمونو نه د حاضر امر د جوړولو دود ، دمستمر امر د جوړولو دود ، د دیم لمبر ول واله فعلي اسمونو نه د امر د جوړولو دودونه ، د اول لمبر ول واله فعلي اسمونو نه دمطلق او مستمر جوړول ، د کول واله فعلي اسمونو نه د امر دجوړولو دودونه ، د یدل واله فعلي اسم نه د امر افعالو جوړول ، د یم لمبر والا یدل والا او اول لمبر کېدل والا فعلي اسمونو نه د امر د کلیمو جوړولو دودونه ، د مجهول حال د فعل وېش ، د صریح مجهول فعل پېژندنه ، د غیر صریح مجهول فعل پېژندنه ، د دویم لمبر کېدل واله فعلي اسمونو نه د امر جوړېدل ، د دعايي مطلق حاضر مجهول امر پېژندنه ، دمطلق حال د معلوم دعايي امر د جوړولو دود او پېژندنه ، د متکلم امر پېژندنه ، د مطلق معلوم متکلم د امر جوړولو دود ، د مستمر متکلم معلوم امر پېژندنه ، د مستمر مجهول امر پېژندنه ، د متکلم مطلق مجهول امر پېژندنه ، د مطلق معلوم غایب امرپېژندنه او دودونه ، دمنفي امرپېژندنه ، د راتلونکې زمانې د افعالو پېژندنه ، د مستقبل فعل وېش ، دمستقبل فعل د کليمې د زمانې له مخې وېش ، د زاتلونکې زمانې دمطلق فعل د کلمې وېش ، د مطلقې راتلونکې زمانې دفعل پېژندنه ، د مطلقې راتلونکې زمانې د امکاني فعل پېژندنه ، د راتلونکې زمانې د امکاني فعل د جوړولو دود ، د راتلونکي زمانې د استمراري امکاني فعل تعریف ، دمطلقې راتلونکې زمانې د مجهول فعل کلیمو پېژندنه، د مجهول مستقبل د جوړولو دودونه ، دصریح مجهول د راتلونکې زمانې د فعل جوړول ، د مجهول فعل د کلیمو عام مثالونه ، د راتلونکې استمراري زمانې د مجهول فعل د جوړولو دودونه ، دمستقبل د منفي فعل د جوړولو دودونه ، د تېرې زمانې ( ماضي ) د فعل بحث او پېژندنه ، د تېرې زمانې د فعل وېش ، د مطلې تېرې زمانې د فعل د کلیمو پېژندنه ، د مجهول متعدي بحث ، د مطلقې ماضي د منفي افعالو د کلیموپېژندنه ، د منفي افعالو د کلیمو د جوړولو دود ، د قریبې تېرې زمانې د کلیمو پېژندنه ، د قریبې تېرې زمانې د افعالو د کلیمو د جوړولو دود ، د قریبې تېرې زمانې د منفي افعالو پېژندنه او د منفي کلیمو د جوړولو دودونه ، د مطلقې او نزدې تېرې زمانې په منځ کې توپير او بېلتون ، د پخوانۍ تېرې زمانې د افعالو د مثبتو کلیمو پېژندنه ، د پخوانۍ تېرې زمانې د افعالو د کلیمو د جوړولو دودونه ، دپخوا تېرې زمانې د افعالو د منفي کلیمو پېژندنه ، د منفي کلیمو د جوړولو دود ، د استمراري ماضي د مثبتو افعالو د کلیمو پېژندنه ، د استمراري ماضي دمنفي افعالو د کلیمو د جوړولو دودونه ، د شکي ماضي پېژندنه ، د شکي ماضي د جوړولو دودونه ، د شکي ماضي وېش ، د قریبې شکي پېژندنه ، د بعیدې ماضي د افعالو د کلیمو پېژندنه ، د شکي ماضي د منفي افعالو پېژندنه ، د شرطي ماضي دمثبتو افعالو دکلیمو پېژندنه ، د زمانې له مخې د شرطي ماضي وېش ، د شرطي ماضي د مجهولو افعالو پېژندنه ، د مثبتې شرطي ماضي د افعالو له کلیمو نه د منفي کلیمو د جوړولو دودونه ، دمجهولو کلیمو یوه اساسي نقشه ، د امکاني ماضي د مثبتو افعالو د کلیمو پېژندنه، د امکاني ماضي د منفي افعالو پېژندنه ، د امکاني ماضي د منفي افعالو د منفي کلیمو د جوړولو دودونه ، د توبیخي ماضي د افعالو د کلیمو پېژندنه ، د توبیخي ماضي د افعالو د کلیمو د جوړولو دودونه ، د توبیخي ماضي د مجهولو افعالو د کلیمو پېژندنه ، د توبیخي ماضي د مجهولو افعالو د کلیمو د جوړولو دودونه ، د توبیخي ماضي د منفي افعالو کلمې ، د کنه او خو ، په شاوخوا کې تفصیل ، د فعل عمومي حکمونه او صفتونه ، د مطلقې ماضي د افعالو د کلیمو عمل په فاعل کې ، د ځينو مفردو کلیموتفصیل او پېژندنه ، د شک او احتمال او د غایب ګومان کلمې ، تنکيري کلمې ، جوابيه کلمې ، دتاکید او مبالغې کلمې ، د معنوي تمیز او د تاکید د ښه والي او ډېروالي ( کلمې ) ، دعلت او دلیل کلمې ، د دلیل او د علت د بیان کلمې ، د کلام د تکیې کلمې ، د ندا ادات ، د ندا اداتو عمل ، د ندا د ځواب کلمې ، دانسباط کلمې ، د تنبیه کلمې ، د افسوس کلمې ، د مصیبت کلمې ، د امکاني ماضي مجهولې کلمې ، د امکاني ماضي د منفي افعالو پېژندنه ، د منفي ماضي د امکاني افعالو دکلیمو جوړولو دودونه ، دتمنايي ماضي بحث ، د تمنايي ماضي پېژندنه ، دتمنايي ماضي د مفهوم له مخې وېش ، د تمنایی ماضي د جوړولو دودونه ، د تمنايي ماضي د مجهولو افعالو پېژندنه ، د تمنايي ماضي د مجهولو افعالو د جوړولو دودونه ، د تمنايي ماضي د مني ماضي د جوړولو دودونه ، دتوبیخي ماضي د افعالو پېژندنه ، دتوبیخي ماضي د افعالو د جوړولو دود ، دتوبیخي ماضي د مجهولو افعالو پېژندنه ، د توبیخي ماضي د مجهولو افعالو د جوړولو دود ، د توبیخي ماضي د منفي افعالو کلمې ، د کنه او خو تفصیل ، د فعل عمومي حکمونه ، دمطلقې ماضي د افعالو عمل په فاعل کې ، د ارتباطاتو پېژندنه او تفصیل ، د شک او د غایب ګومان کلمې ، تنکیري کلمې ، جوابیه کلمې ، د تاکید کلمې ، د معنوي تمیز کلمې ، د ښه والي او ډېروالي کلمې ، د علت او دلیل کلمې ، د دلیل او د علت د بیان کلمې، د کلام د تکیې کلمې ، د ندا ادات ، د ندا د اداتو عمل ، دندا د جواب کلمې ، د انسباط او خوشحالۍ کلمې ، د تنبیه اداتو کلمې ، د افسوز او ارمان کلمې ، د مصیبت کلمې، دوېرې کلمې، دمرکب ارتباطاتو بحث، اصطلاحي نومونه، د عطف کلمې، د تردد کلمې، د تمنا او هیلې کلمې، د شرط او جزا کلمې، د بیان کلمې، د استدراک کلمې، د استدراک پېژندنه ، د نهې او نفې د انکار کلمې، د پلو او لوري کلمې، د قسم او سوګند کلمې، د تشبیه او ورته کلمې ،د تشبیه له مفهوم له مخې وېش .۱۰
د دې لیکنې په پای کې زه له ټولو هغو خپرندیو ټولنوڅخه چې پښتوکتابونه خپروي په خورا درناوي هیله کوم، دارواښاد مولوي محمد شېرګل رشید کاموي اثار، چې خطي نسخې دي ،ددې لپاره چې ضایع نشي باید چاپ کړي ،ځکه چې دا اثار په خپل وخت کې د پښتو ژبې د ګرامر په برخه کې د اهمیت وړ اثار دي .
اخځونه :
1. نیازی، رفیع الله : په پښتوکې دګرامر لیکنې تاریخي بهیر،دافغانستان د علومو اکاډمي ،د پښتوژبې اوادبیاتو انستییوت، دژبپوهنې څانګه ، بهیرچاپخونه کابل، ۲۱۴ - ۲۱۹ مخونه .
2. کابل کالنۍ ، د پښتو ټولنې عمومي مدیریت، ۱۳۲۲هـ ل ، ۱۱۲ مخ .
3. کابل کالنۍ ، پښتو ټولنه ، د پښتو قواعدوڅانګه، ۱۳۲۱ هـ ل ،۱۱۲ مخ .
4. کابل کالنۍ ، پښتو ټولنه ، د پښتو قواعدو څانګه ، ۱۳۲۳ هـ ل ، ۱۱۳ مخ .
5. کابل کالنۍ : پښتو ټولنه ، د پښتو قواعدوڅانګه، ۱۳۲۱ هـ ل ، ۱۰۴ مخ .
6. کابل کالنۍ : پښتو ټولنه ، د پښتو قواعدوڅانګه، ۱۳۲۱ هـ ل ،۱۰۴۰ مخ .
7. رښتین،صدیق الله : دپښتو ادب تاریخ،دویم چاپ،پښتو ټولنه کابل، ۱۳۷۷هـ ل، ۱۴۹ مخ .
8. رښتین ،صدیق الله : پښتو ګرامر ژباړه :( هاشمي)یونیورسیټي بک ایجینسي ،پېښور،۱۳۷۲ هـ ل ، ۱ مخ .
9. شېرګل : پشتومصادروفرهنګ،د افغانستان علومو اکاډمي کتابتون،خطي نسخه، ۳۵۴ شمېره.
10. رشید کامه وال ،مولوی شېرګل : د پښتو مفصل ګرامر د صرف برخه، د افغانستان د علومو اکاډمۍ کتابتون ، خطي نسخه ، ۱۳۱ شمېره