دهغه خداي ج په نامه چي موږته يي دلوستلو، ليكلواوپوهيدلوتوان راكړيدي.
تردي وړاندي چي د سازمان پرجوړښت وږغيږو لومړي بايد خپله په سازمان پوه سو. سازمان (ټولنه) څه ته وايي؟ كم كارونه ترسره كوي؟ څوك يي جوړولاي سي؟
ښكاره خبره ده چي قانوني قاعدي، نظام او حكمي اشخاص په ناببره توگه منځ ته ندي راغلي بلكه ددي په پيدايښت كي ټولني خپل مادي او معنوي رول په ډيره ښه توگه لوبولى دى. كله چي اشرف المخولوقات مځكه پخپل راتگ سره مشرفه كړه قانون ورسره سم منځ ته راغي. انسان وغوښتل د خپل نورو هم ډولو سره رابطه ټينگه كي، طبعي خبره ده چي هغه وخت به اړيكه خپلوي، فكري او اقتصادي وه. هغه قواعد چي د يادوسوو اړيكو دټينگولپاره وكارول سوه اسلآ دقوانينو بنسټونه وه چي د آدمه تردې دمه يي تغيركړي، اوښتي را وښتي، او دپوښښ ساحه يي هم ډيره پراخه سويده. د تغير علت يي هم دوه شيان كيدايسي اول د انسانون فكري وده، دوهم د وگړو ترمنځ د تجارت او اقتصادي اړيكو اړتيا.
فكري او اقتصادي ودي نړيوال حقوق هم متاثره كړي ځكه نو د نړيوالو قوانينو په جوړښت اوپراختيا كي رغنده رول لري.
اروپا په 15 پيړي كي د دوو ډيرو ستروپيښو شاهده وه چي دواړي په كال 1492 كي پيښي سوې، ددي كال په پيل كي د اندلس دغرناطه ښار (اوسني هسپانيه) دمسلمانانو له واكه ووتل اوسقوط يي وكي، همدا ډول د همدي كال د اكتوبر پر 12 نيټه د امريكا لويه وچه كشف سوه. چي ددي سره سم د راروپا استعماري سياست پيل سو. دغو تغيراتو سياسي اړخ درلود نودا ووچي په اروپا كي دولت په معاصره توگه منځ ته راغي.
دمعاصر دولت د منځ ته راتلو سره سم د 16 پيړي په پاي كي اروپا يوځل بيا د بلي او ډيري مهمي پيښي شاهده سوه او هغه په برتانيا كي صنعتي انقلاب ووچي په 18 پيړي كي يي نوروهيوادوته هم ځان ورساوه. دغه صنعتي انقلاب د هيوادونو پرټولنيزواو اقتصادي اړيكو ډيرزيات تاثيروكي. ښكاره ده چي د اروپايي هيوادونوترمنځ اړيكي گډي وډي وې، ځينو هيوادونوپه اروپا كي دخپل نفوذ د زياتولو هڅه كول خو ځينو نورپدي لټه كي وه چي خپله مستعمره په نورو وچو كي وغزوي.
ددي هدفونو د لاسته راوړلو په موخه يي صنعت پراختيا وركړه، وسلې او درانده جنگي مهمات يي جوړكړه او بيلاخره يي خپل په منځوكي هم د جنگ په ډكر كي وكارول چي ډيرزيات ځاني اواقتصادي زيانونه يي واړل، دلته اروپايان پدي فكر كي سوه چي د خبرواترله لاري چي كمي ستونځي او لانجي حليدايسي هغه د جنگ د لاري نسي حليدلاي نويي د كانفرانسونو جوړول پيل كړه چي پدغو كانفرانسونوكي به دكم هيواد دستونځي په اړه خبري كيدي او دحل لاره به ورته پيدا كيده.
دوخت په تيريدو سره كانفرانسونو رسمي بڼه پيداكړه چي كله كله به جوړيدل او ډيرمهم يي د پاريس كانفرانس 1856 دلندن كانفرانس 1817 دبرلين كانفرانس 1878 دي چي د اروپايي اتفاق (يواولي) Concert of Europe په نامه ياديدل.
پورته كانفرانسونه اكثره دامنيت اوسولي په اړه وه خو په 19 پيړي كي اروپا دبل ډول ټولنو شاهده سوه چي هغه اداري اتحاديي وې، چي دجنگ ياسولي په اړه نه وي بلكي په اداري او تخصصي برخو كي كاركاوه چي Public International Union په نامه ياديدلې. پدغه لړكي لومړني اتحاديه 1865 د تلگراف اتحاديه وه، وروسته تردي د پوست نړيواله اتحاديه 1874، دصنعتي ملكيت دملاتړاتحاديه 1883 The International Bureau of Industrial Property، دفني او ادبي ملاتړاتحاديه 1884 The International Bureau of Literature and Artistic Property، داوسپني دپتلي اتحاديه 1890 The International Convention of Railway Freight Traffic، صحت عامې نړيوال دفتر 1904 The International Office of Public Health، اود زراعت نړيوال انستيتوت 1905 The International Institute of Agriculture، ددغو اتحاديواو نړيوالو دفترونو دجوړيدو اهميت پدي كي دي چي نړيوال سازمان وجوړيدوته يي لاره پرانيستل او لومړني گامونه يي هم پورته كړل. نړيوالوسازمانونو او اتحاديو په 20 پيړي كي ډيره وده وكړه او ارزښت يي دمعاصر انسان په ژوند خورا ډيردي ځكه سازمانونه دي چي په مخصوصه برخه كي كاركوي كټي يي ښكيلو دولتونوته رسيږي بيله دي چي كم دولت زيانمن سي نو نړيوال حقوق يوازي د دولتونو ترمنځ قوانين نسوه پاته بلكه نړيوال سازمانونه هم د دولت حيثيت لري او خپل ځان ته حقوق اوقوانين لري.
د نړيوال سازمان په جوړيدوسره يي ورته ځانگړي مشحصات وضع كړه چي د هغوي لمخي نړيوال سازمان ځانگړي صلاحيتونه، مصونيتونه، امتيازات اومسوليتونه لري.او همدا ډول معياري تعريف هم ورته جوړسو:
سازمان يوه نړيواله او دايمي ټولنه ده چي د دولتونوپه اتفاق سره جوړيږي اود مستقلي ذاتي ارادې لرونكى وي.
چي پدي ډول سره موږ دسازمان عناصرپه څلوروبرخو ويشو:
نړيواله ټولنه
دايمي (دوامداره)
دهيوادونو اتفاق
خپلواكه اراده
نوداسي ويلايسوچي سازمان بايد نړيوال وي يوازي په يوه هيواد او سيمه پوري اړه ونلري، د لنډ وخت دپاره نوي يعني دايمي وي، د هيوادونو لخوا جوړسوي وي ،خپلي ټولي پريكړي او پلانونه پخپله عملي كړايسي او د كم هيواد يا شخص تر تاثيرلاندي نوي.
نړيوال سازمانونه پر هدف، جغرافيوي موقيعت او دسازمان سره د پيوستون په ډولونو ويشل سويدي
دڅونړيوالو سازمانونو بيلگي NATO, UN, OPEC, SARC, WFP, UNDP, ILO, WHO, FAO UNESCO
مقدمه
دنړيوالو سازمانونو جوړښت
سازمانونه د خپل هدف په نظركي نيولوسره ځانگړي ارگان لري خــــــــــــــو داچي سازمان په يوه دفتر سره پرمخ نه بيول كيږي نو لازمي ده چي ارگانونه اوكميټي ولري ترڅو ټاكل سوي هدف په سمه او منظمه توگه ترسره كي، هرسازمان بايد د يوه دولت په څير قومانده وركونكي ارگان ، مقنن ارگان، اجرايه وي ارگآن، مالي ارگان ولري.
په دي نړي كي هرهدف ته د رسيدلو دپاره مشخص مشرتوب، كاري ډله، مالي امكانات او تنظيم كونكي ځانگي هتمي دي.
نړيوال سازمان هم دموظفينو دمركزاومالي چارو د پاره ارگانونه اويولړقاعدي وضع كړي چي د سازمان د داخلي قانون په نامه ياديږي. نو ارگانونه، موظفين، مالي څانگه او قانوني قواعد د سازمان د جوړښت بنسټونه دي چي موږ يي لادي هريو په جلا توگه بيانوو.
د سازمان ارگانونه
د ارگان ارزښت:
د ا معلومه خبره ده چی هرطبعی او غیرطبی ژوندی موجود یا هم ماشین چی د انسان په لاس جوړسوی هم وی د بیلابیلوارګانونه لخوا اداره کیږی او په یوازی توګه دنده سرته نه سی رسولای. یوکامپیوټربه نظرکی ونیسی چی مادر بورډ یی مرکزیت تشکیلوی خوایا ټولی دندی پخپله مادر بورډ ترسره کوی؟؟؟ نه داسی نده. بلګه د کارونو د ترسره کولو دپاره باید جلا جلا برخی ولری ( د ږغ دپاره سپیکران، د تصویردپاره منیټور، د لیکلو دپاره کیبورډ، د چالانیدلو دپاره بریښنا، د سرعت د پاره قوی ریم، د ذخیری دپاره هارډ ډیسک او د چلیدلودپاره کامپیوټرپوه انسان ته اړتیا لری) ترڅوخپل کارونه په سمه توګه پرمخ یوسی. دلته مو پوه سو چی اصلی کار مادربورډ کوی نو که چیری دغه مادر بورډ نوی، ایا یاد سوی برخی په خپلی دندی پرمخ یو وړلایسی؟ ځوتاسی فکروکی چی مادربورډهم به کامپیوټرکی سته او هرڅه یی کاملاکارکوی نو ایا بیا به هم دغه کامپیوټربیله دی چی انسان کارځنی واخلی خپله کاروکی؟؟ نه نی کوی. ددی دپاره عاقل او کامپوټرپوه انسان ته اړتیا سته چی د هغه په اراده به کامپیوټر چالانه کیږی، کاربه ځنی اخستل کیږی، ذخیره کول او له مځه وړل هم د انسان کاردی.
دلته اراده لرونکی او اراده کونکی انسان دی چی طبعی شحص دی په همدی ډول د حکمی شخص دپاره چی هم داسی مرکزته اړتیاسته چی کارونه یی تنظیم، ترتیب او پرمخ یوسی چی دا د یوی ځانګی په موجودیت کی امکان نلری اوباید ډیری ځانګی ولری خو مرکزیت یی یو وی. داچی نړیوال سازمانونه حکمی شخصیت لری اود نړیوالو قانونی شخصیتونوڅخه جوړسویدی د نړیوال سازمان استازی ولس مشران، د بحرنیوچارو وزیران او سفیران دی او دوی د سازمان په یوه مشخصه برخه کی مشخص معالیت لری چی دی ته په نړیوال قانون کی ارګان وایی. عموما هر نړیوال سازمان په پیل کی ډیرلږ ارګانونه حتی یو یا دوه ارګانه لری چی د اړتیا په وخت کی یی ډیروی عمومآ د ارګانونو د ډیروالی لاملونه دوه دی:
1 د تخصص اړتیا او دکارويش:
کله چی د سازمانونو دندی او موخی ډیری سوی دی ته اړتیا پیداسوه چی باید ډیر ارګانونه ولری اوکارونه په تخصصی ډول پرمخ یوسی ځکه ډیرکارونه یوارګان نسی ترسره کولای نو هرارګان ته ځانګړی مسولیت او صلاحیت ورکړل سو. اوس مها ل د نړی هر سازمان بیلابیل ارګانونه لری او خپلی موخی د ارګانونو د لاری ترسره کوی.
2 د غړی هیوادونو ترمنځ نسبی اهمیت مراعات، او د هیوادونو داستازو ترمنځ توازن برابرول:
لکه څنګه چی د سازمان ټول غړی هیوادونه یوشان اهمیت نلری، لازمی ده چی ارګانونه او کمیټی جوړی سی او د زیاد نفوذ لرونکوغړو هیوادونو استازی پداسی ډول پکښی ځای سی چی عمومی توازن له منځه ولاړنسی.
ددی دپاره ښه مثال د ملل متحد نړیوال سازمان دی چی هغوی خپل په منشوریامیثاق کی سازمان پردوه ارګانه ویشلی دی یویی د امنیت شورا او بل یی عمومی اسامابله ده. چی په عمومی اسامبله کی ټول غړی هیوادونه ستون لری خو د امنیت په شوراکی 5 مخصوص غړی سته چی هغوی دایمی عضویت لری او همدا ډول داعتراض حق( ویټو) لری.
ارګانونه ته اجازه ورکول سوه چی خپل تر لاس لاندی فرعی ارګانونه یعنی کمیټی هم ولری او په ځینو مواردوکی د کار د ترسره کولواو هدف ته د رسیدلو په موخه ارګان ته ځینی اداری اومالی صلاحیتونه هم ورکول کیږی. ددی دپاره چی د سازمان په جوړښت ښه پوه سو نوباید د سازمان د ځینو ارګانو په اړه معلومات حاصل کو.
(1) عمومی مجمع:
هرنړیوال سازمان یوه عمومی مجمعه لری چی په بیلابیلونومونو عمومی هیات، عمومی اسامبله،جمیعت عمومی، شورا یا عمومی کانفرانس په نومونویادیږی چی ټوله په طبیعت کی یوډول دی. عمومی اسامبله د سازمان د ټولوارګانونو صلاحیت لری او دهغوی په مناقشې کوی اوفیصلی صادروی. داچی د عمومی اسامبلې غړی ټوله هیوادونه دی نو ددوی ناستي اوغونډی هم په دوامداره توګه ندی بلکی له مشخصی مودی وروسته یوځل غونډه جوړوی، په هره غونډه کی د غونډی مشر، مرستیالان او کمیټې ټاکی ترڅودسازمان پریکړی په سمه توګه عملی کړی. او عمومی اسامبله ترډیره حده تقینینی دنده لری ځکه داسی قوانین وضع کوی چی دسازمان ټولي دندی پکښي نغښتي وي.
(2) اجرائیوی شورا:
د نړیولوسازمانونو د مهمو او اړینو ارګانوڅخه یوه هم د اجرائیه شورا ده چی جوړښت یی د سازمان د پریکړو عملی کول دی. که چیری د سازمان غړی هیوا دونه لږوی پداسی صورت کی ټوله هیوادونه د اجرائیوی شورا غړی وی خو که چیري د سازمان غړی هیوادونه ډیروی نود ګوتو په شمیر هیوادونه ددغه ارګان غړیتوب لاس ته راوړای سي. په ځینو سازمانونو لکه ملل متحد اجرائیوشوراچی د امنیت شورا بلل کیږی ځانګړی اهمیت لری او د عمومی مجمع څخه یی مسئولیت او واک ډیردی او همدا ډول د ویټو حق هم لري. ددغه ارګان غړی د سازمان د منشور لخوا ټاکل کیږی چی ځیني یی دایمي عضویت او ځني یی موقتي عضویت لری.مثلآ د ملل متحد د امنیت شورا غونډی د عمومی اسامبلې په خلاف دوامداره دی ، د ډیری مهمی پیښی په اړه غونډی جوړوی او پریکړي کوي.
(3) اداري ارګان:
دا ارګان داسی مثال لری لکه د ریس سکرټرځکه ددی ارګان دندي د اسانتیاوو برابرول په ورځنی چاروکی، کورنی او بهرنی اړیکی تامینول، د هیوادونواونورو سازمانونوسره د غونډوجوړول، هغوی غونډی ته پرټاکل سوی وخت رابلل او معلومات ورکول، دعموی اسامبلې، امنیت شورا او اداری ارګانونو غونډی برابرول او هغوی ته سهولتونه اماده کول. د اداري ارګان کارکونکی د موظفین (1) دی چی د غړو هیوادونو او یاهم خارج د سازمان څخه ګمارل سوی وي. دغه موظفین د سازمان د پاره (دخپل اصلی هیواد د پاره نه) کارکوی او ټوله کړني یی په سازمان اړه لری، دوی د سازمان د منشورپه اساس خاص امتیازات او مصئونیتونه لري.
(1) موظف :
هغه چاته ویل کیږی چي د نړیوال سازمان د دایمي کارکونکی په توګه داسی وظیفه اجراکړی چی ټوله مسولیت، امتیازات، کړنی، راپورورکونه،راز اونیازیی د خپل سازمان سره شریک وی.
(4) د سازمان سر منشي:
سرمنشی عموما د خپل ټاټوبی هیواد چی د سازمان غړی وی پیشنهاد کیږی او وروسته د
عمومی اسامبلې د منلوڅخه د سرمنشي دنده پیلوی خوپه ځینو سازمانوکی سرمنشی د اجارئیه شورا له خوا ټاکل کیږي.
وروسته له ټاکل کیدو سرمنشي د سازمان د منشور په رڼا کی خپل ځان ته همکاران، مشاورین، ویاند او موظفین ټاکي. چی وروسته لدی سرمنشی د سازمان د عمومی مشر په توګه دنده سرته رسوي.
سرمنشی هم د ټاکل سوی او معلومی مودې دپاره غوره کیږی چی د وخت په پوره کیدو سره یی پربیا سرمنشی کیدو اویاهم نوی سرمنشي ټاکلوفکرکیږی اونوی سرنشی ټاکل کیږی. د سازمان سرمنشی خپل ټول مسئولیت د سازمان دمنشور څخه اخلی او د خپل اصلي هیواد څخه د اوامرو اخستلو حق نلری.
(5) فرعي کمیتې:
عمومی اسامبله او یاهم ارګانونه د خپل ټاکل سوی هدف د ترسره کولو د پاره کوچنی کمیټې جوړوی ترڅوهدف ته ورسیږي. دا کمیټې د سازمان د منشورپه اساس د عمومی اسامبلې، اجرائیه شورا او یاهم د سازمان د سرمنشی ترامرلاندی وظیفه اجرا کوي.یادی کمیټې په علمی، کلتوری، سیاسی، رسنیو او نوروبرخو کی فعالیت کوي.
د دغوکمیټو جوړښت کله په دایمي ډول وی او کله د لنډ وخت دپاره (صرف د هدف د ترسره کولودپاره) وي.
(6) تابع سازمانونه:
نړیوال سازمانونه کولایسی چی د نور واړه او کوچنی فرعی سازمانونه جوړکړی چی د اصلی سازمان اویاهم د ځینوغړو هیوادونو غړیتوب لري. د دغه ډول سازمانونه فعالیت اکثره وخت تخصصي او په یوه ځانګړی رشته کي وي. نړیواله ټولنه UN ، عربی غړی هیوادونه او اسلامی کانفرانس د غه ډول ډیر فرعي سازمانونه لري.
په نړیوالو سازمانونو کی رایه ورکونه:
په ارګان کی د رایی ورکونی بهیردوه ډوله وو یو عمومی اسامبلې پریکړه (اکثریت رایه) او بل درایه ورکونی مساوی سیستم وو. چی د اکثریت په تائد ډول تر ډیره بریده د عمل وړ وګرځیدی او نړیوالوهم خوښ کی خو بیا هم ځینی سازمانونه وه چی د رایه ورکونی مساوی سیستم یی غوښتی. پدی سیستم کی هر هیواد دخپل عضویت په اندازه رایه لری (لږعضویت لرونکی لږریه او ډیرعضویت لرونکی ډیره رایه) که څه هم دا سیستم عادلانه وو خو د عمل
په ډګر کی یی کار ورنکړ ځکه فیصلې به واقعآ په عادلانه ډول نه کیدلې ځکه کله کله به زیاتی رایه لرونکی هیوادونه په چپ اړخ کی وه. بیاهم دغه سیستم په اقتصادی او مالي سازمانوکی د تطبیق وړدي.
پای
شاکرعزیزی
1389\07\15 / د پوهنتون لومړی ټولګی/ کابل