مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-07-24   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په ګناه باندې عادت کیدل

حبیب الله جلالي

 

ګناهونه نورګناهونه زیږه وي،تردې چې زیات شي اوله بنده څخه دخلاصون لار ورکه شي.
دسلفو یو عالم ویلي دي(اٍن من عقوبه السٌیة بعدها،واٍن من ثواب الحسنه الحسنه بعدها)
 دبدۍ سزا په ورپسې بله بدي کول دي او دنیکۍ ثواب ورپسې بلې نیکۍ کول دي.
همداراز په ګناه کولوسره دزړه اراده کمزورې کیږي اودګناه عادت اخیستل کیږي،
چې بیاله دې امله بنده ته دخیرطرف ته راګرځیدل اویاتوبه ویستل مشکل کاروګرځي.
کله چې یوڅوک پرګناه باندې همیشوالی کوي،نوهغه یې عادت وګرځي،چې بیایې له زړه
څخه دهغې بدوالی نه وځي،بلکې پخپلې بدکارۍ به فخرکوي او خلک به ورڅخه خبره وي،
لکه څرنګه چې په حدیث کې راغلي دي رسول الله (ص)فرمایې(زماهرامتي به وپښتل شي
بې له ښکاره ګناه کوونکوڅخه اودګناه له شکاره کولوڅخه داهم ده چې یوسړی دشپې کوم کاروکړي بیایي ـــ پداسې حال کې الله ورباندې اچوالي وي ـــ دی وایې:ای فلانکیه دشپې
 مې داسې داسې وکړل پده خوالله تعاله دشپې پرده اچوالې وي،خوچې کله سبا مهال
شي هغه پرده له ځانه څخه لرې کړي(اوځان په خپله وشرموي)‏.‏


دسپکوالي او ذلت سره مخ کیدال.‏
دګناه په وجه انسان دالله تعاله درحمت له نظره غورځیږي اوسپک ګرځي،الله تعاله فرمایي:‏
 (وَمَنْ يُهِنِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ مُكْرِمٍ)
الله چې څوک سپک کړي،نوبیاهغه ته څوک عزت ورکونکی نشته.‏
امام حسن بصري رحمه الله وایې:هانوعلیه فعصوه،ولوعزواعلیه لعصمهم.‏
ګنهګاران دالله تعاله په نزد سپک اوذلیل شول،نوځکه یې دهغه نافرماني وکړله اومه چیرې دوی
 دهغه په نزد عزتمند وای،نوله ګناه څخه به یې ژغورلی وای.‏

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery