۹برخه
د سیاسي فلسفې د تګلاري محدودیت او ګټورتوب
هره تګلاره دګټو اومحدودیتونو لرونکې وي ، البته دهري تګلاري ګټورتوب دعلم په درُن او دننه کي او هغه معرفت چي دهغه روش او تګلاري څخه ترې ګټه اخیستل کيږي دهغه له محدودیتونو څخه ډېر دی .
که وتوانیږو چي تجربي تګلاره په تجربي او طبیعي علومو کي یو غوره تګلاره وبولو نو وایو چي بهترینه تګلاره د [سیاسي فلسفې] لپاره (عقلي) تګلاره ده .عقلي تګلاره دهر اړخیزه ، عامو ابزارو او وسایلو لرونکې ده هغه چي دټول بشریت لپاره په کار وړل کیږي ، لږ وړاندویني لري او په تمامه مانا سره دانسانانو دتوان دپراختیا او درُن (دننه) په اختیار کي پېژندل کیږي.
د (نقلي تګلاري) سره په پرتلنه چي دهغو وړاندوینو او په کار وړلو اسنادو سره په (دیني او مذهبي) پوښښ کي دي (عقلي تګلاره ) عام او نړۍ شموله کړني تر سره کوي البته د اسلام سپېڅلی دین ترې مراد ندی ځکه د اسلامي دین د ټول بشریت لپاره او نړۍ شموله دی.
په لومړي کي په تاریخي یا نقلي اسنادو او شواهدو تکیه هغو ته ارزښت ورکول دي ، دبیلګي په توګه لومړی باید دیونان یا افغانستان پر تاریخ باور اوتکیه ولرو او هغه ارزښتناک وبولو او همدا ډول په یوه تاریخي کتاب کي پر پېښلیک تکیه وکړو.
د ادیانو او مذاهبو اړوند هم دا مطلب دی ، لومړی باید د پیغمبر ، رسول او امام شتون ثابت او وپېژنو ، وروسته د هغه د رای حجیَت ، نظر او کردار د دلیل په توګه ومنو تر څو وکولای سو تر هغه وروسته په پوره باور دهغه دمنقول اسنادو څخه نقل قول او ګټه پورته کړو، لکه په (قران عظیم الشان) او(نبوي حدیثو) باندي لومړی موږ ایمان او باورلرو او اوس د دغو سپیڅلو او ارزښتناکو سرچینو څخه ګټه اخلو.
خو (عقلي تګلاري) بیا دهر دین او مذهب په رڼا کي خپل څرګندوني لري لکه داسلامي سیاسي فلسفې تګلاري چي اسلامي عالمانو د اسلامي دین په اډانه کي دعقل په ځواک لارموندي کړي دي .
یوه بېلګه دا چي کېدای سي کله – کله دعقل او نقل په مخامختیا کي دهر دین ، مذهب او مسلک پیروان خپله خوښه کړې لاره خپله کړي.
خوباید یادونه وکړو چي کله – کله سلیم عقل په یوه نتیجه رسېدلی وي ډیری موارد يې له نقلي علومو سره په ټکر کي نه وي . دا هم وایو چي په طبیعي علومو کي دتجربي اصولو او د فلسفې څخه دعقلي تګلاري په مټ کار اخیستل کیږي نو وایو :
الف : حسي (تجربي) تګلاره .
ب : عقلي تګلاره .
ج : نقلي تګلاره ( په اسلام کي قران او حدیث)
له ټولو تګلارو څخه ګټه اخیستل دځان( نه) محروم کول دي لکه دپیژندني په لاره کي دنورو سرچینو څخه په ځانګړې توګه دسیاسي پیژندني په برخه کي.
په هره توګه باید ووایو چي [سیاسي فلسفه] دفلسفي کړنو او پیښو لرونکې او وجود پیژندویه ده په همدې دلیل که دسیاسي علومو له پوهانو څخه وغواړو چي په خپلو څېړنو کي علمي ځیرتیا ته پام وکړي اوکه له دوی څخه وغواړو تر څو خپلي څېړني دتجربه سوو فرضیو په اډانه کي صورت بندي کړي ، یوبې ځایه او بیهوده کار موتر سره کړی دی ځکه دسیاسي علومو سرښت ،په ټولیزه توګه انساني او ټولنیز علوم له تجربې( نه) منني او ازمون نه منني څخه ډک دي .
د دې علومو ماهیت په دې توګه دی چي له کیفي او کمي مفاهمو څخه ګټه واخلي.
په بنسټیزه توګه لومړی باید خپل دریځ دسیاسي علومو په علم اوپېژند کي روښانه کړو چي دا کار دفلسفې او علم د سر چینې په هکله دمفصل بحث غوښتونکی دی په دې صورت کي کولای سو پوه سو ایا دهغو کسانو تلاښ اوهڅه چي دسیاسي علومو د ریاضي کولو په لټه کي دي او غواړي چي علوم هم تر فرمول لاندي راولي سم دی یا( نه) ؟
(( ولي سیاسي علم دنورو علومو سرلاری دی ؟))
ځواب ؛ ځکه چي دتناسب او پرختیا لرونکی دی ، په داسي حال کي چي هیڅ ډول علوم دسیاست دعلم سره (نه) برابریږي او هم له نورو ټولو څېړنو څخه پراخ دی همدا ډول دانسان پرکړو- وړو مستقیم اغېز ښندي .
یو سیاسي اندپال هڅه کوي تر څو سیاست په پراخ او غوړېدلي مفهوم او ټولیز انځور سره خپلو مخاطبانو ته وړاندي کړي ، هغه دخپل لوستني او مطالعاتو په اوږدو کي ځیني موضوعات لکه دانسان سرښت او دنړۍ د نورو ځانګړتیاوو سره چي دخامو موادو په ارزښت او مرتبه ، قدرت او مقام سره دده لوستنه ده ، سیاست توصیفوي ، په دې برخه کي باید نویو او خپلواکو څېړنو ته لاس ور ولویږي، دا په دې مانا که موږ وایو چي افلاطون د [سیاسي فلسفه] په نړۍ کي داوچت مقام لرونکې ده ، داهم باید وویل سي چي موږ هم په خپل وار خپل پېر(عصر) ته په کتو نه سو کولای چي یوازي دافلاطون پر [سیاسي فلسفه] بسنه کړو.
د سیاسي فلسفې بنسټیز بېلتون دسیاست دنورو څانګو او سیاسي علومو سره په دې کي دی چي (( سیاسي فیلسوف نړۍ او هستۍ ته په ټولیزه توګه کتنه کوي او له هر څه څخه ږغیږي . ))
دا چي د سقراط ، افلاطون ، ارسطو ، فارابي ، ابن سینا ، علامه سیدجماالدین افغان بابا ، او نورو ویناوي او فلسفي سیاست ابدي سوی او د ځینو مخینه يې (۲۵۰۰ ) کلونو ته رسیږي او لا تر اوسه ددوی له سیاسي فلسفې څخه په پراخ لاس ګټه پورته کیږي ، په دې دلیل چي د دوی ویناوي د ارزښت له مخي له منځه (نه) دي تللي ځکه د دوی اثار په ابدیت او نړۍ شمولۍ کي ریښې ځغلولي دي .
دافلاطون دا ټینګار چي پاچهي او واکمني دي فیلسوفان وکړي چي ښايي ځیني وګړي له دې جملې څخه (تکنوکراتان ) له آره د افراطي عمل او واقعیت آرونو ته پام (نه) کوي .
خو فیلسوف بیا دهر څه او هر شي (حق) په نظر کي نیسي او له هغه څخه خبرتیا لري ځکه چي موجود ته له هستۍ پیژندني زاويي څخه کتنه کوي .
د طبعیت او چاپیریال پیژندني حق ، آزادۍ ، دحکومت په وړاندي دخلکو حق او ددوی مشروع آزادۍ دسیاسي هدف حق او دهغو دتګلارو ټاکل یعني ارزښتونه په نظر کي نیسي .
د اسلامي سیاسي فلسفې تګلاره پېژندنه
ایا له آره کولای سو چي له ایډیالوژۍ او دین څخه پرته د انساني ټولنیزو اوطبیعي ښکارندو(پدیدو) ته لاس ور واچوو ؟
ایا یوازي پر (عقل) باندي تکیه کولو له مخي نظریه تولید کړو ؟ په دې برخه کي چي کومي نیوکي پر عقل او عقل پالني باندي سوی څه باید وکړو ؟
د انسان پېژندني بحث ته ننوتل او دانسان دسرښت او ماهیت په هکله پلټنه کول د ښکاره کولو له ټولګي څخه او دعقل د نفوذ غوړېدل دي ، په مادي او غیري مادي چارو کي بحث ته دننوتلو سره یو پراخ او اوږد بحث حتی له دې کرښو څخه هم وتلې خبره ده . تر ډېره دنظر دڅښتنانو شخړه دتګلاري پر سر وي له بله اړخه دمادي علومو لاس بری په ځانګړې توګه طبیعي علوم هم انسان پېژندونکي پر دوو ډلو ویشلي او په خپله کي سره اختلاف لري په داسي ډول کولای سو دوی پر دوو ډول وویشو :
۱ : طبيعي مذهبي .
۲ : د دې سره مخالف او په ټکر کي .
په [سیاسي فلسفه] کي دتګلاري پېژندني په هکله پراخ بحث ، دطبیعي علومو په وړاندي دټولیزو ، انساني او دتګلاري پېژندني دعلومو په هکله بحث باندي بدلیږي او مسلماً په دې ځای کي اړینه ده د اپیسمولوژۍ (شناخت پېژندني)او نساني پېژندني میزان دانسان پېژندلو لپاره رامنځته سي .
ځیني په دې باور دي چي د اسلامي تمدن په زرینو پېړیو کي چي کله زموږ حاکمانو یوناني پوهه تر لاسه کړه او له دې څخه ژور ولاړل ، دحیرانتیا ځای دی چي دیونان دفلسفې هغه برخه چي د(حکومت دعلم) څخه ږغیږي زموږ په وړاندي چندان رونق و نه موند .
ښايي دبیلابیلو زور واکو له خپل اوپردي چي پر موږ يې حکومت کړی د خلکو دذهنونو روښانه کول ، د قدرت او وحدت بنسټ ټینګول له خطر څخه خالي نه وه .
خپلواکي غوښتونکي چي نه يې غوښتل د زور واکو او جابرانو دحکومت تر پوښښ لاندي راسي او هغه پرځان ومني دايې غوره وبلل چي په حاشیه کي پاته سي او له صحنې ځان ګوښه کړي ، ځکه خپل سلامتي يې په همدې بېلتون کي لیدل نو چوپ اوغلي به پاته کېدل .
را ځو دې ته چي یو ډېر ارزښتناک کار چي باید تر سره سي هغه خلک د (( سیاسي او ټولنیزو افکارو سره اشنا کول او عادتول دي .))
له بله اړخه نوې تګلاره پېژندنه د منطقي اُصولو د مرکزي هستۍ پر بنسټ لکه اصل تناقض امتناع ( دتناقض له قانون څخه انکار) ثالث طرد شق ( د دریمي لاري ردول یا له پامه غورځول ) او دغه نږدیوالی او ورته والی مبتني دی او دمعرفت پېژندني نظام هم پرهغه بنسټ جوړ دی.
اسلامي سیاسي ، سیاسي تعقل دسیاسي فلسفې په غالب کي دی ، چي دلوړهمتو فیلسوفانو لکه فارابي ، علامه ابن خلدون ، علي سینا ، علامه سیدجماالدین افغان ، لوی خوشحال بابا اونور يې بنسټګر دي .
له آره دسیاسي فیلسوفانو بنسټیز دنظر اختلاف د[سیاسي فلسفې] دعمده مسایلو اړوند د نظر په اختلاف چي انسان ځان پال دی یا ټول پال ؟ سیاسي دی که غیري سیاسي ؟ عقلاني او خپلواک دی که غیري عقلاني او اړ (مجبور)؟ په ورستي کي داچي انسان کمال منونکی دی که غیري دی ؟
له بله پلوه یو شمېر په په دې برخه کي ګمرا او لار ورکي سوي دي دي هغه داچي د دوی په اند موږ باید له دین څخه دا تمه ونه لرو چي موږ ته دي [سیاسي فلسفه] را وښیي او داهم وايي دین ، دین دی چي دانسان دلارښووني لپاره راغلی دی تر څو انسان په دنیايي ژوند کي رهنمايي کړي او دمادي او ابدي نیکمرغۍ په لور یې سم کړي البته دا به دمنسوخه ادیانو په هکله وي خو داسلام په دین کي دژوند د ټولو سیاسي ، اقتصادي او ټولنیزو چارو لارښود شتون لري .
او که له دین څخه د سیاست ، اقتصاد ، ارواپوهني اونورو علومو هغه چي دود دي تمه درلودل ډیره لویه هیله ده او وايي چي دین ښايي موږ ته یوازي دابدي نیکمرغۍ لارښوونه وکړي خو له هغه څخه نباید داسلامي فلسفې او یا اسلامي ارواپوهني هیله ولرو . البته دا دیو شمېر شننونکو تنګ نظر او له اسلام څخه عدم معلومات دی ، موږ وایو چي اسلام یو پراخ او جامع دین دی هم سیاسي فلسفه او هم ، سیاسي ارواپوهنه او د بشر لپاره نور ګټور علوم پکښي ځای لري او بل داچي موږ په اسلام کي غښتلي فیلسوفان لرو لکه ابونصر فارابي ، علامه ابن خلدون او.. .
سیاسي فلسفه او متافیزیک
فلسفه بیلابیلي ماناوي او په کار وړني لري ، دعلم او فلسفې په هکله مو په پیل کي څه نا څه رڼا واچول ، دعلم او فلسفې دتوپیر لپاره لومړی اړ یو دا وټاکو چي کوم یو له دې دوو ( علم او فلسفې) څخه دپام وړ دي ؟ په دې بحث کي دفلسفې څخه منظور هم هغه مابعدالطبیعه (متافیزیک) یا اولي فلسفه ده او دعلم څخه مراد (تجربي علم) دی یا هغه پوهه چي پر تجربو ولاړه وي :
الف :
په پیل کي باید دې ټکي ته پاملرنه وکړو چي فلسفه هم دنورو علومو په څېر د ظوابطو ، قواعدو ، آرونو او اډانې لرونکې ده . په مفهوم کي لکه هر علم دمبادي ، موضوع او مسایلو لرونکې ده ، دفلسفې مبادي ، بدیهیات او ځیني د پیژندني اصول جوړوي . موضوع يې هم لکه مخکي چي ورته اشاره وسوه ، دفلسفې مسایل هم پر همدې موضوع راګرځي .
د علم او فلسفې بدني جوړښت د موضوع اوتګلاري له مخي له یو بل سره توپیر لري . دعلم موضوع بیلابیل ( موجود) دیو شمېر ځانګړونو سره دی خو دفلسفې موضوع (موجود بما هو موجود )دی همدا دلیل دی چي علمي احکام یوازي پر هغو مقیدو موضوعاتو د اطلاق وړ دی او نه سوکولای چي هغوی ته له نورو موضوعاتو سره نسبت ور کړو .
ب :
د یادوني بل ټکی دادی چي دتګلاري له مخي هم علم او فلسفه له یو بل سره توپیر لري ځکه دعلم تګلاره تجربه ده په دې مفهوم چي : (( علمي دعوې دتجربې پر غاړه حل و فصل کیږي .))
په داسي حال کي چي فلسفي قضایاوي له دې اړخه هیڅکله له تجربې سره لاس نه اچوي او همداډول د مشاهداتو اوتجربو له لاري (نه) سو کولای چي فلسفي خبره ثبوت کړو د فلسفې تګلاره د فلسفې دعوو (تعقلي ) دي یعني دڅارونکي او پلټونکي نهايي سقم او صحت دیوه فلسفي نظر (عقل)، عقلي او منطقي تحلیل دی په دې برخه او چاره کي بیا تجربه نه لري.
ج :
علم او فلسفه دتګلاري له مخي هم له یوبل سره توپیر لري دعلم هدف دانسان مسلط کول او غښتلي کول دي پر عالم طبعیت امکاناتو باندي دګټي اخیستني څخه. همدا ډول ( فرانسیس بیکن ) اعلام کړه چي (( دانايي ؛ توانايي ده )) ، یعني علم هغه څه دی چي هر څومره زیات سي تونايي ور سره ډیریږي .
له دې اړخه د فلسفې لپاره دا انځور هدف نه دی یعني فلسفي احکام د راتلونکو پیښو لپاره وړاندینه او دانسان غښتلي کول او عالم سلطه مستقیاً رول نه لویدی لکه دفلسفې او فیلسوف موخه په لو مړي کي دحقایقو او دهستۍ د کُلي او ټولیزو احکامو بیانول دي ځکه نو وایو چي (سیاسي علم) او ( سیاسي فلسفه) هم له یو بل سره دوې پوهي دي چا چي دواړه سره ګډ کړي له آره د دې دوو پوهو تر منځ بیلتون ته يې پاملرنه (نه) ده کړې .
راتلونکی سر لیک :
دسیاسي فلسفې تاریخي شالید
: اخځلیک او لمنلیک:
1. : Tiknokratans تخنوکراتان هم ور وايي ، دتخنیک پوهانو او دفن دخاوندانو په مانا دی .’
2. : سیدمهدي سیدیان داسلامي سیاست فلسفي تګلاره پېژندنه ، ۱۳۸۷ ، ۱۴ مخ .
3. : Contradiction
4. : Refusal
5. : سید مهدي سیدیان ، مخکنی اثر ، ۱۵ مخ .
6. : سید مهدي سیدیان ، همدا ځای .
7. : Metaphysics
8. 123: دکتر محمد حسین ګنجي ، کُلیات فلسفه ، تهران ، پنځم چاپ ، ۱۳۸۸، ۲۵ مخ.
9. : knowledge
10. : Ability
11. : دکتر محمد حسین ګنجي ، کُلیات فلسفه ، تهران ، پنځم چاپ ، ۱۳۸۸، ۲۷ مخ.