دخپریدو نیټه : 2013-07-30 مخپرونکئ : 114 - دبېنوالیکوال- کـ
د روژې یوویشتمه تحفه
نثار احمد صمد
سرچینه : اخلاقی کنایې ، دوهم جلد ، ناچاپه
متدینو دوستانو ، د مبارکی روژې دوې لسیزی تیری سوې چی لومړنۍ د رحمت او دوهمه د مغفرت وه . نن د روژې مبارکی درېیمه لسیزه پیل سوه چی له دوږخه د نجات عشره ده . ښه به دا وی چی ( اللهم اجرنی مِن النار ) او نور تسبیحات ووایو او د خدای څخه د جنت طلب وکړو . ځکه دا د لیلة القدر لسیزه ده .
رسول الله (ص) فرمایلی دي چی زما امت ته د روژې په هکله پنځه داسی شیان ورکول سوي دي چی پخوا نورو امتونو ته نه وو ورکړل سوي :
لومړی ـ د خولې بد بویی یې د الله لپاره تر مشکو هم د خوښۍ وړ ده ؛
دوهم ـ د هغوی لپاره آن تر ماهیانو پوری لا هم هر څه دعاوی کوی او هغه تر روژه ماتې پوری کوی ؛
درېیم ـ جنت هره ورځ د دوی لپاره سمیږی او الله ورته فرمایی چی ژر به زما بنده ( د د نیا ) مشقتونه پر ځان تیر کړی او تا ته به راسی ؛
څلورم ـ شیطان ورڅخه قید سوی دی تر څو هغسی بدیو ته یې نه بوزی چی په غیر رمضان کی به یې بیویً ؛
پنځم ـ د روژې په آخري شپه به د روژه لرونکو لپاره مغفرت کیږی .
اصحابو ورڅخه وپوښتل چی آیا د وروستۍ شپې څخه مطلب د لیلة القدر شپه ده ؟ ویې فرمایل چی یا ، بلکی دستور دا دی چی مزدور ته اجوره د کار تر ختمیدو وروسته ورکول کیږی . نو په همدې امید لطفأ یوویشتمه تحفه ولولیً ( ن . صمد )
الهی رحمت
په بنی اسراییلو کی یو بت پرسته انسان پوره اتیا کاله ټوله ورځ « یا صنم ـ یا صنم » وایه یعنی یا بت یا بت ، او خپل بت یې ننګاوه .
یوه ورځ یې په غلطۍ سره وویل چی « یا صمد ـ یا صمد » چی دا د الله تعالی یو نوم او صفت دی . بس په همدې سره الله تعالی ټول ګناهونه ور معاف کړل او ویې بخښی .
ملایکو الله تعالی ته عرض وکړ چی یا الله ! ستا دغه بنده اتیا کاله شِرک کړی دی او ټول عمر یې یا بت یا بت ویلی دی ، خو فقط یو وار یې خوله خطاوتله او د « صنم » پر ځای یې « صمد » ووایه خو تا معاف کړ ؟
الله تعالی ورته وویل چی هغه همدا یو وار زه په اخلاص او صداقت سره یاد کړم ، څنګه چی زه رحمن او رحیم یم نو ځکه یې بخښم .
هو ، نن چی په دنیا کی هر ډول رحمت وینو ( که هغه د مور دی یا د پلار ، که د خپلوانو دی که د مسلمانانو او ټولو انسانانو او مخلوقاتو ) دا ټوله د الهی رحمت یوه کوچنۍ برخه یعنی یوه سلنه ده . الله تعالی دومره رحیم او کریم دی چی فقط یوه حصه رحمت یې دنیا ته نازل کړی دی او متباقی ۹۹ حصې یې هغه دنیا ته ساتلي دي . لوی الله فرمایی چی زما رحمت هر شی احاطه کوی (اعراف : ۱۵۶ ). حضرت فضیل بن عیاض (رح) فرمایی چی په ښه صحت او ځوانۍ کی الهی خوف بهتر دی تر څو د ښه اعمالو لپاره کوښښ وسی ، خو د کمزورۍ او ناروغۍ پر مهال بیا امید بهتر دی تر څو انسان د الله د رحمت څخه مأیوس نسي . نو هیله ده چی وخت راڅخه تیر نسي ، ځکه اوس هم ناوخته نه دی بس یوه صادقانه اراده او فیصله غواړي .
هوښیار څوک دی ؟
دغه پوښتنه که نن ورځ زموږ او ستاسي څخه وسي ډول ډول ځوابونه به ووایو او هم به یې واورو . خو تاسي د رسول الله (ص) بلیغ او جامع ځواب واورﺉ : د حضرت عبدالله بن عمر (رض) څخه روایت دی چی وايي زه د رسول الله (ص) په مجلس کي حاضر وم چي د انصارو څخه یو نفر ولاړ سو او ویې ویل : یا رسول الله (ص) ! په خلکو کي څوک ډېر هوښیار او د حِکمت خاوند دی ؟ رسول الله (ص) و فرمایل : هغه څوک چي مرګ ډېر یادوي او هغه څوک چي د مرګ لپاره یې پوره چمتوینه نیولې وي ، دغه خلک هوښیاران دي ځکه دوی د دنیا شرف او د آخرت کرامت یووړ .
سبحان الله ! دا څومره بشپړ او جامع ځواب دی . که موږ ښه فکر او سوچ وکړو دغه ځواب دوه اړخه لري : یو دا چي ( مرګ ډېر یادوي ) ؛ دا معلومه خبره ده هر هغه څوک چي مرګ یادوي هغه انسان هیڅکله شر او شرارت نه پېښوي ، خو یواځي د شر نه پېښول د ټولني د خوشبختۍ او نیکمرغۍ لپاره کفایت نه کوي نو د ځواب دوهم اړخ ته متوجه سی چي فرمايي ( او هغه څوک چي د مرګ لپاره یې پوره چمتوینه نیولې وي ) ؛ د مرګ لپاره آمادګي په څه شي نیول کیږي ؟ په عدل ، په صدق ، په ښو اخلاقو ، یو د بل سره په مرسته کولو ، د مور او پلار ، همسایه ، اقرباوو د حقوقو په مراعتولو ، حلاله نفقه خوړلو او داسي نورو صالح عملونو سره داسی چمتوینه نیول کیږی . نو که واقعاً هر انسان د شر او شرارت څخه ځان وساتي او هم دغه ذکر سوي صالح عملونه په ځان کي پیدا او عملي کړي ، ټولنه به مو څومره خوشبخته ، هوسا او آرامه وي ، او آخرت به مو انشاالله کامیاب وي .